حدیث

له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (پنځمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (پنځمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱۰ – ۷۵ : عَن ابْن عَبَّاسٍ رضي اللَّهُ عنهما قَالَ: قَالَ رسولُ اللَّه صلى اللَّه عليه وآله وسلم: [عُرضَت عليَّ الأمَمُ، فَرَأيْت النَّبِيَّ وَمعَه الرُّهيْطُ والنَّبِيَّ ومَعهُ الرَّجُل وَالرَّجُلانِ، وَالنَّبِيَّ وليْسَ مَعهُ أحدٌ إِذْ رُفِعَ لِى سوادٌ عظيمٌ فظننتُ أَنَّهُمْ أُمَّتِي، فَقِيلَ لِى: هَذَا مُوسَى وقومه ولكن انظر إلى الأفق فَإِذا سَوادٌ عَظِيمٌ فقيلَ لي انْظُرْ إِلَى الأفُقِ الآخَرِ فَإِذَا سَوَادٌ عَظيمٌ فقيلَ لِي: هَذه أُمَّتُكَ، ومعَهُمْ سبْعُونَ أَلْفاً يَدْخُلُونَ الْجَنَّة بِغَيْرِ حِسَابٍ ولا عَذَابٍ”ثُمَّ نَهَض فَدَخَلَ منْزِلَهُ، فَخَاض النَّاسُ في أُولَئِكَ الَّذينَ يدْخُلُون الْجنَّةَ بِغَيْرِ حسابٍ وَلا عذابٍ، فَقَالَ بعْضهُمْ: فَلَعَلَّهُمْ الَّذينَ صَحِبُوا رسولَ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، وقَال بعْضهُم: فَلعَلَّهُمْ الَّذينَ وُلِدُوا في الإسْلامِ، فَلَمْ يُشْرِكُوا باللَّه شَيئاً -وذَكَروا أشْياء – فَخرجَ عَلَيْهمْ رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَقَالَ:مَا الَّذي تَخُوضونَ فِيهِ؟ فَأخْبَرُوهُ فَقَالَ:”هُمْ الَّذِينَ لا يرقُونَ، وَلا يَسْتَرْقُونَ، وَلاَ يَتَطيَّرُون، وَعَلَى ربِّهمْ يتَوكَّلُونَ”فقَامَ عُكَّاشةُ بنُ مُحْصِن فَقَالَ: ادْعُ اللَّه أنْ يجْعَلَني مِنْهُمْ، فَقَالَ:أنْت مِنْهُمْ”ثُمَّ قَام رَجُلٌ آخَرُ فَقَالَ: ادْعُ اللَّه أنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ فَقَالَ:سَبَقَكَ بِهَا عُكَّاشَةُ] ([1])

ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: امتونه راته وښودل شول، ومې ليدل چې له يو نبي سره ډله او ومې ليدل چې له بل نبي سره يو او له بل دوه نفر و، او ومې ليدل چې له يو نبي سره هېڅوک هم نه و، يو لوی لښکر مې وليد چې وامې انګېرل چې ګنې زما امت به وي راته وويل شول چې دا موسی او د هغه قوم دی، خو ته د اسمان کنارې ته وګوره چې مې وکتل نو عظيمه ډله مې وليده، بيا راته وويل شول: د کنارې بل اړخ ته وګوره، چې ومې کتل نو عظيمه ډله مې وليده، راته وويل شول: دا ستا امت دی، په دوی کې اويا زره داسې خلک دي چې جنت ته به له حساب او عذاب پرته ننوځي، بيا وپاڅېد او خپل کور ته ننوت، خلک د هغه چا په خبرو کې ننوتل چې جنت ته به له حساب او عذاب پرته ننوځي، ځينو وويل چې دویه هغه کسان دي چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره يې ملګرتوب کړی وي، او نورو ځينو وويل: دوی شايد هغه کسان وي چې په اسلام کې زږيدلي وي او له الله سره يې هېڅ راز برخه دار نه وي جوړ کړی، نو په دې جريان کې رسول الله صلی الله عليه وسلم راووت، ويويل: په څه شي کې دومره ننوتي ياست؟ نو صحابه کرامو ورته خبر ورکړ، نو هغه وويل: دوی هغه خلک دي چې نه دم اچوي او نه دم اچول غواړي، او نه بدپالي کوي او په خپل رب باندې بروسه او توکل لري، عکاشه بن محصن وپاڅېد ويويل: له الله څخه وغواړه چې ما يې هم له جملې څخه جوړ کړي، هغه ورته وويل: ته يې له جملې څخه يې، بيا بل سړی وپاڅېد ويويل: زما لپاره هم له الله څخه وغواړه چې ما هم ورڅخه وګرځوي، هغه ورته وويل: عکاشه در څخه مخکې شو.

………………………….

([1]) صحيح البخاري: کتاب الطب، باب من اکتوی او کوی غيره وفضل من لم يکتو: (۵۷۰۴)، صحيح مسلم: کتاب الايمان، باب الدليل علی دخول طوائف من المسلمين الجنة بغير حساب ولا عذاب: (۲۲۰)، ياد روايت د مسلم دی، د بخاري په روايت کې د ( وَلاَ يَرْقُوْنَ ) الفاظ نشته او پر ځای يژ د ( لاَ يَکْتَوُوْنَ ) کلمات د مسلم د ځينو روايتونه برخه ده، علامه الباني رحمه الله وايي: د بخاري روايت محفوظ او د مسلم روايت د سند او متن دواړو اړخونو څخه شاذ دی، امام الباني دا خبره په رياض الصالحين باندې د خپل تحقيق له مخې په (۷۰) مخ کې کړې ده، او امام عثيمين رحمه الله وايي: د شيخ الاسلام په تاييد کې دې روايت کې خطا ځکه شته چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به پر خلکو دمونه اچول، لکه د بخاري په کتاب ا لطب کې د عائشې رضي الله عنها حديث باب رقية النبي صلی الله عليه وسلم او ياد حديث مسلم هم روايت کړی دی، او د مسلم د بل روايت له مخې چې جبريل عليه  السلام هم دم کړی دی، کتاب السلام، باب الطب والمرضی والرقق، په صحيحينو کې شته چې عائشه رضي الله عنها او نورو صحابه کرامو به دمونه اچول. (القول المفيد علی کتاب التوحيد: ۱ / ۱۰۲ )، نشراو اشاعت: دار ابن الجوزي، څلورم چاپ: 1421هـ) ( فتح المجيد شرح کتاب التوحيد: ۶۶- ۶۷) د عبدالرحمن بن حسن ال الشيخ ليکنه، نشر: دار الکتب العلمية.

Tags

Related Articles

Back to top button