حدیث

له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (اتمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (اتمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د ذکر اذکارو بهتري او ورباندې تيزي

۱۵ – ۱۴۴۷ : عنْ جابرٍ رضي اللَّه عنهُ، عَنِ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ: [ سُبْحانَ اللَّهِ وبحَمدِهِ، غُرِستْ لهُ نَخْلَةٌ في الجَنَّةِ ] ([1])

ژباړه: له جابر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په سبحان الله وبحمده باندې په جنت کې يوه يوه کجوره ناليږي.

۱۶ – ۱۴۴۸ : وعن ابن مسْعُودٍ رضي اللَّه عَنْهُ قال: قال رسُول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم “لَقِيتُ إبراهيمَ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم لَيْلَةَ أُسْرِيَ بِي فَقَالَ: يَا مُحمَّدُ أقرِيءْ أُمَّتَكَ مِنِّي السَّلام، وأَخبِرْهُمْ أنَّ الجنَّةَ طَيِّبةُ التُّرُبةِ، عذْبةُ الماءِ، وأنَّها قِيعانٌ وأنَّ غِرَاسَها: سُبْحانَ اللَّه، والحمْدُ للَّه، وَلاَ إلهَ إلاَّ اللَّه واللَّه أكْبَر] ([2])

ژباړه: له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی: په کومه شپه چې اسمان ته بوتلل شوم نو له ابراهيم  عليه السلام سره مې ليدل وشول، راته يې وويل: ای محمده! زما له پلوه دې پر امت سلام ووايه، او خبره يې کړه چې جنت ډېره ښه خاوره او خوږې اوبه لري، او جنت بيابان دی او نيالګي يې سبحان الله والحمدلله، لا اله الا الله ، الله اکبر کلمات دي.

۱۷ – ۱۴۵۱ : وعنْ أَبي مُوسى رضي اللَّه عنْه قَالَ: قالَ لي رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: [ أَلا أَدُلُّك عَلَى كَنْزٍ مِنْ كُنُوزِ الجنَّةِ؟ فقلت: بلى يَا رسولَ اللَّه، قَالَ:لا حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ] ([3])

ژباړه: له ابوموسی  اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: ايا د جنت په خزانه دې نه خبروم؟ ما وويل: ولې نه ای د الله رسوله! هغه وويل: لا حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ.

۱۸ – 928: وعن أَبي موسى رضي اللَّه عنه أَنَّ رسولَ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ: [ إِذا ماتَ وَلدُ العبْدِ قَالَ اللَّهُ تَعَالَى لملائِكَتِهِ: قَبضْتُم وَلدَ عَبْدِي؟ فيقولُونَ: نعَم، فيقولُ: قَبَضتُم ثمَرَةَ فُؤَادِهِ؟ فيقولونَ: نَعم. فَيَقُولُ: فَمَاذَا قَالَ عبْدِي؟ فيقُولُونَ: حمِدكَ واسْتَرْجعَ، فيقولُ اللَّهُ تَعَالَى: ابْنُوا لعبدِي بَيتاً في الجَنَّة، وَسَمُّوهُ بيتَ الحمدِ] ([4])

ژباړه: له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې د بنده مسلمان ځوی مړ شي نو الله پاک ملائکو ته ووايي: ايا زما د بنده د ځوی روح مو واخست؟ هغوی ووايي: هو، الله ووايي: ايا د هغه د زړه ميوه (توکړه) مو واخسته؟ هغوی ووايي: هو، الله پاک ووايي: زما بنده نو څه وويل: هغوی ورته ووايي: ستا حمد يې ووايو او انا لله وانا اليه راجعون يې وويل: الله پاک ووايي: زما د بنده لپاره په جنت کې کور جوړ کړئ او د (حمد کور ) نوم پرې کيږدئ.

۱۹ – ۱۴۵۱ : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: مَا لِعَبْدِي المُؤْمِنِ عِنْدِي جَزَاءٌ، إِذَا قَبَضْتُ صَفِيَّهُ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا ثُمَّ احْتَسَبَهُ، إِلَّا الجَنَّة] ([5])

ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الله پاک وايي: له ماسره زما د هغه بنده نېکه بدله دا ده چې زه يې په دنيا کې محبوب څوک واخلم (مړکړم) او هغه يې مرګ د ځان لپاره اجر وبولي نو جنت به بدله ورکړم.

……………………………

([1]) سنن الترمذي: کتاب الدعوات، بَاب مَا جَاءَ فِي فَضْلِ التَّسْبِيحِ وَالتَّكْبِيرِ وَالتَّهْلِيلِ وَالتَّحْمِيدِ : (۳۴۶۴)، او د ترمذي روايت په دې ډول دی: [مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللَّهِ العَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ، غُرِسَتْ لَهُ نَخْلَةٌ فِي الجَنَّةِ ] قَالَ أَبُوْ عِيْسَی التِّرْمِذِيُّ: هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ غَرِيبٌ لَا نَعْرِفُهُ إِلَّا مِنْ حَدِيثِ أَبِي الزُّبَيْرِ عَنْ جَابِرٍ. او ياد حدیث ترمذي رحمه الله په خپل سنن کې په (۳۴۶۵ ) باندې روايت کړی دی او بيا وايي: ( هَذَا حَدِيْثٌ حَسَنٌ غَرِيْبٌ ) او امام البانی رحمه الله ورته په صحيح سنن الترمذي: ۳ / ۱۶۰) کې په (۲۷۵۷) شمېر باندې صحيح ويلي دي، ياد حديث يې په سلسلة الأحاديث الصحيحة (۱ /۱۳۴ ) کې په ( ۶۴) شمېر باندې هم روايت کړی دی.

([2]) سنن الترمذي: کتاب الدعوات، َاب مَا جَاءَ فِي فَضْلِ التَّسْبِيحِ وَالتَّكْبِيرِ وَالتَّهْلِيلِ وَالتَّحْمِيدِ : (۳۴۶۲)، له حديث وروسته امام ترمذي وايي: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه په دې سند حديث ( حَسَنٌ غَرِيْبٌ ) دی، په سند کې يې عبدالرحمن بن اسحاق بن عبدالله بن الحارث بن کنانة العامري القرشي دی، امام بخاري يې اړوند وايي: کله چې هم په روايت کې له هغه چا سره اختلاف ولري چې ورڅخه باندې وي نو په حدیثونو به يې اعتماد نه شي کولی، که څه هم له هغو راويانو له جملې څخه دی چې په ځينو مواردو کې يې حديث اخستلی شي، امام آجري رحمه الله وايي: ابوداود وايي چې قدري دی خو ثقه هم دی، امام نسائي وايي: روايت ورڅخه باک نه لري، ابن خزيمه يې هم اړوند دغه نظريه لري او ابن حبان په ثقاتو کې شمېرلی دی، ابوحاتم وايي: حديثونو يې ( په شواهدو، اعتبار او متابعاتو کې )د ليکلو وړتيا لري خو دليل نيول پرې سم نه دي، ابن عدي وايي: په روايتونو کې يې ځينې داسې دي چې عدالت ماتوي چې متابعت يې هم نه شي کېدلی، او دارقطني ورته ضعيف ويلي دي، پوره ترجمه يې په ( تهذيب التهذيب ) کې وګوره، حديث ته امام الباني په صحیح الترمذي (۳ / ۱۶۰) کې په ( ۲۷۵۵ ) باندې حسن ويلي دي.

([3]) صحيح البخاري: کتاب الدعوات، بَابُ الدُّعَاءِ إِذَا عَلاَ عَقَبَةً (۶۳۸۴)،بَابُ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ : ۶۶۱۰)، د بخاري روايت په دې توګه دی: [كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي غَزَاةٍ، فَجَعَلْنَا لاَ نَصْعَدُ شَرَفًا، وَلاَ نَعْلُو شَرَفًا، وَلاَ نَهْبِطُ فِي وَادٍ إِلَّا رَفَعْنَا أَصْوَاتَنَا بِالتَّكْبِيرِ، قَالَ: فَدَنَا مِنَّا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، ارْبَعُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ، فَإِنَّكُمْ لاَ تَدْعُونَ أَصَمَّ وَلاَ غَائِبًا، إِنَّمَا تَدْعُونَ سَمِيعًا بَصِيرًا» ثُمَّ قَالَ: «يَا عَبْدَ اللَّهِ بْنَ قَيْسٍ، أَلاَ أُعَلِّمُكَ كَلِمَةً هِيَ مِنْ كُنُوزِ الجَنَّةِ، لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّه ]. صحيح مسلم: کتاب الذکر والدعاء، بَابُ اسْتِحْبَابِ خَفْضِ الصَّوْتِ بِالذِّكْرِ: (2704).

([4]) سنن الترمذي: کتاب الجنائز، بَابُ فَضْلِ المُصِيبَةِ إِذَا احْتَسَبَ : (1021)، او امام الباني ورته په صحيح الترمذي (1/298) کې په (814) شمېر باندې صحيح ويلي دي، ياد حديث يې په السلسلة الصحيحة کې په ( 1408) شمېر باندې راوړی دی او وايي: له ابن عرزب پرته چې مجهول دی نور راويان يې ثقات دي، ترمذي ورته شايد حسن د دې ګمان له مخې ويلي وي چې د دې روايت متابعت به شوی وي، همدې ته د ثقفي قول هم اشاره کوي هغه وايي: (ضحاک له عبدالرحمن عرزب او له نورو څخه روايت کوي)، له ابو موسی څخه پرې ابوبرده هم متابعت کړی دی لکه له لومړي سند څخه معلوميږي، په هغه کې هم له ابو يحيی حارثي پرته نور ټول راويان ثقات دي او دارقطني ورته ضعيف ويلي دي، د ټولو سندونو له مخې ورته اقلاً حسن ويلی شو.

زه وايم: د کتب سته وو له مؤلفينو پرته په حدیث باندې امام ترمذي تفرد کړی دی او په سند کې يې دوه علتونه دي: دابوسنان ضعف او د عبدالرحمن بن عزرب جهالت، لکه چې امام الباني رحمه الله ويلي دي چې ياد حدیث ابن حبان د حماد بن سلمه په روايت له ابو سنان څخه روايت کړی چې ما مې خپل ځوی سنان دفن کړ… نو د حديث مدار په ابوسنان دی او هغه ضعيف  دی، ښه خبره چې زړه ته ډاډ ورکوي دا ده چې حديث ضعيف الاسناد دی.

([5]) صحيح البخاري: کتاب الرقائق، بَابُ العَمَلِ الَّذِي يُبْتَغَى بِهِ وَجْهُ اللَّهِ (6424).

 

Tags

Related Articles

Back to top button