متفرقات

له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغېز( شپږمه او اخري برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغېز( شپږمه او اخري برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

زما مسلمانانو ورونو! اخرنۍ وقفه دا ده چې زه خپل ځان او تاسو ته سپارښتنه کوم چې دا مهال چې مسلمانان له کوم ډول ستونزو ستړو او نادودو سره لاس ګريوان دي چې بېلابېل دريځونه  او تشتت، ډله بازي او تفرقو باندې ښکېل دي، هر يو دعوه دنګله لري چې زه په محمدي شريعت رهی يم او دا د هغه لاره ده، خوولې مونږ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم توصيات او سپارښتنې په دې تړاو  اوريدلي دي، مونږ د فتنو په دې ډول کې د صحابه کرامو او تابعينو دريځونه ښه پيژنو چې فتنه او فتنګر يې غندلي دي، له مونږ سره ښايي چې د سلفو صالحينو په نقش قدم باندې د خپلو چارواکو خبرې واورو او ويې منو، او همدا د شرعي علم ګټه او فايده ده، ډېره مناسب ده چې مونږ د خپلو بچو په زړونو کې د شرعي علومو د زده کړې نيالګۍ وکرو تر څو د نبوي شريعت سره په مينه او محبت راوټوکيږي، او تکراراً په ډېر کافي تاکيد سره وايم چې د شرعي علومو زده کړو کې د ټولو خلکو خير او نجات نغښتل شوی دی، د دې زمانې خلک هغه څه کنترولی شي چې د دې امت اولني مسلمانان يې کنترول کړي و چې د نبوي سنتو اتباع ده، او له مونږ سره نه ښايي چې د چا په خبرو باندې تېزوځو، بلکې د قيادت لپاره مونږ ستر پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم لرو او بس.

د ژوند په ګردو چارو کې نبوي سنت خپل قائد وګرځوه او د ارشاداتو له مخې يې ښي او ګڅ اړخ ته روان دوان درومه، خو ولې د عاطفې له مخې د فلانکي او فلانکي د خبرو په منلو کې ته د نبوي سنتو قائد مه جوړېږه، نبوي سنت درته د خلاصون لارې لټوي او د الله په فضل او کرم دې تر امن او امن رسوي.

په دې دور کې پر مسلمان ځوان باندې به دا د الله ستره لورينه وي چې داسې څوک ولري چې نبوي سنتو ته يې توجيه کوي او له هلاکتونو او برباديو څخه ژغوري، او هغه ځايونه هم ورته په نښه کوي چې د خلکو قدمونه ورپکې خوئيږي.

عبدالله بن شوذب رحمه الله فرمايي: دا په مسلمان ځوان زلمي د الله لورينه وي چې د ځوانۍ په لومړنۍ مرحله د الله په عبادتونو بوخت ووسي، او د نبوي سنتو له مبلغ سره مينه لري چې د اسلامي شريعت احکام ورزده کوي. ([1])

زما ګرانو ورونو! د فتنګرو او هوا پرستو له دعوتونو څخه پوره او کامل وډار شئ، له هغه چا څخه په پوره احتياط کې شئ چې د خلکو هيجانات او جذبې راپورته کوي او خپل بدعتي عمل نبوي سنتو ته منسوبوي، بس همدومره ووايئ چې مونږ د خپل رب پرودرګار او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د فرامينو  اړوند عقیده ولرو چې مونږ سم دم واورېدل او په علمي توګه ورته کامل چمتو والی لرو، مونږ د الله او د هغه د رسول په خبرو او توجيهاتو باندې د هېڅ چا قول او فعل ته نه تقديم ورکو او نه يې په مطلقه توګه منو.

اخرنۍ خبره دا کول غواړم چې په دې ډول درسونو کې د ونډې اخستلو پوره مينه ولرئ، او الله پاک دې هغو خلکو ته جزاء خير ورکړي چې دا ډول درسونه او مجلسونه برابروي، همدا عملونه دې الله پاک د دوی د حسناتو په تله کې واچوي او د شريعت د پوره عملي کولو توفيق دې الله پاک مونږ او دوی ته ورکړي چې له فتنو او ګوندپرستۍ څخه د الله شريعت ته د ځوانان رهبري کړي، چې نه خو ګوند پرستي دين دی او نه ورته صحيح نسبت لري.

له الله څخه سوال زاري کو چې زمونږ په حاکمانو او چارواکو کې خير او برکت واچوي او له بدو يې محفوظ وساتي، الله دې ورته د مشورې لپاره نېک او صالح خلک ورکړي او دخپل رعيت لپاره دې الله پاک رحمت او مهرباني وګرځوي.

الله پاک دې زمونږ او د مسلمانانو ټول هيوادونه او اولسمشران له شر او غمونو او دردونو څخه وساتي، له الله څخه د هغه په ټولو نومونو او صفتونو سوال زاري کو چې د ځمکې د مشرق او مغرب ټول مسلمانان له شرونو څخه خوندي کړي، وينې يې محفوظې کړي، ای الله! د مسلمانانو وينې خوندي کړه، عيبونه يې پټ کړه، په خپلو کورونو او هيوادونو کې ټول محفوظ وساته، ويره او ډار ترې پورته کړه.

اي رحيم او ودود ذاته! پر مونږ او زمونږ ټولو مسلمانانو ورونو باندې مهربانه شه، اي الله ته مرستندويه شه او پر ضد يې د چا مرسته مه کوه.

له الله څخه مزيد سوال کو چې مونږ څه دا مهال ويلي وي چې زمونږ د نيکو اعمالو ترازو پرې درنه کړي، او مونږ ټولو ته پرې د عمل ښايسته توفيق راکړي.

وَآخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الحَمْدُ لِلهِ رَبِّ العَلِمِيْنَ

…………………………….

([1]) الابانة ، د ابن بطه ليکنه: (۴۳ ).

Tags

Related Articles

Back to top button