متفرقات

عاشوراء سره تاسوعاء د روژې نيولو مشروعيت او حکمت ژباړه: انديال ساپى

عاشوراء سره تاسوعاء د روژې نيولو مشروعيت او حکمت ژباړه: انديال ساپى

 

لومړى:عاشوراء سره تاسوعاء د روژې نيولو مشروعيت

يهودو سره د مخالفت په موخه عاشوراء سره دنهمې ورځې(تاسوعاء) روژه نيول مستحب عمل دى،

په صحيح مسلم کې د عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما په حديث کې راغلى، هغه وايى: کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم عاشوراء د ورځې روژه ونيوله او نورو ته يې هم د نيولو امر وکړ، صحابوو وويل: اې د الله رسوله! دا هغه ورځ ده چې يهود او نصارى يې هم درناوى کوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «فإذا كان العام المقبلُ إن شاء الله صُمنا اليوم التاسع».
ژباړه: کله چې راتلونکى کال وى إن شاء الله د نهمې ورځې روژه به هم نيسو.
ابن عباس وايى: راتلونکى کال لا نو راغلى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شو.
امام شافعي، أحمد، إسحاق( رحمهم الله) او نورو ويلي دي:
د نهمې او لسمې(تاسوعاء او عاشوراء) دواړو ورځو روژه نيول مستحب عمل دى، ځکه نبي صلى الله عليه وسلم د عاشوراء روژه نيولى وه او تاسوعاء د نيولو نيت يې کړى و.

همدا شان په صحيح مسلم د ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى ، وايى: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «لئن بقيت إلى قابل لأصومن التاسع».
ژباړه: که تر راتلونکى کال ژوندى وم نو دنهمې ورځ روژه به هم نيسم.

ابن عباس -رضى الله عنه وايي: “(د محرم مياستې) نهمه او لسمه ورځ روژه ونيسئ او د يهودو سره مخالفت وکړئ”.

لطائف المعارف(106).

دوېيم: عاشوراء سره تاسوعاء د روژې نيولو حکمت

تاسوعاء :محرم د مياشتې نهمه ورځ
عاشوراء: محرم د مياشتې لسمه ورځ

إمام نووي ـ رحمه الله ـ وايى: « ﺯمونږ ملګرو او نورو علماوو تاسوعاء د روژې نيولو د استحباب په حکمت کې لاندې وجې ﺫکر کړي دي:
#لومړى: د يهودو سره مخالفت کول چې هغوى يواﺯې د عاشوراء روژه نيسي.
#دوېيم: د عاشوراء روژې سره د بلې روژې يوځاى کول، لکه څرنګه چې يواﺯې جمعې ورځې د روژې نيولو نه منع شوى، خطابي او نورو دا وجه ﺫکر کړي.
#درېيم: مياشتې د کموالى او په حساب کې غلطۍ د واقع کيدو له ويرې د عاشوراء په روژې نيولو کې احتياط کول، کيداى شي په شمير کې نهمه ورځ چې تاسوعاء ده په اصل کې د عاشوراء ورځ وى.

خو تر ټولو قوى وجه يې د يهودو سره مخالفت کول دى،
شيخ الإسلام ابن تيمية ـ رحمه الله ـ وايى: رسول صلى الله عليه وسلم په ډيرو حديثونو کې اهل کتابو سره د مشابهت کولو نه منع کړى ده، لکه څرنګه چې عاشوراء د روژې په اړه فرمايلى دى: «لئن عِشتُ إلى قابل لأصُومنَّ التاسع».
ژباړه: کچېرې ﺯه راتلونکى کال ته ژوندى وم نو د تاسوعاء روژه به نيسم.
حافظ ابن حجر ـ رحمه الله ـ د ددې حديث په تعليق کې وايى: «لئن بقيتُ إلى قابل لأصُومنَّ التاسع».
تاسوعاء روژې د نيولو په قصد کولو کې د دې معنى احتمال دى، چې يواﺯې په تاسوعاء بسنه ونه کړى بلکې د لسمې ورځ سره يې يو ځاى کړى، يا د احتياط له وجې نه او يا هم يهودو او نصارو سره د مخالفت د وجې نه چې د راجحه ده.

والله أعلم

* * *

Tags

Related Articles

Back to top button