حدیث

لږ عملونه ډېر اجرونه ( څلورمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر

لږ عملونه ډېر اجرونه ( څلورمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر

۱۰ – : په ورځ کی سل ځله د تسبیحاتو د ویلو اجر

عَنْ مُصْعَبِ بْنِ سَعْدٍ، حَدَّثَنِي أَبِي قَالَ: كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «أَيَعْجِزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَكْسِبَ، كُلَّ يَوْمٍ أَلْفَ حَسَنَةٍ؟» فَسَأَلَهُ سَائِلٌ مِنْ جُلَسَائِهِ: كَيْفَ يَكْسِبُ أَحَدُنَا أَلْفَ حَسَنَةٍ؟ قَالَ: «يُسَبِّحُ مِائَةَ تَسْبِيحَةٍ، فَيُكْتَبُ لَهُ أَلْفُ حَسَنَةٍ، أَوْ يُحَطُّ عَنْهُ أَلْفُ خَطِيئَةٍ . ([1])

ژباړه: د مصعب رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی ما د خپل پلار څخه اوریدلی دی چی ماته يي ویلی دی مونږ  د نبی علیه السلام سره ؤو چی نبی علیه السلام اوفرمایل (ایا عاجز دی یو کس ستاسو نه  چی هره ورځ زر نیکۍ وګټي؟ نو دناستو کسانوڅخه یو کس د نبی علیه السلام نه تپوس وکړو څنګه به زمونږ نه یو کس په ورځ کی زر نیکئ وګټی؟ ) نو نبی علیه السلام ورته اوفرمایل: چی یو کس سل ځله سبحان الله اووائی د هغه د پاره زر نیکئ لیکلی کیږی ، او زر ګناهونه تری رژیږی.

فایده : پدی حدیث کی نبی علیه السلام خپل امت ته یو بل  دډیر لوئی اجر والا عمل ښودلی دی، چی په هغې عمل سره مؤمن ته زر نیکئ میلاویږی او زر ګناهونه تری رژیږي او ډیر اسان عمل دی چی هغه صرف سل کرته په ورځ کی سبحان الله ویل دی ، باید چی هر مؤمن د دی څخه استفاده وکړی او په لږ وخت کی ډیر اجر حاصل کړی.

۱۱ – : دبل مسلمان نه د تکلیف لیري کولو اجر

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ يَسَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ، وَاللَّهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ……الخ. ([2])

ژباړه: د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چی نبی علیه السلام فرمایلی دی:  چا چی دیو مؤمن څخه ددنیا د تکلیفونو نه یو تکلیف لیری کړو، نو الله به ددغی کس نه د آخرت د تکلیفونو څخه یو تکلیف لیری کړی . او څوک چی په یو تنګدسته باندی آسانی راولی نو الله به آسانی راولی په دغه کس باندی په دنیا او آخرت کی.

او چا چی په یو مسلمان باندی پرده واچوله نو الله به په دغه کس باندی په دنیا او آخرت کی پرده واچوی ، او ترڅو چی بنده د خپل ورور په کومک کی وی نو الله تعالی د خپل بنده په کومک کی وی.

فایده: پدی حدیث کی نبی علیه الصلاة والسلام خپل امت ته نور د ډیر اجر والا اعمال ښایی، چی هغه د خپل مسلمان ورور  څخه یو تکلیف لری کول دی او په تنګدسته  باندی آسانی راوستل دی او په مسلمان باندی پرده اچول دی او خپل مسلمان ورور سره کومک کول دی نو څوک چی دا مذکوره نیک اعمال وکړی نو الله رب العالمین به ورله په حدیث کی دغه مذکوری بدلی ورکړی.

۱۲ – : د لا حول ولا قوة الا بالله د ويلو اجر

عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ – رضي الله عنه – قَالَ: قَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم: «  أَلَّا أَدُلُّكَ عَلَى کلمة مِنْ كُنُوزِ الْجَنَّة أو قال علی کنز من کنوز الجنة فقلت بلی فقال لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ([3]).  

ژباړه: د ابو موسی الاشعری رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چی ماته نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلی دی ایا دجنت دخزانو څخه درته یوه کلیمه نه درښایم؟ او یا یی داسی او فرمایل: چی ایا دجنت دخزانو څخه درته یوه خزانه نه درښایم؟ نو ما ورته اوویل ولی نه؟ نو نبی علیه الصلاة والسلام اوفرمایل چی لا حول ولا قوة  الا بالله دا دجنت یوه خزانه ده.

فایده : پدی حدیث کی نبی علیه الصلاة والسلام خپل امت ته د ډیر خیر والا عمل ښودلی دی چی اجر یی بیخی زیات دی، داسی عمل دی چی هغه د جنت چابی ده او جنت ته دتللو یوسبب دی چی هغه د لا حول ولاقوة ذکر ویل دی.

محترمو لوستونکو: دا ذکر په ډیر لږ وخت کی ویل کیږی خو اجر ئی دومره زیات دی چی الله رب العالمین پری خپل بنده جنت ته داخلوی ، نو باید چی هر مسلمان ددی ذکر په ویلو خاص اهتمام وکړی او د جنت دا مهمه کونجی د ځان سره واخلی.

۱۳ – : د اعوذبکلمات الله التامات من شر ماخلق د ویلو اهمیت

عن خَولَة بنتِ حكيمٍ رَضي اللَّهُ عنها قالتْ: سمعْتُ رَسُولَ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقولُ: “مَنْ نَزلَ مَنزِلاً ثُمَّ قَالَ: أَعُوذُ بِكَلِمات اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يضرَّه شَيْءٌ حتَّى يرْتَحِل مِنْ منزِلِهِ ذلكَ” ([4])

ژباړه: د خوله بنت حکیم رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چی ما دنبی علیه الصلاة والسلام نه اوریدلی دی چی نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلی دی: څوک چی یو ځای ته یا یو کلی ته داخل شی او دا دعا ووایی (اعوذبکلمات الله التامات من شر ما خلق) هیڅ کله یو شی دغه کس ته ضرر نه شی رسولی تر هغه وخت پوری چی ددغه ځای څخه واپس شی.

فایده: نبی علیه الصلاة والسلام پدی حدیث کی خپل امت ته یوه مضبوطه اسلحه ښودلی ده چی مؤمن یی په کار واچوی نو مؤمن ته هیڅ شی ضرر نشی رسولی ، چی هغه اسلحه دا دعا ویل دی (أَعُوذُ بِكَلِمات اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ)

محترمو لوستونکو: هر کس دا خوښه ګڼی چی هغه دی د هر قسم شر څخه محفوظ پاتی شی، نو د هر قسم شر نه  دبچ کیدو لپاره باید هر مؤمن او مسلمان  دا دعا ووایی چی  دهر قسم ضرر څخه محفوظ پاتی شی .

………………………………..

[1]   رواه مسلم کتاب ال‍‍‍ذکر والدعاء والتوبة والاستغفار / 6852.

[2]  رواه مسلم کتاب ال‍‍‍ذکر والدعاء والتوبة والاستغفار /6853

[3]  رواه مسلم :کتاب ال‍‍‍ذکر والدعاء والتوبة والاستغفار:6868

[4]  رواه مسلم :کتاب ال‍‍‍ذکر والدعاء والتوبة والاستغفار: 6878

Tags

Related Articles

Back to top button