پر الله پاک باندې د قسم خوړلو کيفيت، ډولونه او کفارات. ژباړن: لقمان حکيم حکمت
پر الله پاک باندې د قسم خوړلو کيفيت، ډولونه او کفارات. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

دا چې خلک په خپلو خبرو اترو کې د کار په کولو يا نه کولو باندې پر الله باندې لوړې پورته کوي چې ترڅنګ يې بيا خلک په دې جهل جهالت هم لري چې قسم خوړل په څه شي کې کېدای شي او په څه شي کې نه؟ په کوم ډول کې يې کفاره واجب ده او په کوم کې نه؟ او دا چې د قسم کفاره بايد څه ډول وي، غواړم دلته پرې مختصرې خبرې وکړم:
د قسم اصطلاحي تعريف:
د الله په نوم يا صفت باندې په معلومې صيغې سره د کومې خبرې تاکيد.
د قسم په مشروعيت باندې قراني ايتونه، نبوي حديثونه او اجماع دليلونه دي.
قسم خوړلو سره انسان ته تکليفي احکام متوجه کيږي چې په واجبي امورو کې پر قسم وفاء واجب او په حرامو کې پرې په قسم باندې وفا حراميږي او داسې نور احکام.
شرعي طريقه کار دا دی چې که شرعي مصلحتونه نه وي بايد قسم پورته نه شي، او ډېر قسمونه خوړل هم سم دم کار نه دی، الله پاک فرمايي: [ وَاحْفَظُوْا أَيْمَانَکُمْ… ] ([1])
ژباړه: د خپلو قسمونو ډېر خيال وساتئ.
او الله پاک فرمايي: [ وَلاَ تَجْعَلُوْا اللهِ عُرْضَةً لِأَيْمَانِکُمْ… ] ([2])
ژباړه : او تاسو د خپلو قسمونو لپاره د الله نوم لوبه مه جوړوئ.
معنا: په هر باطل او حق کې پر الله لوړه مه پورته کوئ.
د قسم خوړلو کلمات:
قسم درې حرفونه لري : ( باء ، واو ، تاء ) دا کلمات چې کله هم د الله پاک په نوم يا صفتونو باندې داخل کړی شي د قسم کلمات ترې جوړېږي.
کله نا کله په کلام کې د قسم حروف نه وي خو د قسم په نيت سره له حروفو پرته کلام قسميه ګرځي، او همدا د څلورو امامانو مذهب دی.
که څوک ووايي چې زما دې قسم وي، يا په قسم چې زه به داسې کوم… نو د لغت د دلالت له مخې دې ته قسم ويل کيږي او له شافعيانو پرته دا د جمهورو علماؤ مذهب دی.
که څوک ووايي : زما دې قسم وي چې فلانکی کار به کوم يا يې نه کوم نو که نيت يې قسم وي د جمهورو علماؤ په مذهب کلمات يې قسميه ګرځي.
دليل ورباندې د عبدالله بن عباس رضي الله عنه حديث دی چې فرمايي: [أَقْسَمْتُ عَلَيْكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، بِأَبِي أَنْتَ لَتُحَدِّثَنِّي، مَا الَّذِي أَخْطَأْتُ؟، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا تُقْسِمْ] ([3])
ژباړه: زما پلار درڅخه قربان شه او ستا دې قسم وي د الله رسوله چې ما وخبروه زه په څه شي کې تېروتم؟ نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وويل: قسم مه خوره.
نو په نبوي سنت يا د صحابه کرامو په اقوالو کې چې د قسميت لپاره کوم کلمات کارول شوي وي هغې ته قسم ويل کيږي او حکم يې هم د قسم دی.
د قسم ډولونه:
۱ – : لغو قسم: لغوه قسم هغه ډول ته ويل کيږي چې متکلم بدون قصد د قسم الفاظ وکاروي، دا ډول قسم نه ګناه لري او نه کفاره، الله پاک فرمايي: [لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ] ([4])
ژباړه: ستاسو په قسمونو کې په يمين لغوې سره مو الله پاک نه نه نيسي، لکن په هغو قسمونو مو نيسی چې تاسو کلک قسمونه وخورئ، کفاره يې لسو مسکينانو ته هغه ډول خوراک ورکول دي چې کوم متوسط خوراک تاسو خپلې کورنۍ ته ورکوئ، يا ورته کالي کول او يا د يو غلام ازادول دي، که يې څوک ونه مومي نو درې وروځې روژې دي، همدا ستاسو د قسمونو کفاره ده کله چې پر څه شي لوړه پورته کړئ خو د خپلو قسمونو مو پوره خيال وساتئ، همدا ډول الله پاک تاسو ته خپل ديني احکام بيانوي چې تاسو يې د دې نعمت شکريه ادا کړئ.
۲ – : مکفره قسم: دا قسم هغه ډول دی چې په کامل قصد سره پورته شي، که دا ډول لوړه څوک پورته کړي نو په تېر ايت کې مذکور شيان يې کفاره ده خو شروط يې په دې ډول دي:
-: عقل. -: بلوغ. -: اختيار. -: په څه شي چې قسم خوري بايد ممکن وي او مستحيل نه وي.
-: محلوف علیه شيان بايد نه حرام وي او نه معصيت وي، که وي نو کړه وړه يې جائز نه دي او د دې حديث د مدلول له مخې به د قسم کفاره ورکوي [مَنْ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ، فَرَأَى غَيْرَهَا خَيْرًا مِنْهَا، فَلْيَأْتِهَا، وَلْيُكَفِّرْ عَنْ يَمِينِهِ ] ([5])
ژباړه: که څوک قسم وخوري او بيا ورته له هغه نه بل څه غوره ښکاره شي نو هم هغه دې وکړي او له خپل قسم څخه دې کفاره ورکړي.
په قسم کې د کفارې وجوب بل شرط دا دی چې په ماضي امورو باندې څوک په داسې حالت کې قسم وخوري چې هم دروغجن، ظالم او په دروغو باندې عالم وي، دا ډول قسم کبيره ګناه ده او کفاره ورپکې نشته.
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يو بانډه چي راغی، ورته يې وويل: ای د الله رسوله! [مَا الكَبَائِرُ؟ قَالَ: «الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ» قَالَ: ثُمَّ مَاذَا؟ قَالَ: «ثُمَّ عُقُوقُ الوَالِدَيْنِ» قَالَ: ثُمَّ مَاذَا؟ قَالَ: «اليَمِينُ الغَمُوسُ» قُلْتُ: وَمَا اليَمِينُ الغَمُوسُ؟ قَالَ: «الَّذِي يَقْتَطِعُ مَالَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ، هُوَ فِيهَا كَاذِبٌ ] ([6])
ژباړه: لوي ګناهونه کوم کوم دي؟ هغه وويل: له الله سره شريک ګرځول، بانډه چي وويل: ورپسې کومه ګناه غټه ده؟ هغه وويل: د مور او پلار ازارول، بيا يې وپوښتل چې ورپسې کومه ګناه غټه ده؟ هغه وويل: د غموس قسم، سړي وويل: د غموس قسم څه ته ويل کيږي؟ هغه وويل: هغه ته چې څوک پرې د مسلمان مال په داسې حالت کې راغوڅ کړي چې دا پکې دروغجن وي.
د يمين غموس سم دم تفسير هغه دی چې ابن حجر رحمه الله په فتح الباري ( ۱۱ / ۴۵۶ ) کې له عامر شعبي څخه نقل کړی دی.
د سلفو او خلفو جمهور علماؤ مسلک دا دی چې په يمين غموس کې کفاره نشته، د يمين منعقده کفاره چې الله پاک ذکر کوي نو هلته يې يمين غموس ورسره نه دی ذکر کړی. [وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ] نو په دې سره يمين غموس ووت.
او بل د مسلم حديث دی له ابوامامه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: [مَنِ اقْتَطَعَ حَقَّ امْرِئٍ مُسْلِمٍ بِيَمِينِهِ، فَقَدْ أَوْجَبَ اللهُ لَهُ النَّارَ، وَحَرَّمَ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ ] ([7])
ژباړه: که څوک د مسلمان سړي حق پر خپل قسم باندې راغوڅ کړي نو الله به يې اور ته خامخا بوځي او جنت به پرې حرام کړي.
نو يمين غموس لپاره د توبې پرته بله کفاره نشته.
۴ – : د قسم څلورم ډول دا دی چې که څوک په مخلوق باندې د الله د تعظيم په څېر قسم وخوري نو دا شرک دی او نوعيت يې کفر اصغر دی او تر کفر اکبر هم رسېدلی شي، خو که په قسم خوړلو کې څوک د مخلوق داسې تعظيم وکړي لکه په عبادت کې چې د الله تعظيم کوي نو دا بيا شرک اکبر دی لکه په بوتانو باندې قسمونه خوړل.
واخر دعوانا أن الحمدلله رب العلمين
…………………………………………..