ځان پالنه ( دوهمه او اخري برخه) ليکوال: ابراهيم بن عبدالله مزروعي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت
ځان پالنه ( دوهمه او اخري برخه) ليکوال: ابراهيم بن عبدالله مزروعي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

دا هم محاسبه ده چې څوک خپل ځان د ګناهونو او خطاګانو په کولو دومره معترف کړي چې ګناهونه ورته ډېر ښکاره شي او توبه اوباسی، په صحيح حديث کې راځي (إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا) ([1])
ژباړه: الله پاک خپل لاس د شپې را اوږدوي چې د ورځې ګناهګار توبه اوباسي، او د ورځې لاس را اوږدوي چې د شپې ګناهګار توبه اوباسي، ان چې لمر د مغرب څخه راپورته شي.
نو له ځان سره محاسبه کول د نفس پالنې ډېره ښه وسيله ده.
۳ – : له الله څخه تقوا : دا هم د ذاتي تربيې ډېره ښه وسيله ده، الله پاک فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا * يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا) ([2])
ژباړه: ای هغه خلکو چې ايمان مو راوړی دی له الله څخه وډار شئ او سمې صحيح خبرې وکړئ * الله به ستاسو کارونه سم کړي او ګناهونه به مو وبښي، او څوک چې د الله پاک او دهغه د رسول ا طاعت کوي نو په تحقيق سره چې په لويه کامبيابۍ به کامياب شي.
نو له الله څخه تقوا او نفسي تربيه خپل منځ کې قوي اړيکه لري، او تقوا د الله پاک اوامر منل او له نواهيو څخه يې ځان ساتلو ته ويل کيږي، تقوا ډېرې ګټې لري لکه: د ګناهونه رژېدل، د حسناتو دوه چنده کېدل، په هر کار خير کې د الله توفيق، له غم او درد څخه سلامتيا او د رزق او نجات لارې هم اسانوي، د تقوا دار انسان برخليک جنت وي او داسې نورې ډېرې فايدې پکې شته. او دا ټول هغه شيان دي چې د نفسي تربيت په مهال د انسان موخه وي.
۴ – : په ښايسته اخلاقو ځان سينګارول هم د نفسي تربيت ډېره ښه وسيله ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ الْقَائِمِ) ([3])
ژباړه: مومن په خپلو نېکو اخلاقو باندې د روژه دار او تهجد ګوزار اجر او ثواب رانيسي.
کله چې فرد په نېکو اخلاقو باندې ځان سينګار کړي او له ځان سره مجاهده پېل کړي نو د الله په اذن سره به وکولی شي د نفس دارو درمل وکړي او په تزکيه يې بريالی شي، د نېکو اخلاقو له جملې څخه ځينې دا دي:
أ – : زغم او حوصله: په ذاتي تربيت کې صبر ډېر ډولونه لري، يو له نفسي غوښتنو څخه صبر او حوصله ده، بل د ژوند په ستړو ستونزو صبر کول دي، همداراز د خلکو په معاملاتو باندې صبر کول هم دي، په صحيح حديث کې راځي نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (ما رزق عبد خير له ولا أوسع من الصبر) ([4])
ژباړه: انسان ته له صبر پرته نور پراخه او غوره خير څه نه ورکړل کيږي.
په دې معنا باندې امام بخاري رحمه الله هم صحيح حديث روايت کړی دي چې (وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ اللَّه) ([5])
ژباړ: او څوک چې ځان په زوره صبروي نو الله به ورته صبر ورکړي.
ب – : تواضع کول: کله چې انسان له تواضع څخه کار واخلي نو ډېرو نفسي رنځونو څخه روغ رمټ پاتې شي لکه: ځان خوښي، تکبر، غرور او داسې نور… دا هم تواضع ده چې چا ته له ځان څخه له کشر نه تعليم په مهال شرم راپورته نه شي، که هغه ترې د عمر په لحاظ کشر وي او که د علم په لحاظ، لکه موسی عليه السلام چې له خضر عليه السلام نه تعليم حاصلو او شرم ورته راپورته نه شو.
دا او په څېر يې ټول نيک اخلاق د انسان په تربيه کې ډېر مهم رول لري.
۵ – : د ذات يا نفس پاللو بله وسيله د ځان لپاره نېکه قدوه لرل دي، ځکه نېکه قدوه د انسان په نفسي تربيت او د شخصيت په تکوين کې بې نمونې رول لري، ځکه انسان طبيعتاً تقليدي ميلان خوښوي، د ظروفو او احوالو او د شخصياتو په تغير نفسي بدلون ته هر مهال ليواله وي، دا مهال نو انسان د زده کړې په ډکر کې ډېر کمی او خلا محسوسوي.
أ – : مطلق قدوه لرل: د انسان په ټولو اقوالو او احوالو کې دا ډول قدوه له نبي کريم صلی الله عليه وسلم پرته نور څوک نه شي کېدلی، مګر دا چې د انسان خپله ځانګړنه وي، دا اعلی نمونه د دې قابليت لري چې انسان يې د خپل ځان د تربيې او تزکيې لپاره نمونه وګرځوي، او الله پاک فرمايي: (لَقَدْ کَانَ لَکُمْ فِيْ رَسُوْلِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) ([6])
ژباړه: په تحقيق سره چې په رسول الله کې ستاسو لپاره ډېره ښه اقتدا ده.
ب – : ددې امت د سلفو صالحينو صحابه کرامو او تابعينو او ديني امامان په اقتدا نيول: دا ډول نمونې ډېر شی دي او د تخصصاتو او مجالاتو په اعتبار هم بېلابېل ډولونه لري، معصومه اجماع يې حجت ده، دهر يو قول اخستلی او رد کېدلی شي او دوی غير معصوم دي، د دوی ټول اعمال او احوال به قران او حديث ته ورکول کيږي، موافق به يې راخلو او مخالف به يې په ډېر ادب او احترام نه اخلو، له فرد سره نه ښايي چې د قدوه په اعتبار خپل ځان په بل چا کې ټول ويلي کړي، تلل راتلل، خبرې اترې، لباس او پوښاک او هر څه د بل په څېر کړي.
ج – : په ټولنه کې له هغو خلکو پسې اقتدا کول چې په خير او صلاح مشهور وي، نو فرد بايد د خير او ښيګړې په کارونو کې د ځان لپاره مقتدا او نمونه ولري چې د ژوند په احوالو او بېلابېل مواقفو کې يې انعکاس کوي، ابن القیم رحمه الله وايي: که څوک له چا پسې اقتدا کوي نو ودې ګوري چې ايا د علماؤ له جملې څخه دی او که نه؟ يا هواپرست او که دين پرست دی؟ که څوک عالم وي خو هواپرست وي بايد مقتدا ونه نيول شي ورنه هلاکت به يې ورکړي، خو که دينپرستي پر انسان غالبه وي نو په رسۍ دې ورله منګولې ښخې کړي. ([7])
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ، وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ، كَحَامِلِ الْمِسْكِ، وَنَافِخِ الْكِير) ([8])
ژباړه: د ښه او بد ملګري مثال لکه د عطر فروش او اهنګر دی.
او الله پاک فرمايي: (وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ) ([9])
ژباړه: او ځان له هغو خلکو سره وصبروه چې سهار ماښام الله پاک راغواړي او د هغه د مخ ديدار غواړي.
نو که مسلمان غواړي چې د ځان ښه تربيه وکړي نو ښه ملګري دې انتخاب کړي چې په خير او صلاح يې روان کړي.
۶ – : له خلکو څخه ګوښه کېدل او له خلکو سره يو ځای کېدل: د ذاتي تربيت او نفس پالنې مهمه وسيله همدا دواړه دي، سمه ده چې له خلکو څخه استغنا ځکه امکان نه لري خو دواړه حالتونه د انسان په تربيه کې ځانګړی اغيز لري.
£ د ځان ګوښه کولو يوه ګټه دا ده چې انسان پکې عبادتونو او تفکر ته، له ځان سره محاسبه کول، د فسق او فجور له ملګرو څخه لرې وتل ترڅو انسان د دوی له اذيت او باطل څخه سالم پاتې شي، له خلکو څخه ګوښه کېدل دا ګټه هم لري چې له هغو ګناهونو څخه پرې انسان سالم پاتې کيږي چې له اختلاط څخه منځ ته راځي لکه غيبت، نميمت او ریاء، له خلکو څخه د ګوښه کېدو بله ګټه دا ده چې انسان پرې له فتنو او خصومتونو څخه څخه سالم پاتې وي، بله فايده يې دا ده چې انسان پرې د خلکو له حسدونو او شرونو څخه بچ وي.
£ اما له خلکو سره د اختلاط ګټه دا ده چې علم او تعليم او په ځانګړي توګه بيا عيني فرضونه انسان زده کوي، بله ګته يې دا ده چې انسان پرې ډېر ادب زده کوي او تر لويو ثوابونو ځان رسوي او نفس ته يې راحت هم ميلاويږي، له خلکو سره په اختلاط فرضونه او واجبات زه ده کول کيږي، لکه د جماعت لمونځ ته حاضرېدل او د مسلمانانو حقوق ادا کول او داسې نور…
نچوړ دا شو چې له خلکو سره اختلاط او ورڅخه ګوښه کېدل د شخصيتونو او حالتونو په اختلاف او د ټولنې مختلف وضعيت پورې بېلابېل اړخونه لري، له عاقل سره ښايي چې د خير او ښيګړې په مهال له خلکو سره ملګری وي او د شر او شرارت په مهال ورڅخه ګوښه وي.
۷ – : له وخت څخه ګټه اخستل او په له استقامت او استمرار څخه کار اخستل، دا هم ګڼ شمېر وسائل لري چې له جملې څخه يې ځينې دا دي:
کوم مسلمان چې د ځپل ځان تربيه او تزکيه غواړي بايد له خپل عمر او ځوانۍ څخه ګټه واخلي او د خير کارونو ته له هر چا څخه سبقت ولري، او خپل ټول فارغه وختونه د قرانکریم په تلاوت، په ښو کارونو او نېکو اخلاقو باندې ډک کړي.
د فارغو وختونو ډکولو ښه وسيله دا ده چې انسان ورپکې د کتابونو لوستل، د علمي محاضراتو اورېدل، ذکر او اذکار او عبادتونه وکړي، که د نفس د ترويح په خاطر څوک لږوخت لوبو او نشاط ته ورکړي هېڅ باک نه کوي، لکه چکر لګول، له خپلو بچو سره ټوکې ټکالې کول، لامبو وهل، په اسونو سپرېدل او داسې نور…
دا د ذاتي تربيت او د نفس پاللو ځينې وسائل او اسباب و الله دې مونږ ټولو د نيکو کارونو توفيق راکړي.
واخر دعوانا ان الحمدلله رب العلمين
………………………………..
([2]) سورت أحزاب: ( ۷۰ – ۷۱ ).