عباداتفقه

هغه احکام چې د غټ اختر لمونځ سره تعلق لري (دوهمه برخه ) . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

هغه احکام چې د غټ اختر لمونځ سره تعلق لري (دوهمه برخه ) . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۲۳ – : د اختر لمونځ څه حکم لري؟

په نارينه او زنانه باندې یو څېر د اختر لمونځ واجب دی، ځکه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ښځو ته امر وکړ چې د اختر لمونځ ته ولاړې شي. ( متفق عليه)

۲۴ – : د مسافر په حق کې د اختر لمونځ څه حکم لري؟

په مسافر باندې د اختر لمونځ واجب نه دی، خو غوره دا ده چې ورته حاضر شي، ترڅو له خير او سعادت څخه برخمن شي.

۲۵ – : د اختر لمونځ ته له تللو نه مخکې څه کول مستحب دي؟

اختر لمونځ ته له تللو نه مخکې غسل کول مستحب دي، بايد انسان پکې ښايسته لباس واچوي او عيدګاه ته په لاره کې بايد تکبير ډېر ډېر ووايي ترڅو امام راشي.

۲۶ – : د تکبير صيغه کومه يوه ده؟

د تکبير صيغه دا ده (اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ )

۲۷ – : د تکبيراتو ويل څه حکم لري؟

د تکبيراتو ويل مستحب دي.

۲۸ – : تکبيرونه کله شروع کيږي او کله ختميږي؟

په لوی اختر کې تکبيرونه ځينې مطلق او نور ځینې يې بيا مقيد دي، مقيد تکبيرونه له هر فرض لمونځ نه وروسته ويل کيږي ان تر ايام التشريق د اخرې ورځې مازديګر لمونځ پورې.

او مطلق تکبيرونه هغې ته ويل کيږي چې هر وخت ويل کيږي ، له کوم ځای پورې اړه نه لري بلکې چې چرته موقعه وي هلته ويل کيږي، دا ډول تکبيرونه د ذي الحجې له ابتداء نه شروع کيږي تر دايام التشريق اخرې ورځ پورې، الله پاک فرمايي ( لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ ) [ سورت حج: ۲۸ ]

ژباړه: ترڅو دوی هغه ګټې وګوري چې د دوی لپاره شته دي، او معلومو ټاکليو ورځو کې پر هغو څارويو د الله نوم واخلي چې هغه ورته رزق روزي کړي دي.

۲۹ – : ايا لوی اختر لمونځ ته له وتلو وړاندې خوراک کول جائز دي؟

د لوی اختر لمونځ ته له تللو وړاندې هېڅ شی خوړل جائز نه دي، بلکې د کوچني اختر لمونځ نه مخکې خوراک کول جواز لري.

۳۰ – : د اختر لمونځ بايد چرته ادا کړی شي؟

د اختر لمونځ په عيدګاه کې ادا کول جائز دي.

ابو سعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی هغه فرمايي (كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَخْرُجُ يَوْمَ الفِطْرِ وَالأَضْحَى إِلَى المُصَلَّى) [ صحيح البخاري: ۹۵۶ ]

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم به د ورکوټي او غټ اختر په ورځ عيدګا ته وتو.

۳۱ – : ايا د اختر لمونځ نه مخکې  اذان يا اقامت کول په ضروري دي؟

نه، له جابر بن سمره رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو يا دوه ځل نه بلکې د اختر ډېر لمونځونه کړي دي چې اذان او اقامت به پکې نه و. [ صحيح مسلم: ۸۸۷ ]

۳۲ – : د اختر لمونځ نه مخکې يا ورسته نفل کول څه حکم لري؟

جائز نه دي، له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دي (أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى يَوْمَ العِيدِ رَكْعَتَيْنِ، لَمْ يُصَلِّ قَبْلَهَا وَلاَ بَعْدَهَا ) [ صحيح البخاري: ۵۸۸۳، صحيح مسلم: ۸۸۴ ]

ژباړه: نبي کريم صلی الله عليه وسلم د اختر په ورځ دوه رکعته لمونځ وکړ، مخکې او وروسته يې ترې هېڅ لمونځ ونه کړ.

۳۳ – : د اختر لمونځ نه مخکې دوه رکعته تحية المسجد کول څه حکم لري؟

که د اختر لمونځ په عيدګا کې وي نو بیا تحية المسجد نه دي کول په کار، خو که اختر لمونځ په مسجد کې وي نو د تحية المسجد دوه رکعته کول واجب دي.

۳۴ – : ايا د لوی اختر لمونځ د کوچني اختر له لمونځ سره کوم توپير لري ؟

نا، د لمونځ به ادا کې يې هېڅ فرق نشته.

۳۵ – : د اختر د لمونځ کيفيت څه ډول دی؟

عبدالله بن عباس رضي الله عنهما په لومړي رکعت کې د تکبيرة الاحرام سره اووه تکبيرونه وکړل، او په دوهم رکعت کې يې د انتقال له تکبير پرته پنځه تکبيرونه وکړل. [ مصنف ابن ابي شيبه: ۵۷۰۴ ]

۳۶ – : د لوی اختر په خطبه کې څه کول په کار دی؟

په کار دی چې دلوی اختر خطبه لنډه وشي

۳۷ – : د لوی اختر خطبه ولې لنډه کول په کار دي؟

په دې خاطر چې خلک قربانۍ کولو ته توندي وکړي.

۳۸ – : ايا د اختر په ورځ روژه نېول جائز دي؟

نا، د اختر په ورځ روژه نيول جائز نه دي، بلکې نبي صلی الله عليه وسلم د اختر د ورځې له روژې نه منع فرمايلې ده.

۳۹ – : ايا دا حديث صحيح دی (مَنْ وَجَدَ سَعَةً فَلَمْ يُضَحِّ، فَلَا يَقْرَبَنَّ مُصَلَّانَا ) ؟

ژباړه: د چا چې د قربانۍ توان وي او قرباني ونه کړي نو زمونږ عيدګا ته دې نه رانزدې کيږي.

دا حديث صحيح نه دی، محدثينو علماؤ يې په ضعف فيصله کړې ده، لکه بيهقي، ذهبي او داسې نورو… خو ښه او سمه خبره دا ده چې دا حديث په ابوهريره رضي الله عنه باندې موقوف صحيح دی، دا خبره امام ترمذي او ابن عبدالبر هم کړې ده، والله اعلم.

Tags

Related Articles

Back to top button