په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( دوهمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( دوهمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۳ – : په نوافلو کې دلچسپي نه اخستل
لکه نفلي روژې نه نېول، د دوشنبې او پنجشنبي، د ذي الحجې د لسو ورځو، او يا اقلاً ايام البيض په هره مياشت کې درې ورځې روژې، د عرفې او عاشوراء د ورځې روژې نه نېول، همدا ډول په نفل لمونځ کې سستي کول لکه قيام الليل او رواتب سنت نه کول، د څاښت لمونځ او داسې نور نوافل نه کول، بیا لا که څوک پکې د شپې لمونځ کوي نو پر درېو او چې ډېر شي نو په پنځو لنډو لنډو رکعتونو بسنه کوي، ډېر کم وګړي به وي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په څېر د شپي يوولس رکعتونه لمونځ کوي.
۴ – : د قران کريم لږ تلاوت کول او کمه برخه يې يادول
په دې کې شک نشته چې د الله په دين باندې د ثبات او استقامت له سترو لاملونو څخه د قران کریم تلاوت تر هر څه ستر لامل او غوره ترين عمل دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ القُرْآنَ وَعَلَّمَهُ ) [صحيح البخاري: ۵۰۲۷ ]
ژباړه: په تاسو کې غوره ترين هغه څوک دی چې قران زده کړي او بل ته يې ورزده کړي.
او فرمايي (أَهْلُ الْقُرْآنِ، أَهْلُ اللَّهِ وَخَاصَّتُهُ ) [ سنن ابن ماجه: ۲۱۵ ]
ژباړه: قاري صاحبان د الله پاک اولياء او خصوصي دوستان دي.
او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي (اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ ) [ صحيح مسلم: ۸۰۴ ]
ژباړه: قران ولولئ، دا به د قيامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې د خپلو لوستوالو لپاره به سفارش کوي.
ډېر ملتزمين او پابند خلک بیا داسې هم وي چې ورځ، دوه، درې اوڅلور پرې تېرې شي خو ده له قران څخه هېڅ نه وي لوستلي، که يې لوستلي وي نو هم ډېر لږ، يا پرې مياشت يا دوه مياشتې تېرې شي خو ده د قران هېڅ برخه نه وي لوستلې او په دې کې شک نشته چې دا له خير څخه د انسان محروميت دی.
۵ – : د اذکارو او دعاګانو پرېښودل
لکه د سهار او ماښام اذکار، د خوراک څښاک او د خوب هغه اذکار چې له نبي صلی الله عليه وسلم نه ثبوت لري، ډېر داسې مسلمان او مومن ملت شته چې نه خو د دې اذکارو پابند دي او هم د الله پاک ياد او ذکر ډېر کم کوي، په ځينو خو بيخي پوره ورځ تېره شي يا خو پکې الله پاک بيخي ياد نه کړي او که ياد يې کړي نو هم ډېر کم، سره له دې چې په ډېر ذکر او اذکارو باندې الله پاک ترغيب ورکړی دی او په دې يې ډېر زيات اجر او ثواب مرتب کړی دی ، الله پاک فرمايي (وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ) [ سورت أحزاب: ۳۵ ]
ژباړه: او هغه نارينه او زنانه چې الله پاک ډېر ډېر يادوي، د دوی لپاره الله پاک ډېر مغفرت او زيات اجر تيار کړی دی.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا، وَالذَّاكِرَاتُ ) [ صحيح مسلم: ۲۶۷۶ ]
ژباړه: خاص خلک ډېر مخکې شول، صحابه کرامو وويل: خاص خلک لا څوک دي؟ هغه وويل: هغه نارينه او زنانه چې الله پاک ډېر ډېر يادوي.
د دې فضيلت او بهترۍ باوجود به ځينې مسلمانان په ګنټو ګنټو ايکې يواځې ناست وي، يا به ايکې يواځې د سفر په دوران کې په ګنټو ګنټو مزل ووهي خو دالله له ياد څخه به غافله او ناخبره وي او له دې موقعې څخه به په ذکر او اذکارو، په الحمدلله او سبحان الله او استغفر الله سره هېڅ ګټه وانه اخلي.
۶ – : ناوړه اخلاق او ناکاره رويه
په ظاهره کې به زياتره مسلمانان داسې وګورې چې ډېر به ښه وي – له رب کریم څخه يې مونږ همدغسې غواړو – خو باطن کې به ډېر بداخلاقه او د ناوړه کردار څښتن وي، دا حالت لومړی د انسان په خپل کور کې وي، له خپل پلار مور، له ورونو او خويندو، له خپلو خپلوانو سره به بد زبانه، بدکرداره او د ناوړې رويې څښتن وي، دا اخلاق يې بيا تر مدرسې او ښونځې وغځيږي، بيا يې په راکړه درکړه او بيا په هر ځای کې يې شيوه او اخلاق وګرځي، که له خلکو سره څه عمل درامد لري له شدت او سختې پرته يې نه کوي، نه کومه نرمي لري او نه رحم ترحم، او نه په هغو ځايونو کې له نرمۍ ګټه اخلي چې هلته اسانتيا کول ګټوره وي، نه خو په پلور پېر کې نرم مزاجه وي او نه په بل څه کې، د خپلو حقوقو به پوره مطالبه کوي خو بل ته بيا پوره حقوق نه ورکوي، په خپلې ورکړه کې پر نورو احسان کوي او په پلور کې له دوکې پرته يې بل کار هم نه وي، سره له دې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (مَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا ) [ صحيح مسلم: ۱۰۱ ]
ژباړه: څوک چې له مونږ سره دوکه وکړي له مونږ څخه نه دی.
او په دې کې خو د شک هېڅ ځای نشته چې دا د مسلمانانو اخلاق نه دي، د اسلامي احکامو پابند انسان سره ښايي چې تر هر چا لومړی ورڅخه همدا لرې وي او په نېکو اخلاقو او له خلکو سره په عمل درامد کې له بل چا لپاره نمونه جوړه شي، ځکه دا صفتونه لوړه رتبه لري، (سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الجَنَّةَ، فَقَالَ: تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الخُلُقِ ) [ جامع الترمذي:۲۰۰۴ ]
ژباړه: له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې کوم عملونه زياتره انسانانو لره جنت ته بيايي، هغه وويل: له الله څخه ډار او ښه اخلاق.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ ) [ السنن الکبری للامام البیهقي: ۲۰۷۸۲ ]
ژباړه: زه په دې سره راليږدول شوی يم چې د ښو اخلاقو اخره پوره کړم.