له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (څوارلسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (څوارلسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

انصافداره سرپرست:
۴۶ – ۶۶۷ : وعن عِياضِ بن حِمارٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم يقول: «أهلُ الجَنَّةِ ثَلاَثَةٌ: ذُو سُلطانٍ مُقْسِطٌ مُوَفَّقٌ، وَرَجُلٌ رَحيمٌ رَقِيقُ القَلْبِ لكُلِّ ذي قُرْبَى ومُسْلِمٍ، وعَفِيفٌ مُتَعَفِّفٌ ذو عِيالٍ] ([1])
ژباړه: له عياض به حمار رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي دي ويل يې: جنتيان درې ډوله دي: انصافدار باچا چې د خير کارونو ته توفيق ورکړل شوی وي، او پر هر مسلمان او خپلوان باندې مهربان نرم زړی سړی، او د ډېرو بچو پلار چې غريب وي او له چا نه سوال نه کوي.
بيمارپرسي او له جنازې سره تلل، پر هغه د جنازې لمونځ کول او دفن ته يې حاضرېدل:
۴۷ – ۹۰۴ : عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: [مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُمْسِيَ، وَإِنْ عَادَهُ عَشِيَّةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الجَنَّةِ ] ([2])
ژباړه: له علي رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: داسې هېڅ مسلمان نشته چې سهار وختي د مسلمان ورور پوښتنه وکړي مګر اويا زره ملائک به ورله تر ماښام پورې دعاګانې غواړي، او که ماښام ورله پوښتنه وکړي نو تر سهاره پورې به ورله اويا زره ملائک دعاګانې وغواړي، او د ده لپاره به دا له جنت څخه د ميو شوکه هم وي.
په معصيت کې د چارواکو د خبرو منلو تحريم او په غير معصيت کې يې د خبرې د منلو بهتري:
۴۸ – ۶۷۳ : وعن عبدِ اللهِ بن عمرو رضي الله عنهما، قَالَ: كنا مَعَ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – في سَفَرٍ، فَنَزَلْنَا مَنْزِلًا، فَمِنَّا مَنْ يُصْلِحُ خِبَاءهُ، وَمِنّا مَنْ يَنْتَضِلُ، وَمِنَّا مَنْ هُوَ فِي جَشَرِهِ، إذْ نَادَى مُنَادِي رسولِ الله – صلى الله عليه وسلم: الصَّلاةَ جَامِعَةً فَاجْتَمَعْنَا إِلَى رسولِ الله – صلى الله عليه وسلم – فَقَالَ: «إنَّهُ لَمْ يَكُنْ نَبيٌّ قَبْلِي إِلاَّ كَانَ حَقًّا عَلَيْهِ أَنْ يَدُلَّ أُمَّتَهُ عَلَى خَيْرِ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ، وَيُنْذِرَهُم شَرَّ مَا يَعْلَمُهُ لَهُمْ. وَإنَّ أُمَّتَكُمْ هذِهِ جُعِلَ عَافِيَتُهَا في أوَّلِهَا، وَسَيُصيبُ آخِرَهَا بَلاَءٌ وَأمُورٌ تُنْكِرُونَهَا، وَتَجِيءُ فِتنَةٌ يُرَقِّقُ بَعْضُهَا بَعْضًا، وَتَجِيءُ الفتنَةُ فَيقُولُ المُؤْمِنُ: هذه مُهلكتي، ثُمَّ تنكشفُ، وتجيء الفتنةُ فيقولُ المؤمنُ: هذِهِ هذِهِ. فَمَنْ أحَبَّ أَنْ يُزَحْزَحَ عَنِ النَّارِ، ويُدْخَلَ الجَنَّةَ، فَلْتَأتِهِ منيَّتُهُ وَهُوَ يُؤْمِنَ باللهِ واليَوْمِ الآخِرِ، وَلْيَأتِ إِلَى النَّاسِ الَّذِي يُحِبُّ أَنْ يُؤتَى إِلَيْهِ. وَمَنْ بَايَعَ إمَامًا فَأعْطَاهُ صَفْقَةَ يَدِهِ، وَثَمَرَةَ قَلْبِهِ، فَلْيُطِعْهُ إن استَطَاعَ، فإنْ جَاءَ آخَرُ يُنَازِعُهُ فَاضْرِبُوا عُنْقَ الآخَرِ ] ([3])
ژباړه: له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما نه روايت دی چې مونږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په سفر کې و نو په يو ځای کې مو پړاو واچو، څوک بوخت ول او خيمې يې ودرولې او چا يو بل ته غشي ورکول او څوک له خپلې رمې سره و، په دې کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مؤذن اواز وکړ چې لمونځ ته راشئ، ټول رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راټول شول بيا يې وويل: له ما څخه مخکې هېڅ نبي نه دی تېر شوی مګر دا پرې حق جوړ و چې خپل امت ته هغه خير ښېګړه وښايي چې څومره يې پېژني، او له هغه شر څخه يې وډاروي چې دا يې پېژني،خو ستاسو د دې امت خير په لومړنيو کې کېښودل شوی دی او وروستني خلکو ته به يې سختې او تنګې رسيږي او له داسې چارو سره به مخامخ شي چې بدي به يې راځي، ځينې فتنې به يې داسې وي چې مخکنۍ به يې په نسبت ډېرې اسانې وي، داسې فتنې به راشي چې مومن به پکې ووايي: په دې فتنې کې به مړ کېږم، خو فتنه به ختمه شي – او دا به ژوندی وي – بيا به بله فتنه راشي مومن به پکې ووايي : دا خو بيخي ډېر ستر ازمېښت دی، خو که د چا خوښه وي له اور څخه بچ پاتې شي او جنت ته داخل شي نو مرګ دې ورته په داسې حالت کې راشي چې پر الله او د اخرت په ورځ يې ايمان وي، له خلکو سره دې هغه ډول برتاو وکړي چې دا يې له نورو څخه طمع توقع لري، که څوک له چا سره بيعت وکړي او لاس يې په لاس کې کيږدي، د زړه اخلاص (ميوه) ورکړي نو بيا دې ورله د توان په اندازه خبره هم ومني، خو که بل څوک راشي او په واک ورسره جنګ کوي نو د دوهم سړي څټ ووهئ.
د زکات د وجوب، فضيلتونه او ځينې مسائل
۴۹ – ۱۲۱۹ : وعن أَبي أيُّوب رضي الله عنه [ أنّ رَجُلًا قَالَ للنبيِّ صلى الله عليه وسلم أخْبِرْنِي بعمل يُدْخِلُنِي الجَنَّة، قَالَ: «تَعْبُدُ اللهَ، وَلاَ تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلاَةَ، وَتُؤْتِي الزَّكَاةَ، وَتَصِلُ الرَّحِمَ ] ([4])
ژباړه: له ابو ايوب رضي الله عنه څخه روايت دی چې يو سړي نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل: ما په داسې عمل وخبروه چې جنت ته مې ننويستلای شي، هغه ورته وويل: د الله عبادت وکړه او ورسره هېڅ ډول برخه دار مه جوړوه، لمونځ سم دم کوه او زکات ورکوه او خپلولي وپاله.
………………………
([1]) صحيح مسلم: کتاب الجنة، بَابُ الصِّفَاتِ الَّتِي يُعْرَفُ بِهَا فِي الدُّنْيَا أَهْلُ الْجَنَّةِ وَأَهْلُ النَّارِ (۲۸۶۵)، او روايت په پوره ډول داسې دی: [أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ ذَاتَ يَوْمٍ فِي خُطْبَتِهِ: ” أَلَا إِنَّ رَبِّي أَمَرَنِي أَنْ أُعَلِّمَكُمْ مَا جَهِلْتُمْ، مِمَّا عَلَّمَنِي يَوْمِي هَذَا، كُلُّ مَالٍ نَحَلْتُهُ عَبْدًا حَلَالٌ، وَإِنِّي خَلَقْتُ عِبَادِي حُنَفَاءَ كُلَّهُمْ، وَإِنَّهُمْ أَتَتْهُمُ الشَّيَاطِينُ فَاجْتَالَتْهُمْ عَنْ دِينِهِمْ، وَحَرَّمَتْ عَلَيْهِمْ مَا أَحْلَلْتُ لَهُمْ، وَأَمَرَتْهُمْ أَنْ يُشْرِكُوا بِي مَا لَمْ أُنْزِلْ بِهِ سُلْطَانًا، وَإِنَّ اللهَ نَظَرَ إِلَى أَهْلِ الْأَرْضِ، فَمَقَتَهُمْ عَرَبَهُمْ وَعَجَمَهُمْ، إِلَّا بَقَايَا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ، وَقَالَ: إِنَّمَا بَعَثْتُكَ لِأَبْتَلِيَكَ وَأَبْتَلِيَ بِكَ، وَأَنْزَلْتُ عَلَيْكَ كِتَابًا لَا يَغْسِلُهُ الْمَاءُ، تَقْرَؤُهُ نَائِمًا وَيَقْظَانَ، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَنِي أَنْ أُحَرِّقَ قُرَيْشًا، فَقُلْتُ: رَبِّ إِذًا يَثْلَغُوا رَأْسِي فَيَدَعُوهُ خُبْزَةً، قَالَ: اسْتَخْرِجْهُمْ كَمَا اسْتَخْرَجُوكَ، وَاغْزُهُمْ نُغْزِكَ، وَأَنْفِقْ فَسَنُنْفِقَ عَلَيْكَ، وَابْعَثْ جَيْشًا نَبْعَثْ خَمْسَةً مِثْلَهُ، وَقَاتِلْ بِمَنْ أَطَاعَكَ مَنْ عَصَاكَ، قَالَ: وَأَهْلُ الْجَنَّةِ ثَلَاثَةٌ ذُو سُلْطَانٍ مُقْسِطٌ مُتَصَدِّقٌ مُوَفَّقٌ، وَرَجُلٌ رَحِيمٌ رَقِيقُ الْقَلْبِ لِكُلِّ ذِي قُرْبَى وَمُسْلِمٍ، وَعَفِيفٌ مُتَعَفِّفٌ ذُو عِيَالٍ، قَالَ: وَأَهْلُ النَّارِ خَمْسَةٌ: الضَّعِيفُ الَّذِي لَا زَبْرَ لَهُ، الَّذِينَ هُمْ فِيكُمْ تَبَعًا لَا يَبْتَغُونَ أَهْلًا وَلَا مَالًا، وَالْخَائِنُ الَّذِي لَا يَخْفَى لَهُ طَمَعٌ، وَإِنْ دَقَّ إِلَّا خَانَهُ، وَرَجُلٌ لَا يُصْبِحُ وَلَا يُمْسِي إِلَّا وَهُوَ يُخَادِعُكَ عَنْ أَهْلِكَ وَمَالِكَ «وَذَكَرَ» الْبُخْلَ أَوِ الْكَذِبَ وَالشِّنْظِيرُ الْفَحَّاشُ ” ]
([2]) سنن الترمذي: کتاب الجنائز،بَابُ مَا جَاءَ فِي عِيَادَةِ المَرِيضِ (۹۱۹)، بيا وايي: دا حديث حسن غريب دی، سنن أبي داود: کتاب الجنائز، بَابٌ فِي فَضْلِ الْعِيَادَةِ عَلَى وُضُوءٍ (۳۰۹۸) په دې شمېر يې موقوف او په (۳۰۹۹-۳۱۰۰) شمېر باندې مرفوعاً روايت کړی دی، ابو داود رحمه الله وايي: له علي رضي الله عنه څخه په بل سند همدا حديث له نبي صلی الله عليه وسلم نه مسند هم روايت دی، امام الباني رحمه الله وايي: دا حديث صحيح موقوف دی او د مرفوع په حکم کې دی، او ترمذي ورته مرفوع حسن ويلي دي، او څوک يې موقوف بولي خو مرفوع نه، بيا وايي: زما په نېز روايةً او درايةً مرفوع دی، وګوره: (صحيح سنن أبي داود: ۲۷۱۳)، او په صحيح الترمذي کې هم ورته صحيح ويلي دي (۷۷۵) أبواب الجنائز، باب ماجاء في عيادة المريض، سنن ابن ماجه: کتاب الجنائزبَابُ مَا جَاءَ فِي ثَوَابِ مَنْ عَادَ مَرِيضًا(۱۴۴۳) او الباني هم ورته په صحيح ابن ماجه کې په (۱۱۹۱) کې صحيح ويلي دي خو هلته الفاظ په دې توګه دي: [مَنْ أَتَى أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، عَائِدًا، مَشَى فِي خَرَافَةِ الْجَنَّةِ حَتَّى يَجْلِسَ، فَإِذَا جَلَسَ غَمَرَتْهُ الرَّحْمَةُ، فَإِنْ كَانَ غُدْوَةً، صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُمْسِيَ، وَإِنْ كَانَ مَسَاءً، صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُصْبِحَ ] او دارقطني رحمه الله په (العلل) کې په (۳۹۸) شمېره ذکر کړي دي چې دا حديث حکم بن عتيبه روايت کړی دی، له ده څخه پکې اختلاف بیا راغلی دی، اعمش له حکم بن عبدالرحمن بن أبي ليلی هغه له علي څخه، همدارنګه أبوشهاب حناط او ابومعاويه الضرير، او ابوبکر بن عياض، دابوبکر بن عياش روايت له علي څخه موقوف دی او نورو دواړو له اعمش څخه مرفوعا روايت کړی دی، شعبه له حکم څخه روايت کې له اعمش سره اختلاف کړی دی، حکم له عبدالله بن نافع څخه او هغه له علي څخه، نوپه رفع کې يې له شعبه سره اختلاف کړی دی، او محمد بن أبي عدي هم مرفوع ذکر کړی او عبدالرحمن المقرئ هم له شعبه څخه مرفوع ذکر کړی دی، او له دوی څخه پرته د شعبه نورو شاګردانو موقوف ذکر کړی دی.او ابومريم عبدالغفار بن القاسم له عبدالله بن نافع هغه له علي څخه موقوف روايت کړی دی، او ابويعلی بن عطاء له عبدالله بن نافع او هغه له علي څخه موقوف روايت کړی دی، داسې هم ويل کيږي چې له يعلی بن عطاء له عبدالله بن يسار نه روايت کړی دی. سمه خو دا بريښي چې د شعبه روايت مخه ور دی چې له حکم څخه، هغه يې له عبدالله بن نافع څخه او هغه له علي رضي الله عنه څخه موقوف روايت کوي، ځکه چې د شعبه زياتو شاګردانو روايت موقوفاً روايت کړی دی، او له حکم څخه پرې د ابومريم متابعت هم دليل دی، او يعلی بن عطاء له عبدالله بن نافع او هغه له علي رضي الله عنه بل متابعت هم ورباندې شتون لري، والله اعلم، او الباني رحمه الله هم ورته په سلسلة الأحاديث الصحيحة کې په (۱۳۶۷) شمېر باندې صحيح ویلي دي.
([3]) صحيح مسلم: کتاب الامارة،بَابُ الْأَمْرِ بالْوَفَاءِ بِبَيْعَةِ الْخُلَفَاءِ، الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ (۱۸۴۴).
([4]) صحيح البخاري: کتاب الزکاة، بَابُ وُجُوبِ الزَّكَاةِ (۱۳۹۶)، صحيح مسلم: (۱۳)، خو د مسلم روايت په دې توګه دی: [أَنَّ أَعْرَابِيًّا عَرَضَ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ فِي سَفَرٍ، فَأَخَذَ بِخِطَامِ نَاقَتِهِ – أَوْ بِزِمَامِهَا ثُمَّ قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ – أَوْ يَا مُحَمَّدُ – أَخْبِرْنِي بِمَا يُقَرِّبُنِي مِنَ الْجَنَّةِ، وَمَا يُبَاعِدُنِي مِنَ النَّارِ، قَالَ: فَكَفَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ نَظَرَ فِي أَصْحَابِهِ، ثُمَّ قَالَ: «لَقَدْ وُفِّقَ، أَوْ لَقَدْ هُدِيَ»، قَالَ: كَيْفَ قُلْتَ؟ قَالَ: فَأَعَادَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «تَعْبُدُ اللهَ لَا تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِي الزَّكَاةَ، وَتَصِلُ الرَّحِمَ، دَعِ النَّاقَةَ ]