قرآن کريم

عنوان: د نفس تزكيه او د اخلاقو اصلاح، ترجمه: مفتي عبد الولي خان

دكتور صالح بن محمد آل طالب عنوان: د نفس تزكيه او د اخلاقو اصلاح 15ربيع الثاني 1438هـ، 13 جنوري 2017م ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم

اوله خطبه
ټولې ستاينې خاص الله لره دي چې د اخلاقو لوړ والى يې د پرهېزګارانو لباس او زېور ګرځولى دى او په قرآن حكيم او رښتينې وحي كې يې د ښو اخلاقو د خپلولو ترغيب وركړى دى او له پاك لمنو او عفيفو سره يې د كفايت او اسانۍ وعده كرې ده.
په خلكو كې يې د حيا او عفت وصف اچولى دى او په دې وجه د ټولنو پاكي او حيا او له بدۍ او بد اخلاقۍ نه لرې والى د عزتمنو خلكو په نيز غوره غيرتي کار، لوړ هدف او مقصد ګرځېدلى دى.
زه د خپل رب الله ستاينه كوم، د هغه شكر ادا كوم، د هغه ثنا بيانوم او له هغه نه بښنه غواړم. زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري. په ذات كې، په پيدا كونه كې او په امر او نهي كې يواځې او منفرد دى. او ګواهي كوم چې محمدﷺ د الله بنده او رسول دى، د هغه پر وحي امين دى، د الله درود، سلام او بركتونه دې وي پر هغه، د هغهٔ پر آل چې له هره بهتانه پاك دي او د هغه پر صحابه او تابعينو باندې.
أما بعد!
يقينًا د الله تقوا داسې شى دى چې وصيت يې كولى شي، او همدا د پاكيزه نفسونو لپاره ذخيره او توښه ده.
﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ قُوْلُوْا قَوْلًا سَدِيْدًاۙ۰۰۷۰يُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَ يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ١ؕ وَ مَنْ يُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيْمًا۰۰۷۱ ﴾
’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره. هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د اﷲ او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كاميابېدل.‘‘ (الأحزاب 71,70:33)
چا چې د الله تقوا غوره كړه، نو الله تعالٰى د هغهٔ كارساز او كافي دى، او څوك چې له خلكو ووېريده، نو دغه خلك به د الله په مقابله كې د ده هېڅ په كار رانشي.
اى مسلمانانو! ديني، اخلاقي او ټولنيز اقدار او فضيلتونه د ژوند اساسات دي، د چال چلن او كردار لپاره ضوابط دي او د هرې ټولنې د عقيده اجزا دي.
زمونږ په دين كې اخلاقي اقدار او اساسات لوړ معيارونه او ستر هدفونه دي چې اصول يې زمونږ له عظيم شريعت نه اخيستل شوي دي، نو دا په اصل كې عقيده او عبادت دواړه دي. او راخپلول او ساتل يې پر تربيت وركوونكو او مصلحينو باندې شرعي واجب دي.
د چال چلند، اخلاقي اقدارو په هكله عموماً ډېر نصوص راغلي دي خو د كردار د لوړ والي او غوره والي په باره كې خصوصي نصوص هم راغلي دي. او الله تعالٰى دا د كاميابۍ اسباب ګرځولي دي. او د دغو اعلا اوصافو او فضيلتونو راخپلوونكي يې د جنت الفردوس حقدار ګرځولي دي. ګورئ! د نفسونو د تزكيې او پاكوالى، د طبيعتونو د تطهير او د پاك لمنۍ او طهارت په باره كې خبرې څه جذباتي شعارونه يا اخلاقي كمالات نه دي بلكې دا د ټولنې د بقا، جوړښت، ټېنګښت او دوام لپاره اصل او اساسات دي او د شريعت په عظيمو مقصدونو كې راځي، بلكې الله تعالٰى په سورت فرقان كې په يوه ايت كې له خپل توحيد سره امن او پاك لمني يوځاى ذكر كړي دي.
اسلامي اخلاق څه انساني ايجادات نه دي او نه څه له ځانه جوړ كړی شوى وضعي يا ځمكنى نظام دى، بلكې دا خو د الله له جانبه ديٖ او مقصد يې د الله عبادت دى او د الله رضا او مخ لټونه يې هدف دى.
كله چې د مسلمان په زړه كې اخلاق ځاى ونيسي، نو د هغهٔ د ايمان قوت دى نېكو اعمالو ته ورمخكې كوي. دا يو ثابت او كامل اخلاق دي چې د خواهشاتو په وجه په كې بدلون نه راځي او په دغو كې زمونږ رهنما او مُقتدا دا ايتونه دي:
﴿ لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ ﴾
’’ یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د ) رسول اﷲ كې ډېره ښه اقتدا ده.‘‘ (الأحزاب 21:33)
﴿اُولٰٓىِٕكَ الَّذِيْنَ هَدَى اللّٰهُ فَبِهُدٰىهُمُ اقْتَدِهْ﴾
’’ دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه.‘‘ (الأنعام 90:6)
پر محمدي امت باندې د الله يو دا فضل هم دى چې دې امت پر خپل دين منګولې ټينګې لګولي دي. د خپل شريعت التزام يې كړى دى. سره له دې چې ډېرې پيړۍ او زمانې اوښتي دي، خو امت ته خپل فضايل، اقدار او اساسات په ميراث كې پاتې دي، نسلونو پر همدغو تربيت حاصل كړى دى او د اسلام امت په همدې سره ممتاز ګرځېدلى دى.
دا هم د الله تعالٰى قانون دى چې په مختلفو وختونو كې په خلكو كې ضعف او كمى راځي. خو په نږدې وختونو كې د حالاتو ژر بدلون او له هغو نه د خلكو متاثره كېدل له هيچا نه پټ نه دي.
اى مسلمانانو! بدلون او تغير يو انساني خاصيت دى، او د ژوند له قوانينو نه يو قانون دى. د بدلون په خپل ذات كې نه خو مدح كولى شي او نه مذمت. هو موضوع او هدف ته به كتلى شي، نو كه تبدېلى له خطا نه نه سمون ته وي له فساده اصلاح ته وي، له شر نه خير ته دي، له كمزورۍ نه قوت ته وي او له ناكامۍ نه كاميابۍ ته وي نو دا تبديلي او بدلون مقصود هم دى او ستايل شوى هم. خو فتنه او ازمايش هله شروع كېږي چې حق باطل ته واړول شي. نېكي په ګناه بدله شي. او فضيلت رذالت ته بدلون وخوري.
الله تعالٰى په قرآن مجيد كې زمونږ د عبرت لپاره د يو پخواني امت ذكر كړى دى. فرمايلي دي:
﴿سَلْ بَنِيْۤ اِسْرَآءِيْلَ كَمْ اٰتَيْنٰهُمْ مِّنْ اٰيَةٍۭ بَيِّنَةٍ١ؕ وَمَنْ يُّبَدِّلْ نِعْمَةَ اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِيْدُ الْعِقَابِ۰۰۲۱۱ ﴾
’’له بني اسرائیلو نه تپوس وكړه چې مونږ څومره ډېرې واضحې نښې دوى ته وركړې وې، او څوك چې د الله نعمت بدل كړي، له دې نه پس چې ده ته راغى، نو یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى.‘‘ (البقرة 211:2)
الله تعالٰى د نعمتونو د دغه بدلون مراحل بيان كړي دي او د دغه بدلون قوانين يې د دغه قوم په اخلاقو او چال چلن كې واضح كړي دي، د دې لپاره چې مسلمانان له دغو هلاكتونو نه بچ شي. ځكه چې قومونه په اټكلي ډول او بې سببه نه تباه كېږي بلكې د الله د قوانينو او اصولو مطابق دا ټول واقعات پېښېږي.
د الله بنده ګانو!
د هغو مومنانو ژوند چې پر خپل دين يې منګولې ټينګې لګولي دي، د الله عبادت كوونكي دي. د پاكۍ، عفت او بلند كردارۍ خاوندان دي، نو د هغوى ژوند له خطراتو ډك وي، د تاثير هواګانې پرې له هرې خوا راالوځي. د فتنو او ازمايشونو بادونه پرې چلېږي. په ځانګړي ډول په نني عصر كې چې بېلا بېلو ټيلويژني چينلونو، او بې بندو باره اجتماعي او ټولنيزو شبكو (سوشل ميډيا) په كې خپل جالونه خپاره كړي دي او د شر و فساد خاوندان مسلط شوي دي. الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَاللّٰهُ يُرِيْدُ اَنْ يَّتُوْبَ عَلَيْكُمْ١۫ وَيُرِيْدُ الَّذِيْنَ يَتَّبِعُوْنَ الشَّهَوٰتِ اَنْ تَمِيْلُوْا مَيْلًا عَظِيْمًا۰۰۲۷ ﴾
’’الله غواړي تاسو ته توجه وكړي (په خپل رحمت سره) او هغه كسان، چې د خواهشاتو تابع كېږي، (هغوى) غواړي چې تاسو (له حقې لارې نه) ډېر زیات كاږه شئ.‘‘ (النسآء 27:4)
دغه كږېدل چې الله يې ذكر كړى دى، د فسق او فجور د يوې منظمې څپې تصوير وړاندې كوي چې پر امت باندې د بېلا بېلو تنظيمونو او انجي او ګانو په ذريعي سره مسلطه ده. اخلاقي فساد په كې پروت دى او دغه اخلاقي فساد ته په مختلفو ذريعو سره بلنه موجود ده، او مقصد يې دا دى چې په خلكو كې دينداري ختمه كړى شي. دا ځكه چې په هغه ټولنه كې چې اخلاقي اقدار په كې مړه وي، په شهواتو كې غرقه وي، الله ته دعوت مخكې نه شي تللى.
هر هغه قوم چې له خپلو اخلاقو او عقايد نه فارغ شي د هغه ديانت او دينداري هم له منځه ځي، له دې نه پس د دغه قوم يواځې نوم او تصوير پاتې وي.
له همدې وجې نه د ټولنو په اخلاقي فساد كې مبتلا كول د ټولو اسلام دښمن قوتونو مرام او هدف دي، دا كار دوى په مختلفو نومونو او طريقو سره كوي. هغوى پر مسلمانو ټولنو د تشدد، انتها پسندۍ او ترهګرۍ الزامونه لګوي او بيا په هر مصيبت كې يې مبتلا كوي د دې دعوې له لاندې چې دوى ترهګري ختموي.
دغه خلك په ټولنه كې جبري تفسيق عاموي او هغه هم د جدت او روشن خيالي په نوم. مقصد يې له ټولنې نه له اسلامي هويت و شكل نه غير شناخت ته بدلول دي او مسلمانان د خپلو اسلافو له عقيدې نه اړول دي.
دا حالت د دې تقاضا كوي چې ټول عام او خاص مسلمانان په شريكه د دغه بريد مخه ونيسي، د خپلو عقايدو او اعلا اخلاقي اقدارو ساتنه وكړي، ځكه چې زمونږ د مستقبل كاميابي له دين سره په وفا او پيوستون كې پرته ده.
اى د الله بندګانو!
په نږدې كلونو كې هغو مسلمانو غيرتمنو ليكوالو چې له خپلو هېوادونو نه جلاوطن كړى شوي دي او د استعمار حاكميت يې ليدلى دى، دا خبره په كثرت سره بيان كړې ده چې استعماري قوتونه كوښښ كوي چې ورو ورو د مسلمانانو اخلاق تباه كړي.
په دغو خواخووږو ليكوالو كې ځينو دا هم ويلي دي چې په دې دوه درې لسيزو كې په دغو مسلمانانو ټولنو كې د اخلاقو پرېوتل له حده زيات واضح شوي دي.
يقينًا د شهواتو نشرول تباهي ده، او د دغه تباهۍ اثرات او نتايج ډېر ژر واضح كېدونكي دي.
دا هم ياد لرئ چې هغه كسان چې د خپلو اخلاقو او عقيدو په باره كې يې بې غوري او لا پروايي اختيار كړې ده او د اغيارو په شان كېدل يې هدف ګرځولى و، هغوى هېڅ هم حاصل نه كړل، نه د هغوى اخلاق پاتې شول او نه يې تمدن او تهذيب سلامت پاتې شو.
اى مسلمانانو!
د مسلمانې ټولنې يو ثابت او مضبوط شناخت جوړولو او له تخريب او حملو نه د بچ ساتلو لپاره مضبوط كوښښ او عمل ضروري دى، چې الله تعالٰى ته په كې دعوت وي، د اخلاقو د خپلولو او ضرورت دى، د تېرې زمانې د حوادثو او د اخرت د ورځې او حساب و كتاب يادونه پكار ده، او ضروري ده چې خلك له قرآن سره ونښلول شي او د قرآن له عبرتونو، وعظونو، حكمتونو او احكامو نه فايده واخيستل شي.
د لوړو اخلاقو په باره كې په د قرآن او سنت نصوص كې يو جامع قانون ذكر شوى دى چې د هغهٔ په ذريعې سره الله غواړي ټولنه له غلطو اخلاقو او عقايدو نه محفوظه شي او د دغو غلطو عقايدو او اخلاقو لارې بندې شي.
نو په كار دا ده چې هره تهذيبي او ټولنيزه تبديلي د مسلمانې ټولنې له داخل نه پيدا شي. او دا چې د دين د بنيادي او اساسي مسلو التزام او پابندي وكړى شي، هره ټولنه هغه وخت ترقي كولى شي چې د تهذيب او تمدن جوړولو صلاحيت په كې وي. مسلمانه ټولنه چې د الله په رڼا سره منوره ده هغه خپله ترقي او برتګ د وحي مطابق كوي او كافرې ټولنې د الله احكامو ته هېڅ پابندي نه وي او د الله د هدايت هېڅ خيال نه ساتي.
دا هغه شى دى چې مختلفې ټولنې پرې له خپلو ځانونو او افرادو سره په تعلق كې له يوې بلې نه جدا وي. مادي ټولنې د هغه عظيم هدف له ادراك نه عاجزې دي چې دا ځمكه ورته اباده كړی شوې ده.
نو په نتيجه كې په دغو ټولنو كې د اخلاقو جنازه ووځي، ډېر زيات اخلاقي مشكلات په كې پيدا شي چې ورسره د ټولنې عمارت هم تباه شي.
د مسلمانې ټولنې خپل منځي تعلق د الله په حكم سره د وحي په رڼا كې له اصلاح سره تړلى دى. او د خپلو اعلا اخلاقي اقدارو او اساساتو په رڼا كې له خپل اسلامي هويت سره نښتى دى.
د شر مخه نيول يو ضرورت دى چې مقصود ترې د چا د فكر او رايې مرسته كول نه دي بلكې مقصود دا دى چې هسې نه د الله د سزاګانو لپاره شرايط پوره شي. همدارنګه مقصود دا دى چې د فساد او جنايت مخه ونيول شي.
ام المؤمنين زينب بنت جحش وايي چې نبيﷺ يو ځلې هغې كره پرېشان حاله راغى او ويل يې: له الله نه غير بل حق معبود نشته. عربو ته هلاكت دى له هغه شر نه چې ډېر نږدې دى، نن د ياجوج ماجوج په بند كې دومره سورى شوى دى.‘‘ نبيﷺ له غټې ګوتې او شهادت ګوتې نه حلقه جوړه كړه. زينب وايي ما وويل: اى د الله رسوله! ايا مونږ به هلاكېږو، په داسې حال كې چې په مونږ كې نېكان خلق هم شته. ويې فرمايل: هو، كله چې ګند او خباثت زيات شي. دا بخاري روايت كړى دى.
د الله بنده ګانو!
امر بالمعروف او نهي عن المنكر د دې امت د امان او نجات لاره ده. او امت به تر هغه په خير او امان سره وي چې په كې ناروا ته ناروا وايي. رسول اللهﷺ فرمايي: كله چې خلك ظالم په ظلم كولو وويني او لاس يې ونه نيسي، نو نږدې ده چې الله به پر ټولو باندې عذاب راولي. دا احمد، ابوداود او ترمذي روايت كړى دى.
نو د دغه خرابو او غلطو تبديليو د وسيع طوفان مخه نيولو لپاره احتساب او دعوت ډېر ضروري دى خپل فرض او مسئوليت ادا كول ډېر اهم او لازم دي.
لازم ده چې خلك پر هغو خبرو خبردار كړى شي چې د دوى په كې نقصان دى، د دعوت انداز خوږول او اسانول لازم او په ښكلي نصيحت سره يې كول په كار دى. الله فرمايي:
﴿ فَلَوْ لَا كَانَ مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ قَبْلِكُمْ اُولُوْا بَقِيَّةٍ يَّنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْاَرْضِ﴾
’’نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې (خلق) يې منع كولى په ځمكه كې له فساد كولو نه (چې عذاب پرې نه وى راغلى).‘‘ (هود 116:11)
الله تعالٰى دلته د عقل خاوندانو لفظ ويلى دى، ځكه چې كارونه او معاملات په اول كې قوي وي بيا كمزوري شي نو څوك چې د كمزورۍ په وخت كې ثابت قدم پاتې شو نو همدغه له عقلمندو ځنى دى.
اعوذ بالله من الشيطان الرجيم
﴿ ثُمَّ جَعَلْنٰكَ عَلٰى شَرِيْعَةٍ مِّنَ الْاَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَ لَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِيْنَ لَا يَعْلَمُوْنَ۰۰۱۸اِنَّهُمْ لَنْ يُّغْنُوْا عَنْكَ مِنَ اللّٰهِ شَيْـًٔا١ؕ وَ اِنَّ الظّٰلِمِيْنَ بَعْضُهُمْ اَوْلِيَآءُ بَعْضٍ١ۚ وَ اللّٰهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِيْنَ۰۰۱۹هٰذَا بَصَآىِٕرُ لِلنَّاسِ وَ هُدًى وَّ رَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُّوْقِنُوْنَ۰۰۲۰ ﴾
’’بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي. بېشكه دوى به د الله په مقابله كې ستا هېڅ په كار رانشي او بېشكه ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى. دا (قرآن) د خلقو لپاره ښكاره دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي.‘‘ (الجاثية 20-18:45)
الله دې ما او تاسو ته په قرآن او سنت سره بركت راكړي او مونږ ته دې د هغو پر ايتونو او حكمتونو سره نفع راكړي. زه همدا خبره كوم او د ځان او تاسو لپاره له الله نه مغفرت غواړم.

دويمه خطبه
ټول تعريفونه خاص الله رب العلمين لره دي. چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى. د بدلې د ورځې مالك دى، زه ګواهي كوم چې نشته حق معبود مګر الله دى چې بادشاه دى، حق دى، او د حق بيانوونكى دى، او ګواهي كوم چې محمدﷺ د هغه بنده او رسول دى، رښتينی او امانت دار دى، د الله درود، سلام او بركتونه دې وي پر هغه، د هغه پر آل او صحابه وو ټولو باندې.
له دې نه پس. اى مسلمانانو!
د مخلوق د تخليق مقصد پېژندل او له دې ژوند نه هدف معلومول، دا تر ټولو اهم معامله ده چې د انسانان زړه مشغولوي او دا يې د فكرونو او سوچونو محل دى. د هر انسان خپل يو تصور وي د هغه د علم، ادراك او عقيدې په حساب سره. خو مسلمان چې د الله تعالٰى پر رب كېدو، د اسلام پر دين كېدو او د محمدﷺ پر نبي او رسول كېدو باندې راضي وي. نو د هغه په وړاندې دا معامله ډېره څرګنده او واضحه وي، هېڅ التباس او پټوالى په كې نه وي، ځكه چې هغه په قرآن او سنت كې د دې قطعي جواب مومي.
په قرآن كې تر ټولو واضحه مسله، تر ټولو زياته ذكر شوې واقعه او ډېر اثر او قوت لرونكې قضيه همدا د اخروي ژوندون په باره كې خبر دى. چې انسان به يا په جنت كې وي چې په كې دايمي نعمتونه دي او يا به په جهنم كې وي چې هلته دردوونكي عذابونه دي. دا تر ټولو غټه مسله ده چې د انسان د اختتام پورې او له مرګه نه پس د هغه د ځاى پورې تعلق لري، او په دې باره كې ايتونه بې حده زيات دي.
الله د انساني تخليق د مقصد باره كې خبر هم وركړى دى، لكه الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِيَعْبُدُوْنِ۰۰۵۶ ﴾
’’ او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.‘‘ (الذاريات 56:51)
او امر يې هم وركړى دى، لكه فرمايي:
﴿ وَ مَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِيَعْبُدُوا اللّٰهَ مُخْلِصِيْنَ لَهُ الدِّيْنَ١ۙ۬ حُنَفَآءَ ﴾
’’حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي.‘‘ (البينة 5:98)
نو د مخلوق له پيدا كولو، د رسولانو له رالېږلو او د كتابونو له نازلولو نه مقصود د الله تعالٰى د عبادت اثبات د هغه په توحيد سره، او د هغهٔ د امر او نهي په تعظيم سره، او د هغه د رضا مطابق چلن كول. او د هغهٔ د غضب او غصې له اسبابو نه ځان ساتل دي.
پر الله باندې د يقين حقيت د كمزورۍ په مراحلو كې څرګندېږي. پر الله باندې د پوخ يقين كوونكي يقين ثابت او ټينګ وي هر څومره چې تيارې زياتې وي، سختۍ ډېرې وي او مصيبتونه ډېر او پرله پسې وي.
اى الله! د زړونو اړوونكيه! زمونږ زړونه پر خپل دين باندې ثابت ولره.
او تاسو درود او سلام ووايئ د رحمت او هدايت پر نبي باندې چې محمد بن عبد اللهﷺ دى ټولو عالمونو ته د الله له جانبه راغلى رسول دى.
اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې او د هغه پر پاكيزه او پاك آل باندې، او د هغه په روښان مخو صحابه وو باندې. او پر هغه چا باندې چې په نېكۍ سره د هغوى پيروي كوي تر قيامته پوري.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. سركشان، ملحدين او فساديان هلاك كړه، اى الله! د خپل دين، كتاب، او د خپل نبي د سنتو او د خپلو مومنو بنده ګانو مدد وكړه، اى الله! امت ته داسې ورځې په نصيب كړه چې په كې ستا اطاعت كوونكي عزتمن شي، ګناهګارانو ته په كې هدايت نصيب شي. د نېكۍ حكم په كې وركولى شي، او له بدۍ نه په كې منع كولى شي.
اى الله! هغه څوك چې له اسلام، مسلمانانو، د هغوى له دين او وطن سره د بدۍ اراده لري نو ته يې په خپل ځان كې مشغول كړه، د هغه مكر او فريب د هغه په سينه كې وروګرځوه، او بدګردشونه پر هماغه وروګرځوه.
اى رب العلمينه!
اى الله! ستا په لاره كې د جهاد كوونكو په فلسطين كې او په هر ځاى كې مدد وكړه اى رب العلمينه! اى الله! ته د دغو محاصره ختمه كړه، حالات يې سم كړه او دښمنان يې هلاك كړه.
اى الله! مسجد اقصٰى د ظالمانو له ظلم او د قبضه ګرو له تجاوز نه ازاد كړه.
اى الله! مونږ له تا نه ستا په هغه عظيم نوم سره سوال كوو چې ته په هغهٔ سره وبلل شي نو دعا قبلوې او چې سوال درنه وشي نو عطا كوې يې. چې تهٔ زمونږ پر مسلمانانو وروڼو باندې پر هر ځاى كې مهرباني وكړه. اى الله تهٔ يې مددګار شه په فلسطين كې، په شام كې، په عراق كې، په يمن كې او په هر ځاى كې. اى الله ته پرې مهرباني وكړه، مصيبت او ازمايش ترې لرې كړه، ژر ورته اساني وركړه، حالات يې سم كړه، پر هدايت يې راجمع كړه. او د شرخوښو له شر نه يې محفوظ كړه.
اى الله! سركشان او د هغوى مددګاران هلاك كړه.
اى الله! سركشان او د هغوى مددګاران هلاك كړه.
اى حق معبوده! پر دغو سركشانو ظالمانو باندې خپل غضب، غصه او عذاب نازل كړه.
ای الله! زمونږ حكمران ته د هغو اعمالو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې، اى الله ته يې هدايت والا او پرهېزګاره جوړ كړه.
اى الله! زمونږ د سرحدونو د ساتونکو فوځيانو مدد وكړه. تهٔ ورته توفيق ورکړه. اى الله! زمونږ د امن او امان د حفاظت لپاره او د مقدساتو د ساتنې لپاره تيار د امنيتي ځواکونو حفاظت او مدد وكړه.
اى الله! زمونږ حكمران ته او د هغه دواړو نايبانو ته او وروڼو ته يې د هغو اعمالو توفيق وركړه چې په كې د هېواد او ملت خير او فلاح وي. يقينًا مونږ ټول تا ته درتلونكي يو، اى الله! ټولو مسلمان حكمرانانو ته ستا پر كتاب او سنتِ رسولﷺ باندې د عمل كولو او نافذولو توفيق وركړه. دوى د الله د بنده ګانو لپاره رحمت وګرځوه.
اى الله! زمونږ په ملک کې او د مسلمانانو په ټولو ملکونو کې امن او سکون راوله، ای الله ! مونږ د بدو خلکو له بدۍ نه وساته، مونږ د مجرمانو له فريبونو او چالونو نه محفوظ کړه او مونږ د زمانې له ګردشونو نه بچ وساته.
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنيا كې نعمت راکړه او په اخرت كې (هم) نعمت راکړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘(البقرة 201:2)
اى الله! زمونږ ګناهونه معاف کړه، زمونږ قدمونه مظبوط کړه او پر کافرانو مونږ ته غلبه راکړه.
ای الله! زمونږ ګناهونه معاف کړه، زمونږ پر عيبونو پرده واچوه، زمونږ کارونه اسان کړه، زمونږ نېک خواهشات پوره کړه.
ای الله! زمونږ ګناهونه، زمونږ د مور و پلار، نيکونو، د هغوی او زمونږ د نسلونو، زمونږ د بيبيانو ټولو ګناهونه معاف کړه، يقيناً ته د دعاګانو اورېدونکی يې.
مونږ له الله نه بښنه غواړو، مونږ له الله نه بښنه غواړو چې له هغه نه غير بل حق معبود نشته، هغه تل ژوندی دی، مونږ هغه ته رجوع کوو.
اى الله! ته حق معبود يې له تا نه غير بل حق معبود نشته. تهٔ غني يې او مونږ فقيران يو. تهٔ غني يې او مونږ فقيران يو. تهٔ غني يې او مونږ فقيران يو. اى الله! ته حق معبود يې له تا نه غير بل حق معبود نشته. اى الله! ته حق معبود يې له تا نه غير بل حق معبود نشته.
پر مونږ باران نازل كړه، مونږ له ناامېدو نه مه ګرځوه، اى الله! پر مونږ، باران نازل كړه. اى الله! پر مونږ، باران نازل كړه.اى الله! پر مونږ، باران نازل كړه.
اى الله! مونږ له تا نه بښنه غواړو، يقينًا ته ډېر بښونكى يې. پر مونږ ډېر باران ووروه او چې څه تهٔ نازل كړې هغه زمونږ لپاره ستا په طاعت كې قوت وګرځوه او تر يو وخته پورې د رسېدو ذريعه. اى الله پر مونږ د مدد او حمايت باران راووروه، اى الله ډېر او تېز باران، چې ستا بنده ګان پرې خړوب شي او د ښارونو او بانډو والاوو لپاره مفيد وي، اى الله! مونږ ستا مخلوق يو، مونږ د خپلو ګناهونو په وجه له خپل فضل و كرم نه مه محروموه.
ای رب العلمينه! زمونږ دعاګانې او نېک اعمال قبول کړه، هم ته اورېدونکی او عالم يې، زمونږ توبه قبوله کړه، هم ته توبه قبلوونکی او رحم کوونکی يې.
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰ وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180)

Tags

Related Articles

Back to top button