
په حج کې د الله د توحيد بله نښه دا ده چې له طواف وروسته پکې دوه رکعتونه لمونځ مشروع دي چې سورت کافرون او اخلاص دې پکې ولوستل شي، ځکه دواړه سورتونه خالص د عبادت په توحيد شامل دي، او د طواف څښتن ته دا درس ورکوي چې ته د الله په عبادت کې بوخت او د امر يې منونکی يې.
په حج کې د الله د توحيد بله نښه دا ده چې د صفا او مروه ترمنځ سعيه انسان ته د اسمعيل عليه السلام د مور منډې ترړې وريادوي چې کله يې په خيټه کې اوبه او خواړه دواړه ختم شول، هغه چې تندې تروره کړې وه او ولږې کمزورې کړې وه، په دغه حالت کې يې هم زړه له الله پورې تړلی و او خپل ځان يې ورسپارتی و، خپل خاوند ابراهيم علیه السلام ته يې هم ويلي ول چې ته راڅخه چرته روان يې؟ په داسې ځای کې مو پرېږدې چې نه انسان او نه نور څه لري؟ که څه هم ښځې يې ورته ياد کلمات بارها تکرار کړل خو ابراهيم علیه السلام ورته نه کتل، ښځې يې ورته وويل: ايا الله درته په دې باندې امر کړی دی؟ هغه وويل: هو، ښځې يې وويل: بيا نو الله پاک مونږ نه ضايع کوي، او ښځه يې بېرته راستنه شوه.
د الله رحمت او مهربانۍ پرې راڅپه شوه، ځکه چې الله خپل بندګان نه ضایع کوي، اوبه په چپو راووتې، دلته مسلمان ته بايد خپل انکسار او تضرع الله پاک ته ورياد شي، په يقين کې به تر دې مرحلې ورسیږي چې تکليفونه له الله پرته څوک نه شي حل او فصل کولی او د دعا قبلونکی يواځې الله دی، الله پاک فرمايي: (أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ )
ژباړه: هغه لا څوک دی چې د سختې اړتيا څښتن اواز قبلوي او تکليف يې له منځه وړي، په ځمکه کې تاسو مشران ګرځوي، ايا له الله سره لا بل معبود هم شته؟ لږ له غور او سوچ څخه کار واخلئ.
له همدې ځای څخه نبي کريم صلی الله عليه وسلم د حاجي صيبانو لپاره مشروع کړي دي چې کله هم پر صفا او مروا غونډکيو ورپورته شي بايد ( اللهُ أَکْبَرُ ) درې ځل ووايي، او دا ووايي: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ ) او بيا چې يې څنګه دعاګانې خوښې وي ودې کړي.
په حج کې د الله د توحيد بله نښه دا ده چې په عرفه کې به د نبي کريم صلی الله عليه وسلم شعار دا کلمات و: (خَيْرُ الدُّعَاءِ دُعَاءُ يَوْمِ عَرَفَةَ، وَخَيْرُ مَا قُلْتُ أَنَا وَالنَّبِيُّونَ مِنْ قَبْلِي: لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ) ([1])
ژباړه: ښه دعا د عرفې د ورځې دعا ده، هغه غوره ذکر چې ما او له ما څخه مخکنو پېغمبرانو کړی دی ( لاَ اِلَهَ …. ) ذکر دی.
په (لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ) کې د الله د توحيد اظها ر دی، او په (لاَ شَرِيكَ لَهُ) کې کې له شرک څخه براءت دی، او په ( لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) کې د هغه په کامل ملکيت باندې اعتراف دی.
نو د حج ټول مناسک د الله پاک په توحيد باندې ګواه دي، په هره برخه کې يې بنده مسلمان د الله پاک په تعظيم، له هغه څه په ډار او و يره او ورڅخه امېد لرل، له هغه څخه کومک او مرسته غوښتل ټول د الله توحيد دی، له دې کبله حاجي صيب نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپل دې قول کې د حج بدله جنت ښودلې ده (الْحَجُّ الْمَبْرُورُ لَيْسَ لَهُ جَزَاءٌ إِلَّا الْجَنَّةُ ) ([2])
ژباړه: د قبول شوي حج له جنت پرته بله بدله نشته.
الله پاک دې ټولو ته د هغو عملونو توفيق ورکړي چې هم يې ورسره مينه وي او هم د الله خوښ وي.
………………………………….