عباداتفقه

له سلفو صالحينو سره دلمونځ اهميت. ليکوال: لقمان حکيم حکمت

له سلفو صالحينو سره دلمونځ اهميت. ليکوال: لقمان حکيم حکمت

أ – سعيد بن مسيب وايي: له شل کالو راهيسې داسې ورځ نه ده راغلې چې مؤذن اذان کوي او زه دې مسجد کې نه يم

ب – ابن عباس رضي الله عنهما وايی : څوک چې اذان واوري او مسجد ته ولاړ نه شي نو نه يې د خير اراده کړې ده او نه پرې د خير اراده شوې ده

ج – ابو هرير رضي الله عنه وايي: که د انسان په غوږونو کې يلې شوي قلايي واچول شي له دې به ډېره ښه وي چې اذان واوري او مسجد ته لاړ نه شي.

د – وايي : ميمون بن مهران مسجد راغی چا ورته وويل : لمونځ شوی دی خلک بېرته ستنېږي، هغه وويل: “إنَّا لله وإنا إليه راجعون” پر عراق باندې له واک څخه راته د جماعت لمونځ ډېر محبوب دی

ذ – وايي چې کله به له سلفو صالحينو څخه تکبير اولی فوت شو نو ځانونو ته به يې درې ورځې تسلي ورکوله او که باجماعت لمونځ به ترې فوت شو نو اووه ورځې به يې ځان ته تسلي ورکوله

ر – عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وايي: عمر رضي الله عنه يوه ورځ خپل باغ ته ووت، چې له باغ نه راوتو نو خلکو د مازديګر لمونځ کړی و، عمر رضي الله عنه وويل: إنَّا لله وإنَّا إليه راجعون؛ اياچی د مازديګر لمونځ رانه په جماعت سره فوت شو؟  تاسو ګواه شﺉ چې زما باغ په مسکينانو ځکه صدقه شو چې ګنا مې راوبښل شي.

ز – محمد بن واسع وايی: پهسلنا دنيا کې مې درې شيان ډېر خوښيږي: يوم داسې ورور چې تېروتنې مې سموي، هغه رزق چې بې له کړاو څخه يې تر لاسه کړم او هغه باجماعت لمونځ چې سهوه او خطا يې راته وبښل شي او غوروالی يې راکړل شي.

ح – حاتم الأصم وايي: په جماعت راڅخه لمونځ فوت شو نو يواځې ابو اسحاق بخاري راته تعزيه وکړه خو که ځوی مې چرته فوت شوی و نو لسګونه زره خلک به يې د تسلې پېغام ته راغلي ول، دا ځکه چې خلکو ته ديني مصيبت د دنيا په پرتله هېڅ ارزښت نه لري

ط – ځېنو سلفو صالحينو به ويل: د جماعت لمونځ چې له چا څخه فوت شي نو پوهه دې شي چې کومه ګناه يې کړې ده.

ي – ربيع بن خيثم فالج وهلی و، نو لمونځ ته په داسې حالت کې تلو چې په دوو خلکو به لاس اچولی و، ځېنو خلکو به ورته وويل چې ابو محمده! ته خو معذور يې؟ اسلام درته رخصت درکړی دی، هغه به ورته ويل : ستاسو خبره که څه هم سمه ده خو اذان مې واورېد چې”حيَّ على الصَّلاة، حيَّ على الفلاح “ نو که څوک دغه دعوت قبلولی شي که په خاپوړو ولې نه وي خو قبول دې کړي.

Tags

Related Articles

Back to top button