په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (دوهمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (دوهمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

همدا ډول په بل ايت کې الله پاک قران په دې موصوف کړی دی چې قران ( روح ) دی، او د ورح يوه معنا دا هم ده چې په قران سره انساني جسم ته معنوي زندګي ورکړل کيږي او زړونه پرې ژوندي وي، په جسم کې چې کله هم ساه وي نو ژوندی وي خو چې ساه ترې لاړه شي نو جسم مړ شي له دې کبله خو الله پاک فرمايي (وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا ) [ سورت شوری : 52]
ژباړه: همدا ډول مونږ په خپل حکم تا ته روح ( قران ) وحي کړی دی .
دلته په ايت کې له روح څخه قران مراد دی چې الله پاک خپل رسول ته وحي وکړی دی.
قران کريم د زړونو روح دی او د زړه روح له بدنونو له روح څخه ډېر خاص الخاص ده، قران ته الله پاک ځکه روح وويل چې کله هم قران د زړه له بشاشت او ځلا سره ګډوډ شي نو زړه ورسره ژوندی او روښانه شي، بيا دغه زړه الله ډېر ښه پېژني او په دليل سره يې عبادت کوي، له الله څخه ډاريږي او خوف ورڅخه لري، مينه او محبت ورسره لري او د الله تعظیم او اجلال باندې عقيده لري، قران د زړه لپاره داسې متحرک روح دی لکه د بدن د حرکت لپاره چې ساه کوم رول لوبوي.
کله چې په بدن کې روح راشي نو بدن په حرکت او خوځښت کې هم راشي او ژوندی وي، همدا راز چې کله قران زړونو ته ننوځي مو زړه پرې ژوندی او له الله څخه يې په خوف او خشيت کې راولي، خو که زړونه چرته د الله پاک له خوف او خشيت څه تش تور وي نو داسې مري لکه بدن چې له ساه څخه تش تور او مړ شي.
نو مرګونه هم دوه دي او ژوندونه هم، مرګ هم په روح راځي او هم په بدن، او ژوند هم د روح وي او هم د بدن، د جسم او بدن زندګي کافر او مسلمان، پرهېزګار او فاسق دواړو ته يو څېر حاصله وي، بلکې انسان او حیوان دواړو ته دا ډول زندګي ورکړل شوې ده، لنډه دا چې په ژوند کې هېڅ څوک له بل شي څخه توپير يا ځانګړنه نه لري.
توپير يواځې د زړه په ژوندون انسان ته حاصليږي او هغه هم هغه انسان ته چې پرهېزګار ، مومن او الله پاک ته منقاد وي.
کافر او حيوان دواړه د زړه ژوند نه لري که څه هم د جسم او بدن له زندګۍ څخه برخه من دي.
خو ولې مومن انسان دوه ډوله ژوند لري هم د جسم او هم د زړه، خو کافر بيا ايکې يواځې بدني زندګي لري او د زړه نه .
د خبرې نچوړ دا دی چې الله پاک قران ته په دې معنا روح ويلي دی چې هم پرې زړونه راژوندي کيږي او هم يې په توسط د الله مهربان ذات سره نور او رڼا تر لاسه کيږي، قران د زړونو نجات، ژوند او د خالق او د تعريف او پېژندګلو سبب دی.
قران کريم ته الله پاک نور او رڼا ويلې ده، رڼا هغې محسوس ته ويل کيږي چې دانسان مخې ته لاره روښانه کوي ترڅو په کندو کپرو او ازعکو باندې ونه غورځېږي، او پر هغه لاره يې روانوي چې روغه رمټه ده.
خو که له چا سره نور او رڼا نه وي نو په تيارو او ظلمت کې به روان وي، نه خو به کندې کپرې ووينې او نه ازعکي غني، او نه به هغه کومه ستړې ستونزه چې لا يې دوی نه ويني.
که څه هم مونږ د لمر ، ډېوې او نورې محسوسې رڼاګانې پېژنو او د استعمال طريقه کار يې هم مونږ په لارو کوڅو او کورنو کې پېژنو او په سبب يې له موذي شيانو څخه ځانونه ژغورو او پوره احتياط کو.
خو د قران کريم رڼا معنوي رڼا ده، ټول هغه څه درته درښايي چې دنيوي او دیني دواړه ګټې لري او حق او باطل درته په ډاګه کوي، دا معنوي رڼا درته د جنتې لارو ښوونه کوي او دالله په مرسته به تر پایه بيا په دغه لاره روان يې، الله پاک فرمايي (يَاأَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا * فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا ) [ سورت نساء: ۱۷۴ – ۱۷۵ ]
ژباړه: ای خلکو تاسو ته مو د رب له پلوه دليل راغلی دی او تاسو ته مو ښکاره رڼا نازله کړې ده * پس هغو خلکو چې په الله يې ايمان راوړی دی او د هغه په دين يې منګولې ښخې کړي دي نو الله پاک به يې په خپل رحمت او فضل کې ډېر زر ننباسي او د سمې نېغې لارې هدايت به ورته وکړي.
نو قران کريم هغه معنوي رڼا ده چې له تورتمونو څخه پرې انسان د هدايت لارې موندلی شي، له اور څخه پرې د جنت او له زيانمن څخه پرې ګټور پېژندلی شي.
په قران سره خير له شر څخه پېژندل کيږي، قران کريم ټولو نړيوالو ته د هغوی دنيوي او اخروي بهبود او نجات او کاميابۍ لاره ورښايي.
دتېر په څېر الله پاک قران ته فرقان ويلی دی، الله پاک فرمايي (تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ) [ سورت فرقان : ۱ ]
ژباړه: د برکت والا ذات هغه څوک دی چې په خپل بنده باندې يې فرقان ( دحق او باطل ترمنځ توپېرونکی کتاب ) نازل کړی دی ترڅو د ټولو خلکو لپاره ډارونکی جوړ شي.
دلته د فرقان معنا دا ده چې قران د حق او باطل ترمنځ او د هدايت او ګمراهۍ ترمنځ کامل فرق کوي.
ای مسلمانه! قران تا ته د هغو شيانو ترمنځ تميز کوي چې ايا ګټور او که تاواني دي؟ په هر کار خير درته امر کوي او له هر شر نه دې رابندوي، او په دنيوي او اخروي ټولو اړتيا وړ چارو باندې دې خبروي نو ځکه خو د باطل او حق ترمنځ فارق هم دی.
قران کریم ژوند دی، زړه پرې راژوندی کېږي مړ او ناجوړه زړه ته ژوند او روغتيا ورکوي.
الله پاک قران د شفا په صفت هم ياد کړی دی، هغه فرمايي ( يَاأَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ) [ سورت يونس: 57 ]
ژباړه: ای خلکو تاسو ته مو له رب څخه پند او نصيحت او د سينو لپاره شفا او صحت راغلی دی، او د مومنانو لپاره هدايت او رحمت هم دی.
قران کريم له حسي او معنوي رنځونو څخه شفاء او صحت دی، د حسي رنځونو لپاره ځکه صحت دی چې کله په ناجوړه او له نظره شوي رنځور باندې ولوستل شي، يا پر هغه چا ولوستل شي چې د پېريانو غوټې پرې راځي نو د الله په اذن سره به په دې شرط روغ رمټ شي چې په رښتونې توګه له هغه زړه نه لوستل شوی وي چې په الله پوره باور او کامل يقين لري.
که د قران په قرائت د لوستونکي او رنځور دواړو پوره باور و نو دغه ډول رنځورانو ته الله پاک ډېر زر روغتيا ورکوي.
همدا راز قران کريم د معنوي رنځونو لپاره هم شفاء ده، انسان ته له شکونو شبهاتو او د کفر او نفاق له مرضونو نجات ورکوي، ځکه کفر او نفاق د انساني جسم لپاره تر هر څه ډېر ستونزمن رنځ دی، قران کريم هم زړه ته صحت ورکوي او هم ورڅخه هغه رنځونه پورته کوي چې زړه پرې ککړ وي، د تېر په څېر قران انساني بدن ته له حسي امراضو نه هم نجات ورکوي.