لږ عملونه ډېر اجرونه ( اخري برخه ) ژباړن: محمد اشرف ناصر
لږ عملونه ډېر اجرونه ( اخري برخه ) ژباړن: محمد اشرف ناصر

دفرض مانځه نه وروسته د تسبيحاتو اجر
عن أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ سَبَّحَ اللَّهَ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلاةٍ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ وَحَمِدَ اللَّهَ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ وَكَبَّرَ اللَّهَ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ فَتْلِكَ تِسْعَةٌ وَتِسْعُونَ وَقَالَ تَمَامَ الْمِائَةِ لا إِلَهَ إِلاّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ غُفِرَتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ ([1]). ”
ژباړه: د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه د نبی علیه السلام نه روایت کوی چی نبی علیه السلام فرمایلی دي: څوک چی د فرض مانځه نه وروسته 33 کرته سبحان الله ووایی ، او 33 کرته الحمدلله ووایی او 33 کرته الله اکبر ووایی ، نو دا ټول تسبیحات 99 شو او بیا یی او فرمایل: چی دسلو پوره کیدو لپاره دا دعا ووایی: (لا ِاله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علی کل شئ قدیر) نو الله رب العالمین ددغه کس ټول ګناهونه بښي ولو که دبحر د زګ په اندازه ډير وی.
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه السلام مونږ ته د ډیر زیات اجر والا تسبیحات او ذکر راښودلی دی چی د هغی په ویلو سره مؤمن ته الله رب العالمین ټول ګناهونه معاف کوی ولو که ددغه مؤمن ګناهونه د بحر د زګ په اندازه ولی نوی .
نو محترمو لوستونکو : مونږ او تاسو کی یو کس هم د ګناه څخه پاک نشته او هرکس دا امید لرو چی الله راته ټول ګناهونه معاف کړی نو باید چی دا تسبیحات هر مانځه نه وروسته ووایو چی زمونږ دګناهونو د بخشش سبب وګرځی.
په خایسته ډول د اودس کولو اجر او ثواب
عن عثمانَ بن عفانَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: منْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الوضوءَ، خَرَجَت خَطَايَاهُ مِنْ جسَدِهِ حتَّى تَخْرُجَ مِنْ تحتِ أَظفارِهِ ([2])
ژباړه: د عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي چی نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلي دی څوک چی دسنت طریقی موافق اودس وکړی ددغی کس د بدن نه ټول ګناهونه ورژیږی تر دی چی د نوکانو د لاندی بیخ څخه هم ورژیږی.
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه الصلاة والسلام خپل امت ته یو بل د ډیر اجر والا عمل ښودلی دی چی ډیر اسان عمل دی او په ډیر لږ وخت کی ترسره کیږی خو اجر او ثواب يي ډیر زیات دی چی هغه عمل دسنت طریقی موافق او پوره اودس کول دي.
محترمو لوستونکو! د اودس کولو په احادیثو کی ډیر فضایل راغلی دی چی یو دا حدیث دی چی د اودس په وجه الله رب العالمین اودس کوونکی نه ټول ګناهونه رژوی او ټول ګناهونه ورته بښی باید چی ددی عمل خاص اهتمام وشی چی الله رب العالمین مونږ ته ګناهونه معاف کړی.
د سورة اخلاص د ویلو اجر او ثواب
عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رضی الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : أَيَعْجِزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَقْرَأَ فِي لَيْلَةٍ ثُلُثَ الْقُرْآنِ ؟ قَالُوا : وَكَيْفَ يَقْرَأْ ثُلُثَ الْقُرْآنِ . قَالَ : قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ تَعْدِلُ ثُلُثَ الْقُرْآنِ([3]) .
ژباړه: د ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی هغه د نبی علیه الصلاة والسلام نه روایت کوی چی نبی علیه السلام فرمایلي دي (( ایا عاجز دی ستاسو نه یو کس چی په یوه شپه کی د قرآن دریمه حصه ولولي؟ صحابه کرامو وویل څنګه به یوکس په یوه شپه کی د قرآن دریمه حصه ولولي ؟ دا خو ډیره ګرانه تمامیږی، نو نبی علیه السلام ورته او فرمایل چی یو ځل سورت الاخلاص ویل د قرآن ددريمی حصی دویلو سره په اجر کی برابر دی.
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه السلام خپل امت ته د ډیرو اجرونو زیری ورکړی دی دومره ډیر اجرونه دی چی حساب يي څوک نشی کولای چه هغه د سورة الاخلاص ویل دی چی دا سورت د قرآن ددریمی حصی سره په اجر او ثواب کی برابر دی چی یو کس دا سورت ولولی لکه چی د قرآن لس سپاري یي لوستلی وي بیا په هره سپاره کی ډیر حروف دي او بیا په هر حرف باندې لس نیکۍ دي[4]، نو دا اجر او ثواب ډیر زیات جوړیږی او څوک چی دا سورت دري ځل ولولی نو الله رب العالمین ورله د ټول قرآن د ویلو برابر اجر ورکوی، نو په قرآن کی خو بیا بيخی ډیر اجر او ثواب جوړیږی، باید هر کس ددی سورت په ویلو خاص اهتمام وکړی.
د الله نه په ريښتني سره دشهادت دغوښتلو اجر
عن سَهْلِ بْنِ حُنيْفٍ رضي الله عنه أَن النبيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ سَأَلَ اللَّهَ الشِّهَادَة بِصِدْقٍ بَلَّغهُ اللَّهُ مَنَازِلَ الشُّهدَاء، وإِنْ مَاتَ عَلَى فِراشِهِ([5])
ژباړه: د سهل بن حنیف رضی الله عنه څخه روایت دی چی یقینا نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلی دی: څوک چی د زړه له کومی په ريښتنی سره د الله نه د شهادت سوال وکړی نو الله تعالی به دغه کس د شهیدانو لوړو مرتبو ته ورسوی، ولو که په خپل کټ باندی مړشی.
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه الصلاة والسلام خپل امت ته دا خبره ښودلی ده چی الله رب العالمین هیڅکله هم د چا کوشش نه ضایع کوی او خپل بنده له د هغه دعمل نه څو چنده سیوا بدلی ورکوی.
محترمو لوستونکو! پدی حدیث کی نبی علیه الصلاة والسلام مونږ ته یو بل دډیر لوئ اجر والا عمل راښودلی دی چی هغه د الله څخه په صدق سره د شهادت مرګ غوښتل دي څوک چی د الله نه د شهادت مرګ په صدق سره وغواړی الله رب العالمین دغه کس صرف په دعا باندی دشهیدانو لوړو مرتبو ته رسوی ولو که دغه کس په خپل کټ باندی مړ شی.
باید چی هر مؤمن د الله نه د شهادت سوال په صدق سره وکړی چی الله رب العالمین يی دشهیدانو لوړو مرتبو ته ورسوی، نو دعا کول یو وړوکی عمل دی خو الله رب العالمین پری خپل بنده دشهیدانو لوړو مرتبو ته رسوی
…………………………….
[1] رواه مسلم: کتاب المساجد ومواضع الصلاة:1352
[2] رواه مسلم: کتاب الطهارة:578
[3] رواه مسلم:کتاب صلاة المسافرین وقصرها:1886
[4] رواه الترمذی:2910
[5] رواه مسلم: کتاب الإمارة:4930