متفرقات

په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( لومړۍ برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات... ( لومړۍ برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

الحمدلله الهادي الی صراطه المستقيم، والصلاة والسلام علی من بعثه الله رحمة للعالمين، أما بعد:

د الله دين ته هدایت او پر دين سرښندنه د الله پاک ستره لورينه ده او د خپلې مرضۍ له مخې يې پر خپلو هغو بندګانو کوي چې خوښه يې شي او هغه ته يې وړ ښکاري.

خو دا چې زړه پرې خوشحاليږي او د انسان سينه پرې يخيږي دا ده چې الحمدلله مونږ په هر وخت او ځای کې داسې ځوانه طبقه او شبابان وينو چې الله يې په ديني هدايت زړونه روښانه کړي دي او د هدايت لورينه يې پرې کړې ده، مونږ ورله له الله څخه د ديني ثبات او کامل استقامت غوښتونکي يو، خو ولې نور ځينې ځوانان بيا داسې دي چې په خپلې سرکشۍ کې اخته، په هواپرستۍ کې بنديوان او د سمې لارې له هدايت څخه بيخي ناخبره دي.

د درد او خفګان خبره دا ده چې په شرعي بڼه برابر ځينو ځوانانو کې بيا هغه سلبي مظاهر ليدل کيږي چې هم يې په شرعي امورو باندې پر التزام او هم يې پر ايمان ناوړه اغېز لري.

مونږ زيار اوباسو چې ځينې دغه خوګانې ذکر کړو او په ځانګړې توګه بيا هغه خوګانې چې اصلاح يې مهمه ده:

۱ – : په لمونځ کې خشوع نه کول

په لمونځ کې خشوع نه کول په ډېرو خلکو کې عادي خبره ګرځېدلې ده، مګر هغه خلک چې الله پرې رحم کړی دی او حالانکه د مومنانو د صفت په مقام کې الله پاک فرمايي (قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ * الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ) [ سورت مؤمنون : ۱ – ۲ ]

ژباړه: په باوري ډول هغه مومنان بريالي دي چې په خپلو لمونځونو کې خشوع کونکي دي.

دا چې خشوع د انسان د دنيوي او اخروي سعادت او بهبود ستر لامل دی نو د هر مسلمان لپاره بايد ده چې په خپل لمونځ کې خشوع وپلټي او په کامل سکينت او د زړه په پوره حاضرۍ يې ادا کړي، ضرور ده چې د کمال په خاطر د لمونځ د شروطو، واجباتو او سنتونو پوره خيال وساتي، نه دا چې لمونځ په کسالت او سستۍ او يا يې هم د کارغه د ټونګو په څېر ادا کړي، دوی لمونځ عبادت نه بلکې ورځنی عادت پېژني.

۲ – : لمونځ ته ناوخته تلل

لمونځ ته ناوخته تلل که هغه د جماعت لمونځ وي او که د جُمعې د ورځې لمونځ وي، ځينې خو دومره په تاخير روږدي دي چې يا خو د خطيب له را تګ سره نزدې او يا هم له خطبې وروسته مسجد ته رادرومي، او د باجماعت لمونځ لپاره يې عادت داسې جوړ وي چې يا وروسته او يا هم د اقامت له اورېدو سره راځي، له ځينو څخه يې يو يا دوه رکعته هم فوت شوي وي که رکعت ترې هم لاړ نه شي نو تکبيرة الاحرام خو ترې هرومرو فوت وي، دا ډول تقصير به له يو چا څخه په مراتو او کراتو تکراريږي خو نه ورته څه توجه کوي او نه پرې کوم اهتمام.

ځينې لمونځ ګوزاران بیا داسې وي مخکني صفونو کې له هېڅ چا سره سبقت نه کوي سره له دې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته ډېر ترغيب ورکړی دی، نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي (لَوْ يَعْلَمُ النَّاسُ مَا فِي النِّدَاءِ وَالصَّفِّ الْأَوَّلِ، ثُمَّ لَمْ يَجِدُوا إِلَّا أَنْ يَسْتَهِمُوا عَلَيْهِ لَاسْتَهَمُوا ) [ صحيح مسلم:۴۳۷ ]

ژباړه: که خلک د اذان او د لومړي صف په ثواب او اجر باندې پوهېدلی او بله کومه چاره ورته نه وه معلومه او قرعه اندازي پرې کېدلی شوه نو پرې کړې به يې وه.

او مزيد فرمايي (خَيْرُ صُفُوفِ الرِّجَالِ أَوَّلُهَا، وَشَرُّهَا آخِرُهَا ) [ صحيح مسلم: ۴۴۰ ]

ژباړه: د نارينه غوره صفونه لومړني صفونه دي او بدترين يې وروستني صفونه دي.

کله به يو څوک مسجد ښه وختي راشي، په لومړي صف کې خالي ځايونه وګوري خو په لومړي صف کې نه بلکې د مسجد په نورو وروستنيو برخو کې به کيني.

ځيني به يې له امام نه وروسته په صف کې خاليګا ښه وويني خو خاليګا به پريږدي يا به د صف منځ او يا به يې کوم لرې اړخ ته ودريږي، دوی خلکو له ډېرو ثوابونو او اجرونو نه ځانونه بې برخې کړي دي.

Tags

Related Articles

Back to top button