په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (پنځمه او اخري برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
په غور سوچ سره د قران کريم د لوستلو ثواب (پنځمه او اخري برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

په قران باندې عمل کول
څلورم: له مونږ څخه يواځې دا بسنه نه کوي چې قران کریم زده کړو او قران کریم ولولو او غور سوچ هم پکې وکړو، نا ، بلکې څلورم کار هم ډېر ضرور دی چې هرورمرو بايد عمل پرې هم وکړو، مطلب حلالو ته يې حلال او حرامو ته يې حرام ووايو، اوامر يې ومنو او له نواهيو څخه يې ځانونه وژغورو.
مخکې چې مو د قران کريم د تعلم او زده کړې، د قران کريم د تلاوت او سوچ فکر ورپکې کول څومره معلومات ورکړل دا ټول قران باندې عمل کولو ته وسيله ده، که يواځې قران په سوچ او غور تلاوت کړو او عمل پرې پرېږدو نو د لارې په سر کې به ولاړ يو او هېڅ ګټه به لاس ته رانه وړو، او ټول زيار او ستړيا به مو بې ګټې وي، ځکه په اسبابو به مو ځان ستړی کړی وي او ثمره او نتيجه مو روله پرېښوده، ځکه ميوه يې خپله بېرته په قران کريم باندې عمل کول دي، الله سبحانه وتعالی فرمايي ( إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَ عَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ * لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ ) [ سورت فاطر: 29 – 30 ]
ژباړه: هغه خلک چې د الله کتاب لولي او لمونځونه قائموي او له هغه رزق څخه پټې او ښکاره نفقې کوي چې مونږ ورته ورکړی دی، په دې سره دوی د داسې تجارت اراده لري چې بيخي به برباد نه شي * په دې خاطر چې الله پاک ورته پوره پوره نېکې بدلې ورکړي او خپل اضافي نور فضل او احسان هم ورکړي، الله پاک ډېر بخشش کونکی او ډېر ثواب ورکونکی دی.
دا ايتونه په دې دلالت کوي چې دغو مومنانو يواځې دقران کريم په تلاوت بسنه نه وه کړې، بلکې لمونځونه به يې هم قائمول وروسته له دې چې د قران کريم تلاوت به يې په سمه بڼه وکړ، همدا ډول به يې زکاتونه او صدقات هم ورکول او له ګرد مخلوق سره به یې نېک برتاو کو، دې ته د ايمان ثمره ويل کيږي چې په قران باندې عمل وکړی شي، ځکه په قران باندې عمل کولو سره قران ستا لپاره د الله پاک په دربار کې دليل جوړيږي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْك ) [ صحيح مسلم: ۲۲۳ ]
ژباړه: قران ستا لپاره او يا پر تا باندې دليل دی.
د قيامت په ورځ به يې له تا څخه الله پاک پوښتنه کوي، الله پاک فرمايي (أَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُونَ ) [ سورت مومنون: 105]
ژباړه: ايا زما ايتونه به پر تاسو نه لوستل کېدل چې تاسو به ورته د دروغو نسبت کو؟
او الله پاک فرمايي ( قَدْ كَانَتْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُونَ ) [ سورت مومنون: 66]
ژباړه: پر تاسو باندې به زما ایتونه لوستل کېدل نو تاسو به خپلو پوندو باندې په شا ګرځېدلئ.
د قیامت په ورځ به الله پاک جمله کافرانو او دوزخيانو ته وايي چې ايا ما درته په قران کریم کې دا مصير او بد ا نجام نه و په ډاګه کړی؟ هغه هم په دې خاطر چې تاسو ورڅخه ځانونه وژغورئ او نېک عملونه وکړئ ترڅو مو له دوزخ څخه وساتي.
نو که څوک ایکې یواځې د قران کریم ايتونه زده کړي، تلاوت يې کړي او سوچ غور سره يې ولولي خو ولي عمل پرې ونه کړي نو دې انسان پر ځان قران کریم دليل وګرځو ، له دې کبله ځينې سلف صالحين وايي: ځينې قاريان داسې هم وي چې که څه هم قران کریم لولي خو قران کریم به پرې لعنت وايي، چا وپوښتل چې دا څنګه کېدلی شي، هغه وويل: ځکه قاري د الله پاک دا قول وايي چې ( فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ) [ سورت ال عمران: 61]
ژباړه: نو مونږ به د الله لعنت په دروغجنانو باندې وګرځو.
قاري دا ايت لولي او بيا هم دروغ وايي.
همدا راز قاري د الله پاک دا قول لولي (أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ ) [ سورت هود: ۱۸ ]
ژباړه: خبردار ! په ظالمانو باندې دې د الله لعنت وي.
او بيا هم ظلم کوي.
د قران کریم له نزول څخه يواځې په خوش اوازې باندې لوستل بيخي موخه نه ده او نه دا بسنه کوي او نه کومه ګټه لري، ځينې خلکو خو د قران کريم تلاوت بیخي د خوش اوازۍ لپاره کار او پېشه ګرځولې ده چې خلک ورباندې ځان ته متوجه کوي، په خايسته اواز باندې قران کریم لولي او خلکو ته پرې خوند او مزه ورکوي، خو که د عمل او تطبيق پوښتنه يې اړوند وکړي نو له لږ عمل پرته به نور هېڅ ونه وينې، نو دا هېڅ ګټه او فايده نه لري.
سمه ده چې قران کريم بايد په ښايسته اواز ولوستل شي او حروف يې دې سم ادا شي، هم اثر لري او هم له قران کريم سره وړ او لايق دي، خو اصلي هدف دا نه دی ، اصلي هدف دا دی چې انسان بايد له قران کريم څخه ګټه او فايده واخلي او له اورېدو سره پرې خشوع او له الله څخه ډار وليدل شي.
له دې کبله خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته پسند هم دا و چې قران کريم له نورو څخه واوري، هغه له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه قران کريم اورېدو او د هغه اواز هم ډېر ښايسته و.
همدا راز يې عبدالله بن مسعود رضي الله ته وويل چې قران ورته واوروي، هغه ورته وويل: زه به درته څنګه قران درو واوروم او حالانکه نازل شوی هم پر تا باندې دی؟ هغه ورته وويل: دا راته ډېره پسنده ده چې له بل څخه يې واورم، نو عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ورته سورت نساء شروع کړه، چې څنګه دې قول ته ورسېد (فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلَاءِ شَهِيدًا ) [ سورت نساء: ۴۱ ]
ژباړه: د قيامت په ورځ به بيا د خلکو څه حالت وي چې مونږ پرې خپل رسول ګواه راولو او تا به هم په دې خلکو باندې ګواه راولو.
نو نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: همدومره بسنه کوي، خو چې ما ورته وکتل نو له دواړو سترګو يې اوښکې روانې وې.
دا په دې باندې دلالت کوي چې د قران د لوست په مهال د اورېدونکي نيت بايد خشوع وي هسې تلذذ او مزه اخستل نه وي چې د الله له کلام څخه يې واخلي.
الله پاک فرمايي (وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [ سورت أعراف: 204]
ژباړه: چې کله هم قران کريم لوستل کېږي نو سم صحيح غوږ ورته کېږدئ او ورته خاموش شئ امېد دی چې رحم درباندې وشي.
له قران سره بايد د مسلمانانو ادب دا وي چې ورته خاموش وي، اما که څوک د تلذذ لپاره قران کريم لولي يا ورته خاموش وي نو هېڅ ګټه به ونه کړي، ګټور هغه څوک دی چې د الله د کلام د لوست يا اورېدو په مهال ورپکې خشوع وي، هم د الله په کلام پوهيږي او هم پرې ځان پوهوي او عمل ورباندې کوي، د الله پاک کلام ايکې يواځې په دې خاطر اوري چې الله ورڅخه خوشحاله شي نه يې موخه ريا او نېک نامي وي، نه يې نيت خوش اوازي او نه له خوږو اوازونو څخه مزه اخستل وي، دا ټول شیان تر هغه انسان ته ګټه نه رسوي چې په مخکنو عظيمو صفتونو يې عمل نه وي کړی.
له الله رب کريم څخه غواړم چې مونږ او تاسو هغه اهل القران وګرځوي چې تلاوت يې هم په صحيح معنا کوي او او سوچ فکر هم ورپکې په صحيح معنا کوي، هم پرې عمل کوي او هم يې عملونه د الله پاک په خاطر وي، الله پاک اورېدونکی او دعا قبلونکی دی.
په جهل باندې د قران کریم تفسير نه کول:
پنځم: دا واجب دي چې د قران کريم تفسير بايد په جهل او جهالت سره ونه شي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (وَمَنْ قَالَ فِي القُرْآنِ بِرَأْيِهِ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّار ) [ جامع الترمذي: ۲۹۵۱ ]
ژباړه: د قران کریم تفسير چې څوک په خپلې ترو (فکر او عقل) سره وکړي نو په اور کې يې د ځان لپاره ځای جوړ کړ.
ضرور ده چې د قران تفسير په قران، يا په نبوي حديثونو، يا د صحابه کرامو په اقوالو، يا د تابعينو په اقوالو او په هغو عربي اسلوبونو چې د عربۍ تقاضا وي، خو ولې په عقل او رايي باندې د قران کريم تفسير هم حرام دی او هم پرې سخترين وعيد راغلی دی او دا ډول تفسير په الله باندې دروغ تړل هم دي.
د عقلي او بالرأي تفسير له جملې څخه ځينې هغه تفسيرونه هم دي چې جاهلانو ليکلي دي او زياتره يې آټکل دي، منځنی تضاد، تناقض، او بلا تغيير لري، ځينې خبرې يې نورې خبرې تکذيبوي نو د دې خو بيخي جواز نه پېدا کيږي چې د الله د کتاب د تفسير په نوم دې ياد شي، ځینې جاهلان راولاړ شي دغه ډول ليکنې وکړي او د اعجاز علمي نوم پرې کيږدي، دا ډېر خطرناک کار دی او د الله په کتاب باندې ملنډې وهل دي ضرور ده چې مسلمانان ورڅخه وډارول شي، الله دې ټول مسلمانان د ګټور علم او نېک عمل لپاره موفق ولري.
وصلی الله وسلم علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه وسلم.