
مسجد او مسجد ته د تللو فضيلت او غوره والی
عَنْ أَبيْ هُرَيْرَةَ t, عَنِ النَّبيِّ r قَالَ: (مَنْ غَدَا إِلَى الْمَسْجِدِ وَرَاحَ، أَعَدَّ اللهُ لَهُ نُزُلَهُ مِنَ الْجَنَّةِ، كُلَّمَا غَدَا أَوْ رَاحَ ) ([1]) .
د ابو هريره t څخه روايت دی , فرمايي : نبي کريم r فرمايلي دي: څوک چې مسجد ته ځي او بيرته راځي ، الله تعالی ورته په جنت کې ميلمستيا تياره وي، هر کله چې مسجد ته لاړ شي ، او بيرته راشې .
ددي حديث د فوائدو څخه
1-په دې حديث کې دمسجدونواو دهغه چا چې .
مسجدونو ته ځې او دالله تعالی عبادت او بنده ګئ اودهغه شکر ادا کوي، فضيلت او غوره والی بيان شوی دی .
2-دا ايمان او عقيده لرل ، چې الله تعالی جنت پيداکړی او موجود دی او هميشه به وي ، او دمؤمنانو لپاره په کې الله تعالی ډير نعمتونه تيار کړي دي .
3-دا حديث ترغيب ورکوي چې مسجدونه بايد د الله تعالی په عبادت باندي اباد کړی شي، مسلمان بنده بايد د مسجدونو تعظيم اوکړي ، او هغي د صفايي خيال او ساتې .
4-په دې حديث کې د (غدا ) نه مراد مسجد ته تلل دي او د ( راح ) نه مراد د مسجد نه بيرته راتلل دي .
په اخستلو او خرڅولو کې اساني کول او دهغې غوره والی
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ t قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللَّهِ r: ( مَنْ أَقَالَ مُسْلِمًا؛ أَقَالَهُ اللَّهُ عَثْرَتَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ) ([2])
د ابو هريره t څخه روايت دی , فرمايي : نبي کريم r فرمايلي دي:
چاچې اسانې اوکړه ديو مسلمان سره په بيعه آخستل خرڅولو کې الله تعالی به ورسره اسانې اوکړي دقيامت په ورځ باندي .
ددي حديث د فوائدو څخه
1-(الاقالة) اقالة دعلماو په اصطلاح کې ديته وايي: چې اخستونکی اوخر څونکی په رضا سره بيعه ختمه کړې خرڅونکی اخستونکي ته خپلې پيسې واپس ورکړي او اخستونکی خرڅونکي ته خپل مال واپس ورکړې .
2-د عامو خلکو سره احسان او نرمي کول پکار ده او دهغوې سره مرسته او کومک کول پکار دی .
4-په صورت داقاله کې د خرڅونکی لخوا نه د اخستونکی سره احسان وي ، ځکه چې کله اخستل خرڅول اوشې ، نو اخستونکی نشې کولاې چې مال بيرته واپس کړي ، مګر د خرڅونکي په اجازه سره .
………………………………
[1] – (صحيح البخاري, رقم الحديث 662, وصحيح مسلم, رقم الحديث 285- (669), واللفظ للبخاري).
[2] – (سنن ابن ماجه, رقم الحديث 2199, وسنن أبي داود, رقم الحديث 3460, واللفظ لابن ماجه, وصححه الألباني).