د حرمينو پيغام

 عنوان: د غمونو او فکرونو د لرې كولو اسباب خطيب: فضيلة الشيخ  دكتور: حُسين بن عبد العزيز آل شيخ, ژباړن: مفتي عبدالولي خان

 عنوان: د غمونو او فکرونو د لرې كولو اسباب خطيب: فضيلة الشيخ  دكتور: حُسين بن عبد العزيز آل شيخ, ژباړن: مفتي عبدالولي خان

د مسجد نبوي د جمعې خطبه،

 

 

اوله خطبه

أما بعد!

اى مسلمانانو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله د تقوا او وېرې وصيت او تاكيد كوم، ځكه چې همدا او لينو او اخرينو ته د الله حكم او وصيت دى. الله فرمايي:

﴿ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَاِيَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَ ﴾

’’او یقینًا یقینًا مونږه هغو كسانو ته كلك حكم كړى دى چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم، چې له الله نه ووېرېږئ.‘‘ (النساء 131:4)

د الله بنده ګانو! دنيا په يو حال نه ده، پر انسان باندې بېلا بېل وختونه او حالات راځي، كله تنګي او غم. كله فكرونه او سوچونه راځي. او د دې اسباب هم مختلف وي او شکلونه يې هم بېلا بېل وي.

خو پر دې خبره پوه شئ چې له هر قسمه غم او سختۍ څخه بچ كوونكى او له غمونو او مصيبتونو څخه ژغورونكى يوازينى عمل الله سبحانه و تعالٰى ته رښتينې التجا ده او خپل مالك ته زاري او تضرع ده. الله فرمايي:

﴿ وَ لَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ يَضِيْقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُوْلُوْنَۙ۰۰۹۷فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَ كُنْ مِّنَ السّٰجِدِيْنَۙ۰۰۹۸وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى يَاْتِيَكَ الْيَقِيْنُؒ۰۰۹۹ ﴾

’’او یقینًا یقینًا مونږ ته معلوم دي چې بېشكه ستا سینه تنګېږي په هغو خبرو چې دوى يې وايي. نو ته د خپل رب له حمد (ستاینې) سره تسبیح وایه او ته شه له سجده كوونكو څخه. او د خپل رب عبادت كوه تر هغه پورې چې تا ته یقین (مرګ) راشي.‘‘ (الحجر 99-97:15)

نو مسلمانانو واورئ چې د الله په اطاعت كولو سره خوشالي او سرور حاصلېږي او د الله تقوا غوره كول تازګي او نعمتونه راولي. نو د الله بنده د خپل رب اطاعت كوه، الله به ستا د هر فكر و غم لپاره لاره او اساني پيدا كړي او له هرې سختۍ څخه به درته د وتلو لاره راوباسي، الله فرمايي:

﴿۬ وَ مَنْ يَّتَّقِ اللّٰهَ يَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًاۙ۰۰۲وَّ يَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ﴾

’’او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي. او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي.‘‘ (الطلاق 3,2:65)

او فرمايي:

﴿ اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِيْ نَعِيْمٍۚ۰۰۱۳ ﴾

’’بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي.‘‘ (الأنفطار 13:82)

او دا په دنيا كې د زړه نعمتونو او خوشالۍ ته هم شامل دى. يعنې لکه څنګه چې نېکان مومنان به په جنت کې په نعمتونو کې وي په دنيا کې هم به د زړه د خوشالۍ نعمتونو  ورته حاصل وي.

د الله بنده ګانو! اى مسلمانه! كله چې پر تا د فكرونو تورتمونه راتنګ شي او پر تا د غمونو سختۍ دېره شي، نو په دغه وخت كې ته د خپل رب د كتاب تلاوت شروع كړه ښه په غور او تدبر سره. او قبول يې كړه او عمل پرې شروع كړه. ځكه چې د الله كتاب د زړونو لپاره رڼا دى. او د ټولو مرضونو لپاره شفا دى. الله فرمايي:

﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَّوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ شِفَآءٌ لِّمَا فِي الصُّدُوْرِ١ۙ۬ وَ هُدًى وَّ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِيْنَ۰۰۵۷ ﴾

’’اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى.‘‘ (يونس 57:10)

او فرمايي:

﴿ قُلْ هُوَ لِلَّذِيْنَ اٰمَنُوْا هُدًى وَّ شِفَآءٌ ﴾

’’دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى ؛ هدایت او شفا دى.‘‘ (فصلت 44:41)

نو هغه څوك چې ځان يې د خپل رب له كلام سره لازم كړ او په زړه كې يې د هغهٔ رڼاګانې وځلېدلې، نو له هغهٔ څخه به ټول غمونه لرې شي او د غمونو او فكرونو تورې وريځي به ترې وتښتي.

زما مسلمانه وروه! كله چې پر تا فكرمندي غالبه شي او ستا پر زړه حمله وكړي، نو ته د خپل رب په وړاندې عاجزي غوره كړه او هغهٔ ته خپل احتياج او فقر څرګند كړه، خپل خالق ته خپله كمزوري ښكاره كړه او هغهٔ ته په زاريو او دعاګانو سره رجوع وكړه. الله فرمايي:

﴿ وَ اَيُّوْبَ اِذْ نَادٰى رَبَّهٗۤ اَنِّيْ مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَ اَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِيْنَۚۖ۰۰۸۳فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَكَشَفْنَا مَا بِهٖ مِنْ ضُرٍّ وَّ اٰتَيْنٰهُ اَهْلَهٗ وَ مِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَ ذِكْرٰى لِلْعٰبِدِيْنَ۰۰۸۴﴾

’’ او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې. نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه، نو مونږ هغه تكلیف لرې كړ چې هغه ته و او مونږ هغه ته د هغه كورنۍ او له هغوى سره د هغوى په مثل عطا كړل له خپل طرف نه د رحمت په وجه او د عبادت كوونكو لپاره د نصیحت په خاطر.‘‘ (الأنبياء 84,83:21)

هغه ذات ته رجوع او زاري وكړه چې پر هر شي قادر دى. هغه ته په اخلاص او رښتيا سره زاري وكړه، د حال او قال په ژبه، د زړه په حضور سره او د ظاهر او باطن د خشوع په حالت كې، په ډېرې انكسارۍ سره چې مخلوق يې د خپل خالق په وړاندې كوي او غلام يې د خپل مالك په مخكې ترسره كوي، په دې يقين سره چې هېڅ بل د پناه وړلو ځاى نشته او نه له هغهٔ څخه د نجات او خلاصي ځاى شته مګر له همده سره دى. الله تعالٰى فرمايي:

﴿ وَ ذَا النُّوْنِ اِذْ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادٰى فِي الظُّلُمٰتِ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحٰنَكَ١ۖۗ اِنِّيْ كُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِيْنَۚۖ۰۰۸۷فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ١ۙ وَ نَجَّيْنٰهُ مِنَ الْغَمِّ١ؕ وَ كَذٰلِكَ نُـْۨجِي الْمُؤْمِنِيْنَ۰۰۸۸﴾

’’او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم. نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مومنانو ته نجات وركوو.‘‘ (الأنبياء 88,87:21)

او نبيﷺ هم د دې دعا ترغيب وركړى دى او دا يې فرمايلي دي چې هر مسلمان چې په هره معامله كې دغه دعا وغواړي الله تعالٰى يې دعا قبلوي. دا د غم او پرېشانۍ د لرې كولو دعا ده او د بلاګانو او مصيبتونو د ختمولو دعا ده. ځكه چې په دې دعا كې ډېرې عظيمې معناګاني پرتې دي لكه د الله تعالٰى توحيد او تعظيم په كې دي. د الله تعالٰى پاكي او تنزيه په كې بيان دي، د خپل ځان د كمي، عاجزۍ، قصور او پر خپل ځان د ظلم كولو اعتراف په كې موجود دى چې د الله تعالٰى د حقوقو په لاره كې موږ كوتاهي كړې ده.

او په دې كې څه د تعجب خبره هم نه ده، ځكه چې د زړه خوشالي، او د نفس سُرور هله حاصلېږي كله چې په انسان كې كامل توحيد راشي او د ايمان د هغو حقيقتونو ادا او پوره والى وشي چې وحي بيان كړي دي، او له همدې وجې د صحيح بخاري او مسلم حديث دى چې ابن عباس رضي الله عنهما وايي: نبيﷺ به د پرېشانۍ په وخت كې دا دعا ويله:

لا اله إلا الله العظيم الحليم لا اله إلا الله رب العرش العظيم، لا إله إلا الله رب السموات والأرض رب العرش الكريم.

’’نشته  هېڅ په حقه معبود مګر الله دى، چې ډېر لوی ، ډېر تحمل والا دى، نشته  هېڅ لايق د عبادت مګر الله دى، چې د عظيم عرش رب دى، نشته  هېڅ برحقه معبود مګر الله دى، چې د آسمانونو رب دى او د ځمكې رب دى او د ډېر عزتمند عرش رب دى.‘‘

د الله بنده ګانو! د پرېشانيو او غمونو د لرې كولو لپاره يوه دعا هغه ده چې په كې الله ته زاري هم شته او الله ته په كې د هغهٔ په ښكلي نومونو او اعلا صفتونو سره وسيله نيول هم شته. او نبيﷺ به ويله، هغه دعا ده:

لا إله إلا الله الحليم الكريم، سبحان الله و تبارك الله رب العرش العظيم والحمد لله رب العلمين.

له الله نه غير بل حق معبود نشته چې حليم او سخاوت والا دى، الله پاك دى، ډېر بركت والا دى. د عظيم عرش رب دى. او ټول تعريفونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى.

همدارنګه له نبيﷺ څخه دا دعا هم ثابته ده چې فرمايلي يې دي: چا ته چې هم څه غم او پرېشاني ورسېږي او هغه دا دعا ووايي:

’’اے الله! بېشكه زهٔ ستا بنده يم، او ستا د بنده زوی يم او ستا د بندۍ زوی يم، زما تندے ستا په لاس كې دے، زما په باره كې (هم) ستا حكم جاري دے او زما په باره كې ستا فيصله د انصاف ده، زهٔ لهٔ تا نه سوال كوم ستا د هر هغه نوم په ذريعې سره چې تا هغه د ځان لپاره نوم ګرځولے دے، يا دې هغه په خپل كتاب كې نازل كړے دے، يا دې په خپل مخلوق كې چاته ښودلے وي، يا دې  په علم غيب كې د خپل ځان سره خاص كړے دے؛ دا چې تهٔ  قرآن زما د زړهٔ سپرلے وګرځوه، او زما د سينې رڼا او زما د غمونو لرې كوونكے او زما د فكرونو ختمونكے وګرځوه.‘‘

نو الله تعالٰى به يې غمونه،، فكرونه او پرېشانۍ ختمې كړي، او د هغو په ځاى به ورته خوشالي نصيب كړي، صحابه وو ويل: دا موږ ياده كړو؟ ويې فرمايل: د هر چا لپاره مناسب دي چې دا دعا واوري، نو ياده دې كړي.

د الله بنده ګأنو! په دې عصر كې د دې دعا يادولو څومره اسان دي.

زما مسلمانه وروره! له غم او پرېشانۍ څخه د بچاو دعا چې د غم او پرېشانۍ له راتلو نه مخكې ويل شي يوه دعا دا ده چې له نبيﷺ څخه ثابته ده هغه فرمايي:

اَللّٰہُمَّ إِنِّیْ أَعُوذُبِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ وَالْعَجْزِ وَ الْكَسَلِ وَ الْجُبْنِ وَ الْبُخْلِ وَ ضلَعِ الدَّيْنِ وَ غَلَبَةِ الرِّجَالِ.

 

’’ای الله! بېشكه زهٔ تا ته پناه دروړم له فكر مندۍ، غم، عاجز كېدو، سستۍ، بې زړهٔ توب (بزدلۍ)، شومتيا، د قرض د بوج او د خلقو د غلبې او تسلط نه

 

په دعا كې ذكر شوي امور ټول د غم او پرېشانۍ اسباب دي ځكه ترې د الله پناه غوښتل شوې ده.

په دغو دعاګانو كې يوه دا هم ده  چې بنده يې پر ژبه او زړه سره بيا بيا تكراروي: الله ربي لا أشرك به شيئا

الله زما  رب دى او زه له هغهٔ سره هېڅ شى نه شريكوم.

او دا دعا هم ده:

يا حي يا قيوم برحمتك نستغيث

اى تل ژونديه د ټول عالم انتظام كوونكيه ستا په رحمت سره مونږ فرياد رسي كوو.

اى مسلمانه! د خوشالۍ، خوند سرور او تازګۍ په عظيمو اسبابو او ذرايعو كې يو دا هم دى چې ته د خپل رب په وړاندې د لمانځه لپاره ودرېږې، فرض لمونځ وي او كه نفل خو مكروه وخت نه وي او داسې لمونځ وكړې چې په كې خشوع او عاجزي وي او خپل غالب او جبَّار الله ته په كې خپل احتياج او فقيري ظاهر  وي، الله فرمايي:

﴿ وَاسْتَعِيْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوةِ﴾

’’ او په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ.‘‘ (البقرة 45:2)

امام بخاري له ام سملې رضي الله عنها څخه روايت راوړى دى، هغه وايي چې يوه شپه نبيﷺ له خوبه بيدار شو، نو ويې فرمايل: سبحان الله! نن شپه څومره فتنې راكوزې شوې دي او څومره خزانې پرانيستل شوې دي، د حُجرو او كوټو والا زنانه راپاڅوئ، ځكه چې په دنيا كې ډېرې داسې ښځې دي چې جامې به يې اغوستې وي خو په اخرت كې به هغه بربنډې وي.

دوى رابيدارې كرئ، راويښې يې كړئ چې لمونځونه وكړي.

ابن حجر رحمه الله وايي: په دې حديث كې دا مسله ثابته شوه چې كله د ضرر او تكليف يا شر وېره وي، نو په دغه وخت كې لمانځه ته تادي كول مستحب دي.

د نبيﷺ په دې باره كې بل قول هم راغى دى چې فرمايي: كله چې پر تاسو كې هر يو په خوب كې هغه څه ويني چې د ده ناخوښه وي، نو دى دې پاڅېږي، او لمونځ دې وكړي.

او پر همدې باندې د دې امت د سلفو عمل و لكه له ابن عباس او نورو صحابه وو او تابعينو څخه روايات راغلي دي.

زه له الله جَلَّ وَ عَلَا څخه سوال كوم چې هغه دې زموږ غمونه، او پرېشانيانې لرې كړي او موږ ته دې له هغه ځايه روزي راكړي چې زموږ په ګمان كې هم نه وي او پر موږ دې په خپل فضل او رحمت سره احسان وكړي.

زه پر همدې خبرو اكتفا كوم او له الله تعالٰى نه د ځان، تاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم. تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ او هغهٔ ته توبې وباسئ، يقينًا هماغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

 

دويمه خطبه

أما بعد!

اى مسلمانانو! د بلاګانو! تكليفونو او مصيبتونو په لرې كولو كې احسان لره چې په ژبه وي او كه په عمل كې وي او باخصوص صدقې او خيرات لره ډېر عجيب تاثير حاصل دى، الله تعالٰى فرمايي:

﴿ اِنَّ اللّٰهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِيْنَ۰۰۸۸ ﴾

’’بېشكه الله خیرات كوونكو ته بدله وركوي.‘‘ (يوسف 88:12)

او فرمايي:

﴿ وَاَحْسِنُوْا١ۛۚ اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِيْنَ۰۰۱۹۵ ﴾

’’او نېكي كوئ، یقینًا الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي.‘‘ (البقرة 195:2)

او نبيﷺ فرمايلي دي: نېك عملونه او ښېګړي، انسان له خراب او بد مرګ څخه بچ كوي، په پټه صدقه وركول د رب غضب ختموي. او صله رحمي د انسان په عمر كې زياتوالى راولي. دا طبراني، بيهقي او مُنذِري روايت كړى دى، سند يې حسن دى او شواهد هم لري.

نو د الله بنده ګانو! د الله تعالٰى او د هغه د رسولﷺ پر اطاعت باندې ثابت قدم اوسئ، نېك عملونه كوئ، نېكيو ته جلتي كوئ، له يو بل نه نېكيو ته مخكې كېږئ. فرايض راټينګ كړئ. ټول طاعتونه كوئ، نو تاسو به نېك بخته او كامياب شئ. الله تعالٰى فرمايي:

﴿ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنْثٰى وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهٗ حَيٰوةً طَيِّبَةً١ۚ وَ لَنَجْزِيَنَّهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا يَعْمَلُوْنَ۰۰۹۷ ﴾

’’چا چې  نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.‘‘ (النحل 97:16)

همدارنګه د شرحِ صدر لپاره او د غمونو او سختيو د لرې كولو لپاره يو عظيم سبب او ذريعه په كثرت سره پر نبي كريمﷺ باندې درود او سلام ويل دي، نو اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه زموږ پر حبيب او نبي او زموږ د سترګو په يخوالي محمدﷺ باندې. اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه پر هغهٔ، د هغه پر آل او صحابه وو باندې او پر هغه چا باندې چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى پيروي كوي.

اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.

اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.

اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.. شرک او مشرکين ذليل او رسوا كړه.

ای الله! له هغو سره ته پوه شه چې پر مسلمانانو مسلط شوي دي، ای الله! هغه څوک هلاک کړه چې له مسلمانانو سره دسيسې او چلونه کوي او په خلاف يې سازشونه کوي، ای الله! ته ورسره خپل تدبير وکړه او پر هغوی خپل غضب او قهر نازل کړه ای د جلال او اکرام خاونده.

ای الله! مومنان سړي او مومنې ښځې او مسلمانان سړي او مسلمانې ښځې ژوندي او مړي ټول وبښه.

ای الله! له مسلمانانو نه غمونه او مصيبتونه لرې کړه، مريضانو ته يې شفا وركړه، فقيران يې غنيان کړه.

ای الله! بې لارو ته  يې هدايت وکړه، پر دوی باندې د دوی غوره خلک حاکمان کړه، ای الله! پر دوی باندې د دوی غوره خلک حاکمان کړه، شريانو او فاجرانو ته يې ته کافي شه ای د جلال او اکرام خاونده.

اى الله! زمونږ حكمران خادم الحرمين الشريفين او د هغه نايب او ولي عهد ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږې.

ای الله! ته موږ ته په دنيا کې نعمتونه راکړه او په اخرت  کې هم نعمتونه راکړه. ای الله! موږ ته په دې دنيا کې ښکلی او پاکيزه ژوند نصيب  کړه، ای الله! موږ ته په دنيا کې داسې ژوند راکړه چې ستا  د رضا مطابق په کې فايدې حاصلې کړو او ستا د رضا مطابق په کې ژوند تېر کړو  ای د جلال او اکرام خاونده.

ای الله! موږ راضي کړه او ته له موږ څخه راضي شه، ای الله! موږ راضي کړه او ته له موږ څخه راضي شه ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه.

ای الله! دلته چې څوک حاضر دي او هغه  چې موږ  اوري د دوی ټولو پرېشانيانې او غمونه ختم کړه، سختي ترې لرې کړه او اساني پرې راوله ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه ای د جلال او اکرام خاونده!

د الله بنده ګانو!

﴿ اذْكُرُوا اللّٰهَ ذِكْرًا كَثِيْرًاۙ۰۰۴۱وَّ سَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّ اَصِيْلًا۰۰۴۲﴾

’’ تاسو الله یادوئ، ډېر زیات یادول. او تاسو د هغه پاكي بیانوئ د ورځې په اوله برخه او اخري برخه كې.‘‘ (الأحزاب 42,41:33)

 

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.

Tags

Related Articles

Back to top button