بدعتعقيده

په دين کې د بدعت پېژندنه ( دوهمه برخه ) لیکوال: سيد حسام الدين

په دين کې د بدعت پېژندنه ( دوهمه برخه ) لیکوال: سيد حسام الدين

دوهم : د بدعت ډولونه

د بدعت د لغوي او اصطلاحي تعريفونو وروسته مونږ ته جوته شوه چې بدعت په مختلفو اعتبارونو بېلابېل او جلاجلا ډولونه لري .

د من حيث اللفظ بدعت دوه ډولونه لري:

لغوي بدعت: لکه عمر رضي الله عنه چې کله خلک د تراويحو په لمونځ کې په يو امام راټول کړل او بيا يې وويل:[ نِعْمَتِ البِدْعَةُ هَذِهِ ] ([1])

هېره دې نه وي چې عمر رضي الله عنه په دې کې له اسلامي نصوصو سره هېڅ مخالفت نه لري، ځکه چې له نبي صلی الله عليه وسلم څخه د تراويحو لمونځ په جماعت سره ثبوت لري خو هغه يې جماعت په دې خاطر پرېښی و چې پر امت يې فرض نه شي.

¡شرعي بدعت: دا ډول بدعت د انسان ايمان لپاره لويه ستونزه ده، او خطورت ته يې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دې قول کې اشاره شوې ده [ فَاِنَّ کُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَ کُلُّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ ] ([2])

 

د کل او جزء په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

کلي بدعت: دې ته ويلی شي چې کله د بدعت متعلق منځ ته راغلی خلل په اسلامي شريعت کې کلي وي بدعت به يې هم کلي وي، لکه په تحکيم کې د خوارجو بدعت چې په دې ايت يې دليل نيو [ اِنِ الحُکْمُ اِلاَّ لِلهِ ] ([3])

ژباړه: فيصله ايکي يواځې د الله لپاره دی .

سره له دې چې له دې ايت څخه بې غوره او جهل کې پاتې دي [ فَابْعَثُوْا حَکَمآً مِنْ أَهْلِهِ وَ حَکَماً مِنْ أَهْلِهَا ] ([4])

ژباړه: يو پرېکړه کونکی د هلک او بل د ښځې له خاندان واستوئ.

نمونې يې لکه : د قران په ايتونو باندې د اقتصار له مخې نبوي سنتونو نه انکار کول، يا له اخبار احادو نه انکار کول…

جزئي بدعت: دېته ويلی شي چې په ځينو فروعو کې وي لکه په قران باندې د تغني بدعت، يا  لمونځ کې په يوه خپه باندې ودرېدل، يا دروژې په ولاړه نېول، يا له شرعي عذر پرته د الله مباحات او حلال پر ځان بندول، لکه خوب نه کول، خوندور خوراکونه نه کول او داسې نور…

 

د عموم او خصوص په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

عام بدعت: دې ته ويل کيږي چې ستونزه او تکليف يې امت ته عام وي، لکه عيد ميلاد بدعت.

خاص بدعت: دې ته ويل کيږي چې ستونزه يې يواځې مبتدع ته خپله وي لکه هغه ډول اذکار کول چې په اسلامي شريعت کې ثبوت نه لري.

د دې ډول دواړو بدعتونو له کلي او جزئي بدعت سره توپېر په دې کې دی چې عام او خاص بدعتونو کې معيار د مبتدعينو څېړل دي او  هلته بدعت بذاته.

بل: کلي بدعت د شريعت فروعو پورې منحصر نه وي خو ولې د عام بدعت شر او ستونزې يواځې پر مبتدع نه بلکې د امت نورو افرادو ته هم په زيان تماميږي.

بل: جزئي بدعت په فروعو کې راځي خو ولې خاص بدعت کې ستونزه يواځې مبتدع ته جوړه وي او د امت نور افراد ترې سلامت وي.

 

د مفرد او مرکب په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

مفرد بدعت: هغه ته ويل کيږي چې مخالفتونه پکې په تسلسل نه وي، بس همدغه يو بدعت دی چې بل ورسره ټل نه دی، لکه د فرض لمونځ نه وروسته له تسبيح او اذکارو پرته په نوافلو شروع کول.

 

مرکب بدعت:  دې ته ويل کيږي چې ګڼ شمېر بدعتونه سره داسې يو بل کې منسجَم وي ګوياکې يو بدعت دی، د امامانو په عصمت کې د شيعګانو عقيده، يا د دې عقېدې په بنسټ يې نور ولاړ عقايد…

 

د حرمت او کراهت په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

دپام وړ: دا حقيقت دی چې د بدعت هر ډول ګمراهي ده، په اسلامي شريعت کې راغلې نهي ورته سم دم شمول لري، خو دومره ده چې بدعتونه سره خپل منځ په يوه رتبه نه دي، يوه خبره شته چې که څوک ووايي : بدعت ضلالت دی او ضلالت دهدايت ضد دی نو حرام او مکروه ته يې تقسيم څه ګټه لري؟

ځواب يې دا کېدای شي او بل نه چې د ضلالت عموم هر بدعت ته لازم دی خو په مکروهو افعالو کې ورته عموم لازم نه دی ځکه چې:

لومړی: ځکه چې  افعال هرومرو اضداد لري،لکه امر او نهي،خو ترمنځ بيا داسې واسطه لري چې له يو سره هم اړيکه نه لري چې (تخيير ) دی.

خو که مکروه بدعت کې له غور څخه کار واخلو راته به جوته شي چې د نهي له نګاه نه منهي عنه له حرامو سره په مطلق نهي کې شريک دی خو ولې بل اړخ يې له غليظ حرمت څخه راوباسي ځکه تحريم تنزيهي که عقاب او ا ثم نه وي،نو په دې کې ورسره مباحات هم شريک شول.

دوهم: په بدعتونو کې مکروه ثابتول حقيقت دی، ځکه رسول الله Vپر هغو خلکو رد وکړ چې غوښل يې تل به روژه وي او افطار به نه کوي، بل وويل چې نکاح به نه کوي…

او حالانکه دغه نفرو له مندوباتو په خاطر د مندوباتو لپاره مندوبات پرېښودل.

دا ډول شواهد په نبوي نصوصو کې بلا ډېر دي.

 

د دين او دنيا په لحاظ هم بدعت دوه ډولونه لري:

ديني بدعت: دا ډول بدعت خپل کې څلور تقسيمونه لري:

د کفر بدعت: لکه غير  الله ته فرياد کول، له انبياؤ کرامو او او اولياء آلله نه د حاجتونو غوښتل، هغوي ته په سختو کې پناه وړل.

 حرام بدعت: لکه الله ته په مړو باندې وسيله نېول، پر قبرونو باندې مسجدونه ودانول او ورته سجدې کول، پر قبرونو باندې شمعې بلول او نذرې منښتې کول، له قبرونو او زيارتونو څخه طواف کول.

نو دا ټول هغه بدعتونه دي چې اسلام حرام کړي دي او انسان پرې له اسلام څخه وځي خو دحرمت په رتبه کې ترې لومړی بدعت ډېر غليظ دی خو دحرمت حکم يې يو دی.

Ž مکروه تحريمي بدعت: لکه له اذان وروسته په درود باندې اواز لوړول، د رمضان په اخر کې د کال قضا شوي لمونځونه ادا کول، دا هم هغه بدعتونه دي چې حرام دي خو د حرمت په رتبه کې له مخکنو دواړو نه ښکته دي.

 مکروه تنريهي بدعت: لکه د فرض لمونځ وروسته يو له ته لاس ورکول، يا پر ممبرونو باندې پردې راځړول.

خو د محقيقينو علماؤ د کره کتنې له مخې په دين کې هر بدعت، کوچنی او که ستر حکم يې حرام دی.

دنيوي بدعت: دې ته ويلی شي چې په معاشي امورو کې داسې پرمختګ وکړی شي چې ګټور وي او خلکو ته يې هېڅ ديني او دنيوي ستونزه نه وي، نه پکې د ديني محرماتو ارتکاب وي او نه پرې د دين کوم اصل ته خطر وي، چونکه دا د انسان د ژوند سره تعلق لري او انسان کولی شي چې د سوکاله ژوند لپاره هغه اسباب په کار راولي چې الله د ده لپاره پېدا کړي دي او حتی ټوله دنيا  يې د ده لپاره مسخّره کړې ده، نو ابتکار او نوښت نه اسلام غندي او نه يې غندلی دی بلکې اسلام انسان ته تيزي ورکوي چې په دنيوي امورو کې هم پرمختګ وکړي او خپله دنيا دې له دين سره په ټکر کې نه راولي، ځکه چې په اصل کې دين او دنيا هېڅ ټکر نه لري مګر دا چې انسان خپله ددغه ټکر د شتون سبب جوړ نه شي.

 

د من حيث الوضع په اعتبار بدعت دوه ډوله دی :

حقيقي بدعت : حقيقي بدعت دېته ويل کيږي چې په اسلامي دائره کې ديني اصولو ( قران ، حديث ، اجماع )  ته هېڅ استناد ونه لري .

يا په بل اعتبار : حقيقي بدعت هغې ته ويل کيږي چې قراني ايت يا نبوي حديث يا اجماع ورباندې هېڅ دلالت نه کوي ، خو بدعتي انسان له دين پورې د شخصي غرضونو په بنسټ تړلی وي .

ځينې حقيقي بدعتونه د الله پاک څخه سرغړونې شمېرل کيږي او ځينې نور يې کفر هم بلل کېدای شي، دا هله چې بدعت عقيدوي چارو سره اړيکي ولري، لکه: جبريت ، قدريت ، اعتزال ، پر قرانکريم د مخلوقيت عقيده لرل، د الله پاک صفتونه نفي کول، د کبيرې مرتکب کافر بلل، يا د صوفيانو عقيدوي بدعتونه چې اوليا په ژوند کې هم او له مرګ څخه وروسته په نړۍ کې د ځينو  تغييراتو او بدلون راوستلو توان لري او داسې نور…

اضافي بدعت :  دوه اړخونه لري روا اړخ : مبتدع انسان د دې مشروع اړخ له مخې نور داسې څه په دين کې ننباسي چې بيخي د شرعي کيفيت څخه يې بهر وباسي ، په خلکو کې هم نن سبا د بدعت دا ډول ډېر شتون لري ، د نمونې په توګه لکه : روژه ، طهارت ، لمونځ  يا نور هغه عبادتونه چې اسلام يې مشروعيت تنصيص کړی وي ، روژه که څه هم د اسلام رکن دی خو مبتدع انسان يې د دې له مخې په داسې کيفيت ونيسي چې د مشروعيت له دائرې څخه يې د نفسي خواهشاتو له مخې وباسي ، لکه ووايي : زه به روژه په  ولاړه نيسم او بيخي به نه کينم ، يا زه به د لمونځ په لومړي رکعت کې درې ، يا څلور  يا له دې څخه هم زياتې سجدې کوم تر څو الله ته ډېر ګران شم ، ددې پر ځای چې په سجده الله ته تقرب حاصل کړي نور هم لعنتي کيږي ، ځکه چې د مشروع عبادت ديني کيفيت يې بيخي ردوبدل کړ ([5]) .

د کفر او عدم کفر له مخې هم بدعت په دوه ډوله دی ، معنا دا چې مبتدع کله په خپل بدعت کافر بلل کيږي او کله نه بلل کيږي ؟

حافظ حکمي وايې : په دين کې بدعتونه جوړول دوه ډوله لري :

هغه بدعت چې انسان پرې کافر بلل کيږي .

هغه بدعت چې د انسان په حق کې د کفر سبب نه جوړيږي .

بدعت مکفره دېته ويل کيږي چې انسان د داسې ديني اړخ نه انکار وکړي چې په ثبوت يې غوڅه اجماع شوې وي، په شريعت کې په تواتر ثابت وي ، لکه د د ين له مفروضاتو روژه ، لمونځ ، د حرامو تحليل ، د حلالو تحريمول ، د الله پاک ، يا رسول V اړوند داسې عقيده ساتل چې هغوی ترې پاک وي .

غېر مکفره بدعت دېته ويل کيږي چې له کولو څخه يې د قران تکذيبول ، له پيغمرانو څخه انکار منځ ته نه راځي ، لکه د مروان بن الحکم هغه بدعتونه چې صحابه کرامو پرې نيوکې وکړې خو هېڅ چا هم پرې کافر ونه نومو، او نه يې هم له بيعت څخه ووتل، لکه د لمونځونو تاخيرول ، د اخترونو په لمونځ خطبه مخکې کول او داسې نور…

……………………………………..

([1]) صحيح البخاري:( ۱۹۰۶ ) نمبر حديث.

([2]) سنن ابن ماجه: (۴۲) نمبر حديث.

([3]) سورت يوسف: ( ۴۰ ).

([4]) سورت نساء : ( ۳۵ ).

([5]) البدعة ضوابطها وأثرها السيئ في الأمة : ( ۱۶ – ۱۸ ) ، د دکتور علي بن محمد بن ناصر الفقيهي ليکنه ، لومړی چاپ ( ۱۴۲۳ هـ ۲۰۰۲ م ) دار المنهاج قاهرة .

Tags

Related Articles

Back to top button