د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (اتمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (اتمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۴۴ – : ايا د داسې ګناهګار توبه هم قبليږي؟
وَعَنْ أَبِي طَوِيلٍ شَطْبٍ الْمَمْدُودِ أَنَّهُ أَتَّى النَّبِيَّ صلى اللهُ عليه وسلم فَقَالَ: أَرَأَيْتَ مَنْ عَمِلَ الذُّنُوبَ كُلَّهَا، وَلَمْ يَتْرُكْ مِنْهَا شَيْئَاً، وَهُوَ في ذَلِكَ لَمْ يَتْرُكْ حَاجَةً وَلا دَاجَةً إِلاَّ أَتَاهَا، فَهَلْ لِذَلِكَ مِنْ تَوْبَةٍ؟ قالَ: فَهَلْ أَسْلَمْتَ ؟ قالَ: أَمَّا أَنَا فَأَشْهَدُ أَنْ لا إِله إِلاَّ اللهُ، وَأَنَّكَ رَسُولُ اللهِ قالَ: تَفْعَلُ الْخَيْرَاتِ، وَتَتْرُكُ السَّيِّئَاتِ، فَيَجْعَلُهُنَّ اللهُ لَكَ خَيْرَاتٍ كُلَّهُنَّ. قالَ: وَغَدَرَاتِي وَفَجَرَاتِي؟ قالَ: نَعَمْ قالَ: اللهُ أَكْبَرُ، فَمَا زَالَ يُكَبِّرُ حَتَّى تَوَارَى ] ([1])
ژباړه: ابوطويل نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته راغی او ورته يې وويل: خبر راکړه که چا ټول ګناهونه کړي وی او هېڅ وړه او غټه ګناه يې نه وي پرېښي نو ايا د ده توبه قبليږي؟ هغه وويل: ايا اسلام دې راوړی دی؟ ابوطويل وويل: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته، او ته د الله رسول يې، هغه ورته وويل: د خير کارونه کوه او بد يې پرېږده نو ټول بد عملونه به درله الله په نيکو عملونو بدل کړي، هغه وويل: ايا زما عهد شکني او ټول فسق او فجور به الله په نيکيو بدل کړي؟ هغه وويل: هو، ابوطويل د الله اکبر نعرې سورې تر هغه وهلې چې پناه شو.
۴۵ – : د قيامت پر ورځ ستا په شفاعت ډېر حقدار څوک دی؟
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّهُ قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَنْ أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِكَ يَوْمَ القِيَامَةِ؟ فَقَالَ: لَقَدْ ظَنَنْتُ، يَا أَبَا هُرَيْرَةَ، أَنْ لاَ يَسْأَلَنِي عَنْ هَذَا الحَدِيثِ أَحَدٌ أَوَّلُ مِنْكَ، لِمَا رَأَيْتُ مِنْ حِرْصِكَ عَلَى الحَدِيثِ، أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ مَنْ قَالَ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، خَالِصًا مِنْ قِبَلِ نَفْسِهِ ] ([2])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې ما وويل: ای د الله رسوله! د قيامت په ورخ باندې ستا به شفاعت باندې د ډېر سعادت څښتن څوک دی؟ هغه وويل: ای ابوهريره! زما يقين و چې دا پوښتنه به راڅخه له تا پرته نور هېڅ څوک نه کوي، ځکه چې ته په حديثونو باندې د حفظ ډېر حرص لرې، دقيامت په ورځ باندې زما په شفاعت باندې د ډېر سعادت څښتن هغه څوک دی چې (لا اله الا الله ) د زړه له پوره اخلاص څخه ووايي.
۴۶ – : له اور څخه کوم اسباب بچ کول کوي؟
عَنْ أَبِيْ ذَرٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ مَاذَا يُنَجِّي الْعَبْدَ مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: الْإِيمَانُ بِاللهِ قُلْتُ: يَا نَبِيَّ اللهِ، إِنَّ مَعَ الْإِيمَانِ عَملٌ، قَالَ: يُرْضَخُ مِمَّا رَزَقَهُ اللهُ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فَقِيرًا، لَا يَجِدُ مَا يُرْضَخُ بِهِ؟ قَالَ: يَأْمُرُ بِالْمَعْرُوفِ، وَيَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ عَيِيًّا لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يَأْمُرَ بِالْمَعْرُوفِ، وَلَا يَنْهَى عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: يَصْنَعُ لِأَخْرَقَ ، قُلْتُ: أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ أَخْرَقَ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يَصْنَعَ شَيْئًا؟ قَالَ: يُعِينُ مَغْلُوبًا ، قُلْتُ أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ ضَعِيفًا، لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُعِينَ مَظْلُومًا؟ فَقَالَ: مَا تُرِيدُ أَنْ تَتْرُكَ فِي صَاحِبِكَ، مِنْ خَيْرٍ تُمْسِكُ الْأَذَى، عَنِ النَّاسِ ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ إِذَا فَعَلَ ذَلِكَ دَخَلَ الْجَنَّةَ؟ قَالَ: مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَفْعَلُ خَصْلَةً مِنْ هَؤُلَاءِ، إِلَّا أَخَذَتْ بِيَدِهِ حَتَّى تُدْخِلَهُ الْجَنَّة ] ([3])
ژباړه: له ابوذر رضي الله عنه نه روايت دی چې فرمايي: ما وويل: د الله رسوله! له اور څخه بنده پر څه باندې نجات مومي؟ هغه وويل: پر الله باندې په ايمان لرلو سره، ما ورته وويل: د الله پېغمبره! له ايمان سره خو عمل وي،هغه وويل: له هغه څه دې ورکړه وکړي چې الله ورله په رزق کې ورکړي دي، ما ورته وويل: او که فقير وي او د ورکړې څه نه لري نو بيا؟ هغه وويل: په ښو کارونو دې امر او له بدو څخه دې منعه وکړي، ما وويل: د الله رسوله! که چرته ناچاره وي او نه په معروف باندې امر کولی شي او نه له بدو څخه منعه کولی شي نو بيا؟ هغه وويل: له هغه چا سره دې لاس واړوي (مرسته وکړي) چې نه پوهيږي،ما وويل: که له هغه سره مرسته هم ونه شي کړی نو بيا؟ هغه وويل: د بې کسه مرسته دې وکړي، ما وويل: که خپله کمزوری وي او مرسته نه شي کولی نوبيا؟ هغه وويل: ولې ته نه غواړې چې په خپل ملګري دې څه خير او برکت پرېږدې؟ له خلکو څخه دې خپل تکليف راونيسي (هغوی ته دې تکليف نه ورکوي) ما وويل: که دا وکړي نو ايا جنت ته به ننوځي؟ هغه وويل: هېڅ داسې مسلمان نشته چې په يادو خصلتونو کې يو وکړي مګر له لاس څخه به يې ونيسي او جنت ته به يې ننباسي.
۴۷ – : ايا جهاد في سبيل الله هم ورته په ثواب کې نه رسيږي؟
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَا مِنْ أَيَّامٍ العَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الأَيَّامِ العَشْرِ، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَلَا الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: وَلَا الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْءٍ ] ([4])
ژباړه: له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: له دې لسو ورځو پرته نورې داسې ورځې نشته چې الله پاک ته پکې نېک عمل ډېر محبوب وي ، صحابه کرامو وويل: ايا له جهاد في سبيل الله څخه هم؟ هغه وويأ: هو جهاد في سبيل الله هم ورته په محبوبيت کې نه رسيږي مګر هغه مجاهد چې ځان او مال دواړو سره ووځي او بېرته يې هېڅ رانه شي.
۴8 – : ايا مونږ دې وروڼه نه يو؟
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: وَدِدْتُ أَنِّي لَقِيتُ إِخْوَانِي ، قَالَ: فَقَالَ أَصْحَابُ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَوَلَيْسَ نَحْنُ إِخْوَانَكَ؟ قَالَ: أَنْتُمْ أَصْحَابِي، وَلَكِنْ إِخْوَانِي الَّذِينَ آمَنُوا بِي وَلَمْ يَرَوْنِي ] ([5])
ژباړه: له انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ډېره مينه مې ده چې له خپلو ورونو سره مې ليدل کتل شوی وی، نو صحابه کرامو وويل: ايا مونږ ستا ورونه نه يو؟ هغه وويل: تاسو خو مې ملګري ياست، زما وروڼه هغه دي چې پر ما ايمان لري خو لا زه يې نه يم ليدلی.
۴۹ – : يا له فرائضو پرته راباندې نور څه نشته؟
عَنْ طَلْحَةَ بْنِ عُبَيْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ يَقُولُ: [ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ أَهْلِ نَجْدٍ ثَائِرَ الرَّأْسِ، يُسْمَعُ دَوِيُّ صَوْتِهِ وَلاَ يُفْقَهُ مَا يَقُولُ، حَتَّى دَنَا، فَإِذَا هُوَ يَسْأَلُ عَنِ الإِسْلاَمِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: خَمْسُ صَلَوَاتٍ فِي اليَوْمِ وَاللَّيْلَةِ. فَقَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهَا؟ قَالَ: لاَ، إِلَّا أَنْ تَطَوَّعَ. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: وَصِيَامُ رَمَضَانَ. قَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهُ؟ قَالَ: لاَ، إِلَّا أَنْ تَطَوَّعَ. قَالَ: وَذَكَرَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الزَّكَاةَ، قَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهَا؟ قَالَ: لاَ، إِلَّا أَنْ تَطَوَّعَ. قَالَ: فَأَدْبَرَ الرَّجُلُ وَهُوَ يَقُولُ: وَاللَّهِ لاَ أَزِيدُ عَلَى هَذَا وَلاَ أَنْقُصُ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَفْلَحَ إِنْ صَدَق ] ([6])
ژباړه: له طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه نه روايت د ی چې له نجد څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو سړی ببر سر راغی، د اواز بنګار يې اورېدل کېده خو پرې نه پوهېدو چې څه وايي، تر دې چې ښه نزدې شو نو د اسلام اړوند يې پوښتنې کولې، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: په ورځ او شپه کې پنځه لمونځونه دي، سړي وويل: ايا له دې پرته راباندې نور (فرض) لمونځونه شته، هغه وويل: نا، مګر دا که ته نفلي لمونځونه وکړې، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: او د رمضان روژه نيول، هغه وويل: ايا له دې پرته راباندې نور (فرض) روژې شته؟ هغه وويل: نا، مګر دا که ته نفلي روژې ونيسي، او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ذکات هم ورياد کړ، هغه وويل: ايا له زکات پرته راباندې نور (فرض) صدقات شته؟ هغه وويل: نا، مګر دا که ته نفلي صدقات ورکړې، نو سړی ستون شو او ويل يې: قسم په الله چې له دې څخه به نه څه زيات کړم او نه به يې کم کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: که رښتيا يې وويل نو کامياب شو.
۵۰ – : تاسو دلته په څه خاطر ناست يئ؟
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: خَرَجَ مُعَاوِيَةُ عَلَى حَلْقَةٍ فِي الْمَسْجِدِ، فَقَالَ: مَا أَجْلَسَكُمْ؟ قَالُوا: جَلَسْنَا نَذْكُرُ اللهَ، قَالَ آللَّهِ مَا أَجْلَسَكُمْ إِلَّا ذَاكَ؟ قَالُوا: وَاللهِ مَا أَجْلَسَنَا إِلَّا ذَاكَ، قَالَ: أَمَا إِنِّي لَمْ أَسْتَحْلِفْكُمْ تُهْمَةً لَكُمْ، وَمَا كَانَ أَحَدٌ بِمَنْزِلَتِي مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَقَلَّ عَنْهُ حَدِيثًا مِنِّي، وَإِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ عَلَى حَلْقَةٍ مِنْ أَصْحَابِهِ، فَقَالَ: مَا أَجْلَسَكُمْ؟ قَالُوا: جَلَسْنَا نَذْكُرُ اللهَ وَنَحْمَدُهُ عَلَى مَا هَدَانَا لِلْإِسْلَامِ، وَمَنَّ بِهِ عَلَيْنَا، قَالَ: آللَّهِ مَا أَجْلَسَكُمْ إِلَّا ذَاكَ؟ قَالُوا: وَاللهِ مَا أَجْلَسَنَا إِلَّا ذَاكَ، قَالَ: أَمَا إِنِّي لَمْ أَسْتَحْلِفْكُمْ تُهْمَةً لَكُمْ، وَلَكِنَّهُ أَتَانِي جِبْرِيلُ فَأَخْبَرَنِي، أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يُبَاهِي بِكُمُ الْمَلَائِكَة ] ([7])
ژباړه: له ابوسعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی فرمايي: په مسجد کې پر ناستې حلقې باندې معاويه رضي الله عنه راووت، وېويل: څه شي کېنولي يئ؟ خلکو وويل: ناست يو او د الله ذکر کو، هغه وويل: ستاسو دې په الله قسم وي چې ذکر کېنولي يئ؟ هغوی وويل: هو، ايکې يواځې همدې کينولي يو، هغه وويل: د تهمت په خاطر مې تاسو ته قسم نه در نه کړ، له ما پرته به د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه کم حديثونه هم چا نه وي روايت کړي خو هغه هم يوه ورځ د خپلو ملګرو پر حلقه راووت ورته يې وويل: ولې ناست يئ؟ هغوی وويل: ناست يو او د الله ذکر او ثناګانې بيانو چې اسلام ته د هدايت لورينه يې راباندې کړې ده، هغه ورته وويل: ستاسو دې په الله قسم وي چې همدې خبرې کينولي يئ، صحابه کرامو وويل: هو، په الله قسم چې همدې کينولي يو، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل: ما تاسو ته د تهمت په خاطر قسم درنه کړ خو همدا اوس راته جبريل عليه السلام راغی او خبر يې راکړ چې پر تاسو باندې الله پاک ملائکو ته فخر کوي.
………………………………………………..
([1]) صحيح الترغيب والترهيب: (3164).