متفرقات

عاشوراء ورځې د روژې نيولو تر ټولو غوره مرتب ژباړه: انديال ساپى

عاشوراء ورځې د روژې نيولو تر ټولو غوره مرتب ژباړه: انديال ساپى

إمام ابن القيم رحمه الله په خپل کتاب زاد المعاد کې وايې:
عاشوراء د ورځې روژه نيول درى مرتبې لري:
▪بشپړه يې يوه ورځ ترې مخکى او يوه ورځ ترې وروسته روژه نيول.
▪د تاسوعاء او عاشوراء روژه نيول، چې په اړه يې ډير حديثونه راغلي دي.
▪ يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول.

نو پدې ترتيب عاشوراء ورځې د روژې نيولو مرتبې په لاندې ډول دي:

لومړۍمرتبه: د نهمې، لسمې او يوولسمې ورځې روژه نيول.
د څو وجو له امله دا مرتبه تر ټولو غوره او بشپړه ده:
(1) په ځينې روايتونو کې راغلي دي: «صوموا يومًا قبله ويومًا بعده».
ژباړه:(له عاشوراء) يوه ورځ مخکى او يوه ورځ وروسته ترې روژه ونيسئ.
(2) څوک چې د درى واړو ورځو روژه ونيسى، نو ده به د محرم په مياشت کې د څو وروځو روژه نيولى وى، او د رمضان له مياشتې وروسته د محرم په مياشت کې روژه نيول غوره دى.
(3) د درى واړو ورځو په روژې نيولو کې نفس ته اطمنان او عاشوراء ورځې د روژې راګيرولو پوره تاکيد وى، ځکه کله د مياشت په پيل کې د مياشت په ليدلو کې د پوره کوشش نه کولو له امله د محرم مياشت په ښکاروالى او حساب کې اختلاف رامينځته کيږى.

دوېيمه مرتبه: عاشوراء سره د تاسوعاء روژه نيول.
ځکه نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى: «لئن بقيت إلى قابل لأصومن التاسع».
ژباړه: کچېرې ﺯه تر راتلونکى کال پاتى شوم نو د نهمې ورځې روژه به نيسم.
يعنى يهودو سره دروژې په نيولو کې د مخالفت کولو له امله عاشوراء سره به د نهمې ورځې روژه هم نيسم.

ابن عباس رضي الله عنهما به هم داسې کول او ويل به يې:
(محرم مياشې) د نهمې او لسمې روژه ونيسئ او د يهودو سره مخالفت وکړئ.

درېيمه مرتبه: يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول.
ځکه د دې په فضيلت کې عام حديثونو راغلي دي، رسول الله هم د دې ورځ روژه نيولى ده او نورو ته يې د نيولو امر کړى دى.
لکن ځينې علماوو يهودو سره د موافقت له امله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يې مونږ ته د مخالفت امر کړى، يواﺯې عاشوراء د ورځې روژه نيول مکروه ګرځولي دي.

* * *

Tags

Related Articles

Back to top button