
بسم الله الرحمن الرحيم
الحَمْدُ لِلهِ رَبِّ العَلَمِيْنَ، وَالصَّلاَةُ وَالسَّلامُ عَلَی خَاتَمِ النَّبِيِّينَ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ ا ِلَهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَشَرِيْکَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُ وَرَسُوْلُهُ وَبَعْدُ:
دا د اسلامي شريعت ځانګړنه ده چې هم اسلامي شريعت خپله او هم مسلمان د نورو امتونو سره توپير خوري، له دې کبله اسلام د کافرانو او شيطانانو سره له تشبّه څخه کلکه منع فرمايلې ده، همدا راز یې سړي له ښخو او ښځې له سړو سره له تشبه څخه منعه کړي دي، ځکه چې هر جنس له بل څخه په وړو کړو کې جلا طبيعت او مختلف واجبات لري، همدا راز اسلامي شريعت د مسلمان شان په دې سره هم لوړ کړی دی چې بايد ځان له حيواناتو سره مشابه نه کړي او همدا نن په دې موضوع سره غږېږو.
الله پاک پر انسان د عقل او معرفت لورينه کړې ده او په دې يې ورته پر ګرد مخلوق شرف او عزت ورکړی دی، نو له انسان سره نه ښايي چې د ډنګرو او حيواناتو تر درجې ځان ښکته کړي، د حيواناتو په څېر حرکتونه کوي او په ځان کې هغه ته ورته والی راولي، او حالانکه الله پاک د کافرانو د تکذيب په سبب هغوی له حيواناتو سره مشابه کړي دي، الله پاک فرمايي: (فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ) [سورت أعراف:۱۷۶]. ژباړه: د ده سړي مثال د سپي په څېر دی که يې شړې او که نه خو ژبه يې راويستلې وي، همدا صفت د هر هغه قوم هم دی چې زمونږ ايتونو ته د درواغو نسبت کوي، د مخکنو امتونو واقعې دې خلکو ته بيان کړه شايد غور پکې وکړي. او الله پاک فرمايي: (مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ) [سورت جمعه: ۵] ژباړه: د هغو يهودانو مثال چې تورات يې زده کړ او عمل يې پرې نه کو د هغه خر دی چې کتابونه يې بار کړي وي، د داسې قوم ډېر بد صفت دی چې د الله ايتونه تکذيبوي او ظالم قوم ته الله پاک د هدايت توفيق نه ورکوي. او الله پاک فرمايي: (وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ ) [سورت محمد:۱۲] ژباړه: او هغه خلک چې کفر يې کړی دی داسې خوراکونه کوي لکه حيوانات چې خوراکونه کوي، او اور د همدوی خلکو ځای دی. خو د مومن مسلمان درجه الله پاک پورته کړې ده او له کافرانو او حيواناتو څخه يې ورته امتياز ورکړی دی، په ګڼ شمېر حديثونو کې نبي کريمV هم مومنان له دې څخه منع کړي دي چې ځانونه دې له حيواناتو سره تشبیه کړي، ځکه چې اسلام د سليم فطرت او د اسان شريعت دین دی، او له حيواناتو سره تشبّه له انساني فطرت او اسان دين سره ټکر کې ده، صنعانيi وايي: (له حيواناتو سره د تشبّه نه نبي کريمV منع کړې ده) [سبل السلام: ۲۵۷ نمبر حديث].
زمونږ د سبق منځ پانګه په دې ډول ده: سريزه، د تَشّبُّه تعريف، له حيواناتو سره په تشبه کې شرعي قانون، له حيواناتو سره له تشبه کولو نه ځان ساتلو کې ګټې، له حيواناتو سره په تشبه کې ځينې نمونې، پايڅوړ.
د تشبّه تعريف: د بل چا په څېر په ټولو يا ځينو صفاتو کې په تکلف سره قصداً عمداً ځان جوړولو ته تشبه ويل کيږي، په دې سره يې له حکم نه هغه څوک مستثنی دی چې يا يې قصد نه وي، يا مجبور وي او يا پرې له ځان څخه د کوم تاوان مخه نيسي، تشبه زياتره په ظاهري امورو کې راځي لکه خبرې اترې او کارونه نه په باطني امورو کې، د مشابهت اطلاق په مماثلت، پېښې څېرې، او په موافقت او تقليد او داسې نورو الفاظو کې هم راتللی شي. اما له حيواناتو سره د تشبّه په باب دوه اسلامي قاعدې دي:
لومړۍ قاعده: ( له حيواناتو سره د هغه په ځانګړنو او صفتونو کې تشبه په عمومي توګه مکروه ده ) نو که څوک له بهائمو سره په خصوصيتونو او صفتونو کې ځان يو څېر کړي که دغه تشبّه په عبادت کې وي او که په نورو حالتونو کې وي، نو د راروانو دليلونو له مخې يې مکروه کار وکړ: (۱) د قران او حديث عمومي نصوص چې له حيواناتو او ډنګرو سره يې تشبه غندلې ده، الله پاک فرمايي: (فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ) [سورت أعراف:۱۷۶]. ژباړه: د ده سړي مثال د سپي په څېر دی که يې شړې او که نه خو ژبه يې راويستلې وي، همدا صفت د هر هغه قوم هم دی چې زمونږ ايتونو ته د درواغو نسبت کوي، د مخکنو امتونو واقعې دې خلکو ته بيان کړه شايد غور پکې وکړي.
او رسول اللهV فرمايي: (اعْتَدِلُوا فِي السُّجُودِ، وَلاَ يَبْسُطْ أَحَدُكُمْ ذِرَاعَيْهِ انْبِسَاطَ الكَلْبِ ) [صحيح البخاري: ۸۲۲، صحيح مسلم:۴۹۳] ژباړه: په سجده کې ميانه روي وکړئ او په تاسو کې دې څوک د سپي په څېر څنګلې نه خوروي. مناويi وايي: په دې حديث کې له خسيسو او بدترينو حيواناتو په اخلاقو او صفتونو او په ناسته پاسته کې له تشبه نه منعه ده. ( فيض القدير: ۱/ ۵۵۳). (۲) اولوي قياس: دا چې له ځينو خسيسو انسانانو له تشبه نه په دين کې منعه راغلې ده چې په انسان کې ترې نقص لازميږي نو له حيواناتو پورې له تشبه نه خو هرومرو نقص لازميږي. (۳) ابن تيميهi وايي: دا قاعده د تنبيه له لارې تقاضا کوي چې د حيواناتو له ټولو صفتونو څخه علی الاطلاق بايد ځان انسان وساتي که څه هم دغه ځانګړنې مذموم نه وي، ځکه دغه تشبه انسان هغو ډول کړو ته مجبوروي چې بعينه به مذموم وي. (الفتاوی:۳۲/ ۲۵۸) همدا راز وايي: کومې ځانګړنې چې د حيواناتو وي له انسان سره مناسب نه دي چې تشبه پکې له حيوان سره وکړي. (الفتاوی:۳۲/ ۲۶۰)
(ب) دوهمه قاعده: (که قصداً څوک ځان له حيوان سره مشابه کړي نو د شرعي فطرت تخليق ته يې ته تغير ورکړ او دا شرعاً حرام کار دی) (الفتاوی:۳۲/۲۶۰)
لومړۍ قاعده د دې بنسټ ده او دا قاعده يې د قيد په توګه ده، له حيوان سره که څوک په هر شي کې تشبّه وکړي او د الله فطرت پرې تغيريدلی شي نو د هغو نصوصو په رڼا کې حرام دي چې فطرت ته تغير ورکونکو ښځو په لعن طعن کې راغلي دي لکه د زينت په خاطر غاښونو کې کولاوالی راوستل نو پر انسان باندې د يو حيوان په خاص صفت کې تقليد حرام دی لکه د خر په څېر رمباړې وهل، د سپي په څېر غپل او داسې نور… له حيوان سره له تشبه نه د حرمت ګټه دا ده چې الله پاک فرمايي (وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بِنِيْ آدَمَ) [سورت اسراء: ۷۰] ژباړه: او په تحقيق سره چې مونږ انسانانو ته شرف ورکړی دی. او د شرف له دې درجې څخه د نقص، سپکوالي ته ښکته کېدل د الله تکريم نه منل دي، يو خو له داسې حيوان سره ځان مشابه کول دي چې هېڅ عقل نه لري او په دې کې د انساني کرامت لپاره ستر تحفظ دی، ابن تيميه i وايي (په حقيقت کې الله انسان له حيوان سره ټکر ګرځولی دی، او د انسان کمال او صلاح يې په هغه څه کې ايښی دی چې ورسره ښائيږي چې دغه امور بيخي په حيوان کې نه شته، که قصداً څوک له حيوان سره مماثلت وکړي نو د الله په فطرت کې يې لاسوهنه وکړه او شرعا دا کار حرام دي) (الفتاوی: ۳۲/۲۶۰). نو د حيوان له تشبه نه ځان ساتلو کې هم د انساني فطرت او هم د اسلامي شريعت تحفظ دی، همدا ورڅخه لوی راز او لويه ګټه ده.
له حيواناتو سره د تشبه ځينې نمونې: په دې اړه له رسول اللهV څخه دليلونه شتون لري:
۱ – : د سپي په څېر ناسته: خو دا يواځې په لمونځ کې، د سپې ناسته دا ده چې انسان خپل کوناټي پر ځمکه کيږدي او زنګونان ودروي او لاسونه هم پر ځمکه کيږدي لکه سپی چې ناست وي، دا د عامو اهل علمو تفسير دی، بلکې له ابن عبدالبرi نه دا هم نقل دي چې (دا ډول ناسته د ټولو فقهاؤ په اجماع حرامه ده) (الاستذکار:۴/ ۲۶۷) يو بل ډول ناسته هم شته چې حرامه نه ده، لکه د دوو سجدو منځ کې کوناټی په خپو کېښودل ا وښبې ودرول، دا جائز بلکې سنت دي کله ناکله بايد وشي، په صحيح مسلم کې له ابن عباسh نه روايت دی چې دا ستاسو د نبي سنت دي، همدا ډول په بيهقي کې په حسن سند له ابن عمرd نه نقل دي چې کله به يې سجده کوله له اولنۍ سجدې څخه چې به يې سر راپورته کړ نو د ګوتو په څنډو به کېناست او ويل به يې چې (دا سنت دي) (سنن بيهقي: ۲/ ۱۱۹). ترمذي وايي: (د نبي کريمV ځينې ملګري د دې حديث په رڼا کې اقعاء بې باکه ګڼي ) ( سنن ترمذي: ۲/۷۴)، د مزيد وضاحت لپاره د نووي شرح مسلم ته مراجعه وکړه (۵/۱۹) د سپي په څېر کومه ناسته چې په لمونځ کې حرامه ده د دې دليلونو له مخې: له ابوهريرهh نه روايت دی ( نَهَانِيْ خَلِيْلِيْV عَنْ ثَلاَثٍ: نَهَانِيْ أَنْ أَنْقُرَ نَقْرَ الدِّيْكِ، وَأَنْ أَلْتَفِتَ التِفَاتَ الْثَّعْلَبِ، وَأَقْعَی اِقْعَاءَ السَّبُعِ ) [الدراية د ابن حجر: ۱/۱۸۴] ژباړه: زه مې دوست له درې شيانو منع کړی يم: زه يې منع کړی يم چې د چرګ په څېر به ټونګې نه وهم، د ګيدړ په څېر به اخوا ديخوا نه ګورم او د سپي په څېر به نه کېنم. په ټولو سندونو حديث د حسن درجه لري او شيخ احمد شاکر يې هم سند حسن ګڼلی دی او له عائشېc نه روايت دی چې (كَانَ رَسُولُ اللهِV يَنْهَى عَنْ عَقِبِ الشَّيْطَانِ) [صحيح مسلم: ۴۹۸] ژباړه: رسول اللهV به د شيطان له ناستې څخه منعه کوله.
۲ – : د سپي په څېر څنګلې خورول: افتراش فی السجود دې ته ويل کيږي چې څوک د سپي په څېر د سجدې په حالت کې دواړه څنګلې خورې کړي او له ځمکې څخه يې پورته نه کړي، ټول علماء دا عمل مکروه ګڼي او د تحريم مذهب يې د ابن حزم دی، نهي ورڅخه په ګڼ شمېر حدیثونو کې راغلې ده، له انسh نه روايت دی چې نبي کريمV فرمايي: (اعْتَدِلُوا فِي السُّجُودِ، وَلاَ يَبْسُطْ أَحَدُكُمْ ذِرَاعَيْهِ انْبِسَاطَ الكَلْبِ) [صحيح البخاري:۸۲۲، مسلم:۴۹۳] ژباړه: په سجده کې ميانه روي وکړئ او په تاسو کې دې څوک د سپي په څېر څنګلې نه خوروي. او له جابرh نه روايت دی چې نبي کريمV فرمايي: (إِذَا سَجَدَ أَحَدُكُمْ فَلْيَعْتَدِلْ وَلَا يَفْتَرِشْ ذِرَاعَيْهِ افْتِرَاشَ الكَلْبِ ) [ جامع الترمذي: ۲۷۵] ژباړه: په تاسو کې چې کله څوک سجده کوي نو ميانه رو سجده دې وکړي او د سپي په څېر دې دواړه څنګلې نه خوروي. ترمذي له حديث وروسته وايي: دا حديث د ټولو اهل علمو معمول دی، ميانه روي په سجده کې پسنده بولي او د سپي په څېر افتراش مکروه ګڼي.