متفرقات

لږ عملونه او ارزښتناکې بدلې (اتمه برخه ) ليکوال: ابو زبير احسان الله اصفي

لږ عملونه او ارزښتناکې بدلې (اتمه برخه ) ليکوال: ابو زبير احسان الله اصفي

( ۲۳)دمریض دپوښتنی فضیلت اوبهتري : دابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی (من عاد مریضا نادی مناد من السماء :طبت وطاب ممشاک ،وتبوأت من الجنة منزلا)رواه الترمذی ژباړه :څوک چی دیومریض تپوس وکړی نوداسمان له لوری یواوازکونکی اوازوکړی ،چی خوشحاله شی اوقدمونه موبرکتی اوبختورشه اوتاپه حقیقت کی په جنت کی دخپل ځان لپاره کورتیارکړه) ځمامحترمووروڼوکه مونږاوتاسووګورواوښه فکراوسوچ وکړونودمریض تپوس کول څومره اسان عمل اوکاردی خوولی بیابدلی ته ئی وګوروچی الله تعالی څومره عظیمه بدله راکوی په جنت کی ددغی تپوس په سبب اودملائکولخواتپوس کونکی ته دعاکیږی چی ای انسانه الله دی تاخوشحاله کړی اوالله دی دغه ستا یوڅوقدمونه نیک اومبارک کړی نوالله دی مونږته توفیق راکړی چی کله هم مونږخبرشوچی زمونږمسلمان ورورمریض دی چی تپوس یی وکړو یوی خواته به خپل ورورمسلمان باندی بوج سپک شی اوبل لوری به مونږددغی انعاماتومستحق وګرځو.

(۲۴)دعلم دطلب فضیلت : ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :(ومن سلک طریقایلتمس فیه علماسهل الله له به طریقاالی الجنة ) رواه مسلم

ژباړه : څوک چی په یوه لاره روان شوچی دعلم پلټنه اوطلب کول ئی مطلوب اومقصود وی نوالله به په سبب ددغی کارجنت ته دتللولاره دی انسان ته اسانه کړی )

نوځمامحترمودامعمولی اواسان کاردی چی انسان دالله په لاره کی وځی چی مطلب اومقصد ئی دالله دین زده کول اوځان خبرول وی نوالله تعالی به په بدل کی دغی انسان ته جنت ته دتللولاره اسانه کړی الله دی مونږ ته توفیق راکړی چی دعلم زدکړی پسی دالله په لاره کی وځوترڅوددغی عظیم انعام مستحق شو .

(۲۵)دقدردشپي فضیلت اوبهتري : ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی(من قام لیلة القدر إیمانا واحتسابا غفرله ماتقدم من ذنبه )متفق علیه

ژباړه : څوک چی دقدرپه شپه دایمان اواجرپه نیت الله تعالی ته ودریدلو نودی انسان ته به د مخکنی ګناهونو مغفرت اوبخشش وکړای شی )

داهم دالله لویه اوعظیمه مهربانی ده په خپلوبندګانوباندی چی په یوه شپه ودریدلودعبادت په نیت ،الله تعالی انسان ته دګناهونومغفرت کوی لکه څرنګه چی په قران کی هم ددی شپی فضیلت راغلی دي چی دزرومیاشتودعبادت اجراوثواب لری نوخوش قسمته انسان هغه دی چی الله توفیق ورکړی چی دغه یوه شپه الله تعالی ته په عبادت اوطاعت تیره کړی چی ددغی نیکوبدلومستحق شی اودادومره ګران اومشکل کارهم ندی څکه اسانه اوعادی خبره ده خوصرف یوه شپه شب ګیراوعزم اوهمت غواړی .

Tags

Related Articles

Back to top button