” له خپل وطن سره مينه کول! ليکوال: مفتي عبدالولي خان
" له خپل وطن سره مينه کول! ليکوال: مفتي عبدالولي خان

✍ له خپل وطن سره مينه کول طبعي او فطري عمل دی، هر څوک چې د هر دين او تګلارې پيرو دی؛ که فطرت يې سليم وي، ذهن و دماغ يې جوړ وي او زړه يې په بيمارو نظرياتو رنځور شوی نه وي، نو هغه به له خپل وطن سره مينه لري، د ترقۍ او رفاه لپاره به يې کار کوي، او پر برتګ او کاميابۍ به يې زړه باغ باغ کېږي.
يوه بله اړينه خبره هم کول غواړم چې له خپل وطن سره د مينې کولو مطلب د بل چا له وطن سره دښمني کول نه دي.
هو، که يو وطن ستا له وطن او ستا له هېوادوالو سره دښمني کوي، نو بيا د هغو د دښمنۍ ځواب ورکول ضرور او مطلوب دي.
سربېره پر دې چې د وطن مینه يو طبعي عمل دی زموږ دين هم له وطن سره مينه کول راښودلي دي.
اوس دلته د وطن د مينې په هکله يو څو نصوص لولو:
✍ انس رضي الله عنه فرمايي:
*« كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا قدم من سفر فأبصر درجات المدينة أوضع ناقته وإن كانت دابة حركها ».*
رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له سفر څخه مدینې ته واپس کېده او د مدينې منورې پر لوړو حصو به نظر پرېواته،نو خپله اوښه به يې تېزه کړه،که بله سورلۍ به وه نو هغې ته به يې هم پونده ورکړه.
*[ صحيح البخاري: ١٨٠٢ ]*
✍ حافظ ابن حجر رحمه الله وايي:
*« وفي الحديث دلالة على فضل المدينة، وعلى مشروعية حب الوطن، والحنين إليه ».*
په دې حدیث کې د مدينې فضیلت دی، له وطن سره د محبت مشروعیت او د وطن پر شوق دلالت دی.
*[ فتح الباري : ٦٢١/٣ ]*
✍ امام ابن بطال رحمه الله وایي:
*« قد جبل الله النفوس على حب الأوطان والحنين إليها، وفعل ذلك عليه السلام، وفيه أكرم الأسوة ».*
یقینا اللہ تعالی په زړونو کې د وطن محبت او له هغه سره مينه پيداکړې ده او همدا د نبي کریم صلی الله عليه وسلم طريقه وه او هغه تر ټولو غوره نمونه دی.
*[ شرح ابن بطال : ٤٣٥/٤ ]*
✍ امام ذهبي رحمه الله د ډېرو هغو شيانو تذکرہ کړې ده چې د نبي کریم صلی الله عليه وسلم به ورسره محبت وه، په دغه لړ کې وايي:
*« ويحب وطنه ».*
او هغه صلى الله عليه وسلم به له خپل وطن محبت کاوه.
*[ سير أعلام النبلاء : ٣٩٤/١٥ ]*
✍ پر نبي صلی الله عليه وسلم د لومړنۍ وحي راتلل او بيا د نبي صلى الله عليه وسلم له ورقه بن نوفل سره د ملاقات واقعه په گڼو کتابونو کې ذکر ده.
امام سهيلي رحمه الله پر دغې واقعې د تبصرې په لړ کې ليکي:
*« يؤخذ منه شدة مفارقة الوطن على النفس، فإنه سمع قول ورقة أنهم يؤذونه، ويكذبونه فلم يظهر منه انزعاج لذلك، فلما ذكر له الإخراج تحركت نفسه لحب الوطن، وإلفه، فقال : أو مخرجي هم ؟! ».*
له دې څخه ثابتېږي چې له وطن څخه بېلتون پر زړه څومره سخت او مشکل وي چې نبي صلى الله عليه وسلم کله له ورقه څخه دا واورېدل چې د مکې خلک به تا ته تکلیفونه دررسوي او ستا دعوت به دروغجن ګڼي، نو نبي صلى الله عليه وسلم څخه د پرېشانۍ اظهار ونه شو خو کله چې له وطن څخه د ويستلو او شړلو خبره راغله، نو له وطن سره د انس او محبت په وجه نبي صلی الله عليه وسلم بې اختیاره وويل: ايا دوی به ما له وطنه وباسي؟!
*[ فتح الباري : ٣٥٩/١٢ ]*
⚠ خو دا هم په ياد لرئ چې! له وطن سره محبت يوازې د بيرغونو په لګولو، د رڼاګانو په روښانولو او د جشنونو په نمانځلو نه پوره کېږي بلکې له وطن سره د محبت مطلب دا دی چې د خپل وطن باره کې دې تل له اللہ څخه وېره ولري، په هېواد کې د استحکام او امن و امان د راوستلو او برقرار ساتلو په لاره کې دې کوښښونه کوي، د دين په نوم دې خپل هېواد نه ورانوي، هېوادوال دې نه وژني او نه دې د هغوی د ترقۍ، تعليم او رفاه په لاره کې خنډونه اچوي او همدارنګه د وطنیت په نوم دې له خپل دين څخه نه بېزاره کېږي او د ترقۍ په نوم دې خپل ولس ته بې ديني او بې حيايي نه راوړي.