له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغيز ( دریمه برخه ) . ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغيز ( دریمه برخه ) . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په دریم پړاو کې به د صحابه کرامو رضي الله عنهم له اقوالو سره دمه واخلو خو که له دې مخکې نبوي اقوالو ته ځغلند نظر وکړو ډېره به ښه وي، چارواکو ته نصيحت کول او تېروتنو ته يې اعذار کتل د اهل السنت والجماعت له اصولو څخه مستقل اصل دی.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [الدِّينُ النَّصِيحَةُ قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ ] ([1])
ژباړه: دين ټوله خيرخواهي او ښېګړه ده، مونږ وويل: د چا لپاره خيرخواهي ده؟ هغه وويل: د الله لپاره، د هغه د رسول لپاره ، د مسلمانانو د چارواکو لپاره او د عامو مسلمانانو لپاره.
او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ثَلَاثٌ لَا يُغِلُّ عَلَيْهِنَّ قَلْبُ مُؤْمِنٍ: إِخْلَاصُ الْعَمَلِ لِلَّهِ، وَالنَّصِيحَةُ لِوُلَاةِ الْمُسْلِمِينَ، وَلُزُومُ جَمَاعَتِهِمْ، فَإِنَّ دَعْوَتَهُمْ، تُحِيطُ مِنْ وَرَائِهِمْ ] ([2])
ژباړه: درې خويونه دي چې د کامل مومن زړه ورپکې خيانت ( يا حسد ) نه کوي، په عمل کې اخلاص کول، د مسلمانانو چارواکو ته نصيحت کول، او له مسلمانانو سره د هغوی په عقيده او عمل صالح کې موافقت کول، ځکه د مسلمانانو دعاګانې دوی خوندي ساتي.
امام ابن القيم رحمه الله وايي: د حديث معنا دا ده چې د کامل مسلمان زړه کې غلول او خيانت نه وي او نه له دغو دريو خصلتونو سره خيانت په زړه کې ځای لري، ځکه دريواړه خويونه داسې دي چې له زړه څخه هغه ډول کينه او حسد لرې کوي چې زړه په فساد اخته کوي. ([3])
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [إِنَّ اللهَ يَرْضَى لَكُمْ ثَلَاثًا، وَيَسْخَطُ لَكُمْ ثَلَاثًا: يَرْضَى لَكُمْ أَنْ تَعْبُدُوهُ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَأَنْ تَعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا، وَأَنْ تُنَاصِحُوا مَنْ وَلَّاهُ اللهُ أَمْرَكُمْ، وَيَسْخَطُ لَكُمْ: قِيلَ وَقَالَ، وَإِضَاعَةَ الْمَالِ، وَكَثْرَةَ السُّؤَال ] ([4])
ژباړه: الله پاک ستاسو لپاره درې شيان خوښ بولي او درې درله بد بولي، دا يې درله خوښ دي چې عبادت يې وکړئ او هېڅ ورسره شريک نه کړئ، او دا چې د الله په رسۍ ټول منګولې مضبوطې ولګوئ او هېڅ ډله بازي ونه کړئ، او دا چې هغه چا ته د خير مشورې ورکړئ چې ستاسو واک ورته الله پاک ورکړی دی، او ستاسو لپاره يې تاويلې ماويلې بدي شي، د مال ضیاع او ډېرې غوښتنې يې هم درله بدي شي.
کومه پوښتنه چې دلته ځان مطرح کوي دا ده چې چارواکو ته به مناصحت او د خير مشورې څوک ورکوي؟ ايا هر څوک ؟ يا په نصيحت کې به د چارواکي د منصب خيال ساتي او که نه ؟ ايا چارواکی هر چا ته د نصيحت مجال خلاص پرېښودلی شي او که نه ؟
مونږ وايو: چارواکو ته به مناصحت او د خيرخواهۍ مشورې اهل الحل والعقد ورکوي، ځکه چارواکي په اسلام کې لوړ منصب لري، هر څوک د دې وړتيا نه لري چې اولسمشر ته راشي او ورته وايي چې زه درته يو نصيحت کوم، بلکې دا ناسمه ده، ضرور ده چې د مقام خيال يې وساتل شي.
دوهمه خبره دا ده چې مناصحت بايد په نرم اسلوب او له ښايسته خبرو څخه ډک وي.
دريمه خبره دا ده چې مناصحت به په سرّي توګه وي تر څوک د چارواکو شرمولو ته لاره هواره نه کړي، ضرور ده چې د مناصحت په دوران کې د انسان په عمومي توګه او د حاکم او چارواکو په ځانګړې توګه خيال وساتل شي، څنګه چې انسان د خپل ځان لپاره د خبرو قهرجن او شرمونکی اسلوب پسند نه بولي نو نورو خلکو ته بيا څنګه برملا په سختو کلماتو باندې نصيحت کوي؟ د خپل مسلمان لپاره هغه څه پسند وبوله چې د ځان لپاره يې پسند بولې، او حالانکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [فَمَنْ أَحَبَّ أَنْ يُزَحْزَحَ عَنِ النَّارِ، وَيُدْخَلَ الْجَنَّةَ، فَلْتَأْتِهِ مَنِيَّتُهُ وَهُوَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَلْيَأْتِ إِلَى النَّاسِ الَّذِي يُحِبُّ أَنْ يُؤْتَى إِلَيْه ] ([5])
ژباړه: که څوک دوسته بولي چې له اور څخه وژغورل شي او جنت ته لاړ شي نو مرګ دې ورته په داسې حالت کې راشي چې پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لري، او له خلکو سره هغه ډول برتاو وکړي چې دا يې له نورو څخه د ځان لپاره خوښه بولي.
چې ته برملا او د بلاشمېر خلکو په مخ کې د خپل ځان لپاره له چا څخه په نصيحت خوښ نه يې نو څنګه په اسلامي دين باندې په کامل جرأت راځې او د خلکو مخامخ له ممبرونو څخه نعرې سورې وهې چې فلانکی اولسمشر داسې او داسې دی؟!!
چې دا ډول نصيحت ته د خپل ځان لپاره پسند نه بولې ولې پرې نورو ته نصيحتونه کوې؟ څه انګېرې چې ايا هغه به يې درڅخه قبول کړي؟
اسامه بن زيد رضي الله عنه ته په فتنه باندې ښکېل فتنګر راغلل او ورته يې وويل: ايا نه شې کولی چې عثمان بن عفان رضي الله عنه ته ورشې او په دې تړاو ورسره خبرې وکړې؟ هغه وويل: ولې تاسو څه وايئ چې بايد داسې خبرې ورسره وکړم چې تاسو ته يې هرومرو واوروم؟ زما دې پر الله قسم وي چې ما ورسره يو په يو خبرې کړي دي خو نه غواړم چې د ناپسنده کار درروازه د لومړي ځل لپاره زه پرانيزم. ([6])
دا د صحابه کرامو دريز وی چې د شرپسندۍ دروازې يې تړلې غوښتلې، بلکې هغوی د خير ښېګړې کونجيانې وې، امام ابن حجر رحمه الله د اسامه رضي الله عنه د اثر په شرح او تفصيل کې وايي: تاسو چې کومه مشوره راکوې له دې پرته مې ورسره د په پټه توګه د مصلحت او له پوره ادب سره خبرې کړي دي خو له خبرو مې هېڅ فتنه نه ده راپورته شوې. ([7])
او له عياض بن غنم رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: [مَنْ أَرَادَ أَنْ يَنْصَحَ لِسُلْطَانٍ بِأَمْرٍ، فَلَا يُبْدِ لَهُ عَلَانِيَةً، وَلَكِنْ لِيَأْخُذْ بِيَدِهِ، فَيَخْلُوَ بِهِ، فَإِنْ قَبِلَ مِنْهُ فَذَاكَ، وَإِلَّا كَانَ قَدْ أَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ لَه ] ([8])
ژباړه: ټولواک ته که په څه شي باندې د نصيحت اراده څوک لري نو په ښکاره – دخلکو په مخ کې – دې ورته نصيحت نه کوي، له لاس څخه دې ونيسي او ورسره دې ځانله شي، که يې نصيحت ورڅخه قبول کړ نو همدغه يې موخه وه، او که يې ورڅخه قبول نه کړ نو خپل مسؤليت يې ادا کړ. امام شوکاني رحمه الله وايي: که چا ته د ټولواک او اولسمشر تېروتنې معلومې وي نو مناسب ده چې نصيحت ورته وکړي خو د خلکو په مخ کې دي ورته په غلظت خبرې نه کوي، بلکې له لاس څخه به يې ونيسي او ايکې يواځې به ورته نصيحت کوي. ([9])
امام نووي رحمه الله وايي: د مسلمان چارواکو ته نصيحت دا دی چې په حقه توګه يې فرامين ومنل شي او تنبيهات ورته په نرمۍ او کامل لطف سره وشي او د رعيت پر هغو حقوقو خبر کړی شي چې دوی ورڅخه ناخبره وي، دا هم ورته نصيحت دی چې پر ضد يې راپورته نه شې او په فرمانبردارۍ يې خلک راټول کړې. امام خطابي رحمه الله وايي: مسلمان چارواکو ته د نصيحت له جملې دا هم دي چې د هغه په امامت کې لمونځ ادا کړې او په ملګرتوب کې يې جهاد وکړې، زکات او صدقات ورته ټول کړې او که ظلم زياتی وکړي نو چې پر ضد يې له تورې ټوپک سره را ونه وځې. ([10])
ځينې خلک دومره بې همته وي چې که خپل اولسمشر يا بل کوم چارواکی ورته څه ورکوي نو خوشحاله او راضي وي، ښه او ښايسته صفتونه يې کوي، خو که پيسۍ ټکې ورته کمې ورکړي، يا يې له پلوه متضرر شي، نو خپله ژبه پرې بې مهاره کړي او په چارو کې يې د لاسوهنې زيار اوباسي.
مونږ وايو: ای د الله بندګانو! له کامل احتياط څخه کار واخلئ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [السُّلْطَانُ ظِلُّ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ، فَمَنْ أَكْرَمَهُ أَكْرَمَ اللَّهَ، وَمَنْ أَهَانَهُ أَهَانَهُ اللَّه ] ([11])
ژباړه: ټولواک په ځمکه کې د الله سيوری دی، که يې څوک قدر احترام وکړي نو الله به يې عزت وکړي او که يې څوک بې قدري وکړي نو الله به يې سپک سپاند کړي.
ياد حديث امام الباني رحمه الله (حسن) کړی دی. ([12])
سهل بن عبدالله تستري رحمه الله فرمايي: خلک به تر هغه پورې په خير او سعادتونو کې وي چې د چارواکو او ديني علماؤ توقير کوي، که د دواړو قدر او احترام څوک وکړي الله پاک به يې دنيا او اخرت روغ جوړ کړي، او که د دواړو بې احترامي وکړي نو دنيا او اخرت دواړه به يې وران ويجاړ وي. ([13])
او مخکې مونږ حديث واورېد چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ثَلَاثٌ لَا يُغِلُّ عَلَيْهِنَّ قَلْبُ مُؤْمِنٍ: إِخْلَاصُ الْعَمَلِ لِلَّهِ، وَالنَّصِيحَةُ لِوُلَاةِ الْمُسْلِمِينَ، وَلُزُومُ جَمَاعَتِهِمْ، فَإِنَّ دَعْوَتَهُمْ، تُحِيطُ مِنْ وَرَائِهِمْ ] ([14])
ژباړه: درې خويونه دي چې د کامل مومن زړه ورپکې خيانت ( يا حسد ) نه کوي، په عمل کې اخلاص کول، د مسلمانانو چارواکو ته نصيحت کول، او له مسلمانانو سره د هغوی په عقيده او عمل صالح کې موافقت کول، ځکه د مسلمانانو دعاګانې دوی خوندي ساتي.
د [الدِّيْنُ النَّصِيْحَةُ ] په شرح او تفصيل کې امام ابن حجر رحمه الله وايي: د مسلمان چارواکو او مشرانو ته نصيحت دا دی چې له هغوی سره په درون بوج په بارولو کې مرسته او د ځينو حقوقو څخه په غفلت کې هغوی ته تنبيه ورکول دي، خلک ورباندې راغونډول او متنفره زړونه ورته له مينې محبت څخه ډوکول دي، تر ټولو غټ نصيحت چارواکو ته دا دی چې په نېکه طريقه يې لاس له ظلم زياتي څخه راونيول شي. ([15])
…………………………………
([2]) مسند احمد: (۱۳۳۵۰)، سنن ابن ماجه: (۳۰۵۶)، سنن الدارمي: (۲۳۴).
([3]) مفتاح دار السعادة: ( ۱ / ۷۲ ).
([4]) مسند احمد: ( ۸۷۹۹ )، سنن الدارمي: (۲۷۹۳).
([7]) فتح الباري: ( ۱۳ / ۵۱ ).
([11]) السنة د ابن ابي عاصم ليکنه: ( ۱۰۲۴ ).
([12]) ظلال الجنة فی تخريج السنة : (۱۰۲۴).
([13]) تفسير قرطبی: ( ۵ / ۲۶۰).
([14]) مسند احمد: (۱۳۳۵۰)، سنن ابن ماجه: (۳۰۵۶)، سنن الدارمي: (۲۳۴).