عنوان: د منافقينو نښې او علامات، ترجمه: مفتي عبد الولي خان
د مسجد حرام د جمعې خطبه: خطيب، فضيلة الشيخ ډاكټر خالد بن علي الغامدي نېټه: 1 ربيع الثاني: 1438، د 30 دسمبر 2016م مطابق عُنوان: د منافقينو نښې او علامات ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
اوله خطبه
يقيناً ټولې ستاينې خاص الله لره دي، مونږ د هغه حمد وثنا بيانوو، له هغه نه مدد غواړو، او بښنه ترې غواړو، مونږ په هغه پورې پناه نيسو د خپلو نفسونو له شرونو نه او د خپلو عملونو له خرابيو نه. چا ته چې الله هدايت وکړي نو هغه لره هېڅوک هم نشي ګمراه کولی او هغه څوک چې الله يې بې لارې کړي نو هغه ته هيڅوک هم سمه لار نشي ښودلی.
زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل هېڅ حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري، او زه ګواهي كوم چې محمدﷺ د الله بنده او د هغه رسول دى. درود او ډېر زيات سلام دې وي پر هغوى، د هغوى پر ال، پر صحابه وو او تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى پر لاره تلونكو باندې.
له حمد و ثنا نه پس
د الله بنده ګانو! د الله تقوا غوره کړئ، او په ښکاره او پټه په هر حالت کې له هغه نه وېره کوئ، ځکه چې د تقوا حقيقت له الله سره اخلاص او صدق کول دي، په هر حالت کې د هغه وېره په زړه کې ساتل دي او د خپلو پټو احوالو او خصوصاً د زړه اصلاح کول دي، او دا ځکه چې زړه د الله تعالی د نګاه مرکز دی.
د قيامت په ورځ به څه خلک له دومره ډېرو اوښکليو نېکيو سره راشي لکه د تِهامه غر خو الله به يې تش دوړه او غبار وګرځوي، ځکه چې دغه خلک داسې وو چې کله به يواځې شول، نو د الله د منع کړي کارونو ارتکاب به يې کاوه، او د الله به يې هېڅ خيال نه ساته.
الله فرمايي:
﴿وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ﴾
’’او دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى!.‘‘ [الأنعام: 91]
ای مسلمانانو! د الله تقدير دی چې په دې نږدې اخري وختونو کې دښمنانو پر محمدي امت باندې له هر طرف او هر ميدان نه حملې شروع کړي دي، د دوی پر وسايلو د قبضې لپاره يو بل رابلي او د دوی د ماتولو او له برتګ او ترقۍ نه د منع کولو لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي.
خو پر دې امت باندې د الله فضل او رحمت دی چې له دغو دښمنانو نه يې خبردار کړي دي، د هغوی مکر او دسيسې يې څرګندې کړي دي، الله مونږ ته واضح کړي دي چې د امت دښمنان په دوه قسمه دي: خالص او څرګند کفار چې دښمني او فريبونه يې څرګند دي، الله تعالی فرمايي:
﴿اِنَّ الْكٰفِرِيْنَ كَانُوْا لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِيْنًا ﴾
’’بېشكه دغه كافران له همېشه ستاسو ښكاره دښمنان دي.‘‘ [النساء: 101]
يعنې د دوی دښمني واضحه ده. نو د دغو خالصو او څرګندو کفارو په پېژندلو کې او د دوی له شره د ځان په ساتلو کې مسلمانانو ته څه ستونزه نشته.
خو امت د نبيﷺ له زمانې نه نيولې تر اوسه پورې د منافقينو په وجه د ترخو پېښو او سختو او شديدو حالاتو سره مخ شوى دی. منافقين د امت اصلي او حقيقي دښمنان دي. رنګ بدلوونکي او دوکه باز دي، د امت په جسم کې، د امت په دين، عقيده، او وحدت کې له زهرو ډکې خنجرې او چړې ننباسي، پر مسلمانانو د بدو حالاتو د راتلو منتظر وي، د فتنو او اضطرابونو لپاره ډېر پاخه مکرونه او دسيسې جوړوي.
د دوی دغه فريبونه او دسيسې به تل روانې وي تر دې چې د منافقينو سردار مسيح دجال راووځي او ورسره يهودان او نور منافقين ملګري وي، نو الله به يې د حق او هدايت مسيح عيسی ابن مريم عليه و علی نبينا الصلاة و السلام په لاس هلاک کړي.
د الله بنده ګانو! د نبيﷺ په زمانه کې په مکي دور کې نفاق نه و او نه ورته ضرورت و، ځکه چې د کفارو عداوت او دښمني ښه څرګنده وه.
نفاق له غزوه بدر نه وروسته پيدا شو، کله چې يهودانو او نورو د زړه بيمارانو وليدل چې د نبيﷺ کار او دعوت مخ په بره روان دی، او د اسلام بيرغ نور په غالبېدو دی، نو هغوی پر خپلو ځانونو ووېرېدل. په دغه وخت کې يهوديانو خپلو دوستانو ته د نفاق يوه لارنقشه ورکړه، لکه الله تعالی فرمايي:
﴿ وَقَالَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اٰمِنُوْا بِالَّذِيْۤ اُنْزِلَ عَلَى الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوْۤا اٰخِرَهٗ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُوْنَۚۖ۰۰۷۲ ﴾
’’او له اهلِ كتابو څخه یوې ډلې (بلې ډلې ته) وویل: تاسو په هغه (كتاب) باندې چې په مومنانو باندې نازل كړى شوى دى، د ورځې په اول كې (په ظاهره) ایمان راوړئ او د هغې (ورځې) په اخر كې (بیا) كافر شئ، د دې لپاره چې دغه مومنان هم له خپل دينه راوګرځي.‘‘ [آل عمران: 72]
نو په دغه وخت کې د نفاق سکروټه بله شوه، زرغونه يې راوټوکېده او د بيمارو زړونو والاوو په مکر او دوکې سره يوه خبيثه او بده يهودي ونه ترې جوړه شوه.
بيا نو نفاق د کينه ګرو پناه ځای وګرځېده، چې د هغهٔ د مردارې جنډې لاندې به راټولېدل او د امت په جسم کې به د ازغي په څېر ننوتل. دغه خلک له اصلي او ښکاره کافرانو نه زيات خطرناک او عداوت لرونکي وو.
نو د دوی د بدو کړنو، او پټ خباثت او شر په وجه الله تعالی پخپله په خپلو مُحکمو ايتونو سره دغه مخفي ډله رسوا کړه او او د دوی خطرات، علامات او صفات يې څرګند کړل، او د دوی له کرغيړن کردار نه يې پرده پورته کړه. همدارنګه له دوی سره يې د تعامل منهج او لاره واضحه کړه.
دغه ايتونه د روښانه معناګانو په وجه داسې ژوندي او تازه دي ګويا کې نن نازل شوي دي.
د سورت بقره په شروع کې په 13 ايتونو كې د دوى حالات بيان شوي دي، همدارنګه په آل عمران، نسآء، انفال، احزاب، محمد، الفتح، حديد، مجادله، حشر، او منافقون سورتونو کې هم د دوى خرابيانې او بد صفات بيان شوي دي.
په سورت توبه کې الله تعالی د دغو منافقينو د منافقتونو، صفاتو او احوالو په هکله واضح او تفصيلي بيان کړی دی. دغه سورت ته الفاضحه، يعنې د منافقينو رسوا کوونکی سورت ويل شوی دی، ځکه چې په دغه سورت کې الله تعالی د دوی باره کې ځای په ځای فرمايلي دي چې او له دوی نه ځيني داسې دي، او له دوی نه ځینې داسې دي. تر دې چې صحابه کرامو دا خيال وکړ چې په دې سورت کې به هر يو منافق ذکر کړی شي.
رسول اللهﷺ هم په خپلو قولي، فعلي اوعملي سنتو کې د دغو منافقينو صفات او علامات بيان کړي دي.
دا هر څه د دې لپاره چې مسلمانان د دغو له خطراتو او شرونو نه ځان نه وساتي او په دې پوه شي چې دغه زمونږ رښتيني او اصلي دښمنان دي. نو د الله بنده ګانو له دغو نه ځان وساتئ، الله دې يې هلاک کړي دوی کوم طرف ته ګرځولی شي.
ای مسلمانانو! نفاق چې الله او د هغه رسول يې بدي او مذمت بيان کړی دی په دوه قسمه دی: يو اعتقادي نفاق دی او بل عملي نفاق دی.
د نفاق حقيقت او اصليت دا دى چې د انسان باطني او ظاهري حالت له يو بل نه مختلف وي، كه دغه اختلاف دې حد ته ورسې چې په ظاهره اسلام او ايمان وي او د عقيدې اظهار وي خو په زړه كې كفر او باطل عقايد وي نو دا اعتقادي نفاق دى او په دې سره دغه كس كافر ګرځي. دا هغه منافقين دي چې په خوله خو ايمان راوړي او په زړه كې يې كفر وي. د دغو منافقينو څه علامات او نښې الله بيان کړې دي او دغه نښې ترې وخت په وخت په خبرو او کارونو کې ظاهرېږي.
قرآن مجيد د منافقانو نومونه او متعين ذاتونه نه دي ذکر کړي بلکې الله تعالی د هغوی په صفاتو، خويونو او کارونو باندې ترکيز کړی دی. دا قرآني منهج ډېر زيات نفع من دی، اثرات يې تل پاتې وي او د انجام په لحاظ ډېر سلامتۍ والا دی، ځکه چې نفاق او منافقين کومه تاريخي مرحله نه ده چې تېره شوه او ختمه شوه بلکې دا خو نمونه ده چې په هره زمانه او ځای کې تکرارېږي.
د منافقانو هم ډېر قسمونه دي، ځينې په کې هغه دي چې اسلام، د اسلام شعاير او مسلمانان يې بدې شي او خپلې جګړې د فيصلې لپاره طاغوت ته وړي. الله فرمايي:
﴿ وَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَى اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ اِذَا فَرِيْقٌ مِّنْهُمْ مُّعْرِضُوْنَ۰۰۴۸ ﴾
’’او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي.‘‘ [النور: 48]
په دوی کې ځينې هغه دي چې د الله او د هغه د رسول کلي يا جزيي تکذيب کوي خو په ظاهره د اسلام د مينې او د مسمانانو د مدد څرګندونه کوي. دوی په حقيقت کې د مسجد ضرار والاوو په شان وي چې په زړونو کې يې خالص کفر، خيانت، غدر او مسلمانانو ته ضرر رسول وي.
ځينې هغه دي چې نبيﷺ ته تکليف رسوي په قول او فعل سره ، ورسره بغض ساتي او ورپورې استهزا کوي، پر سنتو عمل کوونکو پورې مسخرې کوي بالخصوص د رسول اللهﷺ صحابه وو پورې، خلفاء راشدينو پورې او د نبيﷺ بيبيانو امهات المومنين رضي الله عنهن پورې.
ځينې منافقين داسې وي چې د اسلام او مسلمانانو غلبه بدې ګڼي او پر مسلمانانو باندې د خپل رب له طرفه د خير نازلېدل نه خوښوي، د مومنانو سره د کړي هېڅ لوظ او عهد پاسداري نه کوي. د مسلمانانو په شکست، تباهۍ او پر دوی د دښمنانو په غالبه کېدو خوشالي کوي، الله فرمايي:
﴿ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ١ۖۚ وَمَا تُخْفِيْ صُدُوْرُهُمْ اَكْبَرُ ﴾
’’یقینًا د دوى له خولو ځنې (كینه او) بغض ښكاره شوى دى او هغه (بغض) چې د دوى سینې يې پټوي (هغه عداوت) ډېر لوى دى.‘‘ [آل عمران: 118]
دوی پر مسلمانانو باندې د غصې له وجې نه خپلې ګوتې چيچي، دوی خوښوي چې لکه څنګه دوی کافر شوي دي دغه شان تاسو هم کافر شئ چې ټول سره يوشان شئ او که تاسو ته څه خير دررسي دوی پرې خفه کېږي او که تاسو ته تکليف دررسي نو دوی پرې خوشالېږي.
په دغو منافقينو کې ځينې داسې دي چې پر مسلمانانو باندې د بدو حالاتو د راتلو انتظار کوي، په مسلمانانو کې فتنې لټوي او د مسلمانانو په رسوا کولو، شرمولو او شان و شوکت په ختمولو کې کوښښ کوي. د مسلمانانو پر زخمونو، دردونو، بې اتفاقۍ، د ښارونو په تباه کېدو او تمدنونو په خرابۍ ګډا ګانې کوي.
دغه کار نن سبا د اوسني عصر باطنينون يعنې روافض کوي چې د ابن العلقمي لمسيان دي او هغه څوک دي چې د هغوی مددګاران دي او د خلافت اسلاميه دروغجنه دعوا هم لري. دوی د ډله بازۍ او جاهليت نعرې وهي، مسلمانان د خپلو حاکمانو په ضد راپورته کوي او کوښښ کوي چې د مسلمانانو حکومتونه او د هغوی ټولنې د هلاکت، تباهۍ، انارشۍ او بې بندوبارۍ کندو ته وغورځوي.
د نبيﷺ په زمانه کې هم اولنو منافقانو د رسول اللهﷺ د اطاعت او پيروۍ اظهار کاوه خو کله چې به د نبيﷺ له خوا نه ووتل نو بيا به يې غلطې منصوبې او دسيسې جوړولې او د نبيﷺ له اطاعت نه د وتلو لپاره به يې سازشونه کول.
همدا وجه ده چې هغوی څو ځلې د نبيﷺ د وژلو کوښښونه وکړل خو الله تعالی محفوظ وساته. همدا هغه کسان وو چې د امير المومنين عثمان په خلاف يې هم فتنه راوپاروله تر دې چې هغه يې په دې حال كې شهيد کړ چې صابر او محتسب و. لکه څنګه چې نبيﷺ هغه ته وصيت کړی و چې هغه قول امام احمد او ترمذي په صحيح سند سره روايت کړی دی : «يا عثمان! إن الله مُقمِّصُك قميصًا، فإن أرادَك المنافقون على خَلعِه، فلا تخلَعه حتى تلقَاني»؛ أخرجه أحمد والترمذيُّ بسندٍ صحيحٍ.
ای عثمانه! الله به تا ته يو کميس دراغوندي نو که منافقان يې درنه وښکل غواړي مه يې وباسه تر دې چې له ما سره دې ملاقات وشي.
په دغو منافقانو کې ځينې داسې هم دي چې الله نه يادوي مګر ډېر لږ، د قرآن قرائت بدې ګڼي. پر الله قسم چې پر منافق باندې د ګټو او کاڼو له يو ځايه بل ځاى ته نقلول اسان دي د قرآن له دايم لوستلو نه.
﴿نَسُوا اللّٰهَ فَنَسِيَهُمْ﴾
’’دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل.‘‘ [التوبة: 67]
او الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِيْنَ لَا يُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ١ۚ وَ اِذَا ذُكِرَ الَّذِيْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُوْنَ۠۰۰۴۵﴾
’’او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه (الله) نه غیر دي (، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي.‘‘ [الزمر: 45].
په دوی کې ځينې هغه دي چې د نارواوو حکم کوي او له نېکۍ نه منع کوي. د فاحشه او بدو کارونو عامېدل خوښوي، فتنې او ګمراهي عامېدل غواړي. مومنانو ته وايي مونږ مومنان يو او کله چې ترې جدا شي نو اعتراضونه پرې کوي. د خير په کارونو کې بخيلان دي، مالونه د خير په کارونو کې نه لګوي. چې ته ورته وګورې نو د جسم، اولاد او مالونو په لحاظ سره به تا په تعجب کې واچوي. ډېر فصيح او بليغ وي خو تر ټولو بزدله وي، دوی ګمان کوي چې هر غږ د دوی په ضد دی، په همدې وجه د الله په لاره کې جهاد کول بدې ګڼي او په دې خوشاله وي چې له ښځو او معذورانو سره ناست وي. د دوی پر زړونو باندې مهر لګېدلی دی نو نه پوهېږي.
او دا ډول نور د نفاق اکبر علامات دي چې الله تعالی د دوی باره کې ويلي دي:
﴿ اِنَّ الْمُنٰفِقِيْنَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ۰۰۶۷ ﴾
’’بېشكه همدا منافقان فاسقان (د ایمان له دايرې نه وتونكي) ديٖ.‘‘ [التوبة: 67]
او فرمايلي يې دي:
﴿ اِنَّ الْمُنٰفِقِيْنَ فِي الدَّرْكِ الْاَسْفَلِ مِنَ النَّارِ ﴾
’’بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي.‘‘ [النساء: 145]
ای د اسلام امته! دا هغه نفاقِ اکبر دی چې پر همدې باندې د نبيﷺ په زمانه کې منافقان وو. د همدغو منافقانو د كفر او په اور کې د همېشه اوسېدنې احکام راغلي دي.
په دغه وخت کې د منافقانو سردار عبد الله بن اُبي و چې له نبيﷺ سره يې سخته کينه لرله، کله چې نبيﷺ مدينې ته راغی او په خپل راتګ يې مدينه منوره روښانه کړه، خلک يې په راتلو خوشاله شول او ترې راتاو شول. نو په دې سره ابن اُبی سخت په غصه شو خو په زړه کې يې دغه دښمني پټه وساتله. ده او له ده سره ملګري يهودانو او بيمار زړو خلكو د نبيﷺ او د هغه د صحابه وو په ضد دسيسې جوړول شروع کړل، نو هماغه وه چې په احد کې يې هم بې مدده او يواځې پرېښوده، د لښکر دريمه برخه يې واپس بوتله او د نبيﷺ شا ته سيمه يې مشرکانو ته تشه او بې دفاع پرېښوده.
بيا هغهٔ او ملګرو يې په مدينه کې د نبيﷺ د محاصره کولو لپاره نورې ډلې او لښکرې راوبللې او همدغه منافقين وو چې غلطې اوازې به يې ګډولې او د مسلمانانو د وحدت د ختمولو لپاره به يې کوښښونه کول.
همدغه منافقين وو چې د اِفک، يعنې د بهتان د واقعې تر شا وو چې په دغه کار سره يې د نبيﷺ د عزتمن کور د بې عزتۍ او د اسلام او مسلمانانو د عزت علامت ساقطول غوښتل. همدارنګه نورې دسيسې او فريبونه يې جوړول. الله تعالی د دوی باره کې فرمايي:
﴿بَشِّرِ الْمُنٰفِقِيْنَ بِاَنَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِيْمَاۙ۰۰۱۳۸ ا۟لَّذِيْنَ يَتَّخِذُوْنَ الْكٰفِرِيْنَ اَوْلِيَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِيْنَ١ؕ اَيَبْتَغُوْنَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَاِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِيْعًاؕ۰۰۱۳۹ ﴾
’’منافقانو ته زېرى وركړه چې بېشكه د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى. هغه كسان چې له مومنانو نه غیر كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى.‘‘ [النساء: 138، 139].
الله تعالٰى دې ما ته او تاسو ته د قرآن په ذريعې سره بركت راكړي، د ده په ايتونو او ذكرِ حكيم سره دې نفع راكړي، زه پر همدې اكتفا كوم. او د ځان لپاره، تاسو لپاره او د ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ، يقينًا هغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
ټولې ستاينې خاص الله لره دي، ټولې ستاينې خاص الله لره دي چې خپل نبي ته يې فرمايلي دي:
﴿ وَ لَا تُطِعِ الْكٰفِرِيْنَ وَ الْمُنٰفِقِيْنَ وَ دَعْ اَذٰىهُمْ وَ تَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِ١ؕ وَ كَفٰى بِاللّٰهِ وَكِيْلًا۰۰۴۸ ﴾
’’او ته د كافرانو او منافقانو خبره مه منه او د دوى ضرر پرېږده او په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كارساز.‘‘ [الأحزاب: 48]
او خپلو مومنو بنده ګانو ته يې حکم کړی دی چې د الله تقوا اختيار کړي او له رښتينو سره ملګري شي. او درود او سلام وايم د مخلصينو او موحدينو پر امام، د نبيانو او رسولانو پر سردار باندې او د هغه پر آل او صحابه وو باندې چې خپل دين يې د الله لپاره خالص کړی و او خپل رب ته يې رجوع کړې وه او تر قيامته پورې په نېکۍ سره د هغوى پر اتباع کوونکو باندې. اما بعد
ای مسلمانانو! پوه شئ چې د نفاق دویم قسم چې الله او د هغه رسول يې مذمت بيان کړی دی؛ هغه نفاقِ اصغر دی چې عملي نفاق ورته ويلی شي. او مطلب يې دا دی چې د منافقانو ځينې اعمال او اخلاق راخپل کړی شي خو په زړه کې اصل اسلام باقي وي، نو په دې سره انسان له ملته او اسلامه نه وځي خو دغه کس په لوی خطر کې دی، د هلاکت پر غاړه ولاړ دی.
له ابوالدرداء رضي الله عنه نه د نفاق د خشوع باره کې تپوس وکړی شو نو هغه وفرمايل: “أن ترَى الجسَدَ خاشِعًا والقلبُ ليس بخاشِعٍ”. جسم به خشوع کوونکی وي خو په زړه کې به خشوع نه وي.
حسن بصري رحمه الله فرمايي: “من النفاقِ: اختِلافُ القلب واللسان، واختِلافُ السرِّ والعلانية، واختِلافُ الدخول والخروج”.
په نفاق کې دا هم راځي چې زړه له ژبې نه مختلف وي، د انسان ظاهر له باطن نه مختلف وي او وتل او ننوتل يې سره بدل وي.
د نفاق له علاماتو نه دا هم دي چې د خلکو په وړاندې خو تقوا او نېکي څرګندوي خو کله چې يواځې شي نو بيا يې حالت بدل شي، وېره او حيا يې له الله نه کمه شي. الله فرمايي:
﴿يَّسْتَخْفُوْنَ مِنَ النَّاسِ وَلَايَسْتَخْفُوْنَ مِنَ اللّٰهِ وَهُوَ مَعَهُمْ اِذْ يُبَيِّتُوْنَ مَا لَا يَرْضٰى مِنَ الْقَوْلِ﴾
’’دوى پټول كوي له خلقو نه او له الله نه پټول نه كوي، حال دا چې هغه (الله) له دوى سره وي كله چې دوى د شپې د هغې خبرې په باره كې مشورې كوي چې هغه (الله) يې نه خوښوي.‘‘ [النساء: 108]
خلکو ته په خپلو عملونو سره ريا کاري کوي، د شهرت لپاره عمل کوي، کله چې د خلکو په مينځ کې لمونځ کوي نو ډېر ښه لمونځ کوي او کله چې ځان ته يې کوي نو په کې تفريط کوي، ژر ژر يې کوي او بس ټونګې لګوي، په خپل وخت يې هم نه کوي، تل بې له کوم عذر نه د جومات له لمانځه نه وروسته کېږي. حال دا چې پر منافقانو تر ټولو درانه لمونځونه د سهار او ماسخوتن لمونځونه دي او چا چې درې جمعې بې له کوم عذره پرېښودې نو دی به په منافقانو کې وليکل شي لکه څنګه چې له نبيﷺ نه ثابت دي.
د الله بنده ګانو! د نفاق اصغر له نقصاناتو نه يو دا هم دی چې دا د نفاق اکبر لپاره پول دی د هغه لپاره پوړۍ او زينه ده. کله چې يو انسان مسلسل د منافقانو پر خوی او اخلاقو باندې وي او د نفاق په ډېرو شعبو کې روان وي او نه يې پرېږدي نو په دغه کس باندې وېره ده چې د مرګ په وخت کې به بې ايمانه له دنيا نه لاړ شي او خاتمه يې خرابه شي.
په صحيح بخاري کې دي: «أن الرجلَ ليعمَلُ الزمنَ الطويلَ بعمَل أهل الجنَّة، ثم يُختَم له عملُه بعملِ أهل النار».
يو سړی له ډېر وخته د جنتيانو عمل کوي، خاتمه يې د دوزخيانو په عمل سره وشي.
د صحيح بخاري بل روايت د دې نور وضاحت داسې کړی دی چې کوم عمل ده د جنتيانو کاوه نو هغه يواځې د خلکو په نظر کې و.
د الله بنده ګانو!
دا وړوکی نفاق په زړه کې د ايمان پر کمزورۍ، د الله د تعظيم په کموالي او په اخرت کې د رغبت او مينې په کموالي باندې دليل دی. همدا وجه ده چې دغه کس چې کله له خلکو سره معاملات ساتي نو په خبرو کې دروغ وايي، وعده کوي نو مخالفت يې کوي، چې کله جنګ کوي نو کنځاوې کوي او په معاهده کې هم خيانت کوي. کله چې امانت ورسره کېښودل شي نو په کې خيانت کوي، له مسلمانانوسره دوکه کوي، په معاملاتو کې مداهنت کوي او ورسره دوه مخي کوي. او د الله په نيز په بدترينو خلکو کې دوه مخی سړی دی چې له ځينو سره په يو مخ مخامخ کېږي اونورو سره په بل مخ.
نو دا په دې خبره دليل دی چې د ده ظاهر له باطن مختلف دی، دی په خپل کار او روزګار کې متحير او سرګردان دی، پر يو اصيل بنياد او څرګند منهج باندې د ده شخصيت ولاړ نه دی بلکې دی د خپلو شخصي غرضونو او مادي منافعو پسې لالهانده دی، کوم ځای چې د ده دغه مفاد حاصلېږي دی هلته ورروان وي، لکه نبيﷺ يې حال د احمد او مسلم په حديث کې داسې بيان کړی دی: «مَثَلُ المنافقِ كمثلِ الشَّاةِ العائرةِ بين الغنمَيْن – تعِيرُ إلى هذه مرَّةً، وإلى هذه مرَّةً، لا تدري أيَّهما تَتْبَعُ»؛ أخرجه أحمد ومسلم.
’’د منافق مثال دګډو چېلو د دوه کنډکونو په مينځ کې د سرګردانې او پرېشانې ګډې چېلۍ دی، کله يو کنډک ته ورځي او کله بل کنډک ته، نه پوهېږي چې په کوم کنډک پسې لاړه شي.‘‘
د منافق له نښو دا هم وي چې د جاهليت نعرې وهي، د مسلمانانو له اجتماعيته جدا کېږي او د خپل مسلمان حاکم له اطاعته ځان وباسي، د خپل حاکم او علماوو او نېکو خلکو توهين او سپکاوی کوي.
لکه عمار او جابر رضي الله عنهما ويلي دي: “ثلاثةٌ لا يستخِفُّ بحقِّهن إلا مُنافقٌ بيِّنٌ نفاقُه: الإمامُ المُقسِط، ومُعلِّم الخير، وذو الشَّيبَة في الإسلام”.
’’درې کسان دي چې د دوی په حق کې توهين او سپکاوی نه کوي مګر ښکاره منافق: عادل حکمران، د نېکۍ او خير معلم او د مسلمان سپينږيري.‘‘
منافق سړی به د هغه څه اظهار کوي چې په کې به نه وي، په هغه کار او عمل به ستاينه غواړي چې ده به کړی نه وي، لعنت، کنځلې او فاحشې خبرې به ډېرې کوي. ځکه چې بدګويي اوبې ځايه زياتې خبرې کول د نفاق دوه شعبې دي لکه دا په مسند احمد کې راغلي دي.
د ښځې د خپل خاوند ناحقه نافرماني کول، بې له عذره ترې د خلعې مطالبه کول، بې پردګي کول، حيا او پاکدامني غورځول.
اى مسلمانانو! دا هغه نفاقِ اصغر او عملي نفاق دى چې صحابه كرام او سلف به ترې وېرېدل، او له خپلو ځانونو سره به يې محاسبه كوله، له دې وېرې چې په كې واقع نه شي. د هغوى زړونه د الله له تعظيم نه ډك و، اخلاص صدق او مراقبت په كې و، هغوى پر دې پوه وو چې د نفاق بنياد دروغ، دوكه او رنګبازي كول دي. له همدې وجې هغوى خپل باطنونه اباد كړي وو د خپلو سرائرو يې اصلاح كړې وه او د مسلمانانو له اجتماعيت او حكمران سره به لازم وو، د هر مسلمان به يې خير خواهي كوله، ځكه چې په دې كار سره زړونه صفا كېږي او له خيانت او دوكې نه پاكېږي.
هغوى به په پټه نوافل له ښكاره نوافلو نه زيات كول، د قرآن مجيد تلاوت او د الله په ذكر كې به لګيا وو. تكبير اُولٰى به ترې نه فوت كېدو. ځكه چې څوك له تكبير اُولٰى سره شاملېږي د هغه لپاره به دوه براءته وليكل شي يو براءت له نفاق نه او بل له اوره.
هغوى به خپلې نېكۍ پټې ساتلې. د هغوى په نيز به د خلكو مدح او مذمت يو برابر وو. هغوى به د الله د رضا په تلاش كې وو. اګر كه خلك به غصه كېدل. د هغوى به په پټه نېك اعمال وو، او په همدې وجه يې زړونه صالح و او له ريا، شهرت پرستۍ نه پاك وو. او له نفاق نه هم صفا و نو الله يې ظاهر هم ښائسته كړى و او د دين د كار لپاره ورته هغه كافي شوى و.
ابن الجوزي رحمه الله وايي: چا چې د خپلې تنهايۍ حال درست كړ د هغه د فضيلت خوشبو خورېږي. زړونه يې د دغه خوشبو په خورېدلو سره روښانه كېږي. ځكه چې د باطن له فساد سره د ظاهر اصلاح هېڅ فايده نه وركوي.
اى مسلمانانو! په شام كې او په ځانګړي ډول په حلب كې زمونږ وروڼه له سخت ظلم او تجاوز لاندې دي. ظلم پرې روان دى، وينې يې تويولى شي.
د باطنيه، خوارج او نور پرې مسلط دي.
د رښتينې مسلمان له نښو ځنې دا دي چې د خپلو وړونو په غم غمژن كېږي. د هغوى د حالاتو خيال ساتي او د مدد لپاره يې كوښښ كوي.
له همدې وجې نه خادم الحرمين الشريفين د شامي ولس د بهبود او مرستې لپاره د فنډ راټولو كمپاين شروع كړى دى مونږ ټولو مسلمانانو ته ترغيب وركوو چې د خير په دې كار كې فعاله برخه واخلي. او د غم او مصيبت په دې ګړۍ كې له هغوى سره ودرېږي. او د هغوى زړونو ته خوشالي وركړي، ځكه چې الله تعالٰى د بنده په مدد كې وي څو پورې چې دغه بنده د خپل مسلمان ورور په مدد كې وي.
له دې نه پس تاسو درود ووايئ د بشريت پر سردار او لارښود روښانه چراغ رسول اكرمﷺ باندې، ځكهچې الله تعالٰى مونږ ته د دې حكم كړى دى، فرمايي:
(اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶)
’’بېشکه اﷲ او د هغه ملايک په نبي درود وايي۔ اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الاحزاب 65:33)
د نبيﷺ فرمان دى: «من صلَّى عليَّ واحدةً، صلَّى الله عليه بها عشرًا».
’’چا چې پر ما باندې يو ځل درود وويلې، الله تعالٰى به پر هغه باندې لس رحمتونه راولېږي.‘‘
اى الله! رحمتونه، بركتونه او نعمتونه نازل كړه پر خپل بنده او رسول باندې او زمونږ پر نبي، محبوب، سردار او قايد محمدﷺ باندې، د هغوى پر آل، بيبيانو او صحابه وو باندې، په ځانګړي ډول: پر ابوبكر صديق، عمر فاروق، عثمان ذوالنورين، او علي ابو الحسنين رضي الله عنهم باندې. او تر قيامته پورې د هغوى پر پيروي کوونکو باندې.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. شرك او مشركين رسوا كړه، اى الله! زمونږ ملك ته او د مسلمانانو ټولو ملكونو ته امن او سلامتي وركړه.
ای الله! په هر ځای کې زمونږ د کمزورو مسلمانانو مدد وکړه، ای الله! په فلسطين کې زمونږ د وروڼو ته مددګار شه، ای الله! په شام کې زمونږ د وروڼو ته مددګار شه، ای الله! په عراق او يمن کې زمونږ د وروڼو ته مددګار شه، ای الله! ته کامل او مضبوط مدد وکړه. ته يې ملګری شه، ته يې مدد وکړه، ته يې پر ضد د بل چا مدد مه کوه په خپل قوت سره ای قوي او تر ټولو غالب ذاته!
اى الله! زمونږ د سرحدي مجاهد فوځ ته مدد وكړه، د زمونږ د سرحدي امنيتي ځواكونو مددګار شه ته يې كامل مضبوط كړه، اى قوي او تر ټولو غالب ذاته.
اى الله! زمونږ حكمران ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې. اى الله! زمونږ حكمران ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې. اى الله هغه ته او د هغه كابينې ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې. ورته د هغو كارنو توفيق وركړه چې په كې د هېواد او ملت فلاح او سوكالي وي. اى الله! ته دوى د خير چابيانې وګرځوه او د شر د بندولو لپاره يې تالې وګرځوه په خپل رحمت سره ای تر ټولو زيات رحم کوونکيه ذاته! اى الله! مونږ، زمونږ مورو پلار اوټول مسلمانان وبښه، اى الله! مونږ، زمونږ مورو پلار اوټول مسلمانان وبښه، اى الله! مونږ ته عزت راكړه، مونږ له ذلت او رسوايۍ نه وساته، مونږ ته نعمتونه راكړه، مونږ ترې مه محروموه، زمونږ ملګرى شه، زمونږ په خلاف د نورو مه ملګرى كېږه. زمونږ مدد وكړه زمونږ په ضد د نورو مدد مه كوه. اى الله! د ظالمانو په خلاف زمونږ مدد وكړه. اى الله! د ظالمانو په خلاف زمونږ مدد وكړه. اى الله زمونږ د دښمنانو په خلاف ته زمونږ مدد وكړه. اى الله! زمونږ په هكله زمونږ دښمنان مه خوشالوه. پر مونږ رحم وكړه اى تر ټولو زيات رحم كوونكيه!
د الله رحمتونه، عنايتونه، او سلامتۍ دې وي پر محمدﷺ او د هغه پر آل او ټولو صحابه وو باندې.