د نېکيو له موسمونو نه ګټه واخلئ! ( دمدني حرم خطبه) ژباړن: مفتي عبدالولي خان
د نېکيو له موسمونو نه ګټه واخلئ! ( دمدني حرم خطبه) ژباړن: مفتي عبدالولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجد نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشیخ دکتور عبد الباري الثُبَيتي
نېټه: 1 ذو الحجه، 1440، 2 اګست 2019م
عنوان: د نېکيو له موسمونو نه ګټه واخلئ!
…………………………………………………….
اوله خطبه، أما بعد:
ای خلکو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله د تقوا وصيت او تاکيد کوم، الله تعالی فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ)[آلِ عِمْرَانَ: 102].
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ.
الله تعالی د ژوند په دې سلسله کې ډېر د نېکۍ او خير موسمونه پيدا کړي دي او داسې مواقع او فرصتونه يې پيدا کړي دي چې په هغو کې انسان طاعات کولی شي چې په هغو سره مسلمانان لوړو درجاتو ته رسېږي او د الله رحمت او فضل حاصلولی شي.
د دې کار ډېر حکمتونه دي، د تربيت او روزنې ډېرې اعلا لارې په کې موجودې دي، تر ټولو لویه خبره په کې دا ده چې بنده له خپل رب سره په قوي تعلق کې پاتې کېږي.
يقيناً چې دا موسمونه او وختونه د بنده په ايمان کې اضافه راولي، تقوا په کې زياتوي او د عملِ صالح په ترازو کې د انسان کهاته ډېروي، روح پاکوي، نفس لره تهذيب ورکوي، همت قوي کوي، او په عبادت کې راغلی خلل او نَقص پوره کوي، تنګوالی، ستوماني او سستي لرې کوي، او پراخه ميدانونه له يو بل نه د مخکې کېدو لپاره پرانيزي، الله تعالی فرمايي:
(وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ)[الْمُطَفِّفِينَ: 26]
او په کار ده چې په دغه (نعمتونو) كې دې رغبت كوونكي رغبت وكړي.
د نېکیو او لوړو درجاتو د حصول په لاره کې کوښښ کول او يو له بله مخکې کېدل د مقربو مومنانو نښه ده، الله تعالی فرمايي:
(وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ * أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ)[الْوَاقِعَةِ: 10-11]
او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي (10) هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته).
چا چې د نېکۍ او طاعت له دغو موسمونو څخه فايده اوچته کړه او نېکو عملونو ته ورمخکې شو، نو هغه ته به د الله د فضل، مدد او رحمت خزانې پرانيستل شي او لويه کاميابي حاصله کړي، الله تعالى فرمايي:
(وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ)[الْأَنْبِيَاءِ: 73].
او موږ هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زموږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله. او موږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زموږ عبادت كوونكي وو.
الله تعالی خپلو بنده ګانو ته د نېکۍ د کارونو د کولو حکم کړی دی او نېکيو ته د تادي کولو حکم هم کړی دی، او د هغو کسانو ستاينه او تعريف يې کړی دی چې د دغو غوره صفاتو خاوند وي، الله تعالى فرمايي:
(فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ)[الْبَقَرَةِ: 148]
نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ.
نو دا ډېره اهمه راهنمايي ده عقلمندو کسانو ته چې هغوی دې نېکيو او غوره عملونو ته تادي، جلتي او له يو بل نه مخکې والی کوي مخکې له دې چې وخت يې له لاسه ووځي.
الله تعالی هغو کسانو ته د یقيني کاميابۍ او د الله تعالی د حقې وعدې د پوره کېدو زېری ورکړی دی چې نېکيو ته ورمخکې کېږي، الله تعالی فرمايي:
(أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ)[الْمُؤْمِنَونَ: 61]
دغه كسان دي چې په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي.
انسان ته چې کله د نېکۍ، قربت او طاعت موقع په لاس ورشي، نو په ډېرې پُختګۍ سره دې له دغې موقعې نه فايده واخلي او تادې وکړي. ځان دې له تاخير کولو نه وساتي او له دې نه چې ووايي ځه بيا به يې وکړم. ځکه هغه څوک چې وروسته کېږي، نو هغه ته د مقابلې په ميدان کې هېخ برخه نه حاصلېږي او کله چې د فضيلت او خير دغه موقعې ترې خطا شي، نو بيا پر خپلو لاسونو چکونه لګوي خو هغه بيا د افسوس او پښېمانۍ وخت نه وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ترغيب ورکړی دی چې د بوډا والي له راتلو نه مخکې له ځوانۍ څخه فايده واخلئ، د مصروفيتونو او مشاغلو له راتلو نه مخکې له فرصت او وزګارتيا نه ګټه واخلئ، د ناڅاپي بيماريو له راتلو نه مخکې مخکې له خپل صحت نه فايده اوچته کړئ، الله تعالی فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ)[الْحَشْرِ: 18]
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى. او تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ.
الله تعالی دا خبره واضحه کړې ده چې د نېکیو او طاعتونو له فرصتونو او مواقعو ګټه اخيستل او ورته تیار اوسېدل د دغه انسان د صدق او رښتينولۍ نښه ده، الله تعالی فرمايي:
(فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ)[مُحَمَّدٍ: 21]
نو كله چې كار (د جهاد) فرض (او لازم) شي، نو كه دوى له الله سره صدق كړى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېر غوره و.
دې امت ته د رحمت وږمې د عمر په مختلفو حصو کې رسېږي، أنس بن مالك رضي الله عنه وايي: “اطلبوا الخيرَ دهرَكم كلَّه، وتعرَّضُوا لنفحات رحمة الله -تعالى- فإن لله -عز وجل- نفحات من رحمته، يصيب بها من يشاء من عباده”.
تاسو ټول عمر له الله نه خير غواړئ او د الله د رحمت څپو ته ځان ورمخکې کوئ، د الله تعالی څه د رحمت وږمې او څپې دي چې په خپلو بنده ګانو کې يې چا ته وغواړي وررسوي.
د خير او نېکۍ موسمونه په اسلامي امت کې نه ختمېږي، دا پر موږ بيا بيا راځي په لا ښه او غوره حالت کې، الله تعالی پرې قسم خوړلی دی، ځکه چې د دغو فضيلت او عظمت زيات دی او عظيم ذات خو قسم پر عظيم څيز باندې خوري، الله فرمايي:
(وَالْفَجْرِ * وَلَيَالٍ عَشْرٍ)[الْفَجْرِ: 1-2]
قسم دى په فجر (سبا) باندې (1) او په لسو شپو باندې.
رسول الله صلى الله عليه وسلم يې باره کې ګواهي ورکړې ده چې دا دنيا تر ټولو غوره ورځې دي، فرمايلي يې دي:
“أفضلُ أيامِ الدنيا العشرُ -يعني عشر ذي الحجة- قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال: ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجلٌ عُفِّرَ وَجْهُهُ بالترابِ”.
د دنیا تر ټولو غوره ورځې د ذو الحجې اولې لس ورځې دي، تپوس وشو چې د الله په لاره کې لګېدلې ورځې هم له دې نه غوره نه دي، ويې فرمايل: نه هغه هم د دې په مثل نه دي مګر هغه کس چې خپل مخ په خاورو ککړ کړي، يعنې قتل شي.
په دې ورځو کې د عرفې ورځ هم راځي چې حج اکبر ورته وايي، د ګناهونو د بښنې ورځ ده، همدارنګه په دغو لسو ورځو کې يوم النحر، يعنې د قربانۍ ورځ هم ده چې د الله په نيز تر ټولو غوره ورځ ده.
د ذو الحجې د دغو لسو ورځو برتري او امتیاز ښايي په دې وجه وي چې په دې ورځو کې د عبادتونو اصول او اساسات ټول راجمع دي. یعنې لمونځ، روژه، صدقه خيرات، او حج. او دغه ټول عبادتونه په نورو ورځو کې په ګډه او یو ځای نشته.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
“ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله -عز وجل- من هذه الأيام -يعني أيام العشر- قالوا: يا رسولَ اللهِ، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله إلا رجلًا خرَج بنفسِه ومالِه ثم لم يرجع من ذلك بشيء”.
هېڅ عمل په نورو ورځو کې په دغو ورځو کې له عمل کولو نه غوره نه دی، خلکو وويل: جهاد هم نه؟ ويې فرمايل: هو جهاد هم له دغو ورځو له عمل نه غوره نه دی. خو هغه سړی چې ووتلو او خپل مال او ځان دواړه يې قربان کړل او هېڅ يې واپس رانه وړل.
نور هر نېک عمل چې د ذو الحجې په دغو لسو ورځو کې ترسره کېږي هغه الله ته زیات غوره دی او له بعينه همدغه عمل نه غوره او محبوب دی چې په نورو ورځو کې وشي، نو کله چې دغه عمل الله ته خوښ دی، نو افضل هم دی. او په دې لسو ورځو کې عمل کوونکی له هغه مجاهد في سبيل الله نه غوره دی چې له جهاده صحيح سلامت واپس راشي.
لهذا تاسو د دې عشرې استقبال او هرکلی وکړئ په رښتينې توبې او په دې پخې ارادې سره چې له دې نه فايده اخلئ او له ګناهونو نه په کې ځان وساتئ. الله تعالی فرمايي:
(وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ)[النُّورِ: 31]
او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ.
د ذو الحجې دا لس ورځې د خير عظيم موسم دی، لوی نعمت دی او داسې موقعه ده چې بايد ګټه ترې واخيستل شي او مسلمان دې دغه ورځې په لا زيات عبادت سره خاصې کړي او خواري او کوښښ دې په کې وکړي، د خير ډېر کارونه دې په کې وکړي، د اله ډېر طاعتونه دې په کې وکړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه من العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فَأَكْثِرُوا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد”.
د الله تعالی په نیز له دغو ورځو نه غير نورې داسې عظيمې ورځې نشته چې په هغو کې عمل کول الله ته زیات محبوب وي، نو تاسو په دغو ورځو کې د الله ستاينه ډېره کوئ، الحمد لله، لا اله الا الله او الله اکبر ډېر ډېر وايئ.
همدارنګه په کثرت سره په کې نفل لمونځونه کوئ، نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“عليكَ بكثرة السجود لله، فإنَّكَ لا تَسجد لله سجدةً إلا رَفَعَكَ اللهُ بها درجةً وحطَّ عنكَ بها خطيئةً”.
تاسو الله ته ډېرې سجدې کوئ، ځکه ته چې الله ته هره سجده کوې، نو الله تعالی په هغې سره ستا یوه درجه اوچتوي، يوه دې پرې ګناه ختموي.
په کار ده چې په دې ورځو کې د الله د رضا او تقرب لپاره په کثرت سره صدقې او خیراتونه ورکړل شي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
“على كلِّ مسلمٍ صدقةٌ، فقالوا: يا نبيَّ اللهِ، فمَن لم يجد؟ قال: يعمل بيدِه فينفع نفسَه ويتصدَّق، قالوا: فإن لم يجد؟ قال: يُعين ذا الحاجة الملهوف، قالوا: فإن لم يجد؟ قال: فليعمل بالمعروف وليُمْسِكْ عن الشرِّ فإنها له صدقةٌ”.
د هر مسلمان پر ذمه صدقه ورکول لازم دي، صحابه کرامو وويل: ای د الله نبي! که څوک څه ونه مومي، نو هغه به څه کوي؟ ورته ويې فرمايل: په خپل لاسونو دې کار وکړي، ځان ته دې هم فايده ورسوي او صدقه دې هم وکړي، هغوی وويل: که څوک دا هم ونه مومي؟ ويې فرمايل: د کوم حاجتمند مجبور مرسته دې وکړي، هغوی بيا وويل: که څوک دا هم ونه مومي؟ ويې فرمايل: بل کوم نېک عمل دې وکړي، او خلکو ته دې شر او تکليف نه رسوي، نو دا کار هم د ده له اړخه صدقه ده.
همدارنګه په اعمال صالحه وو کې قيام الليل هم راځي، چې بنده ګان الله ته ولاړ وي، لمونځونه کوي، او له الله نه بښه غواړي او هغه یادوي. الله تعالی فرمايي:
(وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا)[الْفُرْقَانِ: 64].
او هغه كسان دي چې خپل رب ته شپه تېروي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي او قیام كوونكي وي.
په دې عشره کې په صالحو اعمالو کې د قرآن مجيد تلاوت، د الله ذکر، دعاګانې، صله رحمي او د مسلمانانو حاجتونه پوره کول، د بيمارانو پوښتنه کول، جنازو کې شريکېدل، طعام او خوراک ورکول، او باقي نور عملونه هم راځي. همدارنګه په کثرت سره او ډېر ډېر لااله الا الله، الله اکبر او الحمد لله ويل په ټولو وختونو کې او په ټولو حالتونو کې ويل هم راځي.
الله دې ما ته او تاسو ته په قرآن عظيم سره برکت راکړي او د هغه په حکمتونو او ايتونو سره دې ما او تاسو ته فايده راكړي. زه پر همدې خبرو اكتفا كوم، او له خپل عظیم الله نه د ځان او تاسو لپاره بښنه او معافي غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ، يقينًا هم هغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه، أما بعد:
د الله بنده ګانو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله د تقوا وصيت او تاکيد کوم.
په دې لسو ورځو کې د کولو په عملونو کې روژې نيول هم دي، د دې میاشتې د نهو اولو ورځو روژه نيول په غوره نېکو علمونو کې راځي او تر ټولو زياته موکده او فضيلت والا يې د عرفې د ورځې ده خو د غير حاجیانو لپاره.
روژه په غوره او افضلو عملونو کې ده، الله تعالی د روژې بدله ورکول د ځان لپاره خاص کړي دي، لکه په حديث قدسي کې دي: “كلُّ عملِ ابنِ آدمَ له إلَّا الصيامُ، فإنه لي وأنا أجزي به”
د ابن ادم ټول عملونه د هغه لپاره دي، غير له روژې نه، ځکه چې هغه يوازې زما لپاره ده او زه به يې بدله ورکوم.
رسول الله صلى الله عليه وسلم به د ذو الحجې نهه ورځې روژې نيولې او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“مَنْ صام يومًا في سبيل الله بَعَّدَ اللهُ وجهَه عن النار سبعينَ خريفًا”
چا چې د الله په لاره کې يوه ورځ روژه ونیوله، نوالله به د هغه مخ له جهنم نه اويا کاله لرې وساتي.
او څوک چې وپېژني چې څه به غوښتلی او طلب کولی شي نو هغه ته د هغه څه خرچ کول او لګول اسانېږي چې دی يې خرچ کوي. او د الله تعالی سامان ډېر قيمتي دی او اګاه شئ چې د الله سامان او سودا جنت دی. الله تعالى فرمايي:
(وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ)[آلِ عِمْرَانَ: 133].
او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى.
او د الله بنده ګانو! اګاه شئ چې تاسو درود او سلام وايئ پر رسولِ هدايت باندې، ځکه چې الله تعالی تاسو ته په خپل کتاب کې د دې كار حکم دی او فرمايلي يې دي:
﴿ اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶﴾
’’بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل.‘‘ (الأحزاب)
اى الله! رحمتونه راولېږه پر محمدﷺ او د هغه پر بيبيانو او آل باندې لکه څنګه چې تا رحمتونه نازل کړي دي پر ال ابراهيم عليه السلام باندې، او برکتونه نازل کړه پر محمدﷺ او د هغه پر بيبيانو او آل باندې لکه څنګه چې تا برکتونه نازل کړي دي پر آل ابراهيم عليه السلام باندې، يقينًا ته ډېر ستايل شوی او د عظمت او بزرګۍ والا يې.
اى الله! له خلفاوو راشدينو: ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه او له ټولو آل او صحابه وو نه راضي شه او له هغوی سره له موږ نه هم راضي شه په خپل کرم او احسان سره اى ارحم الراحمین ذاته.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
کفر او کافران ذليل او رسوا كړه، ای الله! ستا دښمنان او ستا د دين دښمنان تباه او برباد کړه او دا هېواد او دا ښار او د مسلمانانو ټول ملکونه د امن او اطمينان والا وګرځوه.
ای الله! مونږ له تا نه سوال کوو د هر خير، د عاجل خير او وروسته راتلونکي خير، هغه چې مونږ ته معلوم دي او که نه دي معلوم او مونږ په تا پورې پناه نيسو له هر شر نه چې عاجل دی او که وروسته راتلونکی دی، مونږ ته معلوم دی او که نه دی معلوم.
اى الله! زمونږ لپاره زمونږ دين سم كړه چې زمونږ د معاملاتو د سمون ذريعه دی او دنيا مو سمه كړه چېرته چې زمونږ ژوند او ګزران دى. زمونږ اخرت ښه كړه چېرته چې زمونږ واپسي ده، ژوند مو په نېكۍ كې د اضافې سبب وګرځوه او مرګ مو له هر شر نه د راحت او ارام ذريعه وګرځوه ای ربَّ العالمينَ
ای الله! مونږ له تا نه سوال کوو د خير د ابتدا او انتها، د خير د اول او اخر ، د خير د ظاهر او باطن او خير لره د جمع كووونكو عملونو، ای الله! مونږ له تا نه په جنت کې د اعلا درجاتو سوال کوو ای رب العلمينه
اى الله! زمونږ حكمران خادم الحرمين الشريفين ته د هغو اعمالو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې او خوښوې يې.
اى الله ته هغه ته پر سمې لارې د تلو توفيق ورکړه او د هغه عملونه د خپلې رضا مطابق وګرځوه. د هغه ولي عهد او نايب ته د هر خير توفيق ورکړه ای رب العلمينه.
ای الله! رب العلمینه! د حج د امورو انتظام کوونکو خپل خاص توفيق ورکړه، ای الله! رب العلمینه! د حج د امورو انتظام کوونکو خپل خاص توفيق ورکړه، مشران او مسولين دي او که امنيتي ځواکونه او پوليس دي او هغه چا ته هم توفيق ورکړه چې په دې کار خير کې يې لږه حصه اخيستې ده او که ډېره.
ای الله! ته ورته توفيق ورکړه، ته يې محکم او سيده کړه، ته يې په خپل خاص رعايت سره ساتنه او حفاظت وکړه.
ای الله! حجونه قبول کړه، محنتونه يې قبول کړه، ګناهونه يې وبښه او صالح عملونه يې قبول او منظور کړه ای رب العلمينه!
ای الله! ستا د کور بيت الله شريف د حاجيانو ته ساتنه وکړه، ای الله! له شرونو او ګناهونو نه يې محفوظ ولره، ای الله! کورونو ته يې په سلامتۍ، غنيمت او فوايدو کاميابۍ سره واپس کړه ای رب العلمینه!
ای الله! ټولو مسلمانو حکمرانانو ته ستا پر کتاب باندې د عمل کولو او ستا د شريعت د نافذولو توفیق ورکړه ای رب العلمينه.
رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِيْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِيْمَانِ ﴿رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ﴾
’’ اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى۔ اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې [الحشر: 10].
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۲۳
’’اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم کړى دى او که چېرې ته مونږ ونه بخښې او په مونږ رحم ونه کړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانيانو څخه شو.‘‘ (الأعراف 23:7)
﴿رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱ ﴾
’’اى زمونږ ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
د الله بنده ګانو!
اِنَّ اللّٰهَ يَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الْاِحْسَانِ وَ اِيْتَآئِ ذِي الْقُرْبٰى وَ يَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِ وَ الْبَغْيِ١ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۰۰۹۰
يقيناً الله د عدل، ښېګړې او اقاربو ته د ورکړې حکم کوي او له بې حيايۍ، ګناهونو او ظلم او سرکشۍ نه منع کوي، هغه تاسو ته نصيحت کوي د دې لپاره چې تاسو نصيحت قبول کړئ. [النَّحْلِ: 90]
نو تاسو الله يادوئ هغه به تاسو ياد کړي، او د هغهٔ پر نعمتونو او پېرزونو د هغهٔ شکر ادا کړئ هغه به نور درکړي.
(وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ)[الْعَنْكَبُوتِ: 45].
او د الله يادول ډېر لوی دي، او الله پوه دی پر هغو عملونو چې تاسو يې کوئ.