له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه . ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د زړه هغه عملونه چې ثواب يې جنت دی
امېد، [ د توحيد د کلمې غوره والی او د شرک خطرناکې پايلې ]
۱ – ۴۱۷ : [وعن عُبادَة بنِ الصامِتِ، رضي اللَّهُ عنه قَالَ: قَالَ رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: [ منْ شَهِدَ أَنْ لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وأَنَّ مُحمَّداً عبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وأَنَّ عِيسى عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ، وَكَلِمَتُهُ أَلْقاها إِلى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ، وأَنَّ الجَنَّةَ حَقٌّ وَالنَّارَ حَقٌّ، أَدْخَلَهُ اللَّهُ الجَنَّةَ عَلى مَا كانَ مِنَ العمَلِ] متفقٌ عَلَيهِ([1]).
وفي رواية لمسلم: مَنْ شَهِدَ أَنْ لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وأَنَّ مُحَمَّداً رسُولُ اللَّهِ، حَرَّمَ اللَّهُ علَيهِ النَّارَ ] ([2])
ژباړه: له عباده بن صامت رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل برحق معبود نشته او محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی، عيسی عليه السلام د الله بنده او استازی دی، او مريم ته يې ورغورځولې کلمه او د هغه له اړخ روح دی، جنت هم او دوزخ هم حق دی اول او اخر به يې الله پاک جنت ته بوځي که څه هم نيک عملونه يې کم (لږ) وي.
اود مسلم په روايت کې راځي: که څوک ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل برحق معبود نشته او محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی نو الله پاک به ورباندې اور حرام کړي.
۲ – ۴۱۶ : عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا الْمُوجِبَتَانِ؟ فَقَالَ: مَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّار] ([3])
ژباړه: له جابر رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته يو سړی راغی او ورته يې وويل چې (د جنت او اور ) دواړو واجبونکي شيان څه شي دي؟ هغه ورته وویل: که څوک ومري او له الله سره يې هېڅ برخه دار نه وي جوړ کړی نو جنت ته به داخل شي، او که څوک ومري او له الله سره يې برخه دار جوړ کړی وي نو اور ته به داخل شي.
۳ – ۴۲۱ : وعنْ أَبي هريرة أَوْ أَبي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رضيَ اللَّهُ عنهما: شَك الرَّاوِي، وَلاَ يَضُرُّ الشَّكُّ في عَينِ الصَّحابي، لأَنهم كُلُّهُمْ عُدُولٌ، قال: [ لما كان يَوْمُ غَزْوَةِ تَبُوكَ، أَصابَ الناسَ مَجَاعَةٌ، فَقالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ لَوْ أَذِنْتَ لَنا فَنَحَرْنَا نَواضِحَنا، فَأَكلْنَا وَادَّهَنَّا؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: افْعَلُوا فَجَاءَ عُمَرُ رضي اللَّهُ عنهُ، فقالَ: يَا رَسولَ اللَّهِ إِنْ فَعَلْتَ قَلَّ الظَّهْرُ، وَلَكِنْ ادْعُهُمْ بفَضْلِ أَزْوَادِهِمْ، ثُمَّ ادْعُ اللَّهِ لَهُمْ عَلَيْهَا بِالبَرَكَةِ لَعَلَّ اللَّه أَنْ يَجْعَلَ في ذلكَ البَرَكَةَ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:”نَعَمْ”فَدَعَا بِنِطْعٍ فَبَسَطهُ، ثُمَّ دَعَا بِفَضْلِ أَزَاوَدِهِمْ، فَجعلَ الرَّجُلُ يجيءُ بِكَفِّ ذُرَةٍ ويجيءُ الآخَرُ بِكَفِّ تَمْرٍ، ويجيءُ الآخَرُ بِكِسرَةٍ حَتى اجْتَمَعَ عَلى النِّطْعِ مِنْ ذَلِكَ شَيءٌ يَسِيرٌ، فَدَعَا رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم عليه بِالبَرَكَةِ، ثُمَّ قالَ خُذُوا في أَوْعِيَتِكُمْ، فَأَخَذُوا في أَوْعِيَتِهِمْ حَتَّى مَا تركُوا في العَسْكَرِ وِعاء إِلاَّ مَلأوهُ، وأَكَلُوا حَتَّى شَبعُوا وَفَضَلَ فَضْلَةٌ، فقالَ رَسُولُ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:”أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ لاَ يَلْقَى اللَّه بِهِما عَبْدٌ غَيْرُ شاكٍّ، فَيُحْجبَ عَنِ الجَنَّةِ ] ([4])
ژباړه: له ابوهريره او ابوسعيد خدري رضي الله عنهما نه روايت دي چې کله د تبوک د غزا ورځ راغله نو خلکو ته ډېره ولږه ورسېده، صحابه کرامو وويل: ای د الله رسوله! که راته اجازه راکوې چې د اوبو لپاره خپلې چمتو کړي اوښان مو حلال کړو؟ نو هم به يې وخورو او له وازدو څخه به يې غوړ اوباسو، نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ذبحه يې کړئ، نو عمر رضي الله عنه راغی ويويل: ای د الله رسوله! که ته داسې وکړې نو سورلۍ به راسره کمې شي، خو که ورته ووايې چې خپل پاتې خواړه راوړي او له الله څخه ورپکې ته د برکت سوال وکړې، امېد دی چې الله پاک ورپکې برکت واچوي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: سمه ده، د څرمنې څادر يې راوغوښت او ورسره توخه کړي خواړه يې هم راوغوښتل، چا يو ورغوی (لپه) جوار، چا کجورې او چا توکړه ډوډۍ راوړه، ترڅو هر څه په څادر راغونډ کړی شول، بیا ورباندې رسول الله صلی الله علیه وسلم د برکت دعا وکړه، بیا يې وويل: خپل لوښي ورڅخه ډک کړئ، ټولو ورڅخه لوښي ډک کړل، تر دې چې په معسکر کې هېڅ لوښی پاتې نه شو مګر ورڅخه يې ډک کړ، تر هغه يې وخوړل چې ټول ماړه شول او ورڅخه اضافه هم شول، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته او زه د الله رسول يم، په دې کلمې سره که هر څوک له الله سره په داسې حالت کې ملاقات وکړي چې هېڅ شک او شبهه پکې نه لري مګر له جنت څخه به يې رابند نه کړي.
([1]) صحيح البخاري: (3435)، باب قول الله تعالی: (بَابُ قَوْلِهِ: {يَا أَهْلَ الكِتَابِ لاَ تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ)، صحيح مسلم: (28)، باب: (بَابُ مَنْ لَقِي اللهَ بِالْإِيمَانِ وَهُو غَيْرُ شَاكٍّ فِيهِ دَخَلَ الْجَنَّةَ وَحُرِّمَ عَلَى النَّارِ) خو د مسلم روايت داسې دی: (مَنْ قَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَى عَبْدُ اللهِ، وَابْنُ أَمَتِهِ، وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ، وَأَنَّ الْجَنَّةَ حَقٌّ، وَأَنَّ النَّارَ حَقٌّ، أَدْخَلَهُ اللهُ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةِ شَاءَ).
…………………………………..
([3]) صحيح مسلم : ( ۹۳ )، باب (بَابُ مَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ مُشْرِكًا دَخَلَ النَّارَ)
([4]) صحيح مسلم: (۲۷)، باب (مَنْ لَقِي اللهَ بِالْإِيمَانِ وَهُو غَيْرُ شَاكٍّ فِيهِ دَخَلَ الْجَنَّةَ وَحُرِّمَ عَلَى النَّارِ)