طهارتفقه

فقه السنةد نجاست بيان (لومړۍ برخه ) ليکوال: سيد سابق، ژباړن: لقمان حکيم حکمت

نجاست (پليتوالی)

نجاست: هغې پليتوالي ته ويل کيږي چې ځان ژغورنه ورڅخه  مسلمان واجب دي، که پرې ککړ شي نو وينځي به يې، الله پاک فرمايي: (وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ ) ([1])

ژباړه: او کالي دې پاک کړه.

او الله پاک فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ ) ([2])

ژباړه: په يقیني توګه چې الله باک له توبه ګارو او پاکو خلکو سره مينه لري.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ ) ([3])

ژباړه: پاکيزګي د ایمان نيمه برخه ده.

خو دا چې پليتې بېلابېل مبحثونه لري مونږ په راروانو کې نقاطو کې قابل ذکر بولو:

 

د نجاست ډولونه:

لومړی ډول: مرداره:

مردار ټولو هغه څه ته ويل کيږي چې له ذبحې (حلالکې ) پرته مړ شوی وي، په حکم پورې يې ټول هغه څه هم ملحق دي چې له ژوندي حيوان څخه غوڅ شوي وي، دليل ورباندې د ابو واقد ليثي رضي الله عنه حديث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (مَا قُطِعَ مِنَ الْبَهِيمَةِ وَهِيَ حَيَّةٌ فَهِيَ مَيْتَةٌ ) ([4])

ژباړه:  په ژوندينه چې له حيوان نه څه شی غوڅ شي نو مردار به وي.

ترمذي وايي: د دې حدیث مدلول د اهل علمو (اهل حديثو) مذهب دی، خو ولې له دې څخه دا شيان مستثنا دي:

( أ ) : د کب او ملخ مرداره: دا دواړه طاهر دي، دليل پرې د عبدالله بن عمر رضي الله عنه حديث دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (أُحِلَّتْ لَنَا مَيْتَتَانِ، وَدَمَانِ. فَأَمَّا الْمَيْتَتَانِ: فَالْحُوتُ وَالْجَرَادُ، وَأَمَّا الدَّمَانِ: فَالْكَبِدُ وَالطِّحَالُ ) ([5])

ژباړه: زمونږ لپاره دوه مردارې او دوه وینې حلاله دي، دوه مردارې ‎: کب او ملخ دي، او دوه وينې: يينه او توری دي.

حديث ضعيف دی خو امام احمد يې وقف تصحيح کړی دی، امام ابوزرعه او ابوحاتم هم ورته موقوف صحيح ويلي دي، او صحيح موقوف د مرفوع حکم لري، ځکه صحابي چې لکه ( أُحِلَّ لَنَا کَذَا، وَحُرِّمَ عَلَيْنَا کَذَا) هو بهو د ( أُمِرْنَا ، نُهِيْنَا ) په څېر حيثيت لري، او وړاندې د بحر د اوبو اړوند د نبي کريم صلی الله عليه وسلم قول تېر شول ( هُوَ  الطُّهُوْرُ مَاؤُهُ، الحِلُّ مَيْتَتُهُ ).

……………………………………….

([1]) سورت مدثر: (۲ ).

([2]) سورت بقره: ( ۲۲۲ ).

([3]) صحيح مسلم: (۲۲۳)، مسند أحمد: (۲۲۹۰۸ ). سنن الترمذي: (۳۵۱۷)، سنن النسائي: (۲۴۳۶)، سنن ابن ماجه: ( ۲۸۰ ).

([4]) سنن أپي داود: (۲۸۵۸)، سنن الترمذي: (۱۴۸۰ ).

([5])

Tags

Related Articles

Back to top button