مسلمان ته وصيتونه او نصيحتونه د مسجد نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور عبد المحسن. ژباړن: مفتي عبدالولي خان
مسلمان ته وصيتونه او نصيحتونه د مسجد نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور عبد المحسن. ژباړن: مفتي عبدالولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
نېټه: 22 ذو الحجه، 1440 هجري، 23 اګست، 2019 م
اوله خطبه
أمَّا بعد:
د الله بنده ګانو! د الله تقوا غوره كړئ څنګه چې د هغهٔ د تقوا حق دى، او د اسلام پر مضبوطې كړۍ منګولې ټينګې ولګوئ!
اى مسلمانانو! الله تعالٰى پر خپلو بنده ګانو باندې په بېلا بېلو عباداتو سره فضل او رحم كړى دى، مختلف عبادتونه يې ورته مشروع كړي دي. څه د زړه عبادتونه دي او څه ظاهري د اندامونو عبادتونه دي، د اسلام او ايمان د اركانو مدار پر دغو باندې دى.
دا دى حاجيان له بيت الله شريف او مشاعرو نه واپس شول. وروسته له دې چې د اسلام تر ټولو اوږد بدني عبادت يې تر سره كړ.
شيخ الاسلام رحمه الله فرمايي: نبيﷺ پر هغه ړومبني حج چې له مدينې نه تر سره شو؛ ابوبكر صديق رضي الله عنه امير ګرځولى و. د حج د احكامو علم په عباداتو كې تر ټولو دقيق او باريك علم دى. ابوبكر صديق رضي الله عنه چونكه ډېر فراخه علم لرونكى و، نو ځكه نبيﷺ په نهم كال د حج امير مقرر كړ، د دې لپاره چې خلكو ته د حج احكام او مسايل وښيي.
په حج كې د اسلام عظمت ښكاره شوى دى چې مختلف قومونه او خلك يې پر حق او د اسلام پر كلمې باندې راجمع كړل. الله سبحانه و تعالٰى د مخلوق لپاره د خپلو رسولانو د صدق او رښتينولۍ د ثابتولو لپاره نښې څرګندوي.
ابراهيم عليه السلام له خپل رب نه دعا وغوښتله، لكه په قرآن كې راځي:
﴿ فَاجْعَلْ اَفْىِٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِيْۤ اِلَيْهِمْ ﴾
’’نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي.‘‘ [ابراهيم 37:14].
نو الله يې دعا قبوله كړه او خبر يې وركړ چې خلق به راځي، لكه فرمايي:
﴿ وَّ عَلٰى كُلِّ ضَامِرٍ يَّاْتِيْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيْقٍۙ۰۰۲۷﴾
’’او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه.‘‘ [الحج 27:22].
ابن كثير رحمه الله وايي: هر مسلمان د كعبې د ليدلو او د طواف كولو لپاره لېواله او شوق لرونكى دى. او د نړۍ له هر ګوټ نه خلك د كعبې شريفې ديدار ته راځي.
هغه انسان چې له الله سره اخلاص لرونكى وي الله يې دعا قبلوي اګر كه د هغهٔ له مرګ نه پس وي، هر كال الله تعالٰى د ابراهيم عليه السلام د دُعا اثرات څرګندوي، مسلمانان د هغهٔ بلنه قبلوي او د سفر د مشقت او سختۍ باوجود هغه سيمي ته راځي چې د كركيلې قابل نه ده، د دې لپاره چې دوى خپل عِجز او احتياج الله ته، په عرفات او نورو مَشاعرو كې په ودرېدو سره ښكاره كړي. او د خپل رب په وړاندې د خپلې عاجزۍ او تذلل په ښكاره كولو سره چې ګنډلې جامې نه اغوندي او الله ته د خضوع لپاره خپل سرونه خروي.
الله سبحانه و تعالٰى د دې دين د حفاظت وعده كرې ده اګر كه زمانه ډېره تېره شي، احوال بدل شي او قسما قسم فتنې او جنګونه راشي، سختۍ او اسانۍ، فقر او غنا راشي، بيا به هم دا دين كامل، واضح او لوړ وي او داسې تازه به وي ګويا كه وحي همدا نن نازله شوې ده، نو حاجيان هر كال هغه لباس اچوي چې نبيﷺ اچولى و، يعنې لنګ او څادر، او هماغه د نبيﷺ تلبيه وايي، د هغهٔ په شان رمي كوي او د هغه په څېر د بيت الله طواف كوي.
زمونږ نبيﷺ پر سختيو او تكليفونو صبر وكړ د دې لپاره چې امت يې په هدايت سره خوشاله ژوند تېر كړي. نبيﷺ عايشې ته وفرمايل: ستا قوم ما ته ډېر تكليفونه رارسولي دي، دا بخاري روايت كړى دى.
صحابه كرامو خپل وطنونه پرېښودل او نورو وطنونو ته ولاړل، د دې لپاره چې د نبيﷺ پېغام په عزم او امانت سره دنيا ته ورسوي. پر هر مسلمان لازم دي چې د نبيﷺ هغه حقونه په مينې سره ادا كړي چې هغوى د دين لپاره كوم عظيم خدمتونه كړي دي.
د هغهٔ دې اتباع او پيروي وكړي، د هغهٔ له صحابه كرامو سره دې مينه وكړي او د هغوى دې دفاع وكړي او د هغوى لپاره دې دعاګانې وكړي.
په هر عمل كې اخلاص د هغهٔ عمل د قبوليت لپاره شرط دى، الله تعالٰى خو غني او ډېر غالب دى، هغه، هغه عمل نه قبلوي چې د هغهٔ د رضا لپاره نه وي ترسره شوى. نبيﷺ فرمايي: يقينًا الله تعالٰى يوازې هغه عمل قبلوي چې خالص د هغهٔ لپاره وي او د هغهٔ رضا په كې لټولى شي. دا ابو داود روايت كړى دى.
چا چې په خپل عبادت كې ريا او شهرت پسندي داخل كړل او يا يې په دغه عبادت سره د خلكو مدح او ستاينه ولټوله، نو دغه عبادت به له ده نه نه قبلېږي، ده يوازې ځان ستړى او ستومانه كړ. الله تعالٰى په حديث قدسي كې فرمايي: زه له ټولو شريكانو څخه زيات له شرك او حصه دارۍ څخه غني او بې پروا يم. چا چې يو عمل وكړ او له ما سره يې په كې بل څوك هم شريك كړ، نو زه هغه او د هغهٔ حصه پرېږدم. دا احمد روايت كړى دى.
او چا چې د الله لپاره اخلاص وكړ، نو الله يې عمل قبلوي او اجر يې زياتوي، الله فرمايي:
﴿ وَاللّٰهُ يُضٰعِفُ لِمَنْ يَّشَآءُ ؕ ۰۰۲۶۱ ﴾
’’او الله (اجر) زیاتوي د چا لپاره چې وغواړي .‘‘ [البقرة 261:2].
ابن كثير رحمه الله فرمايي: يعنې په عمل كې د هغهٔ د اخلاص مطابق.
نو څوك چې په حج كې د نبيﷺ د طريقې پيروي كوي هغهٔ ته په كار دي چې په ټولو امورو كې د نبيﷺ پيروي وكړي، او همدا د كاميابۍ او فلاح لاره ده، الله فرمايي:
﴿ وَ اِنْ تُطِيْعُوْهُ تَهْتَدُوْا ۰۰۵۴﴾
’’او كه تاسو د هغه (رسول) اطاعت وكړئ (نو) نېغه لار به ومومئ .‘‘ [النور 54:24].
د نبيﷺ اتباع او پيروي له فتنو نه د بچاو لپاره ستره وسيله ده، نبيﷺ فرمايي: ما په تاسو كې دوه څيزونه پرېښودل كه تاسو پر هغو منګولې ټينګې ولګوئ، نو هېڅكله به ګمراه نشئ: يو د الله كتاب او بل زما سنت. دا حاكم په المستدرك كې روايت كړى دى.
نعمتونه په شكر سره زياتېږي او چا چې عبادت وكړ او ورپسې يې الحمد لله وويلې، يعنې د الله ستاينه يې وكړه، نو الله به د هغهٔ لپاره ورپسې عبادتونه اسان كړي، د دې لپاره چې ثوابونه حاصل كړي، الله فرمايي:
﴿ وَ الَّذِيْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَّ اٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ۰۰۱۷﴾
’’او هغه كسان چې هدایت يې موندلى دى، هغه (الله) دوى ته هدایت ورزیات كړى دى او دوى ته يې د دوى پرهېزګاري وركړې ده.‘‘ [محمد 17:47].
د عملِ صالح د قبلېدو نښه يوه دا ده چې له هغهٔ نه وروسته هم نېكي كوې، سعيد بن جبير رحمه الله وايي: د نېكۍ بدله دا ده چې له هغې نه پس بله نېكي ترسره شي او د بدۍ او ګناه سزا دا ده چې له هغې ګناه نه پس بله ګناه هم له انسانه كېږي.
مسلمان چې كله له يو عبادت نه فارغ شي نو ورپسې بل عبادت كوي، لكه الله فرمايي:
﴿ فَاِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْۙ۰۰۷﴾
’’نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه.‘‘ [الم نشرح 7:94].
ابن الجوزي رحمه الله وايي: مطلب د ايت دا دى چې په عمل كې لګيا اوسه.
عبادت په مرګ سره منقطع كېږي. الله فرمايي:
﴿ وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى يَاْتِيَكَ الْيَقِيْنُؒ۰۰۹۹﴾
’’او د خپل رب عبادت كوه تر هغه پورې چې تا ته یقین (مرګ) راشي.‘‘ [الحِجر 99:15].
مسلمان چې كله نېك عمل وكړي، نو د هغه عمل ساتنه هم پرې لازم ده او تر ټولو اهمه دا چې په شرك كې له واقع كېدو نه به ځان ساتي، ځكه چې شرك ټول عملونه بربادوي. الله فرمايي:
﴿ وَ لَقَدْ اُوْحِيَ اِلَيْكَ وَ اِلَى الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكَ١ۚ لَىِٕنْ اَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۶۵﴾
’’او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته هم چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې.‘‘ [الزمر 65:39].
ابن القيم رحمه الله وايي: كله چې الله تعالٰى له يو بنده سره ښېګړه كول غواړي، نو د هغهٔ له زړه نه د خپلو نېكو عملونو ليدل ختم كړي، يعنې دى بيا خپل نېك عملونه نه ويني، په ژبه يې چا ته نه بيانوي بلكې خپلو ګناهونو ته ګوري.
همدارنګه له الله نه د عمل صالح د قبوليت دعا غوښتل هم د صدقِ ايمان نښه ده. ابراهيم عليه السلام كعبه جوړه كړه او بيا يې له الله نه دعا وغوښتله:
﴿ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا١ؕ اِنَّكَ اَنْتَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ۰۰۱۲۷ ﴾
’’اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې.‘‘ [البقرة 127:2].
پر دين باندې ټينګ ودرېدل د عزيمت په امورو كې راځي. د نبيﷺ په دعاګانو كې يوه دعا دا هم وه: اى الله! زموږ زړونه ستا پر دين ثابت ولره. دا ابن ماجه روايت كړى دى.
چا چې په حج كه د توحيد تلبيه وويله او په اختر كې يې تكبيرونه وويل، نو پر هغه له الله سره كړې وعده پوره كول لازم دي چې له هغهٔ نه غير به بل څوك نه بلي. او بل چا ته به پناه نه وروړي. او له كعبې نه غير د بل ځاى طواف به نه كوي. الله فرمايي:
﴿ وَ الَّذِيْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مَا يَمْلِكُوْنَ مِنْ قِطْمِيْرٍؕ۰۰۱۳﴾
’’او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي.‘‘ [فاطر 13:35].
او چا چې الله ته مخه كړه الله به يې مدد وكړي او مرسته به يې وكړي، الله فرمايي:
﴿ وَ الَّذِيْنَ جَاهَدُوْا فِيْنَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ﴾
’’او هغه كسان چې په (دین ز) مونږ كې كوشش كوي (، نو) مونږ به دوى ته خامخا ضرور خپلې لارې وښیو.‘‘ [العنكبوت 69:29].
دا هم واورئ چې د حج د صحيح والي لپاره د مدينې منورې زيارت شرط نه دى. بلكې د مسجد نبوي اراده او نيت كول سنت دي، نبيﷺ د حاجي او غير حاجي ټولو لپاره ترغيب وركړى دى چې په دغه جومات كې لمونځ وكړي او دا په درې جوماتونو كې يو دى چې يوازې همدغو ته به د ثواب په نيت سفر كولى شي. نبيﷺ فرمايي: هېڅ يو ځاى ته به د عبادت او ثواب د زيادت لپاره سفر نه كولى شي غير له درې جوماتونو څخه، زما دا جومات، مسجد حرام، او مسجد اقصا. دا بخاري او مسلم روايت كړى دى.
په مسجد نبوي كې يو لمونځ له زرو هغو لمونځونو نه غوره دى چې په نورو ځايونو كې وشي سوا له مسجد حرام نه.
او څوك چې مدينې ته راشي، نو هغه دې پر نبيﷺ او د هغه پر دواړو ملګرو ابوبكر او عمر رضي الله عنهما سلام واچوي.
د دغه كس لپاره د مسجد قُباء زيارت هم مشروع دى. نبيﷺ فرمايي: چا چې په خپل كور كې اودس وكړ، بيا يې په مسجد قباء كې لمونځ وكړ، نو د ده لپاره د يوې عمرې اجر دى. دا ابن ماجه روايت كړى دى.
د دغه كس لپاره د بقيع قبرستان او شهداءِ اُحد زيارت كول هم مشروع دي او د هغوى لپاره دعا غوښتل هم او په دغو سره دې نصيحت او عبرت واخلي او اخرت دې ياد كړي.
دا هم واورئ چې مړي د هيچا لپاره د نفع او نقصان مالكان نه دي، او نه دې په هغه پورې ځان نښلوي بلكې د مړي لپاره دې د مغفرت او رضامندۍ دعاګانې غواړي او هغه څوك چې د هغهٔ لپاره دعا غوښتلى شي، له الله سره هغه نشي بلل كېداى. الله فرمايي:
﴿ وَ لَا تَدْعُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَ لَا يَضُرُّكَ١ۚ فَاِنْ فَعَلْتَ فَاِنَّكَ اِذًا مِّنَ الظّٰلِمِيْنَ۰۰۱۰۶﴾
’’او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته دغه (كار) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې.‘‘ [يونس 106:10].
اى مسلمانانو! صاحبِ توفيق هغه كس دى چې د خپل رب په اطاعت كې كوښښ كوي او د خپل نبيﷺ پر سيرت مزل كوي، له خپل ځان سره په ژوند كې حساب كوي او نېكيو ته جلتي كوي.
د مسلمان ژوند د هر اطاعت په تكميل سره نوى كېږي. د حج عبادت داسې عبادت دى چې چا چې په صحيح طريقه ادا كړ نو له هغه سره وعده شوې ده چې دى به له ګناهونو څخه داسې پاك شي لكه په كومه ورځ چې دى له موره پيدا شو او له ګناهونو څخه پاك و. نو مباركي ده هغه چا لره چې له خپل رب سره يې بيا له سره سپين او صفا رجسټر شروع كړ، د دې لپاره چې د الله رضا او د هغه جنت حاصل كړي.
أعوذ با الله من الشيطن الرجيم
﴿ وَسَارِعُوْۤا اِلٰى مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ١ۙ اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِيْنَۙ۰۰۱۳۳ ﴾
’’او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى.‘‘ [اٰل عمران 133:3].
الله دې ما ته او تاسو ته په قرآن عظيم سره فايده راكړي، او ما او تاسو ته دې د ده په ايتونو او ذكرِ حكيم سره نفع راورسوي، زه پر همدې خبرو اكتفا كوم او د ځان، تاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ، يقينًا همغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه:
أما بعد:
ای مسلمانانو! چا چې د حج فريضه ادا کړه نو د هغه لپاره لايق دي چې د دې عظيم رکن له ادا کولو نه پس دې خپله صفا او سپينه اعمال نامه پاکه او صفا وساتي او د نورو لپاره دې په نېکۍ، تقوا، استقامت، په دين کې د پوهې، د جمعې پر لمونځونو په پابندۍ کې غوره نمونه جوړ شي. د الله طرف ته دې خلک په حکمت او غوره نصيحت سره بلي، اول دې له خپله کوره او خپلوانو شروع وکړي، له خپل رب سره دې په دغه دعوت او ټولو عملونو کې ر ښتينی او صادق وي.
بيا پوه شئ چې الله تعالی تاسو ته پر خپل نبي صلی الله عليه وسلم د درود او سلام ويلو حکم کړی دی او فرمايلي دي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشکه ﷲ او د هغه ملايک پر دې نبي درود وايي۔ اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو هم پر دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه زمونږ پر نبي محمدﷺ باندې
اى الله! ته له څلورو واړو خلفاء راشدينو څخه راضي شه چې په حقه به یې فيصلې کولې او په حق سره به انصاف کاوه چې ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم دي او ته له ټولو صحابه كرامو نه راضي شه او له هغوى سره له موږ نه هم راضي شه په خپل رحمت، احسان، کرم او اِکرام سره اى أکرم الأکرمين ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، شرک او مشرکان ذليله کړه، سرکښان او محلدين او د دين او ملت ټول دښمنان تباه او برباد کړه.
اى الله! دا ښار او دا ملک او د مسلمانانو ټول ملکونه د امن او اطمينان والا او د فراخۍ والا وګرځوه ای رب العلمينه.
ای الله! حاجيان او عمره کوونکي په سلامتۍ سره ولره، او خپلو وطنونو او کورونو ته يې په سلامتۍ او فوايدو سره واپس بوځه، حج يې مقبول او مبرور وګرځوه، محنتونه يې قبول کړه ای د جلال او اکرام خاونده.
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنيا كې نعمتونه راکړه او په اخرت كې (هم) نعمتونه راکړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘(البقرة 201:2)
ای الله! زموږ امام او حاکم ته د خپل هدايت توفيق ورکړه، د هغه عملونه ستا د رضا مطابق وګرځوه. د مسلمانانو ټولو حاکمانو ته ستا پر کتاب باندې د عمل کولو، ستا د شرع د نافذولو توفيق ورکړه ای د جلال او اکرام خاونده.
د الله بنده ګانو!
﴿اِنَّ اللّٰهَ يَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الْاِحْسَانِ وَ اِيْتَآئِ ذِي الْقُرْبٰى وَ يَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَ الْمُنْكَرِ وَ الْبَغْيِ١ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ۰۰۹۰﴾
’’ بېشكه ﷲ د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته نصیحت كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ.‘‘ (النحل 90:16)
نو تاسو الله يادوئ، هغه به تاسو ياد كړي، د هغهٔ د نعمتونو شكر ادا كوئ، هغه به نور دركړي.
﴿ وَ لَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ١ؕ وَ اللّٰهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ۰۰۴۵ ﴾
’’يقينًا د الله ذكر ډېر لوى دي او څه چې تاسو كوئ الله پرې عالم دى.‘‘ (العنكبوت 45:29)