څه چې په دعاګانو نه کيږي هغه د الله په ذکر باندې سرته رسيږي
څه چې په دعاګانو نه کيږي هغه د الله په ذکر باندې سرته رسيږي:

الله جل جلاله وايې:
“من شغله ذكري عن مسألتي أعطيته أفضل ما أُعطي السائلين”.
رواه الترمذي (2926)
څوک چې زما ذکر زما نه په سوال کولو مشغول کړو، زه به د دعاﺀ غوښتونکي څخه غوره شيان ورکړم
آيا پوهيږئ چې ددې حقیقت څه دى؟!
نبي صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: کله چې نوح عليه السلام مرګ ته نزدې شو، خپل بچى يې راوغوښت او وصيت يې ورته وکړ:
“اى بچوړيه!!(سبحان الله وبحمدِه) زيات وايه ځکه چې دا د هر شي تسبیح ده، او په دې باندې هر شي ته رزق ورکول کيږې”.
-مطلب دا شو چې په دنيا کې هر شى(سبحان الله) وايې،
او هر شي ته په تسبیحاتو رزق ورکول کېږې.
مارغان، ونې، ميږيان، کاڼي او پيريان ټولو ته په تسبیحاتو رزق ورکول کېږې،
نو چې الله جل جلاله دوي ته په تسبیحاتو رزق ورکوي نو څرنګه به يې بني آدمو ته په تسبیحاتو نه ورکوي حالانکې دوي الله ته زيات عزتمند دي!
اصل خبره دا ده چې په تسبیح باندې د رحمت دروازې کولاويږي ځکه چې تسبیح د الله جل جلاله د هر نقصان څخه پاکوالى دى.
او په حمد او ثناﺀ د قبليدو دروازې کولاويږي، ځکه چې دا په الله جل جلاله باندې په ټولو ښايسته کلماتو ثناﺀ ويل دي.
او په دې باندې زمونږ دا وينا دلالت کوي چې مونږ هميشه د رکوع څخه د پورته کېدو په وخت کې ((سمع الله لمن حمده)) وايو
چې معنا يې ده: قبوله کړه الله د هغه کس دعاﺀ چې د الله حمد يې وويلو.
او د چا څخه چې الله جل جلاله ثناﺀ قبوله کړې نو دا معلومه خبره ده چې د هغه څخه دعاﺀ هم قبلوي، او په هغه باندې د خپل رحمت څخه هر قسم پيرزوينه کوي.
-بيا نوح عليه السلام خپل بچي ته وايي: اى بچوړيه!! زه تاته په لا إله إلا الله ويلو باندې وصيت کوم، ځکه کچيرته آسمانونه او ځمکې يوه بنده کړۍ شي نو ( لا إله إلا الله ) به يې پرانيزي!
أخرجه البخاري في أدب المفرد: (545) والحاكم (154) قال الحاكم صحيح الإسناد ووافقه الذهبي. الصحيحة: 1/209
مطلب دا چې کچيرته آسمانونه او ځمکې ګول دايره شي او يو انسان د دواړو څخه لاندې (لا إله إلا الله) ووايې نو دغه دايره به وچوي او د”لا إله إلا الله ” کلمه به الله سبحانه وتعالى ته ورسېږي!
او د چا ذکر او تسبیح چې الله جل جلاله ته ورسېږي، الله سبحانه وتعالى يې دعاﺀ او غوښتنه نه غورځوي
والله ذو الفضل العظيم.