قلب سليم، يعنې روغ زړه ( د مکي حرم خطبه ) ژباړن: مفتي عبدالولي خان
قلب سليم، يعنې روغ زړه ( د مکي حرم خطبه ) ژباړن: مفتي عبدالولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور صالح بن حميد
نېټه: 22 ذو الحجه، 1440 هجري، 23 اګست، 2019 م
اوله خطبه
أما بعد:
اى خلكو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله د تقوا، وېرې او خوف وصيت او تاكيد كوم، نو الله دې پر تاسو رحم وكړي، له الله نه ووېرېږئ، او د هغهٔ تقوا غوره كړئ، ځكه چې تقوا تر ټولو غوره توښه ده په دنيا كې هم او په اخرت كې هم. او پر دې خبره هم پوه شئ چې له ايمان نه پس تر ټولو غوره شى چې انسان ته وركړ شوى دى، هغه حُسنِ اخلاق دي.
حُسنِ اخلاق داسې شى دى چې كله داسې هم وي چې كم تعليم والا ته حاصل وي خو د لويو ډګريو والا ترې محروم وي.
رښتيني خوشالي او مباركي د هغه چا لپاره ده چې بديانې هېروي، سخت زړى نه وي، عداوتونه او دښمنۍ نه پېژني، له هغه سره په ملاقات كې خوشالي حاصلېږي او په خبرو كې يې نېكمرغي او سعادت وي.
اى د الله بنده ګانو! مَعذِرت او عُذرخُواهي بهادر او زړور انسان كوي او بښنه او چشم پوشي قوي انسان كولى شي. او دا هم واورئ چې د ټولو خلكو رضا كول مشكل دي.
نو تاسو د حليم الله له غضب نه ځان وساتئ، الله فرمايي:
﴿ وَ لَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَ لَا السَّيِّئَةُ١ؕ اِدْفَعْ بِالَّتِيْ هِيَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِيْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهٗ عَدَاوَةٌ كَاَنَّهٗ وَلِيٌّ حَمِيْمٌ۰۰۳۴وَ مَا يُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الَّذِيْنَ صَبَرُوْا١ۚ وَ مَا يُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا ذُوْ حَظٍّ عَظِيْمٍ۰۰۳۵﴾
’’او نېكي او بدي هیڅكله سره نه برابرېږي. ته په هغې طریقې سره جواب وركوه چې تر ټولو ښه وي، نو ناڅاپه به هغه كس چې ستا په مینځ كې او د هغه په مینځ كې دښمني وي، داسې شي ګویا كې هغه ستا ډېر مهربان دوست دى. او دا (خصلت) نه وركول كېږي مګر هغو كسانو ته چې صبر كوي او دا نه وركول كېږي مګر د ډېرې لويې برخې والا ته.‘‘ (فصلت 35,34:41)
اى مسلمانانو! اى د بيت الله شريف حاجيانو! الله دې ستاسو حج قبول كړي، ستاسو حج دې مبرور او مقبول وګرځوي، ستاسو سعي او محنت دې قبول كړي او ستاسو ګناهونه دې معاف كړي، او تاسو دې خپلو وطنونو ته په خير، سلامتۍ او سره له فوايدو واپس بوځي.
د بيت الله شريف حاجيانو! الله فرمايي:
﴿ ذٰلِكَ١ۗ وَ مَنْ يُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوْبِ۰۰۳۲﴾
’’دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى.‘‘ (الحج 32:22)
هو، د الله بنده ګانو! هغه څيز چې دارومدار پرې دى هغه د زړه تقوا ده، اهلِ علم وايي: تقوا په دې ځاى كې له ايمان نه هم ډېره قابل ستايش ده، ځكه چې ايمان سره نور څيزونه هم ګډېدى شي او هر چې د زړه تقوا ده، نو په هغې بل شى نشي شاملېدى،
ولې اى د الله بنده ګانو! دا ځكه چې زړه په ټولو اندامونو كې د خطر په لحاظ سره عظيم دى، اثر يې ډېر زيات دى، معامله يې ډېره دقيقه او باريكه ده، او اصلاح يې هم ډېره سخته ده.
حَسَن بصري رحمه الله وايي: ته د خپل زړه علاج وكړه، ځكه چې الله تعالٰى له بنده ګانو څخه د زړه اصلاح او روغوالى غواړي، إن الله لا ينظر إلى أجسامكم ولا إلى صوركم، ولكن ينظر إلى قلوبكم وإلى أعمالكم“. الله تعالٰى ستاسو جسمونو او شكلونو ته نه ګوري بلكې هغه، ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري.
مسلمانانو وروڼو! د يو څيز زړه او قلب هغه څيز ته ويلى شي چې خالص او عزتمن وي، او زړه ته زړه ځكه وايي چې دا په انسان كې تر ټولو خالص او لوړ اندام دى، او په بل لحاظ سره ويلى شو چې قلب له تبديلۍ او بدلون څخه اخيستل شوى دى او د تقلب يوه معنا ده: د امورو او كارونو په انجام كې غور و فكر كول.
اى مسلمانانو! زړه د خپلو كارونو په لحاظ سره د الله په عزتمندو او عظيمو مخلوقاتو كې راځي، څرګند او محسوس نه دى، بلكې دا هم د روح، ساه او عقل په شان څيز دى، او دا ټول الهي نعمتونه دي چې د محسوساتو پر عالَم باندې رڼا اچوي، او د الله په مدد سره دغه د محسوساتو دنيا ته مدد، غِذا او رڼا وركوي او داسې مدد وركوي چې په هغهٔ سره د حق او باطل تر مينځ فرق كېداى شي، صالح او فاسد، روغ او خراب پرې پېژندل كېداى شي. مفيد او ضروري حقايق او اوهام پرې معلومېداى شي.
د نعمان بن بشير رضي الله عنهما په روايت كې دي چې رسول اللهﷺ فرمايي:
“ألَا وإنَّ في الجسد مضغةً، إذا صَلُحَتْ صَلُحَ الجسدُ كلُّه، وإذا فَسَدَتْ فسَد الجسدُ كُلُّه، ألَا وهي القلبُ” (متفق عليه(
اګاه او خبردار شئ! په جسم كې يوه د غوښې ټوټه ده، كله چې هغه روغه او سمه وي، نو ټول جسم روغ او سم وي او كله چې هغه خرابه شي، نو په ټول جسم كې فساد او خرابوالى راشي، اګاه شئ! هغه ټوټه زړه دى. دا بخاري او مسلم روايت كړى دى.
زما خوږو وروڼو خويندو! د زړه اصلاح او روغوالى په ايمان سره دى، د حقايقو په پېژندلو سره دى. د احوالو په معرفت سره دى او د جسم اصلاح او روغوالى د الله په طاعت سره دى او هغه ته په اطاعت او فرمانبردارۍ سره دى.
كله چې زړه په كفر، شرك، او خرابو قلبي عملونو سره خراب شي لكه كِبر، لويي، رياكاري، حسد او داسې نور، نو جسم بيا په فسق او نافرمانۍ سره، پر مخلوق باندې په ظلم كولو سره او په ځمكه كې په فساد او وراني كولو سره فاسدېږي او خرابېږي.
اى مسلمانانو! زړه د حصول او تلقي ځاى او محل دى. زړه دى چې د انسان د باطن او د هغهٔ د ظاهري عملونو او كردار تر مينځ رابطه او تړون پيدا كوي. رسول اللهﷺ به اكثره دا دعا ويله: “يا مقلِّبَ القلوبِ ثبِّت قلبي على دِينِكَ، اى د زړونو اړوونكيه! زما زړه ستا پر دين باندې كلك او ټينګ ودروه، صحابه وو وويل: ايا تاسو پر مونږ وېرېږئ، حال دا چې مونږ په تاسو ايمان راوړى دى او پر هغه دين مو ايمان راوړى دى چې تاسو مونږ ته راوړى دى؟ نو ويې فرمايل: نَّ القلوبَ بينَ إصبعينِ من أصابع الله يُقَلِّبُها”
يقينًا چې زړونه د الله په ګوتو كې د دوه ګوتو په مينځ كې دي نو اړوي رااړوي يې: دا احمد روايت كړى دى.
او د نبيﷺ د قسم په الفاظو كې دا هم و: “لا ومقلِّبِ القلوبِ” زما دې قسم پر هغه ذات وي چې زړونه اړوي را اړوي يې: دا بخاري روايت كړى دى.
زما وروڼو! زړه د هر خير ځاى او وطن دى. د الله تعالٰى په دې قول كې خير له زړه سره تړل شوى دى. الله فرمايي:
﴿ اِنْ يَّعْلَمِ اللّٰهُ فِيْ قُلُوْبِكُمْ خَيْرًا يُّؤْتِكُمْ خَيْرًا مِّمَّاۤ اُخِذَ مِنْكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ١ؕ وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِيْمٌ۰۰۷۰ ﴾
’’كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (،نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى.‘‘ (الأنفال 70:8)
نو هغه زړه چې خير په كې وي اګر كه هغه ډېر لږ هم وي هغه به د ايمان لپاره كولاوېږي، تاسو د الله په دې قول كې غور وكړئ:
﴿ اُولٰٓىِٕكَ كَتَبَ فِيْ قُلُوْبِهِمُ الْاِيْمَانَ وَ اَيَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُ ﴾
’’دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي.‘‘ (المجادله 22:58)
او همدارنګه په دې قول كې:
﴿ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ حَبَّبَ اِلَيْكُمُ الْاِيْمَانَ وَ زَيَّنَهٗ فِيْ قُلُوْبِكُمْ ﴾
’’او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ.‘‘ (الحجرات 7:49)
د الله په دې قول كې هم غور وكړئ چې د منافقانو باره كې يې فرمايلي دي:
﴿يٰۤاَيُّهَا الرَّسُوْلُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِيْنَ يُسَارِعُوْنَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِيْنَ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوْبُهُمْ ﴾
’’اى رسوله! تا دې هغه كسان غمجن نه كړي چې په كفر كې له یو بل نه تلوار كوي، له هغو خلقو څخه چې په خپلو خولو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې د دوى زړونو ایمان نه دى راوړى.‘‘ (المائدة 41:5)
الله د ځينو اَعرابو باره كې فرمايلي دي:
﴿ وَ لَمَّا يَدْخُلِ الْاِيْمَانُ فِيْ قُلُوْبِكُمْ ﴾
’’او ایمان لا تر اوسه ستاسو په زړونو كې نه دى ننوتى.‘‘ (الحجرات 14:49)
نو ايمان د زړونو ژوند او نعمت دى.
اى مسلمانانو! د زړه څه خاص عملونه دي چې د انسان په تصرفاتو، احساساتو او د حالاتو په بدلون كې څرګندېږي، لكه مينه، خوشالي، غم او فكرمندي، غصه، كينه، حسد، چل ول، سازش او انتظار، غضب، فهم، ادراك او ياد ساتل.
الله تعالٰى د ځينو خلكو باره كې فرمايلي دي:
﴿ لَهُمْ قُلُوْبٌ لَّا يَفْقَهُوْنَ بِهَا ﴾
’’د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي.‘‘ (الأعراف 179:7)
د زړه په اهمو او عظيمو عملونو كې اراده او نيت كول دي، نيت وايي هغه څه ته چې زړه يې عزم او اراده كړې وي، په صحيح حديث كې راځي.
إنَّما الأعمالُ بالنِّيَّاتِ، وإنما لكلِّ امرئٍ ما نوى
د عملونو معتبره كېل په نيت باندې دي، او د هر سړي لپاره هغه څه دي چې ده يې نيت كړى دى. بخاري مسلم.
په عباداتو كې اساسي ركن نيت دى، چې په ده سره يو عبادت له بل څخه ممتاز كېږي او بېلېږي، بلكې همدا نيت دى چې له عادت نه عبادت جوړوي او د نيت خرابوالى عبادت هم فاسدوي.
د اخلاص معنا همدا د نيت رښتياوالى او د زړه صفايي ده، د زړه په عملونو كې يو ثَبات او پختګي ده، په ثَبات سره وَقار او سكون حاصلېږي، او كله چې انسان ته ثَبات، پختګي او استقامت حاصل شي، نو دى له پرېشانۍ او اضطراب څخه بچ كېږي، دى بيا حقيقت او واقعيت پېژني او د مستقبل لپاره عمل كوي، نبيﷺ معاذ بن جبل ته وفرمايل كله چې يې يمن ته لېږلو: إنَّ الله مُثَبِّت قلبِكَ، وهادي فؤادِكَ” الله تعالٰى ستا زړه لره ثَبات او ټينګښت وركوونكى دى او ستا زړه ته هدايت وركوونكى دى. دا احمد، ابوداود او ترمذي روايت كړى دى او ترمذي ويلي دي: چې حسن دى.
اى مسلمانانو! د زړه نور عظيم صفات شته چې د ايمان مظاهر او حقايق څرګندوي او په دغو صفاتو كې د زړونو ژوند او نعمتونه ظاهرېږي، د انسان استقامت او صلاح په كې ښكاره كېږي، په دغو كې قلب سليم دى لكه الله تعالٰى فرمايي:
﴿ يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَّ لَا بَنُوْنَۙ۰۰۸۸اِلَّا مَنْ اَتَى اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِيْمٍؕ۰۰۸۹﴾
’’په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن. مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى.‘‘ (الشعراء 89,88:26)
او د نبيﷺ په دعاګانو كې يوه دعا دا وه: اللهم إني “اللهم إني أسألُكَ قلبًا سليمًا”اى الله! زه له تا نه قلب سليم، يعنې روغ زړه غواړم. دا احمد، ترمذي او نسائي د شداد بن اَوس په روايت راوړى دى او سند يې صحيح دى.
قلب سليم هغه دى چې انسان له دوكې، شك، شرك، شر او ګمراهۍ څخه سلامت وي، ظاهر يې د باطن په شان وي، پټ حالت يې له اندامونو څخه څرګند وي، قلب سليم د خپل معبود لپاره اخلاص او هغه ته انابت راجمع كړى وي او د الله د شريعت پيروي كوونكى مسلمان او موحد وي، الله فرمايي:
﴿ بَلٰى ١ۗ مَنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَ هُوَ مُحْسِنٌ فَلَهٗۤ اَجْرُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ١۪ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُوْنَؒ۰۰۱۱۲ ﴾
’’ولې نه! چا چې خپل مخ د الله تابع كړو او نېكي كوونكى و، نو د هغه لپاره د خپل رب په نيز اجر دى، او په دوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي.‘‘ (البقرة 112:2)
خوږو دوستانو! د زړه په عظيمو صفاتو كې يو عظيم صفت اِخبات دى، او د ده مطلب دا دى چې الله ته به قبوليت او سكون لرونكى يې، هغه ته به رجوع كوونكى يې.
حافظ ابن القيم رحمه الله فرمايي: پوه شه چې كله د بنده قدمونه د اِخبات، يعنې عاجزۍ درجې ته ورسېږي او په كې مستحكم شي، نو د ده همت او اراده لوړېږي، نفس يې اوچتېږي، بيا دى په مدح او ستاينې نه خوشالېږي او د چا په مذمت كولو نه غمګين كېږي، هغه د خپل نفس له خواهشاتو څخه وتلى وي، د هغه په زړه كې د ايمان او يقين حلاوت او خوږوالى ننوتى وي، تاسو د الله دا قول ولولئ چې فرمايي:
﴿ وَّ لِيَعْلَمَ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوْا بِهٖ فَتُخْبِتَ لَهٗ قُلُوْبُهُمْ١ؕ ﴾
’’او د دې لپاره چې هغه كسان پوه شي چې دوى ته علم وركړى شوى دى چې بېشكه دا (قرآن) حق دى ستا د رب له جانبه، پس چې دوى په ده ایمان راوړي، بیا د دوى زړونه ده ته نرم شي.‘‘ (الحج 54:22)
د زړه په صفاتو كې يو صفت وېره هم ده رب العزت فرمايي:
﴿ اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِيْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ ﴾
’’بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي.‘‘ (الأنفال 2:8)
د عِرباض بن ساريه رضي الله عنه په حديث كې دي: موږ ته رسول اللهﷺ نصيحت وفرمايه: داسې نصيحت چې په هغه سره زړونه ورپېدل، يعنې ووېرېدل، دا ابوداود او ترمذي روايت كړى دى. او حسن صحيح يې ورته ويلي دي.
نو مومنان د خپلو هغو عملونو باره كې په وېره او پرېشانۍ كې وي چې دوى مخكې لېږلي دي چې هسې نه رد شي او قبول نه شي. د وېرې سرچشمه د الله جلال، عَظَمت، هيبت او سُلطان وي، ويرېدونكي زړونه له يو طاعت نه بل ته اوړي، يعنې مسلسل په طاعتونو كې لګيا وي او دا ځكه چې دوى له هغې ورځې نه په وېره كې وي چې زړونه او سترګې به په كې واوړي.
د الله بنده ګانو! د مطمئن قلب باره كې الله فرمايي:
﴿ اَلَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَ تَطْمَىِٕنُّ قُلُوْبُهُمْ بِذِكْرِ اللّٰهِ١ؕ اَلَا بِذِكْرِ اللّٰهِ تَطْمَىِٕنُّ الْقُلُوْبُؕ۰۰۲۸﴾
’’هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! يواځې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه مطمئن كېږي.‘‘ (الرعد 28:13)
اطمينان: سكون، امن، اِستراحت او اُنس ته وايي: الله تعالٰى خپل نبي محمدﷺ ته په خطاب كې فرمايلي دي:
﴿ وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰى لَكُمْ وَلِتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُكُمْ﴾
’’او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي.‘‘ (اٰل عمران 126:3)
د زړه په صفاتو كې خشوع تر ټولو زياته امېد بښونكى صفت دى. الله فرمايي:
﴿ اَلَمْ يَاْنِ لِلَّذِيْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ وَ مَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ ﴾
’’ایا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى (دغه) وخت نه دى راغلى چې د دوى زړونه نرم (او په وېره) شي د الله ذكر ته او هغه حق ته چې نازل شوى دى!.‘‘ (الحديد 16:57)
نبيﷺ له هغه زړه نه د الله پناه غوښتې ده چې خشوع په كې نه وي، دا مسلم د زيد بن ارقم په روايت راوړى دى.
په خشوع كې تذلل، تضرع، خوف او عاجزي ټول راځي او د دې ټولو حاصل دا دى چې په هر واړه او غټ كار كې به خپل تعلق له الله سره جوړوې او بس.
د الله بنده ګانو! زړه هله روغ او صالح وي كله چې خپل الله وپېژني، د هغهٔ اطاعت شروع كړي او د هغهٔ وېره په كې راشي، د هغه د حدودو پابندي وكړي، خپل خوراك، څښاك او لباس حلال او سم وګرځوي، او هغه څوك چې د خپل دين باره كې فكرمند وي، او د غفلت له خوبه رابيدار شوى وي او په آخرت كې د نجات امېدوار وي، نو هغه به د خپل زړه د اصلاح ډېر كوښښ كوي، او له هغو اسبابو او كارونو څخه به ځان ساتي چې د زړه د هلاكت او بربادۍ ذريعه جوړېږي.
حسن بصري وايي: پر دې خبره پوه شه ته تر هغه وخته له الله سره مينه نه كوې تر دې چې د هغه اطاعت سره محبت شروع كړې.
يحيى بن معاذ وايي: هغه كس رښتينى نه دى چې د الله د مينې دعوا لري خو د الله د حدودو ساتنه نه كوي، او چا چې له دنيا سره مينه وكړه، نو دى به د خپل نفس خواهشات تر ټولو مقدم ګڼي.
نو د الله بنده ګانو! زړه ته ژوند په خوارۍ، محنت، له نېكانو سره په ناستې او له الله سره په رښتيني تعلق سره حاصلېږي.
او په زړه كې چې څومره د الله مينه زياتېږي، نو په ده كې به عَبوديت او بندګي زياتېږي او څومره چې د رب تعالٰى عَبوديت زياتېږي نو د هغه مينه هم زياتېږي. بيا له دې وروسته ټول صالح عملونه راځي او هغه چې الله تعالٰى د خپل بنده لپاره پرانيځي.
سعيد او نېكبخته هغه څوك دى چې الله ورته سعادت وركړي او بدبخته هغه دى چې الله يې ګمراه كړي.
زړونه د هغه په لاس كې دي څنګه چې يې وغواړي اړوي يې. له هغهٔ نه غير بل حق معبود نشته.
أعوذ بالله من الشيطن الرجيم
﴿ اَفَلَمْ يَسِيْرُوْا فِي الْاَرْضِ فَتَكُوْنَ لَهُمْ قُلُوْبٌ يَّعْقِلُوْنَ بِهَاۤ اَوْ اٰذَانٌ يَّسْمَعُوْنَ بِهَا١ۚ فَاِنَّهَا لَا تَعْمَى الْاَبْصَارُ وَ لٰكِنْ تَعْمَى الْقُلُوْبُ الَّتِيْ فِي الصُّدُوْرِ۰۰۴۶﴾
’’ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو چې دوى لپاره داسې زړونه وى چې دوى په هغو سره پوهېدلى یا داسې غوږونه چې دوى په هغو سره اورېدلى، نو بېشكه قصه دا ده چې سترګې نه ړندېږي او لېكن هغه زړونه ړندېږي چې په سینو كې دي.‘‘ (الحج 46:22)
الله دې ما ته او تاسو ته د خپل كتاب په راهنمايۍ او د خپل نبي محمدﷺ په سنتو سره نفع راكړي. زه پر همدې خبرو اكتفا كوم او د ځان، تاسو او باقي مسلمانانو لپاره له الله نه د هرې ګناه او خطا بښنه غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ، يقينًا همغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
أما بعد!
اى مسلمانانو! انسان په دوه وړو څيزونو سره قابلِ اعتبار ګرځي، يعنې په زړه او ژبې سره.
ګناهونه او د الله نافرمانيانې د وېرې او شديد ډار سبب ګرځي. طاعت تر ټولو لويه قلا ده، نو زړونو ته ارام او اطمينان د الله په پناه او جَوَار كې حاصلېږي او د هغهٔ د شريعت د حدودو په پابندۍ كې ورته سكون ميلاوېږي.
د زړونو بصيرت اورڼا هله ختمېږي او له علم، هدايت او حق نه هله محرومېږي كله چې د شيطان په ګاونډ او پناه كې راشي، د ګمراهۍ په هلاكت ځايونو كې داخل شي، او يقينًا چې د دواړو زړونو په مينځ كې ډېر لوى فرق دى، هغه زړه چې الله ته نږدې كېږي او الله ورسره ملګرى وي او هغه زړه چې شيطان تابعدار كړى وي او په ګناهونو او نافرمانيو كې يې مبتلا كړى وي.
خوږو دوستانو! زړه كله مريضېږي، مري او ړندېږي هم. الله فرمايي:
﴿اَوَ مَنْ كَانَ مَيْتًا فَاَحْيَيْنٰهُ وَ جَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا يَّمْشِيْ بِهٖ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِي الظُّلُمٰتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا١ؕ﴾
’’ایا هغه څوك چې(مخكې) مړ و، بیا مونږ هغه ته ژوند وركړ او مونږ هغه ته رڼا عطا كړه چې د هغې په رڼا سره به هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال داسې وي چې هغه په تیارو كې پروت وي، له هغو نه كله هم وتونكى نه وي.‘‘ (الأنعام 122:6)
نو د زړه په تر ټولو لويو افتونو كې يو له الله سره شريك جوړول او له غير الله سره تعلق جوړول دي او موږ په الله سره پناه غواړو له هغه چا نه چې سينه يې كفر ته خلاصه شوې وي.
په لويو افتونو كې يو د بدعت ارتكاب كول او د سنتو مخالفت كول دي، تر ټولو غوره د ژوند تېرولو لاره د محمدﷺ ده، او تر ټولو بدكارونه په دين كې نوي ايجادات دي.
او نبيﷺ له دوكې، خيانت او خواهش پرستۍ نه د زړونو د طهارت او پاكۍ په اسبابو كې يو سبب دا بيان كړى دى چې د مسلمانانو له جَماعت او اِجتماعيت سره، د هغوى له مشر او حكمران سره به ملګري اوسې او له هغوى څخه به نه جدا كېږې. نبيﷺ فرمايي: درې كارونه دي چې د مسلمان بنده زړه پر هغو نه تنګېږي او خيانت په كې نه كوي. يو د الله لپاره د عمل خالص كول. له خپلو حاكمانو سره خير خواهي كول او د مسلمانانو له اجتماعيت او نظام سره ملګري كېدل. دا سنن والاوو په صحيح سند سره له عبد الله بن مسعود او زيد بن ثابت رضي الله عنهما نه روايت كړى دى.
په لويو افتونو كې يو د شهوتونو پيروي كول او هغو ته تسلمېدل دي.
حافظ ابن القيم رحمه الله وايي: د ګناهونه يو سزا دا وي چې په دغو سره د زړه بصيرت ړندېږي، والعياذ بالله! د زړه رڼا تتېږي او د علم او هدايت لاره او اسباب يې بندېږي. د زړه پر ړوندوالي باندې نور مرضونه لا مخكې كېږي لكه كِبر، نفاق، حسد، استهزا، او فساد كول وغيره د زړه مرضونه.
نو الله دې پر تاسو رحم وكړي د الله تقوا غوره كړئ، او پر دې خبره پوه شئ چې كله انسان په ګناهونو كې ډوب شي، نو زړه په ړوندوالي او حيرانتيا او پرېشانۍ كې ګېر شي، الله فرمايي:
﴿ بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِيْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَ لَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ۰۰۶۳﴾
’’بلكې د دوى (كفارو) زړونه له دې (قرآن) نه په غفلت كې دي او د دوى لپاره له دې (شرك) نه علاوه نور (ناكاره) عملونه دي، چې دوى هغه كوونكي دي.‘‘ (المؤمنون 63:23)
نو د زړه له مرضونو سره نورې خرابۍ هم ملګرې وي، لكه كوږوالى، فسق او پر زړه مهر لګېدل، نو بيا يې شيطان راخپل كړي او چېرته چې هغه وغواړي په هغه لار يې بوځي، الله فرمايي:
﴿ فَلَمَّا زَاغُوْۤا اَزَاغَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ ﴾
’’نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل.‘‘ (الصف 5:61)
او فرمايي:
﴿ فِيْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ١ۙ فَزَادَهُمُ اللّٰهُ مَرَضًا ﴾
’’د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو الله دوى ته بېماري ورزياته كړه.‘‘ (البقرة 10:2)
نو مونږ په الله سره پناه غواړو د هغه له عذاب نه او د هغهٔ له دردوونكي عِقاب نه او موږ په الله سره پناه غواړو له رسوايۍ نه.
نو تاسو د الله پر ډالۍ شوي رحمت، او عطا كړى شوي نعمت نبي او رسول محمدﷺ درود او سلام وايئ، په قرآن كې الله تعالٰى پر دې باندې تاسو ته د دې حكم كړى دى.
الله تعالٰى فرمايي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشکه ﷲ او د هغه ملايک پر دې نبي درود وايي۔ اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو پر دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه په خپل بنده او رسول زمونږ پر نبي محمدﷺ دى چې حبيب او مصطفٰى دى، او غوره كړى شوى دى. او د هغه پر پاكيزه آل باندې او د هغه پر بيبيانو امهات المومنين باندې
اى الله! ته له څلورو واړو خلفاء راشدينو ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه، له ټولو صحابه كرامو او تابعينو نه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي او له هغوى سره له مونږ نه هم راضي شه په خپل رحمت، احسان، کرم او اِکرام سره اى أکرم الأکرمين ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه،
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه. شرک او مشرکان ذليله کړه، سرکښان او محلدين او د دين او ملت ټول دښمنان تباه او برباد کړه
اى الله! مونږ ته زمونږ په ملكونو كې امن راكړه. زمونږ د حكمرانانو او مشرانو اصلاح وكړه او توفيق ورته وركړه. اى الله! پر مونږ هغه څوک حاکمان کړه چې له تا نه وېرېږي، ستا تقوا لري، او ستا د رضا تابع وي ای رب العلمينه.
ای الله! زمونږ حاکم او ولي الأمر ته خپل خاص توفيق ورکړه، په خپل طاعت سره يې عزتمند کړه، خپله کلمه پرې اوچته کړه، او د اسلام او مسلمانانو لپاره يې د نصرت او مدد ذريعه وګرځوه. ای الله! هغه ته او د هغه ولي عهد ته د هغه وروڼو او مددګارانو ته د هغو اعمالو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې او خوښوې يې، اى الله ته د دوی مخه نېکۍ او تقوا ته واړوه.
اى الله! ټولو مسلمان حكمرانانو ته په خپل كتاب او سنتِ رسولﷺ باندې د عمل كولو توفيق وركړه. دوى د خپلو مومنو بنده ګانو لپاره رحمت وګرځوه. او پر حق او هدايت باندې د دوی خبره يوه کړه ای رب العلمينه.
اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات تهٔ سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. اى الله! وينې يې تويږي ته يې محفوظې کړه، پر حق، هدايت او سنت باندې يې خبره راجمع کړه، پر دوی د دوی نېکان حاکمان کړه، او د شريرانو شر ته يې ته کافي شه، په وطنونو کې يې عدل، امن، او فراخي راوله، له شرونو او څرګندو او پټو فتنو نه يې وساته.
اى الله زمونږ د سرحدي فوځيانو ته مدد وكړه. اى الله زمونږ د سرحدي فوځيانو ته مدد وكړه.اى الله زمونږ د سرحدي فوځيانو ته مدد وكړه.
ته یې رايي سمې او مرمۍ په نښه ولګوه. ملا يې مضبوطې كړه، ارادې يې قوي كړه، قدمونه يې مضبوط كړه، زړونه يې قوي كړه، پر سركشانو ورته برى وركړه، ته يې حفاظت وكړه، له مخې نه، له شا نه، له ښي او ګس اړخ نه، او له پاسه نه او له لاندې نه يې له هلاكته بچ كړه. اى الله ته يې پر شهيدانو رحم وكړه. زخميانو ته يې شفا وكړه. ته يې د اهل و عيال حفاظت وكړه بېشکه هم ته د دعاګانو اورېدونکی يې.
اى الله! زموږ د وروڼو مددګار شه، ای الله! زموږ د كمزورو مظلومو وروڼو په هر ځای کې مددګار شه په فلسطين كې، په بَرما كې، په مينځنۍ افريقا كې، ليبيا كې. په يمن، عراق او شام كې.
هغوى ته تكليفونه رسېدلي دي. غمونه پرې راغلي دي. معاملات يې سخت شوي دي. ظلم او سركشي پرې روان دي، شړل كېږي، محاصره كېږي. وينې يې تويه ولى شي. بې ګناهان يې وژلى شي. ښځې يې كونډې كولى شي. بچيان يې يتيمانولى شي. كورونه او جايدادونه يې تباه كولى شي.
اى الله! د كمزورو مدد كوونكيه، مومنانو ته نجات وركوونكيه. د دوى انتقام واخله، غموونه يې لرې كړه. تكليف ترې اوچت كړه. ژر ورته خلاصى وركړه، په زړونو كې جوړښت راوله، خبره يې يوه كړه. مدد ورسره وكړه. په خپلو خاصو لښكرو او مدد سره يې مدد وكړه.
اى الله! سركشان ظالمان او د هغوى ملګري تهٔ هلاك كړه، د هغوى جمعيت تالا والا كړه. ملګرتيا يې ختمه كړه. ټوكړې ټوكړې يې كړه. اى الله د هغوى چلونه د همغوى لپاره د هلاكت ذريعه وګرځوه. اى رب العالمينه!
اى الله! غاصب يهود هلاك كړه. هغوى تا نشي كمزورى كولى. پر هغوى هغه عذاب مسلط كړه چې له مجرم قوم نه نه واپس كولى شي.
اى الله! د هغوى مقابلې ته مونږ تا مخامخ كوو او د هغوى له شر نه په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! زمونږ ګناهونه وبښه، پر عيبونو مو پرده واچوه، غمونه مو لرې كړه، په مصيبتونو كې مبتلا خلكو ته مو عافيت وركړه، مريضانو ته مو شفا وركړه او پر مړيو مو رحم وكړه.
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۲۳
’’اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم کړى دى او که چېرې ته مونږ ونه بخښې او په مونږ رحم ونه کړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانيانو څخه شو.‘‘ (الأعراف 23:7)
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنيا كې نعمت راکړه او په اخرت كې (هم) نعمت راکړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘(البقرة 201:2)
د الله بنده ګانو!
﴿اِنَّ اللّٰهَ يَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الْاِحْسَانِ وَ اِيْتَآئِ ذِي الْقُرْبٰى وَ يَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِ وَ الْبَغْيِ١ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۰۰۹۰﴾
’’ بېشكه ﷲ د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته نصیحت كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ.‘‘ (النحل 90:16)
نو تاسو الله يادوئ، هغه به تاسو ياد كړي، د هغهٔ د نعمتونو شكر ادا كوئ، هغه به نور دركړي يقينًا د الله ذكر ډېر لوى دي. او څه چې تاسو كوئ الله پرې عالم دى.