فضائل قرانقرآن کريم

په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (څلورمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (څلورمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 د قران کريم په معناګانو او اسرارو کې سوچ  او غور کول

دریم: يواځې په دې بسنه بايد ونه شي چې مونږ قران کريم زده کړو او ډېر ډېر تلاوت يې وکړو اوبس، ضرور ده چې په معناګانو کې يې له سوچ او غور نه کار واخلو، اسرار يې وپېژنو او د الله عظمت  او اسماء او صفات پرې وپېژنو، د هغو امتونو له واقعو او قيصو کې له تعقل او تدبر نه بايد کار واخلو چې مخکې تېر شوي دي، که هغوی مسلمانان وي او که کافران.

له هغو عذابونو څخه بايد درس زده کړو چې د الله په مکذّبينو او جرم پېشه عناصرو باندې واقع شوي و، او د مومنانو بندګانو له هغې الهي اکرام څخه هم درس زده کړو چې الله يې اکرام او قدر کړی دی، ضرور ده چې په قران کریم کې د اخرت د ورځې او د حساب او کتاب نه پوره پوره درس واخلو چې هلته به اعمال تلل کيږي او عمل نامې به ورکړل کيږي، هلته به د جنت او دوزخ فيصلې کيږي او دغه ورځ ډېر ستر اهوال او ستړې ستومانۍ لري، بايد ده چې له سوچ او غور نه کار واخلو چې له مرګ نه وروسته څه څه نه دي راروان! په قبر کې څه ډول حالات دي! دا ټول هر څه راته قران کريم ډېر په تفصيل سره بيان کړي دي، دا زمونږ د مستقبل اړوند امور دي او هرومرو به ورته مونږ ورځو زمونږ لپاره ډېره ضرور ده چې له نېکو عملونو څخه توښه واخلو او له حرامو او ناوړو کارونو څخه ځانونه وژغورو، ضرور ده چې بايد د شرعي احکامو متعلق فکر او غور وکړو ځکه شريعت مونږ ته حرام او حلال دواړه په ډېر ښه توګه توضيح کړي دي، او راته يې ښودلي دي چې کوم کارونه او صفات له مونږ سره مناسب دي او کوم نه، الله پاک فرمايي (كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ ) [ سورت ص: ۲۹ ]

ژباړه: تا ته دا وحي شوی کتاب ډېر برکتي کتاب دی په دې خاطر چې دوی يې په ایتونو کې له غور نه کار واخلي او دعقل څښتنان ترې پند او نصيحت واخلي.

په دې ايت کې الله پاک د قران د نزول سپېڅلی هدف په ډاګه کړ چې مونږ يې بايد په ايتونونو کې سوچ او غور وکړو او په معناګانو او مدلولاتو، او د قران په اسرارو اخبارو کې له تعقل او تفکر نه کار واخلو ترڅو هدايت پرې ومومو او ګټه له قران کريم څخه واخلو، له الله څخه چې ايکې يواځې دی او هېڅ شريک نه لري د هغه په عبادت کې به په مونږ کې خشوع پېدا شي، نېک عملونه به ترسره کو او له بدو به ځانونه رابندو، او دا ټول هر څه هله ترلاسه کيږي چې مونږ په قران کريم سوچ او غور وکړو.

الله پاک د قران صفت کړی دی چې قران په ټولې معنا باندې برکتي کتاب دی، که څوک پکې سوچ غور وکړي نو دغه برکت به ترلاسه کړي، که څوک يې په زده کړه بوخت وي نو کولی شي دغه برکت تر لاسه کړي، که څوک يې تلاوت کوي هم کولی شي دغه برکت ترلاسه کړي، که څوک پرې عمل درامد ولري هم به دغه برکت تر لاسه کړي خو چې څوک ورته څومره نزدې کيږي نو دغه برکتونه به ترلاسه کولی شي.

الله پاک فرمايي: (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا ) [ سورت نساء: ۸۲ ]

ژباړه: ايا دوی په قران کريم له غور څه کار نه اخلي؟ خو که قران کریم له الله پرته د بل چا له پلوه راغلی وی نو دوی به پکې ډېر زيات اختلاف کتلی وی.

پر هغو خلکو الله پاک له قران څخه اعراض ډېر بد ګڼلی دی چې له قران څخه مخ اړوي، او همدغه اعراض يې د دې لامل جوړ شوی دی چې په حيرت او ګمراهۍ کې يې  اچولې دي خو که د دې پر ځای يې د الله په کتاب کې سوچ کړی وی او د پند او نصيحت په خاطر يې قران ته ټول پام راړولی و نوهرومرو به يې هدايت موندلی وی او په دې به هم پوهېدلی وی چې قران کريم په واقعيت کې د الله کلام دی او منځپانګه کې هېڅ تناقض نه لري بلکې هر ايت او مضمون يې يو بل تصديقوي او ځينې برخه يې د نورې برخې تفسير دی، په حسن او بلاغت او په صدق او اعجاز کې هر ايت او برخه يې له بل سره مشابهت لري.

په قران کريم کې هېڅ منځنی اختلاف نشته بلکې هره برخه يې بله تصديقوي او وضاحت يې کوي، هره برخه يې د بلې تاييد کوي، دا کتاب متشابه او خپل منځ کې د يو بل مؤيد کتاب دی، الله پاک فرمايي (اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا) [سورت زمر: ۲۳ ]

ژباړه: الله پاک داسې ښايسته خبرې نازلې کړي دي چې ( په حسن او بلاغت، په اتقان او صدق او د يو بل په تفسير کې ) متشابه کتاب دی.

اما د مخلوق کلام کې بيا بلا ډېر خلل وي ځکه چې مخلوق خپله ناقص دی او تناقض لري، يوه خبره يې بله دروغجنوي، خو ولې د خالق کلام بيا داسې نه وي ځکه چې هغه له نقص څخه پاک او منزّه دی، او کتاب يې هم متقن او محکم کتاب دی نه کوم خلل لري او نه نقصان، دا په دې ښکاره دليل دی چې نزول يې د الله پاک له پلوه شوی دی، الله پاک فرمايي (الر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ ) [ سورت هود: ۱ ]

ژباړه: الر، دا قران داسې کتاب دی چې ايتونه يې پاخه او محکم دي، او د حکمت د څښتن او باخبره ذات له پلوه يې ايتونه په تفصيل سره بيان شوي دي.

کله چې ته قران کريم په سوچ او غور ولولې، زړه د تلاوت په مهال حاضر وي او په معناګانو کې يې فکر کوې، نو ډېر وهمونه به درڅخه وکوچوي او لوی لوی وسوسې به درڅخه پورته کړي، په زړه کې به دې تسکين او اطمئنان پېدا کړي او ايمان به درپکې مضبوط کړي،  الله پاک فرمايي (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ * الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ * أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ) [ سورت انفال: ۲ – ۴ ]

ژباړه: په باوري توګه مومنان هغه خلک دي چې کله هم ورته الله پاک ياد کړی شي نو زړونه يې ولړزيږي، او چې کله ورباندې د قران ايتونه لوستل کيږي نو ايمان ورله زیات کړي او دوی په خپل رب باندې بروسه لري * مومنان هغه خلک دي چې لمونځونه قائموي او چې مونږ ورته کوم رزق ورکړی دی له هغې څخه خيرات او صدقه کوي * همدوی سم صحيح مومنان دي.

نو په غور او سوچ د قران کريم تلاوت کول د بنده مسلمان ايمان زياتوي، الله پاک فرمايي (فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ) [ سورت توبه: ۱۲۴ ]

ژباړه:  کوم چې هغه خلک دي چې ايمان يې راوړی دی نو قران ورلره ايمان نور هم زيات کړي او دوی پرې خوشحاله وي.

نو چې څومره انسان په قران کې په سوچ او غور تلاوت زياتوي هومره يې ايمان زياتيږي، يقین يې پياوړی کيږي، زړه ته يې اطمئنان حاصليږي او علم او فقاهت يې وده کوي، نه علماء کرام د قران کريم په تلاوت مړيږي او نه د قران عجائب پای مومي او نه د بار بار تلاوت له مخې بې مزې کيږي.

د مرتدينو او کوږ زړو اړوند الله پاک فرمايي (فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ * أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ * أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا * إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ ) [ سورت محمد: ۲۲ – ۲۶ ]

ژباړه: اوس ايا ستاسې له دې پرته د نور څه هېله نه شي کېدلی چې که قدرت ولرئ نو يا به له اطاعت څخه په شا واوړئ او خپلولي به ونه پالئ؟ * دوی همغه خلک دي چې الله پرې لعنت کړی دی او کاڼه او ړانده کړي يې دي * ايا دوی په قران کریم له غور څخه کار ولې نه اخلي؟ او که نه په زړونو يې قلفونه وهل شوي دي * حقيقت دا دی چې کوم خلک چې د هدايت له روښانه کېدو څخه وروسته بېرته په شا وګرځېدل دغو لپاره شيطان دغه کړنلاره اسانه کړې ده او د درواغجنو هېلو لړۍ يې د هغو لپاره اوږده کړېده * له همدې امله دوی د الله د نازل کړي دين بد ګڼونکو ته وويل چې په ځينو چارو کې به مونږ ستاسې حکم ومنو، الله د دوی په دغو پټو خبرو ښه پوهيږي.

خو که دوی په قران کريم کې سوچ او غور کړی وی نو دغه رنځونه او قبيح عوارض به يې له منځه تللی وی او خپلولي به يې پاللی وی او د ټولو هغو شيانو د پاللو خاص خيال به يې ساتلی وی چې الله يې په پاللو امر کړی دی، خو دا چې دوی ورڅخه اعراض وکړ او په ايتونو کې يې ورله سوچ فکر ونه کړ نو ځکه خو په دغو مصيبتونو باندې وازمول شول او خپلوليانې يې هم له کبله ونه پاللې او د لعنت جوګه وګرځېدل ان چې په ردت کې واقع شول، دا ټول هر څه په دې خاطر چې په قران کې يې سوچ او فکر نه کو، او د قران له فهم څخه يې زړونه بند او قلف وساتل ( أَمْ عَلی قُلُوْبٍ أُقْفَالُهَا ) .

نو کله چې انسان له قران کريم څخه اعراض وکړي هم يې زړه سخت شي او هم رنځور، او په پای کې پرې قلفونه ووهل شي بيا ورته هدايت رسيدګي هم نه شي کولی او نه يې ايماني نور روښانه کولی شي، دا يواځې په دې خاطر چې الله ورته په دنيا کې دا سزا ورکوي –  نعوذ بالله –  ځکه خو امام ابن القيم رحمه الله وايي:

فَتَدَبُّرِ القُرْآنَ اِنْ رُمْتَ الهُدَی

فَالْعِلْمُ تَحْتَ تَدَبُّرِ القُرْآنِ

ژباړه: که هدايت او مستقيمه لاره غواړې نو په قران کې له سوچ او غور نه کار واخله، ټول علم او فقاهت په قران کې سوچ او غور کولی کې دی.

Tags

Related Articles

Back to top button