حدیث

د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (دريمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (دريمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 

۷ – : عَنْ أَبِيْ بَکْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَال: [أَنَّ رَجُلًا قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ النَّاسِ خَيْرٌ؟ قَالَ: مَنْ طَالَ عُمُرُهُ، وَحَسُنَ عَمَلُهُ، قَالَ: فَأَيُّ النَّاسِ شَرٌّ؟ قَالَ: مَنْ طَالَ عُمُرُهُ، وَسَاءَ عَمَلُهُ] ([1])

ژباړه: له ابوبکره رضي الله عنه نه روايت دی چې يو سړي وويل: ای د الله رسوله! کوم ډول خلک ډېر غوره دي؟ هغه وويل: هغه چې عمر يې دراز وي او عملونه يې نېک وي، بيا يې وويل: او کوم خلک ډېر بدترين دي؟ هغه وويل: هغه خلک چې عمر يې دراز وي او عملونه يې بد وي.

۸ – : زما په ملګرتوب څوک ډېر حقدار دی؟

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بِحُسْنِ صَحَابَتِي؟ قَالَ: أُمُّكَ قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: ثُمَّ أُمُّكَ قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: ثُمَّ أُمُّكَ قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: ثُمَّ أَبُوكَ ] ([2])

ژباړه: له ابوهريره رضي  الله عنه نه روايت دی چې يو سړی رسول  الله صلی الله عليه وسلم ته راغی ويويل: د الله رسوله! زما په ښه صحبت باندې ډېر حقدار څوک دی؟ هغه وويل: ستا مور، سړي وويل: بيا څوک؟ هغه وويل: ستا مور، سړي وويل: بيا څوک؟ هغه وويل: ستا مور، سړي وويل: بيا څوک؟ هغه وويل: ستا پلار.

۹ – : کوم خلک ډېر غوره دي؟

عَنْ أَبِيْ سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قِيلَ: [ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مُؤْمِنٌ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ، قَالُوا: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: مُؤْمِنٌ فِي شِعْبٍ مِنَ الشِّعَابِ يَتَّقِي اللَّهَ، وَيَدَعُ النَّاسَ مِنْ شَرِّه ] ([3])

ژباړه: له ابوسعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی چې وويل شول: د الله رسوله! کوم ډول خلک ډېر غوره دي؟ رسول  الله صلی الله عليه وسلم وويل: هغه مومن بنده چې پر خپل مال او جان جهاد کوي، صحابه کرامو وويل: او بيا ورپسې څوک؟ هغه وويل: هغه مومن بنده چې د الله د ويرې له کبله د غرونو په کوم ناوچه کې وي او خلک يې له شر څخه په امن کې وي.

۱۰ – : تکليفونه پر چا ډېر سخت وي؟

عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ، قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ النَّاسِ أَشَدُّ بَلَاءً؟ قَالَ: «الْأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الْأَمْثَلُ فَالْأَمْثَلُ، يُبْتَلَى الْعَبْدُ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ، فَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ صُلْبًا، اشْتَدَّ بَلَاؤُهُ، وَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ رِقَّةٌ، ابْتُلِيَ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ، فَمَا يَبْرَحُ الْبَلَاءُ بِالْعَبْدِ، حَتَّى يَتْرُكَهُ يَمْشِي عَلَى الْأَرْضِ، وَمَا عَلَيْهِ مِنْ خَطِيئَة ] ([4])

ژباړه: له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نه روايت دی چې ما وويل: ای د الله رسوله! په خلکو کې سخترين ازميښت پر چا وي؟ هغه وويل: پېغمبران، او بيا ورپسې درجه په درجه خلک، هر انسان د خپل ديانت په اندازه ازمېښت کيږي، که يې دين مضبوط و نو ازميښت يې هم مضبوط وي، او که يې دينداري لږه وه نو ازمېښت يې د ديندارۍ په اندازه وي، په مسلمان بنده باندې ازمېښتونه دومره ډېر شي چې په ځمکه روان وي خو هېڅ ګناه ورباندې پاتې نه وي.

۱۱ – : کوم خلک الله ته ډېر ګران دي؟

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ أَنَّ رَجُلًا جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ , أَيُّ النَّاسِ أَحَبُّ إِلَى اللهِ؟ وَأَيُّ الْأَعْمَالِ أَحَبُّ إِلَى اللهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَحَبُّ النَّاسِ إِلَى اللهِ تَعَالَى أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ، وَأَحَبُّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللهِ تَعَالَى سُرُورٌ تُدْخِلُهُ عَلَى مُسْلِمٍ، أَوْ تَكَشِفُ عَنْهُ كُرْبَةً، أَوْ تَقْضِي عَنْهُ دَيْنًا، أَوْ تَطْرُدُ عَنْهُ جُوعًا ] ([5])

ژباړه: له ابن عمر رضي ا لله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی او وېويل: ای د الله رسوله! الله ته کوم بنده ډېر ګران وي او کوم عملونه ورته ډېر محبوب وي؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: هغه څوک الله ته ډېر ګران دی چې د خلکو لپاره ډېر ګټور وي، او الله ته محبوب عمل دا دی چې ته خپل مسلمان ورور ته خوشحالي ورکړې، يا ورڅخه مصيبت پورته کړې او يا ورڅخه پور ادا کړې او يا ورڅخه ولږه وشړې.

۱۲ – : دين د چا لپاره خيرخواهي ده؟

عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ إِنَّ الدِّينَ النَّصِيحَةُ إِنَّ الدِّينَ النَّصِيحَةُ إِنَّ الدِّينَ النَّصِيحَةُ قَالُوا: لِمَنْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: لِلَّهِ وَكِتَابِهِ وَرَسُولِهِ، وَأَئِمَّةِ الْمُؤْمِنِينَ، وَعَامَّتِهِمْ، أَوْ أَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ، وَعَامَّتِهِمْ ] ([6])

ژباړه: له تميم داري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: دين ټول خيرخواهي ده، دين ټول خيرخواهي ده، دين ټول خيرخواهي ده، صحابه کرامو وويل: د چا لپاره خيرخواهي ده؟ هغه وويل: د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانانو يا مومنانو د چارواکانو او د ټولو عوامو لپاره .

…………………………………..

([1]) مسند احمد: (۲۰۴۱۵)

([2]) صحيح البخاري: (۵۹۷۱)

([3]) صحيح البخاري: (۲۷۸۶)، صحيح مسلم: (۱۸۸۸).

([4]) سنن ابن ماجه: (۴۰۲۳)، صحيح الترغيب والترهيب: (۳۴۰۲)

([5]) المعجم الکبير: (13646)، سلسلة الأحاديث الصحيحة: (906).

([6]) صحيح مسلم: (55).

Tags

Related Articles

Back to top button