ممدوح اخلاق

کوچنى عمل او ستر ثواب (څلورمه برخه) ترتيب او ژباړه: انديال ساپى

کوچنى عمل او ستر ثواب (څلورمه برخه) راټولونه: د/عبد الله بن محمد السدحان، ترتيب او ژباړه: انديال ساپى

څلورمه برخه: د ناروغانو پوښتنه او د مړی جنازه کول

(۱) د جنازې لمونځ کول او بیا مړی د خښولو ثواب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ شَهِدَ الجَنَازَةَ حَتَّى يُصَلِّيَ، فَلَهُ قِيرَاطٌ، وَمَنْ شَهِدَ حَتَّى تُدْفَنَ كَانَ لَهُ قِيرَاطَانِ»، قِيلَ: وَمَا القِيرَاطَانِ؟ قَالَ: «مِثْلُ الجَبَلَيْنِ العَظِيمَيْنِ».
ژباړه:څوک چې د جنازې لمانځه ته حاضر شو نو د هغه لپاره د یو قیراط په اندازه ثواب دی، او څوک چې حاضر شو تر دې چې مړی دفن شی نو د هغه لپاره دوه قیراطه اجر دی، چا وپوښتل چې قیراط څه شی دی؟ هغه وویل: د دو لویو غرونو په څیر»عبد الله بن عمر رضی الله عنه وویل: یقینا مونږ ډیر قیراطونه ضائع کړی دی.

(۲) مصیبت ځپلې ته د تسلۍ ورکولو اجر:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:«مَنْ عَزَّى مُصَابًا فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ».
ژباړه: څوک چې مصیبت ځپلې ته تسلی ورکړی نو د هغه لپاره به هم د هغې په شان اجر وی.
همدا شان فرمایې:«مَا مِنْ مُؤْمِنٍ يُعَزِّي أَخَاهُ بِمُصِيبَةٍ، إِلَّا كَسَاهُ اللَّهُ سُبْحَانَهُ مِنْ حُلَلِ الْكَرَامَةِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
ژباړه: هیڅ یو مسلمان خپل ورور ته د مصیبت پر وخت تسلی نه ورکوی، مګر دا چې الله جل جلاله به ورته د عزت جامی ورواغوندی.

(۳) ناروغ د پوښتنې ثواب:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُمْسِيَ، وإِنْ عَادَة عَشِيَّةً صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الْجَنَّةِ».
ژباړه: داسې هیڅ مسلمان نشته چې د سحر په وخت د بل ناروغ مسلمان تپوس وکړی مګر دا چې تر بیګاه پوری به ورله (۷۰۰۰۰) ملاېکې د رحمت سوال کوی، او که چیرته د بيګاه لخوا یې پوښتنه وکړه نو تر سحره پوری به ورله (۷۰۰۰۰) ملائکې د رحمت سوال کوی، او د ده لپاره به په جنت کې د خرماو باغ وی.

دوام لري…

Tags
Back to top button