له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغېز( پنځمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغېز( پنځمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

پنځمه خبره دا ده چې اهل السنت والجماعت د روانو فتنو اړوند څه درېځ لري؟ زه غواړم چې دلته ورته ځغلند نظر وکړم، ځکه درېځ که څه هم پراخه اړخونه لري خو د وخت د نشتوالي په اساس به سر وښکاره کړو:
لومړی درېځ: په درې شپيتم هجري کال کې ځينې خلک په مدينه کې عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ته راغلل او غوښتل يې چې د يزيد بن معاويه پر ضد عملي پاڅون وکړي په دې سبب چې هغه شراب څښلي دي او ځينې لمونځونه يې پرېښې دي، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه ديني تعليمات اخستلي و خلک له پاڅون څخه رابند کړل، خپل ټول بچيان او لمسيان يې راغونډ کړل، په الله باندې له حمد وروسته يې وويل: مونږ له يزيد سره د الله او د هغه د رسول په نوم بيعت کړی دی، او ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې ويل يې: [إِنَّ الغَادِرَ يُنْصَبُ لَهُ لِوَاءٌ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَيُقَالُ: هَذِهِ غَدْرَةُ فُلاَنِ بْنِ فُلاَنٍ ] ([1])
ژباړه: په يقين سره چې د قيامت په ورځ به دوکمار انسان لپاره جنډه ودرول شي، وبه ويل شي: دا د فلاني د ځوی فلاني سړي خيانت او دوکه ده.
بخاري په خپل سند سره بيا دا الفاظ ورڅخه روايت کوي [وَإِنِّي لاَ أَعْلَمُ أَحَدًا مِنْكُمْ خَلَعَهُ، وَلاَ بَايَعَ فِي هَذَا الأَمْرِ، إِلَّا كَانَتِ الفَيْصَلَ بَيْنِي وَبَيْنَهُ ] ([2])
ژباړه: له هېڅ چا څخه دې خبر نه شم چې د يزيد بيعت له غاړې لرې کړي، او يا له بل چا سره بيعت وکړي مګر دا چې زما او د هغه به ورانه وي.
د عبدالله بن عمر رضي الله عنه په څېر جلیل القدر صحابي چې د اسلامي شريعت د احکامو په زده کړه کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم شاګرد دی په خپله زمانه خلک له دې څخه ژغوري چې له ټولواک سره بيعت مات نه کړي سره له دې چې شراب يې څښلي ول او ځينې لمونځونه يې هم نه و کړي، خو که يزيد زمونږ په زمانه کې وی خلکو به کافر ګڼلی وی او پر ضد به يې خلکو عملي پاڅون کړی او وينه به يې ورله د ځانونو لپاره حلاله ګڼلې وه، خو ولې دغه بابرکته هستي او ديني امام عبدالله بن عمر رضي الله عنه مونږ ته په ترينګلو حالتونو کې د اسلامي دين ښايسته تعليمات راکوي چې اسلامي شريعت يواځې د حلالو او حرامو پېژندل نه دي چې د حرامو په ارتکاب سره د مرتکب پر ضد توره اوباسې او سپکې ستغې ورته ووايې، دا بيخي دين نه دی، بلکې دين هغه دی چې الله پاک او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم يې مونږ ته ښودنه کړې ده.
دوهم درېځ: حسن بصري رحمه الله ته ځينې خلک راغلل او غوښتل يې چې د حجاج بن يوسف ثقفي پر ضد قيام وکړي، ايا داسې څوک به په مونږ کې وي چې حجاج نه پېژني؟ څومره ډېر قتلونه يې کړي دي؟ څومره ډېره وينه يې تويولې ده؟ د څومره صحابه کرامو بې قدرې او بې حرمتي يې کړې ده!! د الله په دين کې يې څومره ډېره زبان درازي کړې ده!!
د دې ټولو باوجود بيا هم حسن بصري رحمه الله ورته وويل: قسم په الله چې اسلامي دين پر هم دوی ولاړ دی که څه هم ظالمان دي، قسم پر الله چې له ورانو ويجاړو څخه پرې الله پاک ډېر نور څه سموي، په داسې ترينګلو مواقفو کې د اهل علمو څېره ديني څېره او خبره يې داسې وي، د خلکو مفاسدو او مصالحو ته ژور نظر لري چې له پر ضد يې له عملي پاڅون څخه څومره نادودې زږيږي؟!!
دريم درېځ: د امام احمد بن حنبل رحمه الله درېځ چې کله ورته د بغداد فقهاء راغلل او غوښتل يې چې له خليفه واثق بالله له بيعت څخه سرغړونه وکړي، ولې؟ ځکه چې واثق د ديني علماؤ توهين کړی و چې له جملې څخه امام احمد بن حنبل رحمه الله خپله هم و، نو علماؤ غوښتل چې د خليفه پر ضد عملي پاڅون وکړي او ان چې د قران کريم په مخلوقيت يې عقيده هم لرله حالانکه قران ته مخلوق ويل د کفر عقيده ده، خو د دې باوجود بيا هم امام احمد بن حنبل رحمه الله ورته وويل: په زړونو کې ورسره کينه ولرئ خو له اطاعت څخه يې سرغړونه مه کوئ، خپلې او د نورو مسلمانانو وينه مه تويوئ، د خپلې سرغړونې انجام له پېله وسنجوئ، تر هغه انتظار شئ چې صالحين په امان کې شي – مړه شي – او يا ورڅخه فاجران مړه شي او دوی ته دمه په لاس ورشي. ([3])
دا هم له امام احمد رحمه الله څخه نقل دي چې وايي: د ټولواکانو پر ضد عملي پاڅون د اسلامي شريعت ضد کړه وړه دي، مطلب: په شريعت کې د ټولواکانو په ظلم او ستم باندې د صبر او حوصلې توصيه راغلې نه دا چې پر ضد څوک عملي پاڅون وکړي، يا ورته سپورې ستغې وويل شي، يا يې پر ضد خلک راغونډ کړی شي، دا ټول هر څه نه خو د الله دين دی او هم ورڅخه اسلامي شريعت بري دی.
………………………………….