عباداتفقه

هغه احکام چې دذي الحجې له مياشت سره تعلق لري. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

هغه احکام چې دذي الحجې له مياشت سره تعلق لري. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱ – : دې مياشت ته ولې ذي الحجه  ويل کيږي؟

ځکه چې د حج ټول اعمال په دې مياشت کې  ترسره کيږي.

۲ – : د ذي الحجې د مياشت څه  غوره والی دی؟

دا مياشت له حرامو مياشتو څخه شمېرل کيږي چې ظلم او زياتی ورپکې ډېر زيات حرام دی.

۳ – : د دې مياشت په حرمت دليل څه دی؟

له ابوبکر رضي الله عنه نه روايت دي چې د حجة الوداع په خطبه کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل ( إِنَّ الزَّمَانَ قَدِ اسْتَدَارَ كَهَيْئَتِهِ يَوْمَ خَلَقَ اللَّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ، السَّنَةُ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا، مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ، ثَلاَثٌ مُتَوَالِيَاتٌ: ذُو القَعْدَةِ، وَذُو الحِجَّةِ، وَالمُحَرَّمُ، وَرَجَبُ، مُضَرَ الَّذِي بَيْنَ جُمَادَى، وَشَعْبَانَ ) [ صحيح البخاري: ۴۶۶۲، صحيح مسلم: ۱۶۷۹ ]

ژباړه: وخت او زمانه – مصادفةً – خپل هغې اصلي کيفيت ته وګرځېده چې الله پرې څنګه اسمانونه او ځمکې پېدا کړې وې، کال دولس مياشتې دی او څلور مياشتې ترې حرامې دي، درې پرله پسې دي: ذوالقعده، ذوالحجة، محرم، او بل د مضريانو رجب چې د جمادی ثانيه او شعبان په منځ کې ده.

۴ – : د دې مياشتې د تحريم سبب څه شی دی؟

ځينې علماء وايي سبب يې دا دی چې په دې مياشت کې خلک حج ته ځي او د حج لپاره خلک مکې ته د تللو او راتللو او هلته پاتې کېدو ته اړتیا لري، د ذي الحجې نه مخکې مياشت کې خلک د حج لپاره سفر پېل کوي، په ذي الحجه کې د حج مناسک ادا کوي او په محرم کې بېرته خپل کلي او ټبر ته ستنيږي، په دې مياشتو کې جنګ جګړې ناروا دي، خلک بايد په امن کې وي حتی که څوک په دې مياشتو کې د خپل پلار قاتل هم وګوري بايد له وژلو يې ډډه وکړي.

۵ – : ايا د ذي الحجې د مياشت لومړنۍ لسو ورځو په غوره والي باندې قران غږېدلی دی؟

هو، الله پاک فرمايي: (وَالْفَجْرِ * وَلَيَالٍ عَشْرٍ ) [ سورت فجر: ۱ – ۲ ]

ژباړه: په سهار مې دې قسم وي او په لسو شپو مې دې قسم وي.

او د مفسرينو په يو قول کې له ( لَيَالٍ عَشَر ) نه د ذي الحجې لومړنۍ لس ورځې شپې مراد دي.

۶ – : ایا دا ورځې شپې د کال نورو ورځو شپو څخه بهتري لري؟

هو، نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: (إِنَّ أَفْضَلَ أَيَّامِ الدُّنْيَا أَيَّامُ الْعَشْرِ “، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ , وَلَا مِثْلُهُنَّ فِي سَبِيلِ اللهِ؟ , قَالَ: ” وَلَا مِثْلُهُنَّ فِي سَبِيلِ اللهِ , إِلَّا مَنْ عَفَّرَ وَجَهَهُ فِي التُّرَابِ ) [ الجامع الصحيح للسنن والمسانيد: ۷/ ۲۷۲، صحيح الجامع: ۱۱۳۳، صحيح الترغيب والترهيب: ۱۱۵۰]

ژباړه: د دنیا غوره ترينې ورځې لس دي – يعنې دذي الحجې لس ورځې – چا وويل: دالله په لاره کې ورځې يې هم مثال نه دی؟ هغه وويل: هو، هغه هم په ثواب کې ددې په څېر نه دي مګر هغه سړی چې خپل مخ په خاورو ککړ کړي – يعنې شهيد شي – .

۷ – : ایا د دې ورځو نېک عملونه د نور وخت په تناسب اجر کې څه فرق لري؟

هو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي (مَا العَمَلُ فِي أَيَّامٍ أَفْضَلَ مِنْهَا فِي هَذِهِ؟ قَالُوا: وَلاَ الجِهَادُ؟ قَالَ: وَلاَ الجِهَادُ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ يُخَاطِرُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ، فَلَمْ يَرْجِعْ بِشَيْءٍ ) [ صحيح البخاري: ۹۶۹ ]

ژباړه: په دې ورځو کې د نيک عمل په شان ثواب نورو ورځو کې نشته، صحابه کرامو وويل: جهاد هم ورته ثواب کې نه شي رسېدلی؟ هغه وويل: هو، جهاد هم ورته نه شي رسيدلی مګر هغه څوک چې له دښمن سره په خپل ځان او مال مقابله وکړي او ځان او مال يې بېرته راستانه نه شي.

۸ – : ايا په دې مياشت کې اجر او ثواب په چندونو چندونو وي؟ له تفصيل سره يې بيان کړه.

الله پاک فرمايي (إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ) [ سورت توبه: ۳۶ ]

ژباړه: د الله په نېز د مياشتو شمېر د الله په کتاب کې دولس مياشتې دی، په هغه ورځ چې اسمانونه او ځمکې يې پېدا کړيدي، څلور مياشتې ورڅخه حرامې دي، دا مکمل او سم صحيح دين دی نو په دې مياشتو کې په ځانونو ظلم زياتی مه کوئ.

د تفسير علماء وايي:  په (فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ ) کې ضمېر اشهر الحرم ته راجع دی، نو چې په دې مياشتو کې له ظلم څخه په ځانګړي توګه منعه وشوه دا په دې دلالت کوي چې په دې مياشتو کې نېکو عملونو باندې اجرونه هم دوه چنده ورکړل کيږي.

او د علماء کرامو په دې اړوند مشهور قول دی چې ( په هر وخت يا ځای کې چې حسنات دوه چنده کيږي په فضيلت يې دلالت کوي )

نو امېد دی چې په اشهر الحرم کې د اطاعت اجرونه دوه چنده وي لکه څنګه چې په دې مياشتو کې ګناه سخته او لويه ده.

۹ – : په دې وختونو کې به کوم کوم عبادتونه ډېر کولی شي؟

هر هغه قولي او فعلي عبادت چې د الله خوښ وي او په دې ورځو کې يې کول الله ته ډېر محبوب وي.

۱۰ – : د دې ورځو له فضيلت نه ځينې مسلمانان ناخبره وي، سره له دې چې همدوی په رمضان کې عبادت ته ډېر زيات متوجه وي، دوی ته بايد کوم ډول نصيحت وکړی شي؟

د ذي الحجې لس ورځې ډېر زيات فضيلت لري، تر دې چې ځينو علماء يې له رمضان څخه هم بهتر بولي، او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په دې قول استدلال کوي (إِنَّ أَفْضَلَ أَيَّامِ الدُّنْيَا أَيَّامُ الْعَشْرِ )

ژباړه: د دنيا غوره ترينه ورځې د ذي الحجې لس ورځې دي.

۱۱ – : ايا د ذي الحجې لومړنۍ لس ورځې او که د رمضان اخرنۍ لس شپې غوره دي؟

د ذي الحجې لومړنۍ لس ورځې په ټولو هغو ورځو غوره والی لري چې لمر پرې راپورته کيږي خو ولې د رمضان اخرنۍ لس شپې بيا د کال په نورو شپو ورځو باندې فضيلت لري.

۱۲ – : ايا د ذي الحجې د لسو ورځو روژه نېول جواز لري؟

هو، د اختر له ورځو پرته د نورو ورځو روژه نيول يې جواز لري.

۱۳ – : د ذي الحجې د ځينو لومړنۍ لسو ورځو روژې نيول څه حکم لري؟

هېڅ پروا نه کوي، سمه ده.

۱۴ – : ايا د ذي الحجې په لسو ورځو کې د نذر يا قضايي روژې راوړلو نيت شريک کېدلی شي؟

هو، د نورو روژو نيت پکې هم انسان شريکولی شي، د يوې روژې لپاره پکې دوه نيتونه صحيح دي، خو هغه يواځې په لومړنيو اتوو ورځو کې او بس.

۱۵ – : د ذي الحجې په نهم ( دعرفې په ورځ ) روژې سره د قضايي يا د کفارې روژې نيت شریکول څه حکم لري؟

جائز نه دي، ځکه د نهم ذي الحجې روژې سره د بلې روژې نيت شريکول امکان نه لري.

۱۶ – : د عرفې د ورځې روژه نيول څومره غوره ده؟

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ، أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ، وَالسَّنَةَ الَّتِي بَعْدَه ) [ صحيح مسلم : ۱۱۶۲ ]

ژباړه: له الله څخه مې امېد چې د عرفې د ورځې په روژې سره به د مخکني او راروان کال ګناهونه ورژوي.

۱۷ – : د حاجي صيب نه بغېر د بل چا په حق کې د  عرفې ورځې روژه نيول څه حکم لري؟

د عرفې د ورځې روژه نيول مؤکد سنت دي.

۱۸ – : که د عرفې ورځې روژه د جمعې په ورځ راشي نو د روژې نيولو حکم يې څه دی؟

که د جمعې په ورځ عرفه راشي نو روژه نيول يې جايز دي، ځکه روژه داسې عبادت دی چې له سبب سره تعلق لري او له ورځو سره تعلق نه لري.

۱۹ – : ايا حاجي صيب کولی شي چې د جج د سفر نه مخکې د ذي الحجې روژې ونيسي؟

هو ، که يې ونيسي هېڅ باک نه کوي.

۲۰- : که حاجي صيب په مکه کې وي ايا روژې نيولی شي؟

له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه هېڅ ثبوت نشته چې د خپل حج په دوران کې يې روژې نيولې وي.

۲‍۱ – : که حاجي صيب د  عرفې په روځ روژه ونيسي نو څه حکم لري؟

دا جائز نه دي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم د عرفې په ورځ د ماسپښين په مهال ښکاره خوراک وکړ، نو د نبي کریم صلی الله عليه وسلم اتباع واجبه ده بايد حاجي صيب په دې ورځ روژه ونه نيسي.

۲۲ – : که څوک چرته په چکر تللی وي نو ايا دعرفې ورځې روژه نېولی شي؟

هو ، جواز لري چې روژه ونيسي.

Tags

Related Articles

Back to top button