په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( اخري برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
په دندو کې د مسلمان کوتاهي، ناوړه اغيزې او بد اثرات… ( اخري برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱۲ – : بې ځايه له تساهل څخه کار اخستل
د نمونې په توګه لکه د ښځو په لباس او حجاب کې تساهل کول، هغوی ته په تنګ او لنډ لباس اچولو باندې وچورلې نه تريوول، يا بازارونو او خياطانو ته بې له کومې شرعي اړتيا بېهوده، له شرعي محرم يا له بلې ښځې پرته ايکې يواځې تلل، د دوکان په دننه له دکاندار سره يواځې ځانله کېدل يا له ماشومانو جينکو سره په لنډ او تنګ لباس کې تساهل کول، ځينې مسلمانان بيا داسې دي چې خپلو ښځو ته د دې توصيه کوي چې لوڼو ته يې تنګ او لنډ لباس ورواغوندي، په دې دليل چې دا لا وړې دي، په ځينو وختونو کې جينۍ تر لس کلنۍ هم ورسيږي او تر پنډو به لنډ لباس اچوي.
دا هم بې ځايه تساهل دی چې ځينې خلک د ګيرې په لنډولو يا خريلو کې تساهل کوي، په ګېرې باندې لوبې کوي او نقشجات پرې جوړوي.
له محرم پرته کور ته خادمه راوستل هم هغه تساهل دی چې له زيان پرته نور هېڅ نه لري، يا کومې ښځې ته اجازه ورکول چې له محرم پرته په موټر او ګاړې، يا الوتکه کې سفر وکړي، دا ټول ناروا حرام کارونه دي.
۱۳ – : دروغ
ځينې مسلمانان په ادنی او وړو وړو کارونو کې په دې دليل چې کوم باک به نه لري هم دروغ وايي، لکه په کوم کمربند کې دورغ ويل ترڅو روغ پورې وځي، يا د کوم مالي زيان د مخنيوی لپاره دروغ ويل، يا له کوم ملګري سره مجاملةً دروغ ويل تر څو مرسته يې وکړی شي، يا په پلور پېر کې دروغ ويل، د مجلس د غړو خندولو لپاره دروغ ويل لکه خلک چې يو له بل څخه نقلونه او روايتونه په دې کې لري چې له خندا او خندولو پرته نور هېڅ نه وي او حالانکه د دورغو قيصې او حکايات وي، په داسې حال کې چې ټول پوهيږي چې دا نقل او قيصه دروغ دي او هېڅ ګټه نه لري، خو د دې برسېره يې بيا هم تکراروي او د خلکو د خندا لپاره يې بيان ته پونده ورکړې وي، خو ولې دې عقلي بې وزله د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دا قول له ياده ويستلی دی هغه فرمايي (وَيْلٌ لِلَّذِي يُحَدِّثُ فَيَكْذِبُ لِيُضْحِكَ بِهِ الْقَوْمَ، وَيْلٌ لَهُ وَيْلٌ لَه ) [ سنن ابي داود: ۴۹۹۰، جامع الترمذي: ۲۳۱۵ ]
ژباړه: هغه چا لره دې تباهي وي چې د خلکو د خندولو لپاره دروغ وايي، هلاک دې شي او بيا دې هلاک شي.
۱۴ – : د بچيانو او ښځې حقونو کې غفلت کول
بچيانو ته او ښځې ته اسلامي تربيت نه ورکول، ځينې مسلمانان به د خپلې ښځې په حق کې غفلتونه کوي، ځينې به د دعوتي چارو باندې د بوختيا په دليل د ښځې حقوق پايمالوي، يا به يې د سوداګريزو بوختياو او يا نورو په نور څه د مصروفيت په دليل…
خپله ښځه به يې په کور کې تنها پرېښې وي او له ځانلوالي به کړيږي، دردونو او غمونو به اخستې وي، يا به يې له کومې مراقبې او د سمې صحيح توجيه پرته خپل اولاد بيهوده پرېښی وي، له بدو او ناکاره خلکو سره يې ملګرتوب برابر شي چې د دوی اخلاقي انحراف او ديني فساد لپاره ستر لامل جوړ شي او حالانکه تر هر څه ستر سبب يې خپله د پلار بې غوري ده.
۱۵ – : الله پاک ته ددعوت په چارو کې تقصير کول
ځینې مسلمانان – الله دې مونږ او دوی ته هدايت وکړي –داسې دي چې هېڅ دعوتي نشاط نه لري، هېڅ څوک يې له نصيحت او کومې توجيه څخه ګټه وانخلي، ارد ګرد به خپل ورونه او ملګري په ضلالت بې لارې کې ويني خو بيخي يې پرې پروا نه وي، نه خپل ځان د هغوي په دعوت تکليفوي او نه ورته کوم نصیحت کوی، او نه ورته کوم ګټور کتاب، کيسټ، تقرير يا بل څه ورکوي چې له غفلت څخه يې راپورته او له خوب څخه يې رابېدار کړي، ځينې په دې بهانه چې خلکو ته د نصيحت کولو توان نه لري او نه دومره علم لري چې دوی ته به پرې قناعت ورکړی شي دعوتي مهم نه انجاموي، خو دا بيخي عذر نه دی، ځکه الله ته د دعوت مجال يواځې په خطابت پورې منحصر نه دی، بلکې د دعوت ميدان دومره پراخه دی چې ليکلو، د کوم دیني کيسټ ډالۍ کولو، د کوم کتاب يا رسالې نشر او اشاعت چې د انسان په توان کې وي ورته شامل دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَة ) [ صحيح البخاري: ۳۴۶۱، جامع الترمذي: ۲۶۶۹ ]
ژباړه: له ماڅخه دعوت او تبليغ وکړئ که څه هم د یو ايت ( مسئله ) وي.
او دا د هر چا زير توان دي چې په مخکنو مذکوره مجالاتو کې دعوت او تبليغ وکړي، ځینې مسلمانان بيا داسې وي چې که څه هم په يادو مجالاتو کې ورته د دعوت موقع وي خو په دعوتي مهم کې ترې هېڅ ګټه وانخلي او ځان تکليف نه کړي، بلکې د راحت په نوم باندې کسالت او سستۍ ښکار کړی وي، او ځينې خو بيخي په دې موقعو کې ددعوت هېڅ ملګرتيا نه کوي او نه پکې مالي ونډه اخلي، پر ځان او بچو باندې او د کور په کمالياتو به زرګونه ماليت خرچه کوي خو که د دعوتي مهم لپاره ترې لږه مالي مرسته هم وغوښتل شي نوعذرونه، دمالي ظروفو قحط او د خپلو قرضونو اړوند به درته ډېر کمزوري عذرونه وړاندې کړي.
خو چې داسې خلک د دعوت په مجالاتو کې نه مالي او نه زباني، نه د قلم او نه بل ډول مرسته ولري نو دا ډېر بې خيره خلک دي، له ډېر خير او فضيلت څخه يې ځان محروم کړ، ځکه دعوتي مجال پياوړي ساتلو کې نهايت زيات اجر دی، الله پاک فرمايی (وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ) [ سورت فصلت: ۳۳ ]
ژباړه: او له هغه چا څخه د قول په اعتبار څوک ډېر ښه دی چې د الله لورې ته دعوت ورکوي او نېک عملونه هم کوي، او دا وايي چې زه د مسلمانانو له جملې څخه يم.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( لَأَنْ يُهْدَى بِكَ رَجُلٌ وَاحِدٌ خَيْرٌ لَكَ مِنْ حُمْرِ النَّعَمِ ) [ صحيح البخاري: ۲۹۴۲ ]
ژباړه: که ستا په سبب الله پاک يو سړي ته هدايت وکړي نو له سرو اوښانو څخه به هم درله ډېر غوره وي.
او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي (مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى، كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا ) [ صحيح مسلم: ۲۶۷۴ ]
ژباړه: څوک چې خير او هدايت ته دعوت ورکړي، نو د ده به د هغو خلکو په څېر ثواب وشي چې خبره يې ورله منلې ده چې د منونکو له اجرونو او ثوابونو به هېڅ نه کميږي.
۱۶ – : په دنده کې ناراستي کول
ډېری مسلمانان داسې وي چې په خپلو رسمياتو کې به له کسالت څخه کار اخلي، له ټاکلي وخت څخه به د تل لپاره وروسته او دائمې تاخير کوي، او يا به له عذر او اجازې پرته د دندې په جريان کې له ټاکلي وخت څخه مخکې ځي، ځيني پکې بيا داسې هم وي چې ناوخته دندې ته حاضري ورکوي خو په راجسټر کې وخت هماغه وليکي چې ادارې ټاکلی وي، دا ټول دروغ او په دنده کې ټګي او غلا ده.
ځينې مسلمانان د دندو په مهال اداري توکې او يا هم د خپلو خصوصي کارونو لپاره د ادارې موټرې ګاړې په کار راولي، چونکه اداري اموال د عامو خلکو دي نو په خصوصي چارو کې يې استعمال حرام دی، ايکې يواځې کولی شي چې د ادارې په رسمي کارونو کې يې وکاروي، او بس.