لږ عملونه او ارزښتناکې بدلې ( لسمه او اخري او برخه ) ليکوال: ابو زبير احسان الله اصفي
لږ عملونه او ارزښتناکې بدلې ( لسمه او اخري او برخه ) ليکوال: ابو زبير احسان الله اصفي

(۲۸)دالهم دویری ژړا اود الله په لاره کی څوکیداري کول : وخت ناوخت اوپه بعضی وختونوکی دنورو ملګروڅخه جلااوځانله کیدل اوخپل کړه وړه خپلی مخی ته ایښودل اودالله عذابونه ، دجهنم ،اوحساب کتاب ،قبر، ورځ د محشر، اوداسی نورمخی ته کول اوبیا الله ته ژړل ، اوهمدارنګه دالله په لاره کی د کفاروڅخه د خپل ځان اودین د تحفظ اوبچاو پخاطر چوکیداری کول داهم اسان اعمال دی اوفوائداوثمرات ئی ډیر قیمتی دی عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وائی چی ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چی هغی به ویل:(عینان لاتمسهما النار،عین بکت من خشیة الله ،وعین باتت تحرس فی سبیل الله ) رواه البخاری
ژباړه :دوه ډوله داسی سترګی دی چی د جهنم اوربه هغی ته ونه رسی یوه هغه سترګه ده چی دالله د ویری وژاړی ، اوبله هغه سترګه ده چی دالله په لاره کی څوکیداری کوی ،نودی دواړه قسمه سترګوته به د جهنم اورو ونه رسی ،نوکه وګوروکارونه اسان دی ، دومره ګران نه دی اونتائج اوثمرات چی پدی مرتب کیږی هغه ډیرقیمتی اورزښتناک دی لدی کبله مونږته پکاردی چی دادواړه کارونه هم عادی اومعمولی ونه ګڼوترڅود جهنم د اورڅخه تحفظ اوبچاومونږته حاصل شی
(۲۹)دلاری څخه کاڼی وغیره ضرری شیان لری کول : داچی دین اسلام نوروته دتکلیف اوضرررسولوڅخه منع کړی اوداکارئی حرام ګرځولی دی نولدی کبله څوک چی دلاری څخه مؤذی اوضررناک شیان لری کوي نودوی ته به الله تعالی ډیرډیراجرونه اوثوابونه ورکړی لکه معاذبن جبل رضی الله عنه فرمائی چی ماد رسول الله صلی الله عیله وسلم څخه اوریدلی دی چی هغی به ویل :(من رفع حجراعن الطریق کتب له حسنة ومن کانت له حسنة دخل الجنة ) صحیح الجامع
ژباړه : څوک چی دلاری څخه کاڼی وغیره لری کړی نوددی لپاره به نیکی ولیکل شی اوچالپاره چی نیکی ولیکل شوه الله تعالی به ئی جنت ته داخل کړی ) لکه بل حدیث کی راځی دابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :(لقدرایت رجلایتقلب فی الجنة فی شجرة قطعها من ظهرالطریق کانت تؤذی الناس) رواه مسلم
ژباړه : مایوسړی ولیدلوچی جنت کی اوړیدلوراوړیدلوپدی سبب چی یوه ونه وه چی دهغی په سبب خلکوته تکلیف اوضرر رسیدلو اودی هغه ونه قطع اوپری کړه ) سبحان الله څومره اسان عمل دی نن سبامونږ څومره مؤذی اوخطرناک شیان لاروکی وینوچی هیڅ په قیصه کی ئی هم نه یوسره لدی چی داڅومره اسان کاردی اوبدلی اوثوابونه ئی څومره ډیرزیات دی چی الله تعالی پری انسان ته جنت ورکوی ،نو پکارده چی دانیک عمل مونږ عادی اومعمولی ونه ګڼواوپردی کارمونږ پوره اهتمام وکړو
(۳۰)داودس څخه وروسته دلمونځ فضیلت : پدی باره کی دابوهریره رضی الله عنه حدیث دی فرمائی چی رسو الله صلی الله علیه وسلم بلال رضی الله عنه ته دسهرمانځه په وخت کی وویل :(یابلال حدثنی بأرجی عمل عملته فی الاسلام فإنی سمعت دف نعلیک بین یدیَ في الجنة قال : ماعملت عملاأرجی عندی من أنی لم اتطهرطهورا فی الساعة من لیل اونهارإلاصلیت بذلک الطهورماکتب لی أن أصلی ) رواه البخاری ومسلم
ژباړه : ای بلاله! ماته داسی یوعمل وښایه چی اسلام کی تاکړی وی اوستاورته ډیره طمع اوامید وی د خپل ځان د خلاصون لپاره څکه ماستا د پڼوکشاری د جنت ترشا اوخوا اوریدلونوبلال رضی الله عنه رسول الله ته وفرمائل ماهیڅ داسی یوعمل نه دی کړی چی هغه ته ځماډیره طمع اوامید وی مګردومره خبره ده چی کله هم ما د شپی یا د ورځی اودس ندی کړی مګرپردغه اودس ما بیا ضرور لمونځ کړی دی څومره چی می نصیب اوما ته لیکل شوی وی نولکه څرنګه چی هم داودس فضیلت اومقام بیان شو نووس هغه څوک خوش قسمته دی چی بیاداودس نه روسته یوڅورکعات لمونځ وکړی ځکه په اودس سره به ئی الله ګناهونه معاف کړی اوبیالمونځونوسره به ئی الله تعالی جنة ته داخل کړی نودغه عمل اسان عمل دی باید یومعمولی عمل ونه ګڼل شی ځکه لکه مخکی هم داخبره بیان شوه چی دامعلومه نده چی دانسان کوم اعمال الله قبلوی اودانسان د نجات اوخلاصون سبب ګرځی نوخلاصه ددی دیرش مسائلوبیانولوداشوه چی انسان باید دالله په عبادت اونیکواعمالوترسره کولوکی غټ اووړواعمالوته ونه ګوری بلکی دعبادت ټولوانواعوباندی اهتمام اوکوښښ وکړی ځکه دامعلومه نه ده چی کوم عمل به زمونږالله تعالی قبلوی اودانسان د خلاصون اود نجات سبب به ګرځی ځکه په حدیث شریف کی راځی چی بنی اسرائلوکی یوه زناکاره ښځه وه اوچی کله ئی سپی دکوهی په غاړه ولیده چی سختی تندی له کبله ئی ژبه راویستلی ده نوځان سره ئی فکروکړه چی داخوډیرسخت تږی دی نوخپله پڼه ئی کوهی ته خکته کړه اواوبه ئی پکی راویستلی اوپه سپی ئی وڅښلی نوالله تعالی ئی دغه عمل قبول کړه اوپه سبب ددغی عمل ئی جنت ته بوتله ، اوبل طرف ته که مونږ وګوروچی نیکه ښځه ده خویوه پیشوئی وتړله اوخوراک اوڅښاک ئی نه ورکولو تردی چي مړه شوه نوالله تعالی په سبب ددغی ظلم دغه ښځه جهنم ته بوتله ، نوګناه ته به هم دوړی ګناه په سترګه نه ګوری چی دا وړه ګناه ده اوددی به څه سزا اوجزا وی اونیکواعمالوته به هم سپک نه ګوری ځکه دامعلومه نه ده چی ستاغټ عمل الله قبلوی اوکه وړوکی ، الله تعالی دی مونږته په دغه اعمالودعمل کولوتوفیق راکړی ، وصل الله تعالی علی خیرخلقه محمدوعلی اله وصحبه اجمعین
Top of Form
Bottom of Form