عنوان: د ازمايشونو فهم، ترجمه: مفتي عبد الولي خان
د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ الدكتور ماهر بن حمد المعيقلي عنوان: د ازمايشونو فهم 24ربيع الأول 1438هـ، 23 دسمبر 2016م ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
اوله خطبه
ټول تعريفونه خاص هغه الله لره دي، ټول تعريفونه خاص الله لره دي، ډېر زيات، پاکيزه او مبارک تعريفونه، چې څنګه يې زمونږ رب خوښوي او پرې راضي کېږي. زه ګواهي كوم چې نشته هېڅ حق معبود مګر الله دى چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري.
په خپل ربوالي، معبود والي او په خپلو نومونو او صفاتو کې عظيم دی، په خپل مقرر کړي تقدير او احکامو کې ډېر زيات حکيم دی. او زه ګواهي كوم چې محمد صلی الله عليه وسلم د هغه بنده او رسول دى. هغه چې په فراخۍ سره وازمايل شو نو شکر يې ادا کړ او په تنګۍ سره وازمايل شو نو صبر يې وکړ. د الله درود، سلام او برکتونه دې وي پر هغه باندې او د هغه پر اٰل او صحابه وو باندې او پر هغه چا باندې چې تر قيامته په نېكۍ سره د هغوى پيروي كوي.
اما بعد:
ای مسلمانانو! له الله نه ووېرېږئ څنګه چې له هغه نه د وېرېدو حق دی او د اسلام پر مضبوطې کړۍ منګولې ټينګې ولګوئ. د الله ارشاد دی:
﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ اٰمِنُوْا بِرَسُوْلِهٖ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِنْ رَّحْمَتِهٖ وَ يَجْعَلْ لَّكُمْ نُوْرًا تَمْشُوْنَ بِهٖ وَ يَغْفِرْ لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِيْمٌۚۙ۰۰۲۸﴾
’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او د هغه په رسول ایمان راوړئ هغه (الله) به تاسو ته له خپل رحمت نه دوه حصې دركړي او تاسو لپاره به رڼا پیدا كړي چې تاسو به له هغې سره (په پل صراط) ځئ او تاسو به وبښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.‘‘ [الحديد: 28].
ای د اسلام امته!
الله تعالی دا دنيا د خپلو بنده ګانو لپاره دايمي استوګنځای نه ده ګرځولې او نه يې دا د خپلو دوستانو لپاره د نعمتونو کور ګرځولې ده. هغهٔ دا دنيا په خپل حکمت او پوهې سره د ازمايش او امتحان کور ګرځولې ده چې په کې خپل خالص بنده ګان په ازمېښتونو سره امتحانوي او د سختيو او مصيبتونو په راتلو سره يې ازمايي. الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَ نَبْلُوْكُمْ بِالشَّرِّ وَ الْخَيْرِ فِتْنَةً١ؕ وَ اِلَيْنَا تُرْجَعُوْنَ۰۰۳۵﴾
’’او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راوستلى شئ.‘‘ [الأنبياء: 35].
او پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرونكي مومن باندې به د ازمايش څه برخه خامخا راځي، لکه څنګه چې د دې خبر د اسمانونو او ځمکو رب ورکړی دی، الله تعالی فرمايلي دي:
﴿ اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ يُّتْرَكُوْۤا اَنْ يَّقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا وَ هُمْ لَا يُفْتَنُوْنَ۰۰۲وَ لَقَدْ فَتَنَّا الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِيْنَ صَدَقُوْا وَ لَيَعْلَمَنَّ الْكٰذِبِيْنَ۰۰۳﴾
’’ایا خلقو دا ګمان كړى دى چې دوى به په خپلې دې وینا پرېښودل شي چې: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى به نه ازمایل كېږي (2) او یقینًا یقینًا مونږ هغه كسان ازمایلي وو چې له دوى نه مخكې وو، نو خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (ظاهروي) چې رښتیني دي او خامخا ضرور به دروغجن معلوموي .‘‘ [العنكبوت: 2، 3].
ازمېښت هم د الله د عطا ورکړې په اندازه وي.
سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه وايي چې ما وويل: يا رسولَ الله! أيُّ الناس أشدُّ بلاءً؟ ای د الله رسوله! پر چا تر ټولو سخت امتحانونه راځي؟ ويې فرمايل: «الأنبياءُ، ثم الأمثَلُ فالأمثَلُ، فيُبتَلَى الرجلُ على حسبِ دينِه؛ فإن كان دينُه صُلبًا اشتدَّ بلاؤُه، وإن كان في دينِه رِقَّة ابتُلِيَ على حسبِ دينه، فما يبرَحُ البلاءُ بالعبدِ حتى يترُكَه يمشِي على الأرض ما عليه خطيئة»؛ رواه الترمذي، وقال: “هذا حديثٌ حسنٌ صحيحٌ”.
پر نبيانو تر ټولو زياتې سختۍ راځي، بيا هغه څوک چې هغوی ته نږدي وي.
هر سړی د خپل دين په اندازه ازمايلی شي نو که په دين کې سخت وي امتحان به يې هم سخت وي او که په دين کې کمزوری وي نو هغه به هم د خپل دين په حساب سره ازمايلی شي.
نو مصيبتونه پر بنده مسلسل راځي تر دې چې داسې يې پرېږدي چې پر ځمکه داسې ګرځي چې هېڅ خطا او ګناه يې نه وي پاتې.
دا ترمذي روايت کړی دی او حسن صحيح يې ورته ويلي دي.
نو له همدې وجې نه د انبيا کرامو سينې د ازمېښتونو باوجود فراخه وې او تر ټولو زيات يې په الله ښه ګمان لرلو. او نېک فالي به يې نيوله. او له الله نه به يې د ښو امېد لرلو.
د رب العلمين خليل ابراهيم عليه الصلاة والسلام حال وګورئ، کله چې په اور کې وغورځول شو نو ويې ويل:
﴿ حَسْبُنَا اللّٰهُ وَنِعْمَ الْوَكِيْلُ۰۰۱۷۳﴾
’’زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى .‘‘ [آل عمران: 173].
د الله کليم موسی عليه السلام چې کله له قوم سره د سمندر او دښمن تر مينځ محاصره شول نو خپلو ملګرو يې ورته وويل:
﴿ اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَۚ۰۰۶۱قَالَ كَلَّا١ۚ اِنَّ مَعِيَ رَبِّيْ سَيَهْدِيْنِ۰۰۶۲﴾
’’بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو (61) (موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېداى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي.‘‘ [الشعراء: 61، 62].
کله چې د يعقوب عليه السلام تر ټولو محبوب زوی ورک شو، نو هغه وويل:
﴿ يٰبَنِيَّ اذْهَبُوْا فَتَحَسَّسُوْا مِنْ يُّوْسُفَ وَ اَخِيْهِ وَ لَا تَايْـَٔسُوْا مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ لَا يَايْـَٔسُ مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْكٰفِرُوْنَ۰۰۸۷﴾
’’اى زما زامنو! تاسو لاړ شئ، نو د یوسف او د هغه د ورور لټون وكړئ او د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه شان دا دى چې د الله له رحمت نه نه نا امېده كېږي مګر كافر قوم.‘‘ [يوسف: 87].
هر چې زمونږ نبي صلی الله عليه وسلم دی نو پر هغوی ډېر زيات امتحانونه راغلي دي، قوم ورته تکليفونه رسولي دي، له خپل وطن او ښاره يې شړلی دی او د وژلو يې مشورې او تصميمونه نيول شوي دي. الله فرمايي:
﴿ وَاِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا لِيُثْبِتُوْكَ اَوْ يَقْتُلُوْكَ اَوْ يُخْرِجُوْكَ١ؕ وَيَمْكُرُوْنَ وَيَمْكُرُ اللّٰهُ١ؕ وَاللّٰهُ خَيْرُ الْمٰكِرِيْنَ۰۰۳۰ ﴾
’’او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله ترټولو بهتر تدبیر كوونكى دى.‘‘ [الأنفال: 30]
نو نبيﷺ تر ټولو زيات ښه صبر کوونکی و او پر الله باندې تر ټولو زيات ښه ګمان کوونکی و.
د احد په جنګ کې يې غاښ شهيد شو، مخ او سر مبارک يې زخمي شول، له خپل مخ نه يې وينې لرې کولي او فرمايل يې: «كيف يُفلِحُ قومٌ شجُّوا نبيَّهم؟!»، وكسَروا رباعيتَه وهو يدعُوهم إلى الله؛ متفق عليه.
هغه قوم به څنګه فلاح ومومي چې خپل نبي يې زخمي کړ، غاښ يې ورته مات کړ، حال دا چې هغه دوی الله ته بلي. دا بخاري او مسلم روايت کړی دی.
د احد په ورځ ورته د خپلو صحابه وو مصيبت ورسېده، تر ټولو خوږ او زړه ته نږدې تره حمزه رضي الله عنه يې شهيد شو، چې خېټه يې ورته څيرې کړې وه، پوزه او د بدن نور اندامونه يې غوڅ کړی شوي وو، نو د خپلو اويا نورو غوره ملګرو سره د احد په ميدان کې ښخ کړی شو تر دې چې نبي صلی الله عليه وسلم تمنا وکړه چې کاش دی هم له دوی سره په دغه ورځ شهيد شوی وای. په مسند امام احمد کې په حسن سند سره راغلي دي چې نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «أما واللهِ لودِدتُ أني غُودِرتُ مع أصحابِي بحضنِ الجبَل».
اګاه شئ! پر الله قسم چې ما دا خوښوله چې زه هم له خپلو اصحابانو سره د غره په لمنه کې ښخ شوی وای.
خو بيا هم الله ته تسليم و او دې عارضي غمونو له خواخواږۍ نه منع نه کړی شو بلکې د خپلو غمجنو صحابه وو خبر ګيرې يې شروع کړه، د هغوی د مصيبتونو په کمولو کې لګيا شو او پر دغو مصيبتونو کې يې د الله پر فيصلې او تقدير باندې خپله رضا ظاهروله.
په مسند احمد او نورو کتابونو کې په صحيح سند سره راغلي دي چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم د احد د شهيدانو له دفن نه فارغ شو نو خپلو اصحابانو ته يې وفرمايل: «استَوُوا حتى أُثنِيَ على ربِّي» تاسو صفونه برابر کړئ د دې لپاره چې زه د خپل رب ثنا بيان کړم. نو صحابه ورپسې شاته په صفونو کې ودرېدل او نبي صلی الله عليه وسلم اوږد قيام وکړ او د الله حمد او ثنا بيان کړه، د نبي صلی الله عليه وسلم په حمد وثنا کې دا الفاظ وو:
«اللهم لك الحمدُ كلُّه، اللهم لا قابِضَ لما بسطتَ، ولا باسِطَ لما قبضتَ، ولا هادِيَ لمن أضللتَ، ولا مُضلَّ لمن هدَيتَ، ولا مُعطِيَ لما منَعتَ، ولا مانِعَ لما أعطَيتَ، ولا مُقرِّبَ لما باعدتَ، ولما مُباعِدَ لما قرَّبتَ، اللهم ابسُط علينا من بركاتِك ورحمتِك وفضلِك ورزقِك».
ای الله! ټول حمد و ثنا تا لره ده، ای الله! هېڅوک راټولوونکی نشته هغه څه لره چې ته يې خوارهٔ کړې او چې ته يې راغونډ کړې، نو هغه لره څوک خوروونکی نشته، ته چې څوک ګمراه کړې نو هغه لره هدايت ورکوونکی نشته او ته چې چا ته هدايت وکړې هغه لره څوک هم ګمراه کوونکی نشته. ته چې څه منع کړې نو د هغه شي ورکوونکی نشته او چې ته يې ورکوې نو څوک يې منع کوونکی نشته، ته چې څوک لرې کړې هغه هيڅوک هم نشي رانږدې کولای اوچې ته يې قريب کړې هغه لره څوک لرې کوونکی نشته، ای الله پر مونږ د خپلو برکتونو، رحمتونو، فضل او رزق دروازې پرانيزه.
د هجرت په پنځم کال د كافرانو ټولې ډلې د نبي صلی الله عليه وسلم په مقابله کې د جنګ لپاره سره راجمع شوې، هغوى له هر طرف نه راغلل، په داسې حال کې چې نبي صلی الله عليه وسلم صابر او دثواب امېد لرونکی ولاړ و، سره له دې چې معامله ډېره سخته او غمګينه وه.
په صحيح البخاري کې له براء رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم به د خندق په ورځ خاورې وړلې تر دې چې خېټه يې په خاورو ککړه شوه اوفرمايل يې: «واللهِ لولا الله ما اهتَدينَا، ولا تصدَّقنَا ولا صلَّينَا، فأنزِلَنْ سكينةً علينا، وثبِّت الأقدامَ إن لاقَينَا، إن الأُلَى قد بغَوا علينا، إذا أرادُوا فتنةً أبَينَا»، ورفعَ بها صوتَه: «أبَينَا، أبَينَا».
پر الله قسم! که الله نه وای نو مونږ به هدايت نه و موندلی او نه به مو لمونځ کړی و او نه به مو صدقه ورکړې وه، نو ای الله پر مونږ سکون نازل کړه او کله چې په جنګ کې له كافرو سره مخامخ شو نو قدمونه مو ټينګ ولره. دغو مشرکانو پر مونږ تجاوز او بغاوت کړی دی او کله چې هغوى فتنه غوښتې نو مونږ و انکار. او په دې اخري لفظ سره به يې اواز اوچت کړ. مونږ انکار وکړ، مونږ انکار وکړ.
دوی همدغسې د خندق په کنستلو کې نيمه مياشت لګيا و، لوږې له طاقته غورځولي وو او شوګيرو په سختيو کې اچولي وو چې په دغه وخت کې د خندق په مينځ کې يو غټ ګټ راښکاره شو چې د صحابه وو کولنګونه يې مات کړل او قوت يې ورته کمزوری کړ.
جابر رضي الله عنه دغه حال داسې بيانوي: مونږ د خندق په کنستلو کې لګيا وو چې يو غټ ګټ مخې ته راغی نو صحابه نبي صلی الله عليه وسلم ته راغلل او دغه مشکل يې ورته بيان کړ نو نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه پخپله درکوزېږم، نبي صلی الله عليه وسلم پاڅېده په داسې حال کې چې د لوږې له لاسه يې پرخېټې کاڼي تړلي وو، مونږ مسلسل درې ورځې يې هېڅ هم نه وو خوړلي.
نبي کولنګ راواخيسته او په دغه ګټ يې ګوذار وکړ، هغه داسې وښويدلو لکه د شګو ډېری.
دا بخاري روايت کړی دی.
کله چې د کافرانو دغه جنګي ډلې د مدينې ګېرچاپېره راتاو شوې، د ژمي سخت يخ موسم و، حمله کوونکي کافران له لس زرو نه زيات وو، د نبي صحابه له درې زرو نه زيات نه وو چې په دغه وخت کې د بنو قريظه يهودو هم له رسول الله سره کړی د مرستې تړون مات کړ، نو کار ډېر سخت شو اوغم شديد شو، وېره له لوږې او يخنۍ سره څرګنده شوه، د مدد اوغلبې ظاهري اسباب بېخي نه وو، ځکه چې نه خو د افرادو شمېر دومره ډېر و او نه څه خاص تياری، نو دغه له حده زيات سخت وخت و چې الله تعالی يې داسې بيان کړی دی:
﴿ اِذْ جَآءُوْكُمْ مِّنْ فَوْقِكُمْ وَ مِنْ اَسْفَلَ مِنْكُمْ وَ اِذْ زَاغَتِ الْاَبْصَارُ وَ بَلَغَتِ الْقُلُوْبُ الْحَنَاجِرَ وَ تَظُنُّوْنَ بِاللّٰهِ الظُّنُوْنَا۰۰۱۰هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُوْنَ وَ زُلْزِلُوْا زِلْزَالًا شَدِيْدًا۰۰۱۱﴾
’’كله چې دوى په تاسو راغلل، ستاسو له بره اړخ نه او ستاسو نه له لاندې اړخ نه او كله چې سترګې كږې او زړونه چنغړكو ته ورسېدل او تاسو په الله ګمانونه كول، قسم قسم ګمانونه (10) په دغه ځاى (او وخت) كې مومنان وازمایل شول او وخوځول شول، ډېر سخت خوځول.‘‘ [الأحزاب: 10، 11].
خو د دې هر څه باوجود نبي خپلو اصحابانو ته د رب د وعدو زېری ورکاوه او د سختيو د ختمېدو او د دښمن د هلاکېدو خوشخبريانې يې ورکولې.
د بيهقي په سنن کبرا کې راغلي دي چې کله پر نبي اوصحابه وو باندې ازمېښت سخت شو نو ډېر خلک منافقان شول او ډېرې غلطې خبرې يې وکړې. کله چې رسول الله وليدل چې خلک په سخت او مشکل حالت کې دي نو هغوی ته يې زيري ورکول شروع کړل او فرمايل يې: «والذي نفسِي بيدِه؛ ليُفرَّجنَّ عنكم ما ترَونَ من الشدَّة والبلاء، فإني لأرجُو أن أطُوفَ بالبيتِ العتيقِ آمنًا، وأن يدفعَ الله – عز وجل – مفاتِحَ الكعبة، وليُهلِكنَّ الله كِسرَى وقيصَر، ولتُنفقنَّ كنوزُهما في سبيلِ الله».
زما دې قسم پر هغه ذات وي چې د هغه په لاس کې زما ساه ده له تاسو نه به دا د سختۍ او شدت حالت خامخا لرې کېږي، زه له الله نه امېد لرم چې زه به د بيت الله طواف کوم د امن په حالت کې او الله به مونږ ته د کعبې شريفې چابيانې راکوي او الله به کسرا او قيصر هلاکوي او د دغو دواړو بادشاهانو خزانې به د الله په لاره کې خرچ کولی شي.
نو د الله بنده ګانو سختۍ او مصيبتونه د الله په توحيد سره ختمېږي، نبي د محاصرې په دغه سخت وخت کې دا دعا په کثرت سره ويله: «لا إله إلا الله وحده، أعزَّ جُندَه، ونصَرَ عبدَه، وغلَبَ الأحزابَ وحدَه، فلا شيءَ بعدَه»؛ رواه البخاري ومسلم.
له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايکي يواځې دی، خپل لښکر يې غالب کړی دی، د خپل بنده يې مدد کړی دی او پر ټولو کفري ډلو باندې په يواځې ځان غالب شوی دی اوله هغه نه پس هېڅ شی نشته.
دا بخاري او مسلم روايت کړی دی.
او هر چې منافقان او هغه کسان وو چې په زړونو کې يې مرض و نو د هغوی حال هماغه شان و لکه څنګه چې په هره زمانه او ځای کې د هغوی حال وي، غلطې اوازې ګډوي او خلک له جنګ نه تېښتې ته هڅوي، د دې لپاره چې د مومنانو په صفونو کې وېره، کمزوري او ضعف خپاره کړي، په دوی کې ځينو به ويل چې محمد() مونږ ته د کِسرا او قيصر د خزانو وعدې راکوي او زمونږ دا حال دی چې په ډاډه زړه قضای حاجت ته هم نشو تلی.
بلکې ځينو په کې داسې هم وو چې له نبي نه يې کورونو ته د تللو اجازت غوښتل شروع کړل او ويل به يې:
﴿ اِنَّ بُيُوْتَنَا عَوْرَةٌ١ۛؕ وَ مَا هِيَ بِعَوْرَةٍ١ۛۚ اِنْ يُّرِيْدُوْنَ اِلَّا فِرَارًا۰۰۱۳﴾[الأحزاب: 13]، ﴿ وَ اِذْ يَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَ الَّذِيْنَ فِيْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗۤ اِلَّا غُرُوْرًا۰۰۱۲﴾ [الأحزاب: 12].
’’بېشكه زمونز كورونه تش پراته دي، حال دا چې هغه تش نه دي پراته، دوى اراده نه لري مګر د تېښتې .‘‘
او ويل به يې، لكه الله فرمايي: او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې (وعده) (12)
او هر چې رښتيني مومنان وو نو هغوی د الله په لاره کې د دې ټولو مصيبتونو باوجود خپله رابطه له رب سره ساتلې وه او او پر خپل خالق يې بې انتها اعتماد و، صحابه وو پر الله باندې خپل ښه ګمان ساتلی و او توکل يې پرې کړی و نو الله يې مدد هم وکړ.
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله ويلي دي: د احزاب په جنګ کې الله د خپل بنده مدد وکړ او د دښمن په مقابله کې يې د صحابه کرامو د ثابت قدمۍ په وجه بې له جنګ کولو خپل لښکر غالب کړ. الله فرمايي:
﴿ وَ لَمَّا رَاَ الْمُؤْمِنُوْنَ الْاَحْزَابَ١ۙ قَالُوْا هٰذَا مَا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ وَ صَدَقَ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ١ٞ وَ مَا زَادَهُمْ اِلَّاۤ اِيْمَانًا وَّ تَسْلِيْمًاؕ۰۰۲۲﴾
’’او كله چې مومنانو ډلې ولیدې، ويې ويل: دا هغه دي چې مونږ سره يې الله او د هغه رسول وعده كړې وه، او الله او د هغه رسول رښتیا ویلي وو، اودوى ته دغو زیات نه كړ مګر ایمان او (د الله حكمونو ته) تسليمېدل.‘‘ [الأحزاب: 22].
الله دې ما ته او تاسو ته په قرآن عظيم سره بركت راكړي، او ما او تاسو ته دې نفع راکړي د هغه په ايتونو او له حكمته ډكه نصيحتونو سره ، زه همدا وايم، او له الله نه د ځان او تاسو لپاره د هرې ګناه استغفار غواړم، تاسو هم له هغه نه استغفار غواړئ، يقينًا همغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى.
دويمه خطبه
ټول ستاينې خاص الله رب العلمين لره دي چې د اولينو او اخرينو معبود دی، د اسمانونو او ځمکو قايم ساتونکی دی، زه ګواهي کوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايکي يواځې دی، هېڅ شريک نه لري، واضح او حق بادشاه دی. او ګواهي کوم چې محمد د الله بنده او رسول دی، رښتينی او امانتدار دی، او د الله درود او سلام دې وي پر هغه او د هغه پر اٰل ، صحابه وو او تابعينو باندې او پر هغه چا باندې چې د هغوی پيروي يې کړې ده تر قيامته پورې.
ای مومنانو! پر الله باندې ښه ګمان کول يو عظيم قلبي عبادت دی، د بنده ايمان له ده نه بغير نه پوره کېږي او دا هغه څه دي چې د الله ښکلي نومونه او بلند صفات يې تقاضا کوي.
چا چې پر الله باندې ښه ګمان ساتلی دی نو الله ورسره د دغه ګمان مطابق عمل کړی دی. د بخاري او مسلم په حديث کې دي: يقولُ الله تعالى: إن عند ظنِّ عبدِي بي» الله تعالی فرمايي: زه د خپل بنده له هغه ګمان سره يم چې دى يې پر ما ساتي.
عبدالله بن مسعود وايي: “والله الذي لا إله غيرُه؛ ما أُعطِيَ عبدٌ مُؤمنٌ شيئًا خيرٌ من حُسنِ الظنِّ بالله، والذي لا إله غيرُه؛ لا يُحسِنُ عبدٌ بالله – عزَّ وجل – الظنَّ إلا أعطَاه الله – عزَّ وجل – ظنَّه؛ ذلك بأن الخيرَ في يدِه”.
زما دې قسم پر هغه ذات وي چې له هغه نه غير بل حق معبود نشته، مومن ته تر ټولو غوره عطا شوی شی پر الله باندې ښه ګمان دی، زما دې قسم پر هغه ذات وي چې له هغه نه غير بل حق معبود نشته کله چې بنده پر الله باندې ښه ګمان ساتي نو الله ورته دغه ښه ګمان ورکوي چې ده کړی وي، دا ځکه چې ټول خير د الله په لاس کې دی.
يقيناً په ټولو حالاتو کې پر الله ښه ګمان کول ضروري دي خو د مصيبتونو او سختيو په حالت کې د دې ضرورت نور هم زياتېږي.
په صحيح بخاري کې له خباب بن الأرت نه روايت دی چې مونږ رسول الله ته په داسې حال کې شکايت وکړ چې هغه د کعبې تر سيوري لاندې خپل څادر ته ډډه وهلې وه؛ مونږ ورته وويل: تاسو زمونږ لپاره مدد ولې نه غواړئ، تاسو زمونږ لپاره دعا ولې نه کوئ! نو ويې فرمايل: «قد كان من كان قبلَكم يُؤخذُ الرجُلُ فيُحفَرُ له في الأرض فيُجعَلُ فيها، فيُجاءُ بالمِنشار فيُوضَعُ على رأسِه، فيُجعَلُ نصفَين، ويُمشَطُ بأمشاطِ الحديدِ ما دُون لحمِه وعظمِه فما يصُدُّه ذلك عن دينِه، والله ليتمَّنَّ هذا الأمرُ حتى يسيرَ الراكِبُ من صنعَاءَ إلى حضر موتٍ لا يخافُ إلا الله والذئبَ على غنَمِه، ولكنَّكم تستعجِلُون».
له تاسو نه مخکې داسې خلک وو چې کس به په کې ونيول شو، په ځمکه کې به ورته کنده وکنستل شوه، دی به په کې کېنول شو، بيا به يې پر سر اره کېښودل شوه او دوه پړکه به کړی شو. د اوسپنې په ږمنځو به يې غوښې او هډوکي ږمنځولی شول خو دغو سختيو او مصيبتونو به له خپل دين نه وانه ړولی شول. پر الله قسم چې دا معامله او کار به خامخا تکميلوي تر دې چې يو سوار به له د يمن له صنعا نه بل ښار حضرموت ته روان وي او له الله نه غير له بل چا نه به نه وېرېږي او نه به پر خپلو ګډو چيلو باندې له شرمښنو نه وېرېږي خو تاسو تادي کوئ.
زمونږ د امت په اوږد تاريخ کې ډېر لوی او عظيم واقعات او حادثې راغلي دي، الله تعالی هغه په توبې سره او کتاب الله او سنت رسول الله ته په رجوع کولو سره لرې کړي دي، په قرآن مجيد کې دي:
﴿ اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا فِي الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَ يَوْمَ يَقُوْمُ الْاَشْهَادُۙ۰۰۵۱﴾
’’بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي.‘‘ [غافر: 51].
ای د الله بنده ګانو! پر مومن بنده باندې کله کله مصيبتونه او سختۍ راځي، امتحانات او ازمايشونه پرې راځي او په کور يې د غمونو او فکرونو باران کېږي لکن دی په دغه حال کې هم له خپل ربه امېد ساتي، د هغه په مدد باوري وي او د هغه په تاييد او مرستې خوشالي حاصلوونکی وي، د هغه فراخۍ او کرم ته سترګې په لار وي او د هغه د حکم سره سم د مدد او اقتدار اسباب رانيسي.
ای د اسلام امته!
نن سبا چې د مسلمانانو په ملکونو کې کوم حوادث او پېښې رامينځته کېږي دغه دا ايجابوي چې مسلمانان دې په پوره عزم او احتياط سره د دغه د امن دښمن تهديدونو، د مسلمانانو پر مقدساتو د تجاوزونو په وړاندې مضبوط ودرېږي او د هر هغه ناوړه کوښښ مخه ونيسي چې د مسلمانانو تر مينځ بې اتفاقي او انتشار راولي.
نن سبا مسلمانانو ته له بل هر وخت نه زيات د اتحاد او وحدت ضرورت دی او د دې ضرورت دی چې د خپلو مشرانو او حاکمانو تر څنګ ودرېږي. د دې به فايده دا وي چې خبره به يې يوه وي او د دښمن په مقابله کې به يې صف متحد وي او الله څه رښتيا ويلي دي:
﴿وَلَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَ تَذْهَبَ رِيْحُكُمْ وَاصْبِرُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِيْنَۚ۰۰۴۶ ﴾
’’او په خپل مینځ كې جګړه مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى.‘‘ [الأنفال: 46].
بيا پوه شئ ای مومنانو! الله تعالی تاسو ته د ډېر يو عزتمن کار حکم درکړی دی او ابتدا يې له خپله ځانه کړې ده او فرمايلي يې دي:
﴿ اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶﴾
’’بېشکه ﷲ او د هغه ملايک پر نبي() درود وايي: اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو پر دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ [الأحزاب: 56].
اى الله! درود راولېږه په محمد (ﷺ) باندې او د محمد(ﷺ) په ال باندې لكه څنكه چې تا درود لېږلي دي په ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) باندې او د ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) په اٰل باندې. اى الله بركت نازل كړه په محمد(ﷺ) او د محمد(ﷺ) په اٰل باندې لكه څنګه چې تا بركت نازل كړى دى په ابراهيم عليه الصلاة والسلام باندې او په اٰل د ابراهيم عليه الصلاة والسلام باندې، يقينًا ته ډېر ستايل شوى، ډېر د لويي او بزرګۍ والا يې.
ای الله د هغه له څلورو راشدو خلفاوو: ابوبكر، عمر، عثمان او علي نه راضي شه. د هغهٔ له ټولو صحابه وو او تابعينو نه راضي شه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى اتباع كوي او له هغوی سره زمونږ نه هم راضي شه په خپلې عفوې، كرم او سخا سره، اى تر ټولو زيات رحم كوونكيه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.. شرک او مشرکين تهٔ ذليل او رسوا كړه.
د دين حوزه او مركز تهٔ وژغوره، دا ملك او دا ښار او د مسلمانانو ټول ملكونه د امن او اطمينان والا، د فراخۍ او سخاوت والا وګرځوه.
ای الله! زمونږ د مسلمانانو وروڼو احوال سم کړه په سوريا، عراق، يمن، فلسطين او اراکان کې او په هر ځای کې ای د جلال او اکرام خاونده! ای الله د هغوی غمونه لرې کړه، سختي ترې پورته کړه، وينې يې له تويدو نه بچ کړه، عزتونه يې ته محفوظ کړه، بيمارانو ته يې شفا ورکړه اوشهيدان يې قبول کړه.
ای الله! ته د دوی او خپل دښمن سره پوه شه ای قوي او غالب ذاته! ای الله د دوی د دښمنانو وحدت ته پاره پاره کړه، اجتماعيت يې ته ورختم کړه او د زمانې بد ګردشونه پرې راوله په خپل قوت او زور سره ای قوي او غالب ذاته! ای د جلال او اکرام م خاونده!
ای الله مونږ له تا نه ستا په فضل، احسان، کرم، او سخا سره سوال کوو چې ته د مسلمانانو ملکونه له هر مصيبت او خرابۍ نه وساته، ای الله د بلاد حرمينو ته ساتونکی شه، ای الله ته يې په خپل حفاظت سره وساته او ته يې ساتنه وکړه په خپل رعايت، عنايت او ساتنې سره ای ارحم الراحمينه!
ای الله! ته يې امن، فراخي، استحکام او استقرار دايم او همېشه کړه. ای الله! ته په کې خير او برکت نور هم زيات کړه په خپل رحمت اوفضل سره ای ارحم الراحمينه.
اى الله! څوك چې زمونږ بلاد حرمين ته زمونږ هېواد ته، زمونږ امنيتي محافظينو ځواكونو ته بد رسول غواړي، نو ته د هغو دغه چل او اراده پخپله د هغو د هلاكت سبب وګرځوه. اى قوي او غالب ذاته. اى د جلال او اكرام والا ربه!
اى الله! زمونږ د هېواد د سرحدي محافظو ځواكونو ته مدد وكړه. ای الله ته يې په خپل خاص تاييد سره مرسته وکړه، ته يې په خپلې ساتنې سره وساته، ای الله! غشي يې سيده کړه ، ای الله! غشي او مرمۍ يې ته هدف ته برابرې کړه، قدمونه يې ټينګ کړه، ارادې او عزمونه يې قوي کړه او ته يې مددګار او مرسته کوونکی شه، ای الله! ته يې مددګارر او مرسته کوونکی شه په خپل رحمت سره ای ارحم الراحمين ذاته!
ای الله! زمونږ ټول ګناهونه وبښه، زمونږ مريضانو ته شفا ورکړه، په مصيبت کې مبتلا هر يو ته عافيت ورکړه، هر ګمراه ته هدايت وکړه، زمونږ پر هر مړي ته رحم وکړه په خپل خاص رحمت سره ای ارحم الراحمينه!
ای الله! مسلمانان سړي او ښځې ټول وبښه، مومنان سړي او ښځې وبښه، ژوندي يې هم وبښه او مړي هم وبښه په خپل خاص رحمت سره ای ارحم الراحمين ذاته!
اى الله! پر مونږ باران نازل كړه او مونږ له نا امېدو نه مه ګرځوه.
اى الله! پر مونږ باران نازل كړه او مونږ له نا امېدو نه مه ګرځوه.
اى الله! پر مونږ باران نازل كړه او مونږ له نا امېدونه مه ګرځوه.
اى الله! پر مونږ باران ووروه. اى الله! پر مونږ باران ووروه. اى الله! پر مونږ باران ووروه.
په خپل رحمت، فضل، سخاوت او احسان سره اى ارحم الراحمينه.
﴿سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰ وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲﴾
’’ ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180)