لږ عملونه ډېر اجرونه ( دريمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر
لږ عملونه ډېر اجرونه ( دريمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر

۷ – : د اذان نه وروسته د دعا ویلو اجر او ثواب
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ، حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ “ ([1])
ژباړه : د جابر بن عبد الله رضی الله عنهما څخه روایت دی چی یقینا نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلی دی: څوک چی دآذان د اوریدو نه پس دا دعا ووایی: اللهم رب هذه الدعوة التامه…. نو دغه کس لپاره دقیامت په ورځ زما شفاعت ثابت شو.
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه الصلاة والسلام مونږ ته یو بل د ډیر غټ اجر والا عمل راښودلی دی داسی عمل دی چی د هغی په کولو سره مؤمن دقیامت په هغه سخته ورځ باندی د نبی علیه السلام د شفاعت مستحق ګرځی او هغه عمل د اذان نه وروسته مسنونه مذکوره دعا ویل دی .
محترمو لوستونکو :دا دعا د الفاظو په نسبت ډیره وړه دعا ده خو په وزن او اجر کی ډیره لویه دعا ده باید چی هر مسلمان ددی دعا خاص اهتمام وکړی او دهر اذان نه وروسته یی ووایی چی دقیامت په هغه سخته ورځ باندی د نبی علیه الصلاة والسلام دشفاعت مستحق وګرځی.
۸ – : د سبحان الله وبحمده د ویلو اجر
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( مَنْ قَالَ حِينَ يُصْبِحُ وَحِينَ يُمْسِي سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ مِائَةَ مَرَّةٍ لَمْ يَأْتِ أَحَدٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِأَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ إِلَّا أَحَدٌ قَالَ مِثْلَ مَا قَالَ أَوْ زَادَ عَلَيْهِ. ([2])
ژباړه: د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی چی نبی علیه السلام فرمایلی دی: څوک چی سل ځله سبحان الله وبحمده ووائي، د قیامت په ورځ باندی به ددی کس نه بل غوره کس نه وي مګر هغه کس به دده نه غوره وی چی ددی کس په اندازه یی لوستلی وی او یائی دده نه زیات لوستلی وی.
فایده: پدی حدیث کی نبی علیه السلام مونږ ته د آخرت غوره شخص راښودلی دی چی هغه کس به د قیامت په ورځ باندی د هر چانه غوره وی څوک چی سبا او بیګا سل کرته ( سبخان الله وبحمده ) وائی.
عزتمندو مسلمانانو ورونو ، دا ذکر په ډیر کم وخت کی ترسره کیږی چی د وخت په اندازه پری دری مینټه نه لګیږی خو اجر او ثواب ئی دومره زیات دی چی څوک ئي سبا او بیګا ووائی نو دغه کس به د قیامت په ورځ تر ټولو غوره کس وی.
۹ – : دسبحان الله وبحمده او سبحان الله العظيم دویلو اجر
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم:(كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ ) ([3]).
ژباړه: د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی: چی نبی علیه السلام فرمایلي دي: دوه کلیمی دی چی په ویلو کی ډيری اسانی دی ، او ډیری درنی دی په تله د میزان کی ، او الله رب العالمین ته ډیری محبوبی دی، چی هغه کلیمی :(( سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم)) دي.
فایده: په دی حدیث کی نبی علیه السلام مونږ ته یو بل د ډیر اجر والا عمل راښودلی دی داسی عمل دی چی الله رب العالمین ته ډیر محبوب دی ، او په تله د میزان کی ډیر دروند دی او ویل یی ډیر اسان دی چی هغه دا ذکر ویل دي (( سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم)) .
محترمو لوستونکو ! هر مؤمن دا خوښه ګڼی چی د هغه دنیکو اعمالو تله دی د قیامت په ورځ درنه شی او الله رب العالمین دې د هغه نه راضی شی ، نو هر څوک چی الله خوشحالول غواړي او دقیامت په ورځ دخپلو نیکو اعمالو وزن درنول غواړی باید چی دا دوه کلیمی ډیری ووائی.
…………………………………
[1] رواه البخاري. کتاب التفسیر/4719
[2] (رواه مسلم کتاب الذکر والدعاء والتوبة والاستغفار)(6843)
[3] رواه مسلم کتاب الذکر والدعاء والتوبة والاستغفار (6846)