آداب او اخلاقمذموم اخلاق

له منافقت څخه ویره ( دوهمه برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل

له منافقت څخه ویره ( دوهمه برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل

او دغه مخکې یادشوي کارونه او خصلتونه د منافقینو د مختلفو طایفو دي، چې ځینی یي ددغه اکثرو مرتکب وي، او ځینی یي بیا د بعضو خصلتونو مرتکب کېږي، خو هرڅوک چې په ښکاره د اسلام دعوا کوي، او ورسره دداسې ګناهونو مرتکب کېږي چې په هغی سره د اسلام له مقدس دین څخه ووځي، نو داسې شخص منافق او کافر بلل کېږي.

  • او ځینی منافقان بیا د اسلام او کفر ترمنځ متردد او حیران وي، نو کله په پټه او ښکاره دمسلمانۍ کارونه کوي، او کله بیا هغه کارونه هم کوي چې په هغی باندې د اسلام څخه ووځي، نو دی دوپړک او متردد وي، چې خپل دین يي الله تعالی ته نه وي خالص کړی، او په اسلام کې يي پښه ټینګه نه وي، او د الله تعالی په وعدو پوره باوري هم نه وي.

نو ددوﺉ حال هغه وخت څرګندیږي چې یو څه ابتلاء امتحان او ازمیښت پرې راشي، او په همغه وخت کې ددوﺉ نفاق او دیني کمزوري راڅرګنده شي، نو بیا پر زړونو د مهر لګیدلو په سزا باندې ورته سزا ورکړل شي، او په خپلو اعمالو او احوالو کې تل په شک او حیرانتیا اخته شي؛ ځکه دوﺉ حق پیژندلی دی خو پیروي یي نکوي، او الله تعالی دوﺉ ته نصیحت کړی دی خو دوﺉ هغه ونه منلو، او نه یي د الله تعالی د لارښوونی پیروي وکړه، دوﺉ د الله تعالی او دهغه د رسول په وعدو د رښتنولۍ باور نه لرلو، نو ددوﺉ په زړونو د الله تعالی له هدایت څخه ړوندوالی او ددنیا په ژوند بسنه، او د نفسي خواهشاتو پسی ورپسی کېدل غالب شو.

الله فرمايي: ﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَهُمۡ لَا يَفۡقَهُونَ ٣﴾ [المنافقون: 3].

ترجمه: «دا بدي دعمل دمنافقانو په سبب ددي ده چې  بیشکه دوﺉ ایمان راوړی وو، بیا بیرته کافر شو، نو مهر ووهل شو ددوﺉ په زړونو باندې نو دوﺉ نه پوهیږي».

همداراز الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ٱزۡدَادُواْ كُفۡرٗا لَّمۡ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغۡفِرَ لَهُمۡ وَلَا لِيَهۡدِيَهُمۡ سَبِيلَۢا ١٣٧ بَشِّرِ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا ١٣٨﴾ [النساء: 137-138].

«بیشکه هغه کسان(یهودان) چې ایمان يي راوړی وو)په موسی باندې(، بیا کافر شو(د خسی په عبادت)، بیا يي ایمان راووړ(په توبی ایستلو سره)، بیا بیرته کافر شو(په انجیل او عیسی)، بیا زیات شو له جهته دکفر (په محمد باندې)، نه دی الله تعالی چې مغفرت او بخښنه به وکړي دوﺉ ته، او نه به لار وښیي دوﺉ ته سمه صافه لار(ترڅو چې دوﺉ په دي خپل کفر باندې مستمر وي)، نو زیری ورکړه منافقانو ته چې بیشکه دوﺉ لپاره دردناک عذاب دی».

او دا ډول منافقان د هغه کفري اعمالو مرتکب کېږي چې دوﺉ له اسلام څخه ووباسي، لکه د فتنی او سختۍ په وخت کې د کفارو سره دوستي کول، په دین پوری مسخری کول، الله تعالی او دهغه رسول ته ښکنځل کول، د اسلامي شریعت د نفاذ څخه نفرت کول او تښتیدل، او په مقابل کې طاغوت ته فیصلی وړل او د هغی فیصلی منل، او د الله تعالی وعدی دروغ ګڼل، او داسې نور کارونه او ویناوي او عقیدی چې بنده له اسلامي دین څخه ووباسي.

او کله کله بنده په یوه وینا هم کافر کېږي لکه چې الله تعالی فرمایي:

﴿يَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدۡ قَالُواْ كَلِمَةَ ٱلۡكُفۡرِ وَكَفَرُواْ بَعۡدَ إِسۡلَٰمِهِمۡ﴾ [التوبة:74].

ترجمه: «دا منافقان قسمونه کوي په الله تعالی چې دوﺉ هغه ناکاره وینا نه ده ویلی، بلكه خامخا یقیناً دوﺉ ویلی ده د کفر کلمه، او کافر شوي دي وروسته له اسلام راوړلو څخه».

نو دوﺉ د کفر وینا او کلمه له هغه وروسته ویلی وه چې یو ځل یي اسلام راوړی وو، او په دغه کلمه باندې کافر شول.

وقال حُذيفةُ بنُ اليَمَانِt: «إِنْ كَانَ الرَّجُلُ لَيَتَكَلَّمَ بِالْكَلِمَةِ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ فَيَصِيرُ مُنَافِقًا، وَإِنِّي لأَسْمَعُهَا مِنْ أَحَدِكُمْ فِي الْمَقْعَدِ الْوَاحِدِ أَرْبَعَ مَرَّاتٍ، لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلْتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَلَتُحَاضُّنَّ عَلَى الْخَيْرِ، أَوْ لَيُسْحِتَنَّكُمَ اللَّهُ بِعَذَابٍ جَمِيعًا، أَوْ لَيُؤَمِّرَنَّ عَلَيْكُمْ شِرَارَكُمْ، ثُمَّ يَدْعُو خِيَارُكُمْ فَلاَ يُسْتَجَابُ لَهُمْ». [رواه أحمدُ وابنُ أبي شَيْبَةَ].

ترجمه:حذیفه فرمایي: «د رسول الله په زمانه کې به کله یو سړي یو کلمه وویله، نو په هغی کلمه به دغه سړی منافق کېدلو، اوس زه هغسی کلمه زه له تاسو څخه په یو مجلس کې څلور ځلی اورم، خامخا به په نیکو کارونو باندې خلکو ته امر او وصیت او نصیحت کوﺉ، او له بدو کارونو څخه به خلک منع کوﺉ، او د خیر په کارونو به خلک تیزوۍ، (او کنه نو( نازل به کړي په تاسو ټولو باندې عذاب، او یا به پر تاسو باندې ستاسو بدترین او شرپسند خلک مشران او مسلّط کړي، بیا به ستاسو غوره خلک هم دُعا کوي خو د هغوﺉ دُعا به نه قبلیږي».

وعن أبي هُريرةَt عن النبيِّr قال: «إِنَّ الْعَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ رِضْوَانِ اللهِ لاَ يُلْقِي لَهَا بَالاً يَرْفَعُ اللَّهُ بِهَا دَرَجَاتٍ وَإِنَّ الْعَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ سَخَطِ اللهِ لاَ يُلْقِي لَهَا بَالاً يَهْوِي بِهَا فِي جَهَنَّمَ». [رواه البخاريُّ].

ترجمه: «بیشکه یو بنده کله داسې یوه کلمه او خبره وکړي چې په هغی الله تعالی رضا کېږي، او ددغه بنده ورته هېڅ سوچ نه وي، او کوم اهمیت ورته نه ورکوي، خو الله تعالی یي ورباندې ډیری درجې پورته کوي، او بیشکه کله یو بنده یوه کلمه او خبره وکړي چې الله تعالی ورباندې په غصه او قهر کېږي، او د بنده ورته هېڅ خیال او سوچ نه وي، او نه کوم اهمیت ورته ورکوي، خو الله تعالی يي ددغی کلمی او خبری په سبب په دوزخ کېږي غورزوي».

وعن عَلْقمةَ بنِ وَقَّاصٍ الليثيِّ عن بِلالِ بنِ الحارِثِ المُزنِيِّt أن رسولَ اللهِr قال: «إِنَّ الرَّجُلَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ رِضْوَانِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، مَا يَظُنُّ أَنْ تَبْلُغَ مَا بَلَغَتْ، يَكْتُبُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ لَهُ بِهَا رِضْوَانَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ سَخَطِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، مَا يَظُنُّ أَنْ تَبْلُغَ مَا بَلَغَتْ، يَكْتُبُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهَا عَلَيْهِ سَخَطَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ». قَالَ: فَكَانَ عَلْقَمَةُ يَقُولُ: كَمْ مِنْ كَلَامٍ قَدْ مَنَعَنِيهِ حَدِيثُ بِلَالِ بْنِ الْحَارِثِ.

ترجمه: «بیشکه یو سړی کله د الله تعالی د خوشحالۍ او رضامندۍ داسې خبره وکړي چې د هغه هېڅ ګومان نه وي چې هغه داسې درجو ته رسیږي، خو الله تعالی ددغه خبری په سبب ددي بنده لپاره تر قیامته پوری خپله رضامندي ولیکي، او کله یو سړی د الله د قهر او د غصی یوه خبره وکړي چې دهغه هېڅ ګومان نه وي چې دا به دومره بده خبره وي، خو الله تعالی ددغه کلمی په سبب ورته د قیامته پوری خپله غصه او قهر ولیکي».

علقمه/ وایي: «د بلال بن الحارث دی حدیث شریف زه له ډیرو خبرو له کولو څخه منع کړی یم».

ورَوَى البَيْهقِيُّ عن مُحمَّدِ بنِ عَمْرِو بنِ عَلْقَمَةَ بنِ وَقَّاصٍ أنه قال: كانَ رَجُلٌ بَطَّالٌ يدخُلُ على الأُمراءِ فيُضْحِكُهم، فقال له جَدِّي: (وَيْحَكَ يا فُلانُ، لِمَ تَدْخُلُ على هؤلاءِ فتُضْحِكُهم؟! فإني سَمِعتُ بلالَ بنَ الحارِثِ المُزنِيَّ صَاحِبَ رسولِ اللهِr يُحدِّثُ…) فذكَرَ الحديثَ.

ترجمه: «محمد بن عمرو بن علقمه بن وقاص/ وایي: یو وخت یو لټ او بی کاره بی روزګاره سړی وو، د امیرانو او سرکاري او حکومتي خلکو خوا ته ورتللو، نو هغوﺉ ته به یي داسې خبری کولی چې هغوﺉ به یي خندول، نو زما نیکه(علقمه) ورته وویل: اي فلانیه! خوار شی ته ولی دغه سرکاري خلکو ته ورځی او خندوي یي؟ بیشکه ما له بلال بن حارث مزني څخه اوریدلي دي….، یعنی دغه مخکنی حدیث شریف ورته ویلی دی».

نو د ژبی څخه مسلمان ته لوﺉ خطر متوجه دی، او هغه خبری چې له بنده څخه ووځي ډیر لوﺉ شان لري، چې یایي جنت ته رسوي، او یايي دوزخ ته، او هغه څوک چې په دي پوهه شي چې دا خبری هم زما عمل دی، او زه ورباندې نیول کېږم، نو بیا پخپلو خبرو کې احتیاط کوي، او د تقوا او پرهیزګارۍ نښی پرې ښکاره شي؛ ځکه که څوک پخپلو خبرو کې بی احتیاطي وکړي، او دینداري یي کمزوری وي، نو کېداي شي داسې یوه خبره وکړي چې الله تعالی په قهر او غصه کړي، او یا داسې کلمه ووايي چې پرې کافر کېږي، او د اسلامي دین څخه پرې ووځي، والعیاذ بالله.

او داسې واقعات د فتنو په وخت کې ډیر وي، په ځانګړي ډول په دی آخره زمانه کې، لکه چې رسول الله د ابوهریره په حدیث کې فرمایي: «بَادِرُوا بِالأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِيْ كَافِرًا أَوْ يُمْسِيْ مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا». [متفق عليه].

ترجمه: «د تورو تیارو شپو په شان فتنو د راتګ څخه مخ دمخه د عمل په کولو باندې تادي او عجله وکړۍ؛ ځکه د فتنو وخت داسې دی چې سهار به یو سړی مؤمن وي خو بیګا ته به کافر شوی وي، او بل سړی به بیګا کې مؤمن وي خو سهار به کافر شوی وي، چې خپل دین به ددنیا د سازوسامان په بدل کې خرڅوي. الله تعالی دی مونږ تری وساتي».

له همدي کبله د صحابه کرامو او دتابعینو رحمهم الله په زړونو کې به سخته ویره وه چې هسی نه چې د منافقینو اعمال ورڅخه صادر نشي.

لکه چې امام بخاري/ په صحیح بخاري کې له ابن ابي مُلَیْکَه/ څخه نقل کوي چې هغه ویل: »د رسول الله له صحابه کرامو څخه دیرش صحابه کرام ما لیدلي دي چې دا ټول به په خپل ځان باندې له نفاق څخه ویریدل، په دوﺉ کې یوه هم نشو ویلی چې دده ایمان د جبریل او میکاییل علیهما السلام له ایمان سره برابر دی، او د هغه په شان دی«.

او له حسن بصري/ څخه نقل دي چې هغه به ویل: »له الله تعالی څخه ویره نکوی مګر مؤمن بنده یي کوي، او د الله تعالی له عذابه څخه نه په امن کېږي مګر منافق بنده«.

او زید بن وهب/ وایي: »د صحابه کراموy په زمانه کې یو منافق سړی مړ شو، نو حذیفه پرې د جنازی لمونځ ونکړ، نو عمر بن الخطاب ورته وویل: دا هم له منافقانو څخه دی؟ هغه ورته وویل: هو، بیا عمر ورته وویل: ستا دي په الله تعالی قسم وي چې زه هم له منافقانو څخه یم؟ هغه ورته وویل: نه، خو له تا څخه وروسته به د هیچا دغسی سوال ته جواب ونه وایم«.

دا ځکه چې حذیفه د رسول الله رازدار وو، چې هغه ته رسول الله پټ د منافقینو نومونه ورښوولي وو، نو هغه ته په دی امت کې د منافقینو احوال احکام اعمال تر هر چا ډیر ورمعلوم وو، او په دي سبب به صحابه کرامو دده ددغه خصوصیت په سبب د هغه قدر او احترام زیات کولو.

او له همدي کبله چې کله به مړی وشو، نو عمر به حذیفه ته کتل چې که حذیفه به پرې جنازه کوله نو عمر به هم پرې جنازه کوله، خو که حذیفه به پرې جنازه نه کوله، نو عمر به هم پخپله پرې جنازه نه کول بلکې بل څوک به یي د خپل ځان لخوا نائب او وكيل كړ، چې د جنازی لمونځ پرې وکړي؛ تر څو چې د رسول الله هغه پټ راز افشا نشي.

Tags

Related Articles

Back to top button