ښځې او ماشومان

په اسلام کې د مولود احکام (اخري برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په اسلام کې د مولود احکام (اخري برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱۰ له خپلو بچو سره لوبې کول:

عَنْ  أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: [ إِنْ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيُخَالِطُنَا، حَتَّى يَقُولَ لِأَخٍ لِي صَغِيرٍ: يَا أَبَا عُمَيْرٍ، مَا فَعَلَ النُّغَيْرُ ] ([1])

ژباړه:له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به له مونږ سره ناست پاست و آن چې زما کوچني ورور ته به يې ويل: ابوعميره! مرغۍ دې څه شوه؟

 

۱۱ – : بچيان په اسلامي تربيه پالل:

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: كُنْتُ خَلْفَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمًا، فَقَالَ: يَا غُلَامُ إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللَّهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوْ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ، وَلَوْ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلَامُ وَجَفَّتْ الصُّحُفُ ] ([2])

ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی چې يوه ورځ زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شاته ناست وم، وېويل: ای هلکه! يو څو خبرې درته زده کوم، د الله خيال وساته الله پاک به ستا خيال وساتي، د الله پوره او کامل خیال وساته نو په هر څه کې به درته الله مخې ته وي لکه ته چې يې وينې کله چې څه غواړې نو له الله څخه يې وغواړه او که مرسته غواړي نو له الله يې وغواړه، په دې پوهه شه چې که ټول امت درته د خير رسول په خاطر راغونډ شي خو چې الله درته نه وي ليکلی نو هېڅ خیر او ګټه به درته در ونه رسوي، او که ټول ا مت په دې راټول شي چې زيان در ورسوي خو چې الله درته نه وي ليکلی هېڅ زيان درته نه شي رسولی، د احکامو له ليک څخه قلموه پوره شوي دي او صحيفې د مخلوقاتو له قضيو څخه راغونډې شوي دي.

 

۱۲ – : بچو ته لمونځ ور زده کول:

عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا، وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِع ] ([3])

ژباړه: عمرو له خپل پلار او دا يې ورله له نيکه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د اوو کلنۍ په موده کې مو بچو ته د لمونځ په کولو امر وکړئ، او په لس کلنۍ کې يې پرې ووهئ او په بسترو کې يې يو له بل نه جلا کړئ.

 

۱۳ – : بچو ته د قرانکریم زده کړه:

عَنْ عُثْمَانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ القُرْآنَ وَعَلَّمَهُ ] ([4])

ژباړه: له عثمان رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قران کريم ياد کړي او بيا يې بل ته ور زده کوي.

 

۱۴ – : بچيان له علماء کرامو او د وطن له چارواکو سره په مينه پالل:

الله پاک فرمايي: [يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا] ([5])

ژباړه: ای هغه کسانو چې ايمان مو راوړی دی د الله اطاعت وکړئ او د رسول اطاعت وکړئ، او بيا د چارو مسؤلينو خبره ومنئ، که مو جنګ په څه شي کې راشي نو الله او دهغه رسول ته يې پرېکړه يوسئ که چرته تاسو په الله پاک او د اخرت په ورځ باندې ايمان لرئ، الله ته فيصله وړل ستاسو د تنازع څخه هم او هم د عاقبت په اعتبار ډېر ښه دي.

…………………………………….

([1]) صحيح البخاري: (6129)

([2]) سنن الترمذي: (2516)

([3]) سنن ابي داود: (۴۹۵)

([4]) صحيح البخاري: (۵۰۲۷)

([5]) سورت نساء: (59)

Tags

Related Articles

Back to top button