حدیث

يقينا هغه کس نيک بخته دی چې د فتنو نه بچ شو .ژباړن: عبدالرحيم سلطان

يقينا هغه کس نيک بخته دی چې د فتنو نه بچ شو .ژباړن: عبدالرحيم سلطان

 

34- عَنْ الْمِقْدَادِ بْنِ الْأَسْوَدِ t, قَالَ أَيْمُ اللهِ لَقَدْ سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ r يَقُوْلُ: (إِنَّ السَّعِيدَ لَمَنْ جُنِّبَ الْفِتَنَ, إِنَّ السَّعِيدَ لَمَنْ جُنِّبَ الْفِتَنُ, إِنَّ السَّعِيدَ لَمَنْ جُنِّبَ الْفِتَنُ, وَلَمَنْ ابْتُلِيَ؛ فَصَبَرَ فَوَاهًا) ([1])  .

مقداد بن الاسود t  څخه روايت دی ، فرمايي : يقينا ما  د نبي کريم r  نه اوريدلي دي ، هغه فرمايل : يقينا هغه کس نيک بخته دی چې د فتنو نه بچ شو ، يقينا هغه کس نيک بخته دی چې د فتنو نه بچ شو يقينا هغه کس نيک بخته دی چې د فتنو نه بچ شو , اوڅوک چې مبتلا شو او صبر يي اوکړه نو څومره ډير خوشبخته دی .

ددي حديث راوي مقداد بن عمرو دی ، چې په مقداد بن الاسود الکندي باندي شهرت لري  نبي کريم  r  ته يي ډير نيزديکت درلوده دډير فضيلت خاوند دی ، او د الله تعالی په لاره کې دجهاد کولو سره يي ډيره مينه درلوده ، دبدر احد خندق او همدارنګه په نورو ټولو غزاګانو کې د نبي کريم  r   سره شريک شوی دی .

مقداد t د ډيرې سخا خاوند وو، ده دا وصيت کړی وو ،چې بايد دده دمال نه حسن او حسين رضي الله عنهما ته شپږ ديرش زره درهم (۳۶۰۰۰)  ورکړی شې ، او همدارنګه دا وصيت يي هم کړی وو ، چې  د نبي کريم r هرې يوې بي بي ته (۷۰۰۰)   درهم ورکړی شې ،  او داحاديثو په کتابونو کې دده نه دنبي کريم  r  دوه څلويښت (۴۲) احاديث نقل دي ،  مقداد  t په کال درې ديرش (۳۳) هجري کې په جرف مقام کې چې د مدينې نه  دري (۳) ميله په فاصله کې واقع دی ، وفات شو  د عثمان بن عفان t په زمانه د خلافت کې او بيا مدينې ته راوړل شو او د جنازې لمونځ يي  عثمان بن عفان t اداکړه او دبقيع په هديره کې دفن کړی شو .

 

ددي حديث د فوائدو  څخه

1-په تقوی سره انسان د فتنو نه بچ کيږي ، او خوش بخته ژوند او امن او همدارنګه برکتونه په تقوی سره حاصليږي .

2-دين اسلام دمهربانې  شفقت او همدارنګه د امن او امان دين دی ، ددي وجې نه الله تعالی بنده ګانو ته ويره ورکړې ده ، چې په فتنو کې واقع نشې او ځان بچ کړې په جهاد کولو سره د هغه عذاب نه چې نه رسي ظالمانوته ستاسو نه يواځي ، او پوهه شې چې يقينا الله تعالی سخت عذاب ورکونکی دی.

3-د فتنو په وخت کې بايد مؤمن بنده د فتنو نه خپل ځان بچ کړی ، نيک اعمال او همدارنګه د الله تعالی په عبادت باندي خپل ځان مشغول کړې .

4-په دي حديث کې لفظ د ( فواها) راغلی دی ، بعضې علماو ددي لفظ معنی  په افسوس سره کړې ده ، چې دهغه چا په حال ډير افسوس دی ، څوک چې په فتنو کې واقع شو ، او بعضې علماو ددي معنی په خو شبختۍ سره کړې ده  هغه څوک ډير خوشبخته دی ، چا چې خپل ځان د فتنو نه بچ اوساته .

……………………………….

[1]–  (سنن أبي داود, رقم الحديث 4263, وصححه الألباني).

 

Tags

Related Articles

Back to top button