له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (څلورمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (څلورمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د ځينو سورتونو او ايتونو په لوستلو ځانګړې توصيه
۶ – 1020: وعنْ أَنسٍ رضي اللَّهُ عنهُ أَنَّ رجُلا قَالَ: [ يَا رَسُول اللَّهِ إِني أُحِبُّ هذِهِ السُّورَةَ: {قُلْ هُوَ اللَّه أَحدٌ} ، قَالَ: إِنَّ حُبَّها أَدْخَلَكَ الجنَّة] ([1])
ژباړه: له انس رضي الله نه نه روايت دی چې يو سړي وويل: ای د الله رسوله! زه له (قل هو الله احد) سره بې پناه مينه لرم، هغه ورته وويل: د دغې سورت مينې ته جنت ته داخل کړی يې.
د صبر، توکل او د يقين غوره والی:
۷ – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: مَا لِعَبْدِي المُؤْمِنِ عِنْدِي جَزَاءٌ، إِذَا قَبَضْتُ صَفِيَّهُ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا ثُمَّ احْتَسَبَهُ، إِلَّا الجَنَّة ] ([2])
ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الله پاک وايي: له ماسره زما د هغه بنده نېکه بدله دا ده چې زه يې په دنيا کې محبوب څوک واخلم (مړکړم) او هغه يې مرګ د ځان لپاره اجر وبولي نو جنت به بدله ورکړم.
۸ – ۳۵ : عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: [ إِنَّ اللَّهَ قَالَ: إِذَا ابْتَلَيْتُ عَبْدِي بِحَبِيبَتَيْهِ فَصَبَرَ، عَوَّضْتُهُ مِنْهُمَا الجَنَّةَ،يُرِيدُ: عَيْنَيْه] ([3])
ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې ما له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي ويل يې، الله پاک وايي: زه چې مې کله خپل بنده په دواړه سترګو وازموم (وړوند کړم) نو د دواړو په عوض کې به ورته زه جنت ورکړم.
۹ – ۳۶ : وعنْ عطاءِ بْن أَبي رَباحٍ قالَ: [ قالَ لِي ابْنُ عبَّاسٍ رضي اللَّهُ عنهُمَا ألاَ أريكَ امْرَأَةً مِن أَهْلِ الجَنَّة؟ فَقُلت: بلَى، قَالَ: هذِهِ المْرأَةُ السوْداءُ أَتَتِ النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فقالَتْ: إِنِّي أُصْرَعُ، وإِنِّي أَتكَشَّفُ، فَادْعُ اللَّه تَعَالَى لِي قَالَ: إِن شئْتِ صَبَرْتِ ولكِ الْجنَّةُ، وإِنْ شِئْتِ دعَوْتُ اللَّه تَعالَى أَنْ يُعافِيَكِ فقَالتْ: أَصْبرُ، فَقالت: إِنِّي أَتَكشَّفُ، فَادْعُ اللَّه أَنْ لا أَتكشَّفَ، فَدَعَا لَهَا ] ([4])
ژباړه:عطاء بن ابي رباح وايي چې ما ته ابن عباس رضي الله عنهما وويل: ايا جنتۍ ښځه درته نه درښايم؟ ما وويل: ولې نه، هغه راته وويل: دغه توره ښځه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته راغله ورته يې وويل: پر ما باندې غوټه راځي او له ځان څخه کالي شکوم، له الله څخه راته وغواړه چې صحت راکړي، هغه ورته وويل: که دې خوښه وي نو صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که دې خوښه وي نو له الله څخه به سوال وکړم او تا ته به عافيت درکړي، ښځې وويل: دا چې کالي څېرم ددې لپاره راته دعا له الله څخه وغواړه چې کالي نه څېرم (چې عورت مې ښکاره نه شي) نو بيا يې ورله دعا وغوښته.
…………………………….
([1]) سنن الترمذي: (2901)، کتاب فضائل القران، باب ماجاء في سورة الاخلاص، بيا امام ترمذي وايي: هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ غَرِيبٌ مِنْ هَذَا الوَجْهِ مِنْ حَدِيثِ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ عَنْ ثَابِتٍ الْبُنَانِيِّ، او د ترمذي کامل متن په دې توګه دی: [عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: كَانَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ يَؤُمُّهُمْ فِي مَسْجِدِ قُبَاءَ، فَكَانَ كُلَّمَا افْتَتَحَ سُورَةً يَقْرَأُ لَهُمْ فِي الصَّلَاةِ يَقْرَأُ بِهَا، افْتَتَحَ بِقُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ حَتَّى يَفْرُغَ مِنْهَا، ثُمَّ يَقْرَأُ بِسُورَةٍ أُخْرَى مَعَهَا، وَكَانَ يَصْنَعُ ذَلِكَ فِي كُلِّ رَكْعَةٍ. فَكَلَّمَهُ أَصْحَابُهُ، فَقَالُوا: إِنَّكَ تَقْرَأُ بِهَذِهِ السُّورَةِ، ثُمَّ لَا تَرَى أَنَّهَا تُجْزِيكَ حَتَّى تَقْرَأَ بِسُورَةٍ أُخْرَى، فَإِمَّا أَنْ تَقْرَأَ بِهَا، وَإِمَّا أَنْ تَدَعَهَا وَتَقْرَأَ بِسُورَةٍ أُخْرَى، قَالَ: مَا أَنَا بِتَارِكِهَا، إِنْ أَحْبَبْتُمْ أَنْ أَؤُمَّكُمْ بِهَا فَعَلْتُ، وَإِنْ كَرِهْتُمْ تَرَكْتُكُمْ. وَكَانُوا يَرَوْنَهُ أَفْضَلَهُمْ، وَكَرِهُوا أَنْ يَؤُمَّهُمْ غَيْرُهُ. فَلَمَّا أَتَاهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَخْبَرُوهُ الخَبَرَ. فَقَالَ: «يَا فُلَانُ، مَا يَمْنَعُكَ مِمَّا يَأْمُرُ بِهِ أَصْحَابُكَ، وَمَا يَحْمِلُكَ أَنْ تَقْرَأَ هَذِهِ السُّورَةَ فِي كُلِّ رَكْعَةٍ؟ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي أُحِبُّهَا. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ حُبَّهَا أَدْخَلَكَ الجَنَّة ] بخاري ياد روايت په خپل صحيح کې په کتاب الأذان (باب الجمع بين السورتين في الرکعة) کې معلق ذکر کړی دی، حافظ ابن حجر رحمه الله په هدي الساري کې وايي: ترمذي او بزار له بخاري څخه په روايت چې هغه يې له اسمعيل بن ابي اويس هغه يې له عبدالعزيز دراوردي نه روايت کوي موصول ذکر کړی دی، د ابراهيم بن حمزه الدراوردي په روايت ورته حاکم په خپل مستدرک او جوزقي په خپل کتاب ( المتفق ) او ابن خزيمه په خپل صحيح کې حديث ته صحيح ويلي دي، له محمد بن عمرو څخه د ابن ابي شريح په متابعت سره مونږ ته په علو السند رارسيدلي دي چې هغه وايي: دا قول : (عبيدالله بن عمر وايي) ورڅخه ابن حفص بن عاصم مراد دی، حديث يې ترمذي او بزار له بخاري څخه هم موصول ذکر کړی دی، او حديث په خپل اوږدوالي باندې بيهقي هم د مجزر بن سلمه په روايت موصول ذکر کړی دی، او له ثابت څخه د عبيدالله په روايت ورته ترمذي حسن صحيح غريب ويلي دي، بيا وايي: مبارک بن فضاله له ثابت څخه روايت کوي ، او بيا يې د حدیث طرف ذکر کړی دی، امام طبراني په (معجم الأوسط ) کې ذکر کوي چې دراوردي پرې له عبيدالله څخه تفرد کړی دی، او په (العلل) کې دارقطني ذکر کوي چې په سند کې يې حماد بن سلمه له عبيدالله سره مخالفت کړی دی او ثابت هغه له حبيب بن سبيعه نه مرسلا روايت کړی دی، او بيا وايي چې دا خبره حقيقت ته نزدې ده، ترجيح يې ورته هم په دې خاطر ورکړې ده چې په ثابت باندې حماد بن سلمه لومړيتوب لري خو عبيدالله بن عمر حافظ او حجت دی، او په سند کې يې ورسره مبارک هم موافقت کړی دی نو احتمال لري جې د ثابت استاذان دې پکې دوه وي، همدا په فتح الباري کې هم دي ( ۲ / ۳۳۴ )، او بيا ابن حجر ياد روايت په (تغليق التعليق علی صحيح البخاري : ۲ / ۳۱۵ – ۳۱۷) کې په څو سندونو باندې موصول ذکر کړی دی، امام الباني رحمه الله وايي: حديث حسن صحيح دی، (صحيح الترمذي: کتاب فضائل ا لقران، باب سورة الاخلاص: 2323).
([2]) صحيح البخاري: کتاب الرقائق، باب العمل الذي يبتغی به وجه الله تعالی: (6424).
([3]) صحيح البخاري: کتاب المرضی، باب فضل ذهاب البصر: (۵۶۵۳).
([4]) صحيح البخاري: کتاب المرضی، باب فضل من یصرح من الریح : ( ۵۶۵۲)، صحيح مسلم: کتاب ا لبر والصلة والآداب، باب ثواب المؤمن فيما يصيبه من مرض أو حزن أو نحو ذلک حتی الشوکة يشاکها : (۲۵۷۶).