عباداتفقه

ذي الحجي مبارکې مياشتې د لومړنيو لسو ورځو فضليت ژباړه:انديال ساپى

ذي الحجي مبارکې مياشتې د لومړنيو لسو ورځو فضليت ژباړه:انديال ساپى

ذي الحجي مبارکې مياشتې د لومړنيو لسو ورځو فضليت ژباړه:انديال ساپى
#لومړى: په دغو مبارکو ورځو د الله تعالى له لورې قسم کول:

الله تعالى په قران کريم کې په دغو مبارکو ورځو قسم کړى دى، الله تعالی د لويې او عظمت څښتن دى، په کوم شی چې قسم خوری هغه هم د عظمت او لویي څښتن وی،
الله تعالی د دغې ورځو په اړه فرمایې:(( وَالْفَجْرِ *وَلَيَالٍ عَشْرٍ)) د الفجر سورت: ۱-۲ ایت.
ژباړه : قسم په سهار دی او قسم دی په لسو شپو.
له یو څخه زیات مخکنیو او ورستنیو مفسرینو ویلی دي: چې له دی نه مراد د ذی الحجي میاشتی لومړی لس ورځې دي، دا د ابن عباس ابن الزبیر مجاهد او د جمهورو مفسرینو قول هم دی، ابن کثیر رحمه الله هم په خپل تفسیر کې راجح کړی.

📚#تفسیرالقرانالعظیم(۸/۳۹۰).

#دويم: دا د نړۍ تر ټولو سترې او غوره ورځې دي:

له جابر – رضی الله عنه- څخه روایت دی یقینا رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« أفضلُ أيامِ الدنيا العشرُ -يعني: عشرَ ذي الحجةِ-» قيل: ولا مثلُهن في سبيلِ الله؟ قال: «ولا مثلُهن في سبيلِ الله، إلا رجلٌ عَفَّرَ وجهه بالتراب».
ژباړه: د دنیا غوره ورځې لس دی یعنی لس د ذی الحجی وویل شو: د الله په لار کې جهاد کول هم د ده په څیر غوره ندې؟ هغه وویل:« د الله په لار کې جهاد کول هم د ده په څیر غوره ندې، مګر هغه څوک چې خپل مخ په خاورو کې خړ کړی- یعنی شهید شی-».

درېيم: د نورو ورځو په پرتله الله تعالى ته پدې لسو ورځو کې نيک عمل ډير خوښ او محبوب دي:

کال د نورو ورځو په پرتله الله تعالى ته پدې لسو ورځو کې نيک عمل ډير خوښ او محبوب دي،
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ” يَعْنِي الْعَشْرَ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ قَالَ: “وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْءٍ».امام بخارى روايت کړى.
ژباړه:« داسې ورځې نشته چې په هغى کې الله جل جلاله ته نیک عمل ډیر محبوب او خوښ وی له دې ورځو نه-د ذی الحجی لس ورځی_، صحابو وپوښتل: ای د الله رسوله! د الله په لار کې جهاد هم ورته خوښ او محبوب ندې ؟هغه وفرمایل: د الله په لار کې جهاد هم ورته خوښ ندې، مګر دا چې يو سړى د خپل ځان او مال سره د الله په لار کې وتلى وي او بیا له هیڅ شی سره راستون نشي.

حافظ ابن حجر وايي:” ماته ﺫى الحجى لومړيو لسو ورځو د امتياﺯ لامل دا ښکارى چې په دې ورځو کې بنسټيﺯ عبادتونه راټول شوى لکه: لمونځ، روژه، صدقه او حج کول چې دا په نورو ورځو کې نه يو ځاى کيږى”.

📚#فتح_البارى(3/585).

#څلورم: د الله تعالى يادونه او فضيلت يې:

پدې ورځو کې د الله جل جلاله په وړاندې ﺫکر ډير ﺯيات ارﺯښت لري، له دې امله الله تعالى مسلمانانو ته د ﺫکر کولو امر کړى فرمايي:(( وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْلُومٰتٍ))د حج سورت:28ايت
ژباړه: په څو ټاكليو ورځو کې د الله نوم واخلئ(ﺫکر وکړئ).

ابن عباس- رضى الله- عنه وايي:” أيام معلومات د ذي الحجى لومړنۍ لس ورځې دى او أيام معدودات د ايام التشريق(ﺫى الحجي د مياشتى يوولسم،دولسم او ديارلسم) ورځې دى”.

📚امام بخارى روايت کړى.

رسول الله صلى الله عليه وسلم هم پدې ورځو کې د ﺯيات تهليل، تحميد او تکبير ويلو امر کړي، له ابن عمر رضى الله عنه روايت دى، نبى صلى الله عليه وسلم وفرمايل:«مَا مِنْ أَيَّامٍ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ وَلَا أَحَبُّ إِلَيْهِ مِنَ الْعَمَلِ فِيهِنَّ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشْرِ فَأَكْثِرُوا فِيهِنَّ مِنَ التَّهْلِيلِ وَالتَّكْبِيرِ وَالتَّحْمِيدِ».
ژباړه:داسې ورځې نشته چې الله تعالى ته ډيرې غوره او په هغى کې ورته نيک عمل ډير محبوب وى په څير ددې لسو ورځو د ﺫى الحجى،پدې کې د الله ﺫکر تهليل(لا إله إلا الله) تکبير(الله أکبر) تحميد(ألحمد لله) ﺯيات ولولئ.

📚إمام احمد روايت كړى.

#پنځم: عرفي د ورځى شتون او فضيلت يې:

پدغه لسو ورځو کې نهمه د عرفى ورځ ده کومه چې پدغه لسو کې تر ټولو غوره ده بلکې د کال تر ټولو غوره ورځ ده،د الله په وړاندۍ يې ارﺯښت دومره دى چې خپل کتاب کې پرې قسم خوړلى، الله تعالى فرمايي:(( وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْبُرُوجِ* وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ*وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ)).
ژباړه: قسم په كلكو کلاګانو لرونكي اسمان دی؛ او (قسم دی) په هغې ورځي چي وعده یې شوې ده؛او (قسم دی) په حاضرېدونكي او حاضر کړی شوي.

رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي:« يوم الموعود دقيامت ورځ ده او يوم المشهود د عرفى ورځ ده».

📚امام ترمﺫي روايت کړى.

همدا شان الله تعالى پدغه ورځ په مونږ د اور څخه د ﺯياتى خلاصى ځانګړى لوريينه کړى، امام مسلم په خپل کتاب کې د عائشة رضى الله عنها حديث ﺫکر کړى فرمايي: رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى:”د عرفى په څير داسې ورځ نشته چې الله تعالى په کې خپل ﺯيات شمير بندګان له اور څخه اﺯادوى “.

#شپږم: د الله تعالى په وړاندې د سترو ورځو شتون:
د ﺫي الحجي مياشتى په لومړنۍ لسېزه کې د لوى اختر ورځ شتون لري کومې چې د الله تعالى په وړاندې ستر مقام لري،
رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى: ” إِنَّ أَعْظَمَ الأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ -تَبَارَكَ وَتَعَالَى- يَوْمُ النَّحْرِ ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ”(رواه أحمد وأبو داود، وصححه الألباني).
ژباړه: يقينا د الله تعالى په وړاندې ستر ورځې د حلالکي ورځ( د لوى اختر ورځ) او يوم القر (په منى کې د ځاى په ځاى کيدو) ورځې دي.

Tags

Related Articles

Back to top button