حدیث

د نبي کریم صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې ( ژباړن: لقمان حکیم حکمت )

د نبي کریم صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې ( ژباړن: لقمان حکیم حکمت )

 

الحمدلله، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی أله وآصحابه ومن والاه، ومن اقتفی آثره الی يوم الدين، آما بعد:

د نبوي حديثونو لوستل جلا کيف او مستقل خوند لري، او بيا هغه ډول حديثونه لوستل او خپل وږی تږی زړه پرې خړوبول چې په مستقل باب او په جلا انداز ليکل شوی وي، يو له جالبو ليکنو څخه چې زړه راکاږي هغه ليکنه ده چې د (بينونه) سائټ د علماؤ کميټۍ په شريکه توګه د ( آسئلة آجاب عنها النبي صلی الله عليه وسلم ) په نوم خپره کړې ده، دا چې احکام يې نادر، اړتيا ورته زياته، او نفس پوښنې زمونږ په قلمرو کې هم ډېرښت کړی دی نو پښتو ته مې وژباړه.

الله پاک دې له ما څخه دا عمل قبول کړي او زما لپاره دې له دنيوي او اخروي کړاونو څخه د نجات او د خلاصون غوره ذريعه وګرځوي.

الله پاک دعا اورېدونکی او ډېر ښه قبلونکی دی، هغه ډېر ښه ذمه وار او دوست دی.

۱ – : د الله حق په بندګانو باندې څه شی دی؟

عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ كُنْتُ رِدْفَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيْسَ بَيْنِي وَبَيْنَهُ إِلَّا مُؤْخِرَةُ الرَّحْلِ، فَقَالَ: يَا مُعَاذُ بْنَ جَبَلٍ، قُلْتُ: لَبَّيْكَ رَسُولَ اللهِ، وَسَعْدَيْكَ، ثُمَّ سَارَ سَاعَةً، ثُمَّ قَالَ: يَا مُعَاذُ بْنَ جَبَلٍ قُلْتُ: لَبَّيْكَ رَسُولَ اللهِ وَسَعْدَيْكَ، ثُمَّ سَارَ سَاعَةً، ثُمَّ قَالَ: يَا مُعَاذُ بْنَ جَبَلٍ قُلْتُ: لَبَّيْكَ رَسُولَ اللهِ وَسَعْدَيْكَ، قَالَ: هَلْ تَدْرِي مَا حَقُّ اللهِ عَلَى الْعِبَادِ؟ قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: فَإِنَّ حَقُّ اللهِ عَلَى الْعِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ، وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، ثُمَّ سَارَ سَاعَةً، ثُمَّ قَالَ: يَا مُعَاذَ بْنَ جَبَلٍ قُلْتُ: لَبَّيْكَ رَسُولَ اللهِ، وَسَعْدَيْكَ، قَالَ: هَلْ تَدْرِي مَا حَقُّ الْعِبَادِ عَلَى اللهِ إِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ؟ قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: أَنْ لَا يُعَذِّبَهُمْ ] ([1])

ژباړه: له معاذ بن جبل رضي الله عنه نه روايت دی چې زله رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په شاته ناست وم چې زما او د هغه په منځ کې يواځې زین و، هغه وويل: ای معاذه! ما وويل: بار بار حاضر يم د الله رسوله! بيا يې لږ مزل ووهو بيا يې وويل: معاذه! ما وويل: بار بار حاضر يم د الله رسوله! بيا يې لږ مزل نور وکړ بيا يې راته وويل: ای معاذه! ما وويل: بار بار حاضر يم د الله رسوله! هغه وويل: ايا تا ته پته شته چې پر بندګانو باندې د الله حق څه شی دی؟ ما وويل: الله پاک او د هغه رسول بهتر پوهیږي، هغه وويل: پر بندګانو باندې د الله حق دا دی چې عبادت يې وکړي او هېڅ ورسره شريک نه کړي، بيا يې لږ مزل وکړ بيا يې وويل: ای معاذ بن جبل! ما وويل: حاضر يم د الله رسوله! هغه وويل: ايا پوهيږې چې پر الله باندې د بندګانو حق څه شی دی؟ ما وويل: الله پاک او دهغه رسول بهتر پوهيږي، هغه وويل: دا يې پرې حق دی چې عذاب به نه ورکوي.

۲ – عضه څه ته ويل کيږي؟

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالکٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَال: قَالَ رَسُوْلُ اللهُ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ أَتَدْرُوْنَ مَا العِضَهُ؟ قَالُوْا : اللهُ وَرَسُوْلُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: نَقْلُ الحَدِيْثِ مِنْ بَعْضِ النَّاسِ اِلَی بَعْضٍ لِيُفْسِدُوْا بِيْنَهُمْ ] ([2])

ژباړه: له انس رضي الله ع نه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ايا تاسو (عضه) پېژنئ؟ هغوی وويل: الله پاک او رسول يې بهتر پوهيږي، هغه وويل: عضه د ځينو خلکو خبرې نورو ته وړلو ته ويل کيږي، په دې خاطر چې ترمنځ يې ورانه کړي.

………………………………………………….

([1]) صحيح مسلم: (30)

([2]) سلسلة الأحاديث الصحيحة: (845)

Tags

Related Articles

Back to top button