ښځې او ماشومان

په اسلام کې د مولود احکام ( دوهمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په اسلام کې د مولود احکام ( دوهمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 

۴ – : د بچو لپاره د ښايسته نوم انتخاب:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا [أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُغَيِّرُ الِاسْمَ القَبِيحَ ] ([1])

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها نه روايت دي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به ناکاره نوم بدلو.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ إِنَّ أَحَبَّ أَسْمَائِكُمْ إِلَى اللهِ عَبْدُ اللهِ وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ ] ([2])

ژباړه: له ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دی چې رسول  الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الله پاک ته ستاسو پسند نومونه عبدالله او عبدالرحمن دي.

۵ – : له ماشوم څخه عقيقه کول:

عَنْ سَمُرَةَ بْنِ جُنْدُبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ كُلُّ غُلَامٍ رَهِينَةٌ بِعَقِيقَتِهِ تُذْبَحُ عَنْهُ يَوْمَ سَابِعِهِ وَيُحْلَقُ وَيُسَمَّى ] ([3])

ژباړه: له سمره بن جندب رضي الله عنه نه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: هر ماشوم له خپلې عقيقې پسې تړل شوی وي چې په اوومه ورځ به ترې څاروی حلاليږي، سر به يې هم خرول کيږي  او نوم به ورله کېښودلی شي.

۶ – : د ماشوم سر خرول او د وېښتانو په وزن سپين زر صدقه کول:

عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ عَقَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الحَسَنِ بِشَاةٍ، وَقَالَ: يَا فَاطِمَةُ، احْلِقِي رَأْسَهُ، وَتَصَدَّقِي بِزِنَةِ شَعْرِهِ فِضَّةً»، قَالَ: فَوَزَنَتْهُ فَكَانَ وَزْنُهُ دِرْهَمًا أَوْ بَعْضَ دِرْهَم ] ([4])

ژباړه: له علي رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له حسن رضي الله عنه څخه په يو ګډي عقيقه وکړله، او وېويل: ای فاطمې! سر يې هم وخرېوه، او د وېښتانو د وزن په اندازه يې سپين زر صدقه کړه، علي رضي الله عنه وايي: ما چې يې وېښتان وزن کړل نو يو يا ځينې برخه د درهم په اندازه وختل

۷ – : د ماشوم رضاعت:

الله پاک فرمايي: [وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ] ([5])

ژباړه: مورګانې به خپلو بجو ته پوره دوه کاله رضاعت هله ورکوي چې د رضاعت پوره مده د چا خوښه وي.

۸ – : بچو ته دعاګانې کول:

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ يُعَوِّذُ الحَسَنَ وَالحُسَيْنَ يَقُولُ: أُعِيذُكُمَا بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ، وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لاَمَّة ] ([6])

له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به حسن او حسين په دې کلماتو دمول: أعيذکما… د الله په پوره کلماتو پورې ستاسو د دواړو پناه نيسم، له هر شيطان او زهريله زنده سرو څخه، او له هر ډول بدو سترګو څخه.

۹ – : په اسلامي اخلاقو او عادتونو باندې بچيان روزل:

عَنْ عُمَرَ بْنِ أَبِي سَلَمَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ يَقُولُ: كُنْتُ غُلاَمًا فِي حَجْرِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكَانَتْ يَدِي تَطِيشُ فِي الصَّحْفَةِ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: يَا غُلاَمُ، سَمِّ اللَّهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ فَمَا زَالَتْ تِلْكَ طِعْمَتِي بَعْدُ ] ([7])

ژباړه: عمر بن ابي سلمه رضي الله عنه وايي چې زه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په پالنه کې وم او ماشوم وم په کاسه کې به مې لاس  ګرځېده راګرځېده، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: ای هلکه! بسم الله ووايه، په ښې لاس خوراک کوه او له هغه ځايه يې خوره چې درته نزدې وي، بيا له دغه وروسته همدغه ډول خوراک و.

…………………………………………

([1]) سنن الترمذي: (۲۸۳۹ ).

([2]) سنن ابي داود: (۲۸۳۸).

([3]) سنن الترمذي: (۱۵‍۱۶).

([4]) سنن الترمذي: (۱۵۱۹)

([5]) سورت بقره: (233)

([6]) سنن الترمذي: (۲۰۶۰)

([7]) صحيح البخاري: (۵۳۷۶).

Tags

Related Articles

Back to top button