په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (دريمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (دريمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د قران زده کړه او ښوونه:
لومړی: د قران کريم زده کړه او ښوونه په مسلمانانو باندې واجبي حق دی، بايد ده چې مسلمانان خپلو ورونو او بچو ته قران کریم درس او تدريس کړي او يادولو ته يې ځانګړی پام ولري، ځکه نبي صی الله عليه وسلم فرمايي (خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ القُرْآنَ وَعَلَّمَهُ ) [ صحيح البخاري: ۵۰۲۷ ]
ژباړه: په تاسو کې غوره ترينه هغه څوک دی چې قران کریم زده کړي او نورو ته يې وښايي.
د حديث موخه هم دا ده چې څوک قران کریم خپله ياد کړي، ښه يې مضبوط کړي او بيا يې خپلو مسلمانانو ورونو ته د تعليم زيا وګالي يواځې پر ځان بسنه ونه کړي بلکې خير او ګټه نورو مسلمانانو ورونو او بچو ته هم ورسوي.
له مسلمان سره ښائيږي چې دقران په زده کړه ځانګړی اهتمام ولري او نه يواځې دا چې د قران د حروفو سمه سيده ادا زده کړي بلکې په يادو به يې دومره مضبوط زده کوي چې توان يې وي او د تهجي هغه تعليم يې هم تر لاسه کړي چې له مخې يې دا پرې سم صحيح نطق کولی شي.
د قران د حروفو د واجبي ادا په زده کړه کې ډېر خير دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (وَالَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ وَيَتَتَعْتَعُ فِيهِ، وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ، لَهُ أَجْرَان ) [ صحيح مسلم:۷۹۸ ]
ژباړه: او هغه څوک چې قران په تته تته ژبه باندې په سختۍ سره لولي د هغه لپاره دوه اجرونه دي.
دا خو د هغه چا په حق کې چې قران د خپل توان په اندازه لولي او الله پاک انسان په عبادتونو دومره مکلف کوي چې څومره د انسان توان وي، خو ترڅو چې د مسلمان توان وي نو د قران کريم لوستل به هېڅ چرته نه پريږدي، خو که د چا ترڅنګ د قران ښونکی وي او دا ترې د قران کريم د سم صحيح قرائت زده کړه کولی شي نو واجب يې جوړيږي چې دقران سمه صحيح زده کړه وکړي او د قران په لوست باندې جاهل پاتې نه شي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (الْمَاهِرُ بِالْقُرْآنِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ، وَالَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ وَيَتَتَعْتَعُ فِيهِ، وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ، لَهُ أَجْرَان ) [ صحيح مسلم: ۷۹۸ ]
ژباړه: د قران پر لوست باندې ماهر انسان به د الله پاک استازو او نېکانو ملائکو مل او ملګری وي، او څوک چې قران په تته تته ژبه په سختۍ سره وايي نو د ده لپاره دوه اجرونه دي.
په حديث کې له (الماهر بالقران ) نه مراد هغه څوک دی چې په سمه توګه د قران کريم لوستل کوي نو دا انسان به د قيامت په ورځ له هغو قدرمنو ملائکو مل وي چې ( سفرة ) ورته ويل شوي دي، سفرة د سفير جمع ده او سفره ملائک ورته ځکه ويل کيږي چې دوی د الله او بندګانو تر منځ د وحي او رسالتونو د راوړلو استازي دي، دوی د الله سفيران دي او الله پاک يې د خپلې مرضۍ له مخې خپلو بندګانو او پېغمبرانو ته د رسالتونو د راوړلو په موخه راستوي.
او ( کرام بررة ) ورته ځکه ويل کيږي چې دوی د الله په نېز د ډېر احترام والا او عزتمند دي، او ( بررة ) د ( بار ) جمع ده، او (بِـر) د نېکو کارنو انجامولو او اطاعت ته ويل کيږي.
نو مسلمانه وروره! دا لوړه مرتبه د هغه چا بدله ده چې صرف د قران کریم تلفظ سم دم کوي او په مطلوب انداز يې لولي، نو ډېر حرص وکړه چې ته هم د کرام برره ملائکو د مجلس مل جوړ شې، خو که چا ته د قران لوست سخت او ګران وي نو هېڅکله دې قران کريم نه پرېږدي بلکې د خپل توان په اندازه دې ولولي ترڅو د قرانکريم د لوست لپاره ښه او بهترين ښوونکي وموي او صحيح قرائت ترې ياد کړي، ( لَايُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ) [ سورت بقره: ۲۸۶ ]
ژباړه: الله پاک په تکليف کې هېڅ نفس له توان پورته نه اچوي.
د قران تلاوت عبادت دی
دوهم: کله چې مونږ قران کريم زده کړو او سم صحيح لوستل يې ياد کړو او حروف يې په سمه توګه ادا کړی شو، نو نه یواځې په دې بايد بسنه ونه کړو ، ضرور ده چې بارها يې تلاوت کړو ځکه د قران کريم لوستل عبادت دی او ډېر اجر او ثواب لري.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ الم حَرْفٌ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلَامٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ ) [ جامع الترمذي: ۲۹۱۰ ]
ژباړه: څوک چې د الله له کتاب څخه يو حرف ولولي نو يوه نيکه به يې وشي، او يوه نيکې په لسو قبليږي، زه نه وايم چې الم يو حرف دی بلکې الف مستقل، لام مستقل او ميم مستقل حرف دی.
او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي (تَعَاهَدُوا هَذَا الْقُرْآنَ، فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَهُوَ أَشَدُّ تَفَلُّتًا مِنَ الْإِبِلِ فِي عُقُلِهَا ) [ صحيح مسلم: ۷۹۱ ]
ژباړه: قران بارها ولولئ، زما دې په هغه ذات قسم وي چې د محمد صلی الله عليه وسلم نفس يې په لاس کې دی قران ( له ذهن نه ) دومره زر تښتي ( وځي ) چې دومره اوښان له خپلو پړو نه هم زر نه شي تښتېدلی.
دلته يې موخه د قران کريم ډېر تلاوت دی،کله چې انسان له قران څخه غافله وي، ډېر وخت تېر شي او دی قران ونه لولي نو زړه يې د اعراض، د غفلت او قسوت په رنځ رنځور شي، خو که د قران کريم تلاوت ډېر کوي نو هم به يې زړه ژوندی وي او هم به يې ذهن او ذاکره.
له دې کبله من حيث يو مسلمان د هر چا لپاره مناسب دي چې مياشت تېريږي کم ازکم بايد ده پکې قران يو ځل لوستلی وي، خو که ټول قران په لسو ورځو کې يو ځل ختم کړي او په مياشت کې يې درې ځل نو ډېره به ښه وي، او که يې په اوو ورځو کې ختم کړې نو بیخي ډېر به ښه وي او که يې په دريو ورځو کې ختم کړ نو بیخي ډېر زيات به ښه وي.
څومره چې انسان قران لولي هومره يې ثواب او اجر کيږي او بصيرت يې روښانه کيږي او زړه يې ژوندی کيږي .
د قران تلاوت په هر حالت کې ثواب لري، په لمونځ کې او که د لمونځ نه بهر، که سپور وي او پېادل، ناست او که تکيه يې وهلې وي خو چې اودس يې وي، که اودس يې نه وي قران دې ولولي خو قران ته دې لاس نه وروړي، که چرته د جنابت په حالت کې وي نو تر هغه به قران نه لولي چې غسل يې نه وي کړي، خو که څوک قران کريم په لمونځ کې لولي نو غوره ده او که څوک يې په قيام الليل کې ولولي نو هم ډېره غوره ده، الله پاک فرمايي (إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا * إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا ) [ سورت مزمل : 5 – 6]
ژباړه: مونږ په تا باندې دروند قول ( قران ) نازولو * د شپې په منځ کې منځ ته راغلی عبادت په زړه ښه اثر کوي او د قرائت له نګاه نه ډېر مبين ترين او واضحه وي.
څوک چې د شپې په تهجدو کې قران لولي له هغه قرائت څخه بهتره دی چې يا يې څوک په ناسته لولي او يا يې د ورځې په لمونځ کې که څه هم د قران کريم لوستل په هر وخت کې عبادت شمېرل کيږي خو ولې د وختونو او احوالو په تفاوت يې درجه هم تغيير خوري .
کله چې انسان د فرض څلور رکعتيز يا درې رکعتيز لمونځ په لومړنيو دوو رکعتونو کې اوږد قرائت وکړي هومره غوره دي، له دې کبله خو الله پاک قران ته لمونځ ويلې دی، الله پاک فرمايي (وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا ) [ سورت اسراء: 110 ]
ژباړه: د قران قرائت دې مه ډېر ښکاره کوه او مه پرې پټوالی کوه.
دلته ترې مطلب دا دی چې قران دې په لمونځ کې دومره ښکاره هم مه وايه چې مشرکان يې واوري او دومره قلاره يې هم مه وايه چې خپل ملګري دې نه اوري.
د تېر په څېر الله پاک قران ته هم لمونځ ويلی دی، لکه الله پاک فرمايي (وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا * وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ ) [ سورت اسراء: 78 – 79 ]
ژباړه: او د سهار لمونځ قائم کړه ، د سهار لمونځ ته ملائک حاضريږي، او د شپې له مخې دې په تهجدو کې هم قران ووايه ستا لپاره به په قدر او احترام کې زيادت راولي.
نو دلته د سهار لمونځ ته الله پاک قران ووایو او دا يواځې په دې خاطر چې د نورو لمونځونو په نسبت ورپکې قران ډېر لوستل کيږي.
خلاصه دا شوه چې الله سبحانه وتعالی له مونږ څخه غواړي او امر راته کوي چې مونږ قران کريم ولولو او په لمونځونو کې ډېر قران ووايو، که لمونځ نفل وي او که فرض، او د خپل ژوند په نورو حالتونو کې هم بايد قران ولولو که مونږ ناست يو او که ولاړ، که سپاره يو او که ملاست، نبي کريم صلی الله عليه وسلم به خپله د قران کريم ډېر زيات تلاوت کو، هغه مهال به يې د قران له تلاوت ډډه کوله چې دجنابت په حالت کې به و، همدارنګه د حيض او نفاس په حالت کې د ښځې لپاره هم د قران کريم د لوستلو جواز نشته، ځکه دا حدث اکبر دی او دا ډول بي اودسي انسان له قراني تلاوت څخه رابندوي، همدا ډول د قران تلاوت په پليتو ځايونو کې هم ناروا دی، لکه حمام، خو ولې په پاکو او مقدسو ځايونو کې مناسب دي چې انسان د توان په اندازه قران ولولي، که هغه له يادو څخه او که له قران څخه وي، ترڅو د تلاوت په هغو اجرونو او ثوابونو د برخې خاوند جوړ شي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ترې مونږ خبر کړي يو، هغه فرمايي (مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ الم حَرْفٌ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلَامٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ ) [ جامع الترمذي: ۲۹۱۰ ]
ژباړه: څوک چې د الله له کتاب څخه يو حرف ولولي نو يوه نيکه به يې وشي، او يوه نيکې په لسو قبليږي، زه نه وايم چې الم يو حرف دی بلکې الف مستقل، لام مستقل او ميم مستقل حرف دی.
په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي (وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللهِ، يَتْلُونَ كِتَابَ اللهِ، وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ، إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمِ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ، وَذَكَرَهُمُ اللهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ ) [ صحيح مسلم: ۲۶۹۹ ]
ژباړه: هېڅ قوم د الله په کوم کور کې د الله د کتاب د لوستلو او درس تدريس لپاره نه راټولیږي مګر سکينت پرې نازليږي او د الله رحمت يې په ځان کې پټوي او ملائک ترې ارد ګرد وي، او الله پاک يې ياد او ذکر په خپل مجلس کې هم کوي.
همدارنګه الله پاک فرمايي ( إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ * لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ ) [ سورت فاطر : ۲۹ – ۳۰ ]
ژباړه: هغه خلک چې د الله کتاب لولي او لمونځونه قائموي او له هغه رزق څخه پټې او ښکاره نفقې کوي چې مونږ ورته ورکړی دی، په دې سره دوی د داسې تجارت اراده لري چې بيخي به برباد نه شي * په دې خاطر چې الله پاک ورته پوره پوره نېکې بدلې ورکړي او خپل اضافي نور فضل او احسان هم ورکړي، الله پاک ډېر بخشش کونکی او ډېر ثواب ورکونکی دی.
دلته الله پاک خپل بندګان په دې توصيف کړل چې دوی د الله د کتاب ډېر تلاوت کوي او په تلاوت يې اجر او ثواب غواړي، برسېره پر دې لمونځونه په ښه توګه قائموي او د الله د ورکړي رزق نه د ثواب په نيت باندې ښکاره او پټ خيراتونه کوي.